د افغانستان زړه لانجه او د عربستان تازه هڅه / ولي الله ملکزی

همدا څو شیبې وړاندی، نن د سعودی عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي‌ همکارۍ د ټولنې لخوا، د کوربه هیواد، د بلنې او یوې تازه هڅې په رڼا کې، په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د رامنځته کولو او د ترهګرۍ د مخنیوي په هکله، یو دوه ورځنی کنفرانس پیل شو.  دی دوه ورځني کنفرانس ته د ۲۷ اسلامي هیوادونو ۱۱۰ تنه مخه ور دیني عالمان او اکاډمیک شخصیتونه ور بلل شوي او سبا به د مکی معظمی په ښار کی خپله مهمه پریکړه اعلانوي. دوئ به د اسلامي نصوصو په رڼا کې، په افغانستان کی د روان خونړي ناورین، د توندلارۍ د مخنیوي، د ترهګرۍ د وبا د تم کولو، په اسلامي ټولنو کې د زغم د کلچر او په نورو د ځان د تپلو په ځای، د بل د منلو د روحیې په پیاوړتیا خبرې کوي.

د إسلامي همکارۍ دا ټولنه د ۱۹۶۹ میلادي کال په اګست کې د یوې کټاسې ډلګۍ لخوا د مسجد اقصی یوې برخې ته د اور اچولو څخه یوه میاشت وروسته، د المغرب د پلازمینې الرباط په ښار کې د اسلامي هیوادونو د ۲۵ مشرانو لخوا د یوې بیړنۍ غونډې په ترڅ کې جوړه شوه.

دا نړیوال اسلامي سازمان چې د ملګرو ملتونو له ټولنی څخه وروسته د نړۍ په کچه په دوهم کتار کې ولاړ دی، د غړو شمیر یی اوه پنځوسو هیوادونو ته رسي او د نفوسو مجموعي شمیر یی له یو اعشاره شپږو ملیاردو څخه اوړي.

په هرو دری کلنو کې یوه سرمشریزه لري او د غړو هیوادنو د بهرنیو چارو وزیران یی هر کال، یوځل غونډې جوړوي. دا چې مرکز یی د جدې په ښار کې دی، سکرتر جنرال یی ډاکټر یوسف بن احمد عثیمین، یو سعودي تبعه او د بودیجې ستره ونډه یی د سعودي د شاهي لحکومت لخوا ورکول کیږي، نو له همدی امله د عامو څارونکو انګیرنه همداده چې ددی سازمان پالیسیو ته شاخص او جهت ورکول، د تل لپاره د سعودي له بهرني سیاست سره همغږې وي.

دا ټولنه چې اوه کاله وړاندی، یعنی په ۲۰۱۱ کال کی یی نوم له اسلامي کنفرانس څخه د اسلامي همکارۍ ټولنې ته واړول شو، پخپل ۴۹ کلن تاریخ کې د ځینو اقتصادي، کلتوري او علمي لاسته راوړنو ترڅنګ د ګن شمیر پاتې راتلو شاهده هم ده. د کتونکو له نظره، په برما کې د مجرمو بودستانو لخوا د روهنګیا د زرګونو مسلمانانو د ژوندي سوځولو د مخنیوي، د خلیج د عربي هیوادونو ترمنځ د واټن په راکمولو او د یمن، عراق سوریی او لیبیا په کړکیچ کې ددی سازمان نه چندان اغیزناک رول، د دی ټولنی مقام او مؤثریت تر پوښتنې لاندی راوستې دی.

خو په سعودي عربستان کی د ځوان او ځواکمن ولیعهد شهزاده، محمد بن سلمان لخوا د سعودي په محافظه کارې او متدینی ټولنې کې یو لړ حیرانونکي او د نه باور بدلونونه رامنځ ته شول چې نه یواځی د کور دننه یی خپل ولس ګوته په غاښ کړ، بلکی په نړیواله کچه یی د ټولو سترګی د ځان په لور کږی کړي.

سیاسي څارونکي پدی آند دی چې د پرون عربستان د نن له عربستان سره ډیر توپیر لري، نو ځکه خو د أفغانستان په اړه ددی ټولنې ننۍ او سبانۍ غونډې له یو ځانګړي ارزښت څخه برخمنې دي. په عین حال کې سبا په بروکسل کې د ناټو سر مشریزه پیل کیږي او د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپییو نن د کابل په لیدنه بوخت دی، ‌چې ددی ټولو همزمانه غونډو او کتنو د خبرو اترو د منځ ټکی په هیواد کې د جنګ د ختمیدو او د یوې همیشنې سولې رامنځ ته کیدل بریښي.

په سیمه کې د ایران د مخ په زیاتیدونکي نفوذ مخنیوی او مهارول، د شهزاده محمد د بهرني سیاست او ستراتیژۍ د اجنډا په سر کې ځای لري. په لبنان کې د حزب الله عسکري ځواک او سیاسي حضور، په عراق کې د ایران پلوو شیعه ګوندونو بی ګواښه واکمني، په سوریه کې د بشارالاسد د مجرم نظام وروستۍ پوځې سوبې، پدغو دریو هیوادونو کې د سنيانو تجرید او ګوښه توب او د حوثي ملیشو خلاف د جنګ دری کلن کیدل، ټول هغه لاملونه او عنوانونه دي چې د عربستان په رسمي او نیمه رسمي رسنیو کې د ورځني سیاست محور جوړوي.

له بله پلوه، د ځینو نړیوالو معتبرو خبري او استخباراتي سرچینو له قوله ویل کیږي چی د ایران د القدس قل اردو په مازندران، مشهد او د نیمروز ولایت په ۵۰ کیلو مترۍ کی، د افغانستان د حکومت وسله والو مخالیفینو ته د روزنی پوځي کمپونه پرانیستي دي. دغه مرموز خوځښتونه د ایران په لودیځ کې دعربي نړئ تر څنګ، اوس ختیز لوري ته د ایران د نفوذ د بلی جبهی څرګندونه کوي او لری نه ده چې د لوای فاطمیون په زرګونو اجیرې ملیشې به ډیر ژر دی نوی محاذ ته را انتقال کړل شي. ځکه د سوریی جګړه د ایران په ګټه مخ په ختمیدو او تهران د اقتصادي بندیزونو په درشل ولاړ دی، چې د غچ په توګه به بیا هم فتوی کارول کیږي او دغه ملیشې به د مذهب تر چتر لاندی د سون په موادو بدلیږي چې د خلیج د حوزې د عربي هیوادونو لپاره یو څرګند ګواښ دی.

سره ددی چی تقرییا دوه میاشتې وړاندی (دغوایی په ۲۱مه) په اندونیزیا کې د افغانستان، ‌پاکستان او د کوربه هیواد نامي او خوله ورو علماوو یوه ستره علمي غونډه درلوده او بیا د تیرې میاشتې (جون) په څلورمه په کابل کې د لویی جرګې په ستره خیمه کې د أفغانستان د لر او بر څخه څه باندی دوه زرو تکړه او جیدو علماوو په یوه خوله فتوی صادره کړه چې دغه جګړه ناروا ده، ‌دا ورور وژنه او د إسلامي اصولو سره هیڅ اړخ نه لګوي. خو دا چې په اصطلاح د غریب ملا په آذان څوک کلمه نه وایی، نو ددوئ پریکړه او فتوی هم بابیزه او د دربار د ملایانو فتوی وګڼل شوه.

خو د سبا ورځې غونډه چې د بیت الله الحرام په سیوري کې جوړیږي او په قوي احتمال به د حرمینو شریفینو د امامانو لخوا ورباندی د مهر ټاپه لګي، دا بیا د خپل نوعیت ځانګړی او ټاکونکی غونډه ده. ځکه د افغان حکومت وسله مخالفین د خپل جنګ د ادامی لپاره درې حربی پکاروي. جومات، ټوپک او چنده، خو کله چی د مکي حرم امام، مولوي عبدالرحمن سدیس د کعبی په سیوري او د مقام ابراهیم په اړخ کی د نیم ملیون موحدو لمونځ ګوزارو په وړاندی اعلان وکړي چی، په افغانستان کی روانه جګړه نور هیڅ جواز نلري. نو بیا به د دین او مذهب په نوم دغې جګړې ته دوام ورکول، نه یواځې ناخبرو او تنکیو ځوانو جګړه مارو ته ګرانه وي، بلکې هغو تورمخو او پټ مخو ماسترانو ته به هم اسانه نه وي چی دا ورور وژنه د شرعیت په خم کی رنګ او جاري ساتلو ته یی د دوئ په سرو وینو ځلا وربښي.

د هجرت او کډوالۍ په مهال په افغان پوهنتون کې زمونږ د پوهنځي یو همکار أستاذ چې بیا د ښاغلي کرزي په کابینه کې وزیر شو، ما ورڅخه یوه ورځ وپوښتل چې اشنا رښتیا ووایه، له الله تعالی څخه وروسته له چا ډیر ډاریږې، نو ده را ته په ځواب کې وویل: د ملا له فتوی څخه.  زه حیران شوم او بیا مې وپوښته چې تا خو پخپله الازهر لوستې او د کنز، خلاصې او قدوري له چڼو څخه په دین ډیر ښه پوهیږي، نو ده راته وویل:‌کله چې یوځل ملا کافر کړی، نو والله که بیا دی څوک مسلمان کړي!؟

Categories: کالمونه,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي,ولي الله ملکزی

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.