حنیف اتمر: غلی مُصلح / تمیم عاصي

0 73

حنیف اتمر: غلی مُصلح

لیکنه:  تمیم عاصي

ژباړه: سنګر نیازی

په چلند کې، مودب، صمیمي او ښه آورېدونکی دی. د خپلو خبرو کلمې شمارلې او سنجول شوې ادا کوي او جملې په ځنډ سره وایي، په داسې ډول چې خپله موخه په سم ډول افاده کړي. له محمد حنیف اتمر، سره آشنا شئ: د ملي وحدت حکومت د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د جمهوري ریاست د څوکۍ د نیولو لپاره د جمهور رییس اشرف غني، ډیر پیاوړی سیال. هغه د یو پیاوړي متحد کوونکي، ستراتیژیست، پادشاه جوړونکي او د صبور سیاستوال په نوم شهرت لري ـ او دهغه سیال محمد اشرف غني بیا، نفاق اچوونکی، بې صبر او څنډې ته شوی، ګڼل کېږي.

په اصل کې،  ښاغلي اتمر د جمهور رییس په توګه د خپل پخواني متحد او اوسني انتخاباتي سیال محمد اشرف غني په انتخابېدوکې، ستر رول ولوباوه. د سیاسي نخبه ګانو او نړیوالې ټولنې په منځ کې د هغه  نفوذ او مقام  ته په پاملرنې سره، تر ډیره هغه ته  د « نا محسوس جمهور رییس» لقب ورکول کېږي. اتمر د حکومت توازن جوړونکی و، د مات شوي حکومت ساتونکی او دهغه حکومت چې په دننه کې یې  اوربل شوی و، د اطفایې رول لوبونکی و. د افغانستان په سیاست کې د هغه معتدل والی، ټول شمول والی، د سلا مشورې له لارې وړاندې تګ، له صبر او نرمښت سره مل لید لوری یې  دعامو او خاصو پر ژبو دی. هغه داسې څوک دی چې په ستونزمنو او بحراني حالاتوکې کولای شو پر هغه تکیه وکړو ـ هغه په ډېرو سختو شیبو کې یو پیاوړی او غښتلی مدیر دی. لنډه داچې هغه نړیوالې ټولنې ته په ټولو فصلونوکې ښه ملګری او افغانانو ته داسې یو څوک دی چې په هر اقلیم کې د باور وړ دی.

ښاغلي اتمر، په غیر دولتي ادارو او بنسټونوکې له کلونو کلونو کار وروسته، د ښاغلي حامدکرزي د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ، د پوهنې او د کلیو د پراختیا د وزیر په صفت یې ډېر مهم کارونه ترسره کړل چې د نظام د اصلاح او د لوږې د کچې د رآټيټیدو لپاره د ګڼو طرحو او پروګرامونو، ویاړمنې کارنامې لري . یوه بېلګه یې « د ملي پیوستون» پروګرام دی چې د افغانستان په تاریخ کې  په انکشافي پروګرامونو کې یو له بریالیو او نتیجه لرونکو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي.

له موجودو جنجالونو سره سره یې له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون،لاسلیک کړ ترڅو د هېواد امنیتي ځواکونه له مالي او فني اوږد مهالي ملاتړ څخه برخمن شي. هغه همدا راز په افغانستان کې د سولې او جګړې په تړاو د اجماع او همغږۍ ثبات وساتلو، هغه څه چې له حکومت څخه د ده له وتلو وروسته، په ډېر لنډ وخت کې رامنځته شول، هغه پر جمهور رییس او د دده پرځای ناستي د باور نه شتون و چې له امله  دغه اجماع وپاشل شوه.

په خټه له لوی کندهار او لغمان څخه دی .له ننګونو او له خطرونوڅخه ډک ژوند یې تېر کړی دی او د مجاهدینو له حکومت څخه وړاندې یې د حکومت له یوې استخباراتي ادارې سره د استخباراتو د افسر په توګه کار پیل کړ او عاقبت یې دا شو چې د ننګرهار په مشهوره جګړه کې چې د حکومتي ځواکونو، د عربو او پنجابي جګړه مارانو ترمنځ روانه وه، ټپي شو. له دې وروسته یې له مسلک څخه لاس واخیست او په غیر دولتي اداروکې په کار بوخت شو او څو غیر دولتي ادارې یې چې د انسان دوستانه او بشري خدمتونو په وړاندې کولو بوختې وې، رهبري او مدیریت کړې. ده په هغه وخت کې د افغانستان تر ټولو خطرناکو سیمو ته د بشردوستانو مرستو د رسولو لپاره سفرونه کول.

د افغانستان لپاره د ُبن په لومړني کنفرانس کې ښاغلی اتمر د دغې ناستې له ډېرو مهمو ګډونوالو څخه و، د غیر دولتي بنسټونو او د افغانستان د ټولنې استازولي یې کوله. وروسته جمهور رییس حامد کرزي، دی د افغانستان د کلیو د پراختیا د لومړني وزیر په توګه په دنده وګمارلو، د هغې دندې په لړکې د یو ریفورم کوونکي او اصلاح غوښتونکي، د نظام جوړونکي او هېواد ته د ښه خدمت د بېلګې د وړاندې کوونکي په توګه مشهور شو. د دغه موقف د تصدۍ پرمهال یې د ملي پیوستون، د وړو وړو پانګونود هڅونې د پروګرامونو او دسیمه ییزې ودې لپاره ملي طرحې وړاندې او عملي کړې چې د کلیو د پراختیا لپاره ډیر لوي، ګټور او ښه پروګرامونه وو.

چې له امله یې د ده نوم د هېواد په هر کلي او بانډه کې د خلکو په ژبه زمزمه کېده ـ هغه کلي او بانډې چې شمېر یې شاوخوا ۳۰۰۰ ته رسیږي، دی یې د هغه شخص په توګه پیژندلو چې د فعالیتونو معیار یې د ټولنې اړتیاوې، وې، او د انکشاف په اړه یې لید لوری له لاندې څخه پورته خواته وو. جمهور رییس حامد کرزي وغوښتل چې دغه بریالیتوب اودا ډول پروګرامونه د هېواد په نورو وزارتونو کې هم پلي کړي ـ له همدې امله یې نوموړی د پوهنې د وزیر په توګه وټاکه ـ چې هلته یې هم د ورته پروګرامونو په طرحه او عملي کولو او په لویه کچه په اداري انکشاف کې، د اساسي بدلونونو سبب شو.

د سیاسي لزوم دید او په امنیتي سکټورکې د ده د ښې کاري سابقې لپاره جمهور رییس حامدکرزي، بیا، هغه د کورنیو چارو د لومړني تکنوکرات وزیر په توګه په دنده وګماره. اتمر، څو زیربنایي پروګرامونه او د پولیسو د عامه نظم او امن، د عامه ساتنې د پولیسو، له نشه یي توکو سره د مبارزې او نورو نوی تشکیل جوړ او عملي کړ چې نن د افغانستان د پولیسو له اساسي رکنونو څخه ګڼل کېږي.

په هغه وخت کې، ډیری لویدیځو او نړیوالو سیاسیونو، ده ته د افغانستان د راتلونکي جمهور رییس په سترګه کتل. د هغو اختلافونو له امله چې له جمهور رییس حامدکرزي سره رامنځته شول، اتمر، حکومت پرېښود او د خصوصي سوداګرۍ ترڅنګ یې د «حق او عدالت» ترنامه لاندې  ګوند جوړ کړ.

په هغه جریان کې چې له حکومت څخه د باندې په کارونو بوخت وو، اتمر او د هغه سیاسي ملاتړو د تور لګولو له ناوړه سیاستونو، له غیر اخلاقي او ناسمو روشونو څخه په خپل سیاست کې په کلکه ډډه وکړه او په جدي ډول یې ځانونه د یو شمېر عالي سیاسي اصولو او قوانینو پابند وګرځول ـ هغه کار یې وکړ چې ده ته یې د افغانستان د سیاسیونو په منځ کې لوی درنښت په سوغات راوړ.

ښاغلی اتمر، بیا ځلي حکومت ته راغی ـ هغه مهال چې محمد اشرف غني د افغانستان جمهور رییس شو. ډیری، ښاغلی اتمر متفکر مغز او د ښاغلي غني د انتخاباتي بریا اصلي مهنډس، بولي. د جمهوري ریاست ارګ ته د ښاغلي غني له ورتګ وروسته، ښاغلی اتمر د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه وګمارل شو ـ هغه دنده ورته وسپارل شوه چې د ډیرو مهمو کورنيو مسایلو د څارنې او ارزونې او همدا راز د بهرني سیاست د اساسي کرښو، مسوولیت یې د ده په غاړه کړ.

اتمر، د ملي امنیت د سلاکار په توګه د خپل ماموریت په جریان کې، ښاغلي جمهور رییس غني او نړیوالې ټولنې ته په هېواد کې د بنسټ پالنې پرخلاف د جګړې له پیل او پای سره په اړوندو ډیری مواردو، د هېواد ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د څلورکلن عملیاتي پروګرام د طرحۍ په شمول له جګړې سره د مرتبطو پوځي لارو چارو او کړنلارو په جوړولو، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ  له اسلامي ګوند سره په مذاکره، د سیمه ییز امنیت او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د دیپلوماسۍ د انکشاف او پوځي اړیکو د جانبي مسوولیت په اړه د مشورې او لید لوري ورکولو، لومړنی او ډیر موثر شخص وو.

هغه څوک چې د « نا محسوس جمهور رییس» په توګه یادیده، له معمول سره سم د ملي وحدت د حکومت په زړه کې، د هغه د موقف په خاطر ترکلکو نیوکو لاندې راته. د بشپړې ماکیاولي بڼې له مخې، جمهور رییس غني په هېواد کې د ټولو امنیتي ماتو، پړه پر ښاغلی اتمر، واچوله او په عین حال کې سیاسي مخالفینو هم پر ده کلکې نیوکې کولې ځکه چې د ثقل د یو مرکز په توګه یې، د افغانستان حکومت یوموټی او سالم ساتلی وو.

له دغو ټولو نیوکو او ملامتیاوو، سره سره، اتمر صبر وکړ او خپله حوصله مندي يې حفظ کړه. خپلو اخلاقي ارزښتونو ته پابند پاتې شو، کله چې د ده سیاسي مخالفینو د نوموړي، بردباري او له موضوعاتو سره صبورانه چلند ولید، خپلو سیاسي دریځونو ته یې بدلون ورکړ او نن هماغه پروني مخالفین، د جمهوري ریاست د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره په ننني سفر کې د اتمر سیاسي ملاتړي دي.

ښاغلي اتمر هغه مهال له خپلې دندې استعفی وکړه چې د برحال جمهور رییس نفاق اچوونکو عملونو، دسیسه جوړونو او د سیاسي فاجعو تولیدولو ته متوجې شو ـ  د ښاغلي غني شاوخوا ته ټول داسې کسان راټول شوي دي چې د افغانستان د مسایلو په اړه دیره لږه تجربه او پوهه لري، دوی د فرقه یي بې اتفاقیو د رامنځته کولو په لټه کې وو او له افغانستان سره یې ډیره لږه تړلتیا درلوده.

د سیاسي نخبه ګانو او په کابل کې د دیپلوماتیکې اجتماع ترمنځ دغه مشهوره جمله ډیره پر ژبو وه چې د اتمر د نفوذ حدود او ځواکمنتیا یې د ملي وحدت د حکومت په دننه کې په څرګند ډول بیانوله: « که خطابه او وینا کول غواړئ، جمهور رییس ته ورشئ، که غواړئ د فیشن له ډېرو نویو تمایلاتو اوموډ خبر شئ نو د اجراییه رییس دفتر ته ورشئ. او که غواړئ چې کار وکړئ او یا مو کار ترسره شي نو د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر ته ورشئ!»

نن یوځل بیا تاریخ د تکرارېدو په حال کې دی: حنیف اتمر ته اړتیا ده چې افغانستان یوځل بیا سره یوموټی او متحد کړي او په هېواد کې د بې اتفاقۍ، د سیاسي فاجعو د تولید، قومي او سمتي سیاستونو، سیاسي کینو، سپکاوي، بې عزتۍ او اوسني روان بحران ته د پای ټکي کېږدي او افغانستان له خورا نازک حالت څځه د باندې را وباسي.

اتمر دا ثابته کړې ده چې په خپلو پریکړو کې قاطع او جدي دی ـ که د افغانستان ملت دغه فرصت ده ته په لاس ورکړي.

Comments
Loading...