بې واک غږونه ( کانسوننټونه ) /لیکوال: اربازخان ساپی

 

کانسوننټونه هغه آوازونو ته ویل کیږي چې د وینګ په وخت کې د خولې  مجراح په بشپړه توګه پرانستې نه وي او یا هم غږیز غړي یو له بل  سره  ډیر  نږدې  یا  نښتې راغلې وي، یا

په بل اصطلاح هغه اوازونو ته ویل کیږي چې  د  وینګ  په  وخت کې په بندښتي توګه وویل شي. کانسوننټ آوازونه هیڅکله د څپې  مرکز  نه  ګرځي او همیشه د واول په مرسته ادا کیږي.

د کانسوننټ غږونو توري په دوه برخو ویشل شوي دي:

۱:- ساهوايي کانسوننټونه               ۲:- ناساهوايي کانسوننټونه

 

 

 

۱:- ساهوايي کانسوننټونه Palmanic Consonant  :

دا هغه کانسوننټونه دي چې د حنجرې یا د خولې د جوف د تنګښت  چې  په  عین وخت کې هوا د سږو څخه خارج شي منځته راځي دغه ډول کانسوننټونه د ژبې د کانسوننټونو اکثره برخه تشکیلوي، او پښتو ژبې ټول غږونه ساهوايي دي.

 

ساهوايي کانسوننټونه په دوه برخو ویشل شوی دی.

A: غبرګ مخرج کانسوننټونه Coarticulation

دا هغه کانسوننټونه دي ، چې دوه مخرجه لري او ددې غږونو د  ادا   کولو  لپاره غبرګو مخرجونو ته اړتیا ده. مونږ په پښتو ژبه کې یو  غبرګ  مخرج  کانسوننټ لرو چې هغه (و)  [w]  دی :- دا یو غبرګ مخرج کانسوننټ دی چې  یو  مخرج يې شونډې او بل يې نرم تالو دی. یا د مخرج له مخې شونډیز نرم تالویز  دی . او هم غږن دی . نو لومړی باید غږن وپيژنو:-

کانسوننټ آوازونه د غږیزو غړو د ریږد له مخې پر دوو برخو ویشل شوی دی.

1:- غږن :-

هغه آوازونو ته ویل کیږي چې د وینګ په وخت کې يې د غاړې  یا  مرۍ  غږیز تارونه ولړزیږي چې په  پښتو  کې  ( ا، غ، ب، د، ذ، م، ن، ج، ځ، ډ، ژ، ز،ل ) دی.

2:- ناغږن :-

هغه آوازونو ته ویل کیږي چې د وینګ په وخت کې يې د غاړې یا  مرۍ  غږونه ونه لړزیږي چې په  پښتو  ژبه  کې  ( ک، ف، پ، ت، ث، چ، څ، س، ښ، ټ ) دي.

‌‌B:- تم موښليAffricates

دا کانسوننټونه هغه کانسوننټ غږونو ته  ویل  کیږي  چې  د  تلفظ  په  وخت  کې لومړی هوا کاملاً بند شي بیا ورو ورو هوا د کوچنۍ مجراح څخه ووځي.

په پښتو ژبه کې څلور تم موښلي غږونه دي:

څ:-ʦ ـــ وریز بې غږه « ناغږن» تم موښلي

ځ:- ʣ ـــ وریز غږن تم موښلی

چ:- ʧ ـــ شاوریز بې غږه « ناغږن » تم موښلی

ج:ـ ʤ ـــ شاوریز غږن تم موښلی

 

 

بې واک آوازونه له څو اړخونو تر څیړنې لاندې نیول کیږي؟

دا چې د بې واکو آوازونو تولید بیلابیل اړخونه لري دلته لازمي ده چې په دې پوه شو چې یو بې واک آواز باید له څو اړخو څخه تر څیړنه  لاندې  ونیول  شي   په آواز پوهنه کې بې واک آوازونه له دوو اړخونو تر څیړنې لاندې نیول کیږي:

الف :- د تولید ځای

(place of Articulation)

۱:- شونډیز

هغه آوازونو ته ویل کیږي چې د دواړو شونډو  د  یو  ځای  والي  څخه  لاس  ته راشي دا آوازونه په پښتو ژبه کې درې دي چې له مثالونو سره په لاندې ډول دی:

الف: (پ) فونټیک شکل يې (p) دی او په کلمه کې لکه  :  (پای)  فونټیک  شکل    (pãy).

ب: (ب) فونټیک شکل يې (B) دی او په کلمه کې لکه  :  ( بیده )  فونټیک  شکل    (Bidə).

ج: (م) فونټیک شکل يې (M) دی او  په  کلمه  کې  لکه  :  (مور)  فونټیک شکل    (Mãr).

 

۲:- شونډ غاښیز

که چیرې لاندې شونډه له لوړو غاښونو سره و نښلي کوم آوازونه  چې  تولیدیږي دغه آوازونو ته شونډ غاښیز آوازونه وایې چې د دا ډول  دوه  آوازه  وجود  لري چې یو يې پښتو ته په مستعار توګه راغلی دی او بل يې په پښتو ژبه کې شتون نه لري چې هر یو په لاندې دی:

الف: (ف) فونټیک شکل يې (F) دی او په کلمه کې لکه  :  (نفر)  فونټیک  شکل    (nəfar)

ب: (وي) فونټیک شکل يې (v) دی او په کلمه کې لکه   :  (very)   د  انګلیسي کلمه ده چې د زیات مانا ورکوي فونټیک شکل (veri) .

 

۳: غاښیز

کله چې ژبه د لوړو غاښونو د بیخ سره په تماس کې شي او تر منځ يې هوا   تېره او یو ډول آوازونه د مغزو په غوښتنه تولید شي ، دې ډول   غږونو   ته   غاښیز غږونه وايې، چې په لاندې توګه دی:

الف: (ت) فونټیک شکل يې (T) دی او په کلمه کې لکه  :  (تار)  فونټیک   شکل    (Tãr).

ب: (د) فونټیک شکل يې (D) دی او په کلمه کې لکه  :  (بیده)   فونټیک    شکل    (Bidə).

ج: (ن) فونټیک شکل يې (N) دی او په کلمه کې لکه  :  (نن)  فونټیک      شکل    (Nan).

 

۴: وریز:

کله چې د ژبۍ څوکه یا سر له وریو سره نږدې کیږي او له هغه مجرا  څخه  چې څخه چې د ورۍ او ژبې د څوکې  تر منځ  راځي  په  دې  وخت  کې   چې  کوم آوازونه تولیدیږي دې ته اوریز غږونه وايې چې په لاندې توګه دی.

 

الف: (س) فونټیک شکل يې (S) دی او په کلمه کې لکه  :  (سر)  فونټیک   شکل    (Sər).

ب: (ز) فونټیک شکل يې (Z) دی او په کلمه کې لکه  :  (زه)  فونټیک      شکل    (Zə).

ج: (څ) فونټیک شکل يې (č) دی او په کلمه کې لکه    :   (څار)  فونټیک  شکل    (rãč).

د: (ځ) فونټیک شکل يې (ǰ) دی او په کلمه کې لکه      :  (ځای)  فونټیک  شکل    (yāǰ).

هـ: (ل) فونټیک شکل يې (L) دی او په کلمه کې لکه    :    (مل)  فونټیک  شکل    (Mal).

و: (ر) فونټیک شکل يې (R) دی او په کلمه کې لکه     :   (مار)  فونټیک  شکل    (Mãr).

 

 

۵: کلک تالویز:

که چیرې د ژبې سر و کلک تالو ته نږدې  او  د  ژبې  او  کلک  تالو  ترمنځ  له تېرېدونکي هوا څخه آواز تولید شي دغه آواز ته کلک تالویز غږ  وايې  په  لاندې ډول دي:

الف: (ش) فونټیک شکل يې (š) دی او په کلمه کې لکه  :  (شر)  فونټیک  شکل    (rəš).

ب: (ژ) فونټیک شکل يې (ž) دی او په کلمه کې لکه     :  (ژر)   فونټیک  شکل    (rəž).

ج: (چ) فونټیک شکل يې (č) دی او په کلمه کې لکه     :  (چار)  فونټیک  شکل    (rãč).

د: (ج) فونټیک شکل يې (J) دی او په کلمه کې لکه      :  (جال)  فونټیک  شکل    (Jãl).

 

۶: نرم تالویز

کله چې د ژبې اخیرنی برخه د نرم تالو سره نږدې او د ژبې او نرم تالو ترمنځ له جوړې شوې تنګې مجرا څخه چې کومه هوا تېریږي او کوم آواز  چې  تولیدیږي دغه آواز ته نرم تالویز آوازونه ویل کیږي، چې په لاندې ډول دی:

الف: (ک) فونټیک شکل يې (K) دی او په کلمه کې لکه  :  (کار)  فونټیک  شکل    (Kãr).

ب: (ګ) فونټیک شکل يې (G) دی او په کلمه کې لکه    :   (جنګ)      فونټیک  شکل    (jang).

ج: (خ) فونټیک شکل يې (X) دی او په کلمه کې لکه     :  (خار)  فونټیک  شکل    (Xãr).

د: (غ) فونټیک شکل يې (ɣ) دی او په کلمه کې لکه      :   (غل)  فونټیک  شکل    (ləɣ).

 

۷: ژبۍ یز:

کله چې د ژبې اخیرنۍ برخه له ژبۍ سره په تماس کې شي او  د  دوی  ترمنځ  د هوا د جریان د تیریدلو له امله چې کوم آواز تولیدیږي دغه آواز ته  ژبۍ یز  آواز

وايي چې په پښتو او دري ژبه کې دغه غږ مفغن او مفرس شوی  چې  یوازې  یو دانه دی.

الف: (ق) فونټیک شکل يې (Q) دی او په کلمه کې لکه  :  (قهر)  فونټیک  شکل    (Qahr).

 

۸: ستونیز:

کله چې د ژبي ریښه او د ستونې دیوال سره نږدې شي او تر منځ يې هوا تیره  او آواز تولید کړي دغه آوازونه ته ستونیز آوازونه وايي، چې په لاندې توګه دی:

 

الف: (ح) فونټیک شکل يې (Ħ) دی او په  کلمه  کې  لکه    :  (حلوا)    فونټیک  شکل    (lwaəĦ).

ب: (ع) فونټیک شکل يې (ʕ) دی او په کلمه کې لکه    :  (عالم)  فونټیک  شکل    (lmãʕ).

۹: مرۍ یز:

دا آوازونه په پښتو ژبه کې نه  دی  موجود  دا  آواز  خاص  مرۍ  څخه  مستقیماً تولیدیږي ژبه او نور غږیز غړي چندان رول نه پکښې لري ، چې په لاندې  توګه دی:

الف: (ء) فونټیک شکل يې (Ɂ) دی او په کلمه  کې  لکه   :   (رئيس )   فونټیک  شکل    (yesɁ R).

 

 

۱۰: غبرګ ژبیز:

دا آوازونه چې تر ډیر ځایه په پښتو کې زیات د استعمال وړ دی او د فارسي ژبې په مقابل پښتو خاص توري هم دي د ژبې له کُت یا راټولیدو څخه  منځ  ته  راځي یعنې د ادا په وخت کې يې ژبه غبرګیږي او بیا دوی ادا کیږي چې په لاندې  ډول دي:

الف: (ښ) فونټیک شکل يې (ṣ) دی او په کلمه کې لکه  :  (ښار)  فونټیک  شکل    (arṣ).

ب: (ږ) فونټیک شکل يې (ẓ) دی او په کلمه کې لکه     :  (غږ)  فونټیک  شکل    (ẓəɣ).

ج: (ډ) فونټیک شکل يې (ḍ) دی او په کلمه کې لکه      :  (ډال)  فونټیک  شکل    (lãḍ).

د: (ټ) فونټیک شکل يې (ṭ) دی او په کلمه کې لکه       :  (ټال)  فونټیک  شکل    (lãṭ).

هـ: (ڼ) فونټیک شکل يې (ṇ) دی او په کلمه کې لکه      :  (بڼ)  فونټیک  شکل    (Baṇ).

و: (ړ) فونټیک شکل يې (ṛ) دی او په کلمه کې لکه       :   (پړ)  فونټیک  شکل    (Paṛ).

 

۱۱: ورۍ تالویز:

د آواز پوهنې څیړونکو دوه آوازونه ( ش او ژ ) ورۍ تالویز بللي او دلیل  يې  دا ښودلی دی چې دغه آوازونه د ورۍ شاته تر کلک تالو لاندې  آدا  کیږي  مګر  دا چې موږ په پورتنیو بحثونو کې دا دواړه آوازونه څیړلي له هغه ځایه ښکاري چې د دوی دا استدلال تر یو ځایه پر ځای دی مګر په بشپړه توګه موږ باور ځکه نشو ور باندې کولای چې دغه آواز د ژبې د سر او تالو تر منځ آدا کیږي .

 

ب : د تولیـــــــــــــــــــــد ډول

(Manners of Articulation)

په دې برخه کې موږ د آواز د تولید پر ډول بحث کوو، هر  آواز  چې  زموږ  تر خولې راوزي هغه ځان په یو خاص ډول تولیدیږي یعنی خپل ځان  ته  مشخصات لري ، د بې واک آوازونو په تعریف کې مو وویل چې بې واک آوزاونه د تولید په وخت کې غږیز غړي سره په تماس کې کیږي دغه غږیز غړو یو ځای  کیدل  په څو ډول کیږي او غږونو ته بیلابیلي ځانګړنې ور په  برخه  کوي  موږ  دلته  هر تولیدي  ډول په جلا توګه له مثالونو سره وړاندې کوو:

 

۲: تم (Stop)   آوازونه:

موږ او تاسو په لومړي سر کې وویل چې آوازونه د ساه کښلو یا د انسان  د  تنفس په وسیله تولیدیږي نو له هم هغه ځایه ویلای شو چې د  آوازونو  په  تولید  کې  د ځینو د ادا پر وخت ډیر فشار یعنې د ساه جریان ته اړتیا شته او د ځینو د تولید  په وخت کې لږ په ځینو کې ساه په بشپړه توګه شړل کیږي او دغه د ساه د اندازې یا د ساه د تلو ډولونو آوازونو ته ځانګړې مشخصات ور په برخه کوي :

لومړی مشخصه چې موږ يې دلته تر  شننه  او  کتنه  لاندې  نیسو  هغه  ته  د  تم آوازونو یعنې هغه آوازونه دي چې د تولید په وخت کې له تولید سره سم یا د آواز له بشپړیدو سره سم ساه یا خو په بشپړه توګه ودریږي او تم شي، په پښتو ژبه کې تم آوازونه دا دي:

شونډیز تم ((پ)(P) او  (ب)(B))   ښاغیز  تم  ((ت)(T)  او  (د)(D))  وروستی تالویز تم ((ک)(K) او (ګ)(G)).

 

۲:مښلی، احتکاکي(Farcatives) آوازونه:

مښلي آوازونه هغه آوازونه ته وايې چې د ادا او تولید پر وخت يې  د  سا  یا  هوا مجرا دونه تنګه شي چې آواز په ډیر فشار تولید شي او د ډیر فشار له امله د آواز له تولید سره یو ډول کښهار تولید شي ، چې په پښتو کې مښلي آوازونه دا دي:

شونډیز مښلی ((ف)(F))چې پښتو ژبې ته له عربي ژبې څخه راغلی:

اوریز مښلی ((س)(S)) ، منځني تالویز مښلي((ش)(š) او (ز)(Z))، غبرګ ژبیز مښلی ( په لویدیځه لهجه کې((ښ)(ṣ)) او ((ږ)(ẓ)) .

 

۳: تم مښلي ، مرکب (Affricates) آوازونه :

دریم ډول آوازونه هغه ډول آوازونه دي چې هم د لومړي ډول یعنې  تم  او  هم  د دوهم ډول یعنې مښلي آواز خاصیت له ځان سره لري یعنې په لومړې سر کې  په بشپړه توګه بند او تم ، سم او بېرته په پوره فشار له یو  ډول  خاص  کښهار  سره تولیدیږي، دغه آوازونو په پښتو کې دا دي:

اوریز ((څ)(c) او (ځ)(ǰ)) او منځنی تالویز ((چ)(č) او (ج)(j)).

 

۴: پزیز (Nasals) آوازونه :

دا هغه ډول آوازونه دي چې د ادا پر وخت يې يه خوله کې تم آوازونو غوندې  سا هوا په بشپړه توګه بندیږي مګر توپير يې دا دی چې د  دي  آوازونو  د  تولید  پر وخت د نرم تالو وروستۍ برخه کښته وي او سا هوا د پزې له لارې را وځي  چې په پښتو ژبه کې دا آوازونه دا دي:

شونډیز پزیز ((م)(m)) ، غاښیز پزیز ((ن)(n)) او غبرګ ژبیز پزیز((ڼ)(ṇ)).

 

۵: مایع (Liquids) آوازونه:

مایع آوازونه هغه آوازونه دي چې د ژبې ، تالو او وریو یه یو ځای والي څخه  په داسې حالاتو کې تولیدیږي چې څه ډول حالت ځانته غوره کوي چې هم  تم  ،  هم تمښلی او هم مښلتوب پکښې را  ټول  شوي  وي  دغه  آوازونه  د  خپلو  بیلابیلو

ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره په لاندې توګه ویشلای شو:

 

 : Iاړخیز مایع آوازونه (Lateral):

 

دغه ډول آوزونه په هغه وخت کې تولیدیږي کله چې ژبه  د  لوړو  اوریو  پورې مښلي او سا هوا د ژبې تر اړخو راوځي دغه آوازونه  چون  د  ژبې  تر  اړخونو وزي نو ځکه ورته اړخیز مایع آوازونه وايې چې په   پښتو  ژبه  کې   ((ل)(L)) اړخیز مایع آواز دی.

 

II: نا اړخیز آوازونه (Nonlateral):

 

دغه آوازونه هغه وخت تولیدیږي کله چې د ژبې اړخونه له  تالو  سره  مښلې  او آوازونه د هغه ناوې څخه چې د ژبې د راټولیدو څخه منځ ته راغلی   وي   وځي دغه ډول آوازونو تع نا اړخیز مایع آوازونه وايي چې موږ دلته  د  انګلیسي  ژبې ((اړ)(R)) آواز د مثال په توګه راوړلای شو.

III: ړپېدونکي مایع آوازونه (Flapped):

دا آوازونه هغه آوازونه دي چې د ژبې اړخونه پر تالو مښلي او د ژبې  څوکه  په پرله پسې توګه له تالو یا اوریو سره تماس نیسی دغه ډول آوازونو  ته  ړپیدونکي او یا هم رېږدېدونکي آوازونه وايي چې په پښتو ژبه کې ((ر)(r)) د دغه آواز  تر ټولو ښه نمایندګي کولای شي.

 

ماخذونه

۱: مرهون محمود . د ژبپونې بنسټونه ، ۱۳۹۴ ،  کاینات  څیړنیز  او  د  ژباړې مرکز.

۲: مرهون محمود . آواز پوهنه ، ۱۳۹۴، ،  کاینات  څیړنیز  او د ژباړې مرکز.

۳: خویشکی محمد صابر . پښتو غږپوهنه او وییپوهنه ، ۱۳۹۲، مومند  خپرندویه ټوالنه ، ننګرهار.

۴: سادات نورالحیا . د نړۍوالې فونټیکي الفبا په مرسته د  پښتو  ژبې  د  غږیزو ځانګړنو څیړنه ، ماسټري تیزس ، ۱۳۹۰ ، کابل پوهنتون.

۵: زیار ،مجاور احمد. پښتو پښویه؛ ۲۰۰۵م ؛ خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه.

۶: لر او بر ویبسایټ ، ادبي مقالې.

Categories: ادب,ارباز خان ساپی,کالمونه