دا مو د ستونځوبیو لار نه ده

ډاکتر ماخان میږی شینواری

0 100

زه – لکه د تل په څېر- د ژبپوهانو او په ژبه کې د نوښت مینوالو څخه بخښنه غواړم، چې دا د دوي د ژبسمون او نوښتونو سره هم اندی نه یم، خو باور وکړۍ، چې دا څه چې زه لیکم هم، د ځان غوښتنې او ستایېنې له امله نه دي.

دا چې ژبه مو نوې د دولت د ژبې په څېر میدان ته راوتلې، نو دا ستونځې مو تر یوه وخته پورې شته. دا ستونځې ټولې ژبې لري، هغه چې ډېرې پرمختللې ژبې هم دي. دا ستونځې چې موږ یې په ژبه کې ګورو، داسې ستونځې دي، چې موږ ورسره سم ژوند کړی شو او لکه څنګه چې د نورو ژبو خاوندان د خپلو ژبو سره په دې هکله ستونځې نه لري او یا نه دې راپیداکړي،  موږ یې ورسره نه لرو او له موږ څه هر یو هم لکه د نورو ژبو خاوندان د سمپوهېدنې له امله د ستونځو سره نه مخامخ کیږو، نو باید راپیدایې هم نه کړو.

یوه بله یادونه: زه چې د خپلو  خوانو لیکوالانو او ژبپوهان لیکنې لولم، نو باور وکړۍ، چې ورته خوښېږم. دوي توانمنده کسان دي او زه ورته د راتلونکې له پاره ډېر ښه لید لرم او د نورې توانمنديکېدو هیله یې لرم.

ستونځې موږ څه دي؟

نورې ستونځې څنګه زېږوي؟

زموږ ژبپوهان او ژبمینوال، چې سره کښېني او د خوب ته تللو وخت چرت کې لاړشي او یو څه ورته فکر ته راشي، چې بدلو یا سمون یا پیداکېدنه کې فکر لاړ شي، نو سملاسي غواړي یو څه ورته پیدا کړي او یا کله، کله یو زدکړیال یا زدکوونی ترې دیوه څه په هکله وپوښتني، نو دی باید دې پوښتنې ته یو ځواب پیدا کړي، داسې نه ورته وایي، چې دا خو د نړۍ په ټولو ژبو کې دا ستونځې شته.

یو څو بېلګې به یې دلته راوړم:

لومړي. پوښتل کیږي، چې: هغه راغۍ او هغه کتاب ولوست. دا خو نو یو ډول ه ګانې دي څنګه به پوه شو، چې دا به نو څنګه سره توپیر ګړو. موږ خو د عربي په برکت یو ګوډی الف لرو سملاسي دا استاد د یوې ه په سر یو ګوډی الف وروتپی.

دویم: یو ژبمینوال دشپې په چرت کې وي او فکر ته یې راشي، چې دا د فارسي صدم خو د پښتو د سلم غوندې دۍ، خو راځه دا سلن کړه. دلته نو ژبلار، سم اند، د شمېرپوهنې لار ته فکر نه کړي او هغه  سهار بیا ټولو پښتنو خپله د لیکنې لار ګرځولې وي.

دریم: پښتانه پوهان سره کښينې او وایي، چې دا مایع خو عربي دۍ، دا باید په پښتو شي( دا کېدی شي او انډول یې باید وي، ځکه دا پیداېښتي وی دۍ)، نو یو وایي، چې موږ خو ورته په پکتیاکې اوبلن وایو، نو سملاسي دا اوبین شي. دا ځکه چې دا ژبې مینهوال خو نه پوهږي، چې دا مایع څه پېژند لري او د فزیک له مخې یې دا پېژند څنګه ورکړل شوی دی. هغه نوم اوس ځوږ په درسي کتابونو کې هم کتل کیږي او اوبلن غاز هم وایې، بې لهدې چې په اوبلن وپوهیږي او یا په مایع.

څلورم: د غلامۍ کړۍ، چې وایي ماتې کړۍ، نو سملاسې وایي، چې دلته خو باید یوه یې بدله شي.

بیا دلیل راوړي، چې یو غږ او دوه یېګانې. دا ژبلار نه ده دا ژبلارې په مخامخ لار ده، خو دا اوس هم زموږ هغه وتلي ژبپوهان او په ژبه کې پوهان همداسې ناسمه ناسمه لیکي.

که په کړۍ او کړۍ کې ستونځه وي، خو د دې یوه په ک کې ده، چې ځانله سیلبې لري، دا خو د ۍ کار نه دۍ، خو وایي، چې د مرچو تاو له کوچو باسي. دلته خو ګوره باید ک ته یو څه ورپه غاړه کړې او نه ،، ۍ،، په ګوډي الف وزوروي.

که موږ داسې خوبونه ګورو نو راځۍ چې دا سې  یو څو بېلګې یې راوړو:

لومړی: ولې ولې ولې؟

دلته نوموی، پوښتنوی او کړنوی دي، چې هر یو یې هر یو کېدی شي. پوښتنه به نو د درنو ژبپوهانو دا وي، چې نو موږ څنګه پوه شو، چې کوم یې کوم دۍ؟

په پورته کې خو ا دوه نه داچې یو ډول لیکل کیږي، یو ډول ویل کیږي هم او دادریم کې د ویلو له لارې بېلوالی شته، هلته به نو دې د پوښتنوی د و سره یو څه کوو یا به الف پرې د پاسه تپو او یا به  ڼو نه پوهېږم.

دویم : د تره ( د پلار ورو) او تره( هغه د بادرنګ په څېر خوندور) په منځ کې به نو له ه پرته د سیلبې له لارې توپیر کوو او کوم به کوم نوم وي؟ دلته نو باید په یوهت څه و تپو، چې دواړه نومونه هم دي.

راځۍ چې یوه بېلګه – زما له لورې کېدی شي یوه بې سم انده بېلګه وي – خو راوړو.

افغانستان کې لومړی الف بل ډول ویل کیږي، چې د نوښت له امله باید یو ګوډی الف ورباندې سور کړو، که څنګه؟  او پرته له دې څنګه باید وپوهیږو ، چې دا ن هغه د عربو په څېر زېر لري، زور او که یا پېښ. موږ خو په شمېروني کې همدا یو ګوډی الف لرو، چې په هر توري یې سورولی شو.

دریم: د ترور ( د پلار یا د مور خور) او ترور( چې چا ته یو څه ورپېښ شي او ترور یوې او بلې خوا ته ګوري) په منځ کې به هم څنګه ټوپیر وکړی شو؟

یوه پوښتنه: موږ وایو، چې دوه  وونه  لرو.  ایا موږ یې چې یو ډول لیکو، د کومو ستونځو سره یې مخ کړي یو؟ چې تراوسه یې د ستونځو سره نه یو مخ کړي، نو له دې وروسته، چې موږ پسې پښتانه خو لا ښه  باید وپوهیږي، دوي  به نو څنګه له ستونځو سره مخامخ کړي؟

یوه په یادو راوړنه: یوه ورځ څوکسان سره ناست وو، چې په غبرګون خبرې شوې، نو دې یوه وویل چې ګوندې دا وی د ده له لورې روځنی شوی، دا یې نوښت وو. ما ورته وویل، که ووایو چې: ..غبرګون ونه ښوده دا به ښه وي او که ووایو چې .. څه ونه ویل، چې تل سم دۍ او ترې پوهېدنه یې هم سمه ده.

 پای یادونه:

زموږ د فارسي ورونه پوهیږي، چې شیری او شیر سره نه بدلوي او دوي تراوسه د دې یوې ي سره ژوند کړی او له دې امله یې ځانونو ته نورې ستونځې نه دي زېږولي او همداسي د  night سره انګرېزي ژبو ولسونو هم کومه ستونځه نه ده لرلې او نه چا نایګټ یا نایغت او یا بل څه ویلی او دا په پېړیو همداسې ده.

زما په اند به موږ هم سور، سور او سور، سور سره نه بدلوو.

سور(رنګ)، سور (چای)، سور( د یوه پټې)، رباب سور. دا دوه دروند ،، و ،، لري او دا بل یې سپک ،، و ،،، خو بیا د دې نورو دوو سره څه کوو، چې مغه ،، و ،، لري؟

دا پورته لیکنه مې د لاندې لیکنې له امله وکړه:

ما دا څو ورځې د مخه د پوهنتون د یوه استاد لیکنه ولوستله، چې د یوه زدکړي پوښتنې ته یې بیا په ،،ه،، ګوډی الف تړلی وو، نو دا لیکنه مې په  ورزیاته کړه، کېدی شي تکرار یې ډېر وي، خو غورځول مې یې زړه نه غواړي.

زه په دې اخرو وختونو کې ،، ه ، ا ، و او ی،، ګورم، یا مې ورته اوس پام را اووښتی، چې په ککره یاڅنګ کې یې ورته ګوډی الف سور کړی، نو له دې امله مې داسې لږې او وړې لیکنې ته زړه راپوورته کړ، د یوه سوال سره، چې موږ د پښتو له پاره باید نورې ستونځې ونه زېږوو.

د دې ستونځو سره مو ژوند کړی او دا د هيڅ څه مخه هم نه نیسي او ټول پرې بوهیږي. کله کله زموږ ګران ژبپوهان او نور لیکوالان لیکي، پښتو د ې د نورو ژبویونکو له پاره ساده شي. دا مو نه دنده ده او  نه یې باید دنده وګرځوو، دا څه چې لرو، دا به د نورو ژبوالاو سره هم ګډوو. لکه موږ په نور ژبو څنګه پوهېږو، دوی هم زموږ په ژبه همداسې پوهېدلی شي. موږ ته زموږ له پاره په لومړۍ لیکه زموږ ژبه غوروالی لري.

یادونه: زه دلته داسې لږ ستونځې لرم، چې دا غوروالی او که غوره والی ولیکو، خو که هرڅنګه وي هم ستونځې ورسره نه شو پیداکولی.

زما هیله همدا ده، چې راځۍ نورې ستونځې به نه زیاتوو.

لکه پورته مې چې ګوته ورته ونیوله، زموږ لیکوالان او ژبپوهان او همداسې نور د اند او نظر خاوندان په دې اخرو او یا هم شاید له پخوا د غږلرونکو تورو د لیکلو سره ستونځې لري او یا ستونځې راپورته کوي. دا ستونځې د نړۍ په ټولو ژبو کې شته او دا د پرمختګ مخه نه نیسي او نه د ژبې خاوندان  ورسره کومه ستونځه را پورته کوي یا لري.

موږ خو پرته له دې هم په ژبه او هره ريښه کې پوره ستونځې لرو، چې هغه باید اوبی (حل) شي، نو له دې امله زه هم غواړم په دې ستونځو لږ دګرانو لوستونکو سره خپل اند ګډ کړم.

موږ درې غږلرونکي توري لرو ( او که ه) په ورزیاته کړو، نو څلور به شي.

لومړی: ا یا الف دۍ. د الف غږوې شته خو به ماته له دوه ډوله شاید ډېره وبرېښي، خو وبه نیسو، چې دا دوه خو هرومرو شته او د نورو غږلرونکو تورو سره خو یې -که ورسره مل راشي- نور هم د غږډولونه ډېرېږي، نو که دا سره د لیکنې له مخې بېلوو . د بېلګې په توګه که ولرو باور( د دې سمه د غږونو روښانونه به بیاداسې وي، چې د با څخه پرته وو ته هم یا الف یا یو بل څه ولېکې، چې سړی پوه شي، چې جګ ویل کیږي او نه دپېښ سره او نه د زېر سره) دا مو ژبه ده پوهیږو، چې څنګه یې لولو.

دویم: دا دوه وونه خو لرو، چې دروند وو لکه تمباکو ( که تنباکو؟) او سپک وو، لکه زانګو. دلته هم شاید ځنې پښتو پوهان یا د ویلکېدنې مینوال وغواړي، چې د یوې نخښې له لار یې سره بدل کړي.

ځنې لیکنو کې ګورو، چې په ا هم ګوډی الف لیکي او په ،،ه،، هم، همداسې په ،،و،، هم، یېګانې خو لا څه کوي، چې پنځه شوې خو دي او که دا لار وي، نو باید لږترلږه خو اته شي.

ایا پښتو غږلرونکي توري پرته له دې اړونده غږونو نورې دندې لري؟

نه. نورې دندې نه لري. د دې له مخې څوک څه شی ټاکلی نه شي یا نه ټاکل کیږي، خو دوي، د ډېرګونو او یوګونو نومونو او همداسې د نارینه او ښځینه نومونو منځ کې د روښانونې دنده لري.

د دوی له لارې څه نه ټاکلکیږي. دلته ګوره د پېژندنې یا ور پېژندنې نه لیکم، ځکه دا پېژندنه بیا پخپله یوه دنده ده. دا روښانونه راته سمه برېښي. بېلګې یې: لکه د یېګانو له لارې، چې نارینه، ښځینه، یو او ډېر روښانه کیږي یا راته څرګندیږي، که پیژندل کیږي ولیکم،  نو کېدی شي دلته بیا نورې پوښتنې رامنځ ته شي، خو یو کار چې هيڅ وخت د ژبلار له لارې نه کیږي، هغه دا دۍ، چې د هیڅ توري یا نورهم غږلرونکي توري له لارې او همداسې ی له لارې  کړنه او نوم نه ټاکل کیږي، دا په دې مانا، چې کړوال او نوموال غږلرونکي توري نه شته، چې لارې یې کړنه او نوم سره ټاکل کیږي او بېلیږي. د دې له پاره نه ټولیزه لار شته او نه د ژبلارې  له لارې. دا سې هم نه کیږي، چې یو غږ لرونکی توری او دوه ډوله لیکل، دا هم ژبلار نه ده.

د کړنو سره د کړوني بڼه بدلېدل:

په پښتو ژبه کې د کړنو ډولونو سره د تېر وخت او اوسمهال له پاره  د کړوني بڼه د ځنو کړنو له پاره بدلیږي او دا هم یوه لار لري:

 لومړی : هغه کړنې، چې پرې کړوني ته اړتیا نه لري، په هغو کې د کړوني پڼه نه بدلیږي. پېلکې یې: تلل، کښېناستل، درېدل او .نور

بېلګې یې ګران لوستونکي پخپله راوړلی شي

دویم: هغه کړنې دي، چې د هغو کړلو له پاره پرېکړوني ته اړتیا شته. په هغو کړنو کې د اوس مهال او د تېرمهال له پاره د کوونکو بڼه بدلیږي. بېلګې یې: وهل،  خوړل،  او نور

پښتو ماته یوه توانمنه، خو داسې لږ د نورو له پاره ستوڼځمنه ژبه برېښي، خو که الماني او یا داسې ویل کیږي، روسې ته پام راواړوو، هغه هم همداسې ستونځمنې ژبې دي، خو زده کیږي او زه هم لاتراوسه په الماني ژبه د ډېرو ناسمونونو سره مخامخ کیږم. المانیان. زموږ په غم کې نه دي، چې ژبه کې نور بدلونونه راولي.

د داسې لږ څه بوختیاله پاره:

یوه بله موضوع مې زړه دۍ، چې له تاسو سره ګډه کړم او هغه د هغه څه له امله ده، چې موږ یې دواړه لرو:

موږ لرو: ،، زما، زموږ، ستا، ستاسو،، او هم لرو: ،، دما، دموږ، دتا، دتاسو،، زموږ ورځنی شوی ،، زما او نور دي، خو ایا د ژبلار له لارې هم داسم دي او که دا ،، دما…،، سم دي؟

دما له انده او څېړنې له مخې خو ،، دما، دموږ، دتا، دتاسو،، سم دۍ. لیکنه مې په دې هکله په تاند او دوعوت منلو خپرونو کې خوره شوې او د ژبلار کتاب ، چې په لنډ وخت کې خور شي، هم وي..

له سړې سینې مو مننه او راته روغ او هڅان اوسۍ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.