ښ] او [ږ] په کندهاري ګړدود کې [ش] او [ژ] نه دي |

عصمت الله شینواری

0 49

زېږیز فونیټیکس Articulatory Phonetics د فونونو یا غږونو زېږځي (مخرجونه)، د ادا کېدو ډولونه، غږیز وصف څېړي او همدا زېږځي دي چې بېواک غږونه یو له بله سره توپیروي. پښتو یوه ډېره په زړه پورې ژبه ده، په زړه پورې والی یې د غږونو په رنګارنګۍ کې دی چې دغه رنګارنګي یې له نورو ژبو سره د توپیرونو ورهاخوا په خپله د پښتو ژبې په ګړدودونو کې هم لیدل کېږي. زه په ګړدودونو خبرې نه کوم ځکه دا مسله اوس روښانه ده چې ننګرهاری (ختیځ)، کندهاری (لوېدیځ) او مرکزي ګړدودونه د پښتو ژبې د ګړدودونو درې عام ډولونه دي چې د [ښ] او [ږ] په غږونو کې د توپیرونو له مخې بېل شوي دي. خو اساسي ستونزه دا ده چې زموږ ګرامریان او ژبپوهان چې کله دغه ځای ته راورسېږي، نو بیا وايي؛ [ښ او ږ] غږونه په ختیځ ګړدود کې [خ او ګ] غږونو په شان، په مرکزي ګړدود کې په اصلي شکل [ښ او ږ] او په لوېدیځ ګړدود کې [ش او ژ] ته نژدې او له [ش او ژ] څخه دروند ویل کېږي. دلته اصلي خبره نه ده روښانه شوې او ټول همدا یو شی وایي چې دروند ویل کېږي او څوک خو بېخي وايي [ش او ژ] ته ورته ویل کېږي. په دغه لیکنه کې غواړم دغه ګنګستیا لرې کړم چې د فونیټیکس له پلوه د پښتو ژبې په درېواړو ګړدودونو کې دغه دوه غږونه رښتیا هم دوه غږونه (فونونه) دي او که لږ څه توپیر سره لري او که نه دا څلور یا شپږ فونونه (غږونه) دي؟ البته په فونولوجۍ کې چې خبره د غږ مانا ته درومي، هلته بیا په درېواړو ګړدودونو کې دا دوه غږونه دوه فونیمونه دي او هلته یو ډول مانیز ارزښت لري چې وروسته به بیا پر دې مسلې هم خبرې وکړم:

په مرکزي ګړدود کې د [ښ] او [ږ] غږونه

په مرکزي ګړدود کې د [ښ] غږ د مخرج (Place of Articulation) له پلوه کلک تالوییز (Palatal) ویل کېږي چې د ژبې پرېړه یا پلنه برخه کلک تالو ته پورته کېږي؛ د هوا خنډن کېدو د ډول له پلوه (Manner of Articulation) د [ښ] غږ یو موښلی (Fricative) غږ دی چې د ادا پر مهال یې د ژبې د پلنې برخې او کلک منځ کې هوا له یوې تنګې سیمې څخه تېرېږي او دغلته د هوا جریان د ژبې له پلنې برخې او کلک تالو له خنډ (کوچنۍ تنګې سیمې) سره مخ کېږي او موښلی غږ ادا کېږي؛ د غږیز وصف (Voicing) له پلوه د [ښ] غږ یو ناغږن (Voiceless/Unvoiced) غږ دی چې د ویلو پر مهال یې په حنجره کې غږیزې پردې نه رېږدي (اهتزاز نه کوي)؛ دې غږ ته په نړیوالې فونیټیکي الفبې (IPA) کې دا [ç] ګرافیم یا توری ټاکل شوی دی. د [ښ] غږ د ویي (کلمې) په سر، منځ او پای کې راتلی شي لکه؛ ښار [çɑr]، ارزښت [arzəçt]، غاښ [ɣɑç].

همدارنګه د [ښ] غږ په شان په مرکزي ګړدود کې د [ږ] غږ  زېږځي یا مخرج له پلوه کلک تالوییز؛ د هوا جریان د خنډن کېدو ډول له پلوه موښلی غږ دی؛ خو له [ښ] غږ یې توپیر په غږیز وصف کې دی، د [ږ] غږ د غږیز وصف له پلوه یو غږن (Voiced) غږ دی چې د ویلو پر وخت یې په حنجره کې غږیزې پردې رېږدي یا اهتزاز کوي؛ دې غږ ته په نړیوالې فونیټیکي الفبې کې دا [ʝ] ګرافیم یا توری ټاکل شوی دی. د [ږ] غږ د ویي په سر، منځ او پای کې راتلی شي لکه؛ ږوب [ʝob]، موږی [mawʝaj]، کوږ [koʝ].

په ننګرهاري ګړدود کې د [ښ] او [ږ] غږونه

په ویونو، خبرو او غونډلو کې هغو غږونو ته چې په مرکزي ګړدود کې کلک تالوییز – موښلي [ښ] او [ږ] ادا کېږي، په ختیځ ګړدود کې زیاتره د [خ] او [ګ] غږونو غوندې ویل کېږي په ډېره کمه اندازه یې بیا د مرکزي ګړدود خلکو غوندې وايي لکه په ختیځ ګړدود کې د پورتنیو بېلګو فونیټیکي لیکنه داسې ده: خار [xɑr]، ارزخت [arzəxt]، غاخ [ɣɑx] او ګوب [gob]، موګی [mawgaj]، کوګ [kog]. خو بیا هم ځینې یې د مرکزي ګړدود غوندې په کلک تالو کې ادا کوي. مهمه خبره دا ده چې ختیځ ګړدود کې د دغو دوو غږونو د ادا پر مهال د ژبې پلنه برخه نه، بلکې د ژبې وروستنۍ برخه د کلک تالوییز Palatal مخرج پر ځای نرم تالو Velar ته نژدې کېږي او دواړه غږونه نرم تالوییز Velarize کېږي. که یو څوک د ختيځ او مرکزي ګړدود سړی نه وي او د دواړو [ښ] او [ږ] غږونو وینګ واوري، نو هغه دواړه په یوه تله کې تلي او وايي دا یو ډول غږونه دي، خو زما د دې دومره سپړنو او شننو موخه همدا ده چې ځه دا خو اسانه ده؛ مرکزي خلک او ختیځوال دغه دوه غږونه په لږ و ډېر توپیر سره یو بل ته نژدې وايي، خو په لوېدیځ یا کندهاري ګړدود کې رښتیا هم [ښ] او [ږ] غږونه کټ مټ یا لږ و ډېر [ش] او [ژ] ته ورته دي که نه؟ په همدې تړاو به په لاندې سرلیک کې خبرې وکړم.

په کندهاري ګړدود کې د [ښ] او [ږ] غږونه

زموږ مهمه خبره او سپیناوی همدا دی چې زیاتره هېوادوالو او پښتانه مو په لوېدیځ ګړدود کې دغه پورته یاد شوي غږونه [ش] او [ژ] بولي چې دا [ش] او [ژ] نه دي، بلکې دا د فونیټیکس له پلوه بېل فونونه یا غږونه دي. اوس راځم په لوېدیځ یا کندهاري ګړدود کې د [ښ] او [ږ] غږونه د زېږیز فونیټیکس له پلوه څېړم:

په کندهاري (لوېدیځ) ګړدود کې د [ښ] غږ مخرج غبرګژبیز (Retroflex) دی چې د دې غږ د ویلو پر مهال د ژبې څوکه له وریو ور دننه تالو خوا ته راغبرګېږي او د هوا جریان خنډن کوي؛ د هوا د جریان پر وړاندې د خنډن کېدو د ډول له مخې دا غږ یو موښلی غږ دی؛ د غږیز وصف له مخې ناغږن دی؛ په نړیوالې فونیټیکي الفبې کې د پښتو ژبې کندهاري ګړدود [ښ] غږ ته دا [ʂ] ګرافیم یا توری ټاکل شوی دی. په پښتو کلمو کې د تېر په څېر؛ ښار [ʂɑr]، ارزښت [arzəʂt]، غاښ [ɣɑʂ].

د [ش] غږ د کندهاري ګړدود له [ښ] غږ سره د فونیټیکس له پلوه توپیر لري او توپیر یې یوازې په زېږځي یا مخرج کې دی. د [ش] غږ زېږځی شاورییز Post-Alveolar دی چې د ادا پر مهال یې ژبه د وریو شا خوا ته سیده په سیده پورته کېږي او د [ښ] غوندې نه راغبرګېږي.

په کندهاري ګړدود کې بل غږ د [ږ] غږ دی چې مخرج یې غبرګژبیز او د هوا د جریان پر وړاندې د خنډن کېدو له پلوه موښلی دی؛ خو د [ښ] غږ پر خلاف دا غږ د غږیز وصف له مخې غږن غږ دی؛ په نړیوالې فونیټیکي الفبې کې دې غږ ته د [ʐ] توری ټاکل شوی دی. بېلګې یې په پښتو کلمو کې؛ ږوب [ʐob]، موږی [mawʐaj]، کوږ [koʐ].

دا غږ د [ژ] له غږ سره یوازې په زېږځي یا مخرج کې توپیر لري. د [ژ] غږ مخرج د [ش] غږ غوندې شاورییز مخرج دی، دلته هم ژبه نه راغبرګېږي.

اوس خو دا خبره په ډاګه شوه چې د کندهاري ګړدود [ښ] او [ږ] د [ش] او [ژ] غږونه نه دي، خو پوښتنه دا ده چې ولې په کلمو یا ویونو کې توپیر نه کوي؟ یانې که چېرې په یوه کلمه کې د مرکزي او ننګرهاري ګړدود د [ښ] یا [ږ] غږ پر ځای د لوېدیځ ګړدود [ښ] یا [ږ] غږ راشي، نو ولې د کلمې یا ویي مانا نه اوړي؟ کېدی شي څوک پکې دا هم ووايي چې موږ خو په ژبپوهنه کې ویلي چې یو غږ د بل پرځای راتلل د کلمې د مانا د اوړون لامل کېږي، نو دلته ولې لامل نشو؟

ځواب یې ډېر ساده او اسانه دی. ما څو څو وارې په پورته لیکنه کې د دې یادونه وکړله چې موږ د فونیټیکس او بیا په تېره زېږیز فونیټیکس له مخې دا غږونه څېړو او دلته دې غږونو ته د ژبپوهنې د ګړنو له مخې فونونه وايي. فون د کلمو له مانا او مفهوم سره هېڅ کار نه لري، بلکې فون په فونیټیکس کې یوازې د غږ د زېږځي، د غږیز فزیک په مرسته د غږ څپې او د غوږ د فزیولوجۍ له مخې د غږ اورېدلو له پلوه مطالعه کېدی شي. په اصل کې دا درې ډوله غږونه په فونولوجۍ کې دوه فونیمونه دي. یانې ننګرهاري ګړدود، مرکزي ګړدود او کندهاري ګړدود کې دغه دواړه غږونه یوازې دوه فونیمونه دي. په پښتو کې ما تراوسه پورې داسې کلمه نه ده لیدلې چې که چېرته په یوه ویي یا کلمې کې د مرکزي او ننګرهاري ګړدودونو د [ښ] او [ږ] غږونو پرځای د کندهاري ګړدود [ښ] او [ږ] غږونه ور ولوېږي، د هغې مانا دې واړوي او یا هم داسې کلمه چې که چېرته د مرکزي او ننګرهاري ګړدود [ښ] او [ږ] دې ور ولوېږي او د هغې مانا دې واړوي.

نوټ: د ځینو نورو کوچنیو ګړدودونو په ځینو ویونو کې بیا کله کله [ښ] او [ږ] بېخي پر یوه بل غږ اوړي لکه د کټوازیو په ګړدود کې چې [کېږي]، [کېزي] ویل کېږي، خو دا دومره خبره په دې نه ده چې پښتو ډېر زیات ګړدودونه لري او د وخت په تېرېدو او یو بله سره د اړیکو په نه نښلېدو د پښتو ژبې غږونه ټکېدلي راټکېدلي دي او لږ او ډېر بدلون یې کړی دی، خو هغه اساسي بدلون یې چې د پښتو ژبې ګړدودونه یې پر درې ډولو وېشلي ول، ما پورته وسپړلو.

په پای کې خپلې خبرې په دې جملو راغونډوم چې په لوېدیځ ګړدود کې د فونیټیکس له پلوه د [ښ] او [ږ] فونونه یا غږونه [ش] او [ژ] غږونه یا فونونه نه دي او په فونولوجۍ کې بیا د درې سره ګړدودونو دغه دواړه غږونه یوازې دوه فونیمونه دي او په درې واړو ګړدودونو کې یو مفهوم او یوه مانا لېږدوي.

درنښت

د پښتو ژبې د هراړخیزې بشپړتیا په هیله

له تاسې ټولو کشروټی عصمت الله شینواری

Comments
Loading...