غبرګون

عصمت الله شینواری

0 166

موده وړاندې مې د سیمي واولونو یا نیمواکو غږونو د نشتون په اړه لیکنه کړې وه چې زموږ درانه استاد ښاغلي پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیار یې په اړه غبرګون لیکلی و. استاد زیار زموږ د سترګو تور او پر هغه څه به څوک څنګه سترګې پټې کړي چې ده پښتو ژبې ته ورکړي دي. له ګرامر او ژبپوهنې ورهاخوا یې د پښتو د نږه والي او کره توب لپاره هڅې د ستایلو دي. ما نه غوښتل چې د استاد زیار د ښوولي غبرګون په اړه څه ولیکم، ځکه چې یو خو د منګ له مخې زه له هغه ډېر کشر یم، بله دا چې زموږ د خلکو خولې د ځان پر ځای په نورو کې نښتې وي او د ځان پر ځای د نورو په اړه ګړېږي؛ نو ما ویل که چېرته زه د استاد زیار د غبرګون ځواب ولیکم، نو دوی په په ما پسې هغه متل په خولو کې ګرځوي چې «وړه خوله او غټې خبرې»، خو له دې سره سره د ځینو ملګرو او استاد پوهندوی شاه محمود کډوال په ډېر ټینګار مې د استاد زیار د غبرګون ځواب ولیکلو.

اوس به موضوع ته راشم:

استاد زیار دواړه غږونه [w او j] چې خلک ورته سیمي واول وایي په پنځو تړنګونو کې راپېژندلي چې لومړی ډول یې هغه دی؛ کله چې له دغو دوو غږونو وروسته خپلواک غږ راشي، دا دواړه په دغه وخت کې بشپړ بېواک غږونه دي. هغه وايي:

«لومړی- په دې کې اړنگ بړنگ نشته چې دواړه غږه د هر راز خپلواکو په روستاړۍ ((یانې کله چې له دغو غږونو وروسته خپلواک غږ راشي)) د بشپړو بېواکو دريځ راخپلوي:

۱- د (w) بېلگې:

وار، واک، واښ،واز، وز،ور،ول  ول،وړ ولور،وړ، زړور، زورور، واوره، وياړ، ويجاړ،…؛

۲-د (y) بېلگې،لکه اريان دريان، يور،يم، يو (يوو-ناکره)،ينه (ځيگر)، مينه (معشو قه) يما،يوازې،لگيا…؛: يا، ياد،يوم، يو،يوه، وياړ،ويار (عيب)، تيار، ، وړيان،…؛»

بېخي سمه او د استاد زیار خبره پر ځای ده چې کله له دغو دوو غږونو وروسته د پښتو ژبې له اوو خپلواکو غږونو یو راشي، نو بشپړ بېواک غږونه دي. خو وروستني څلور ځایه یې چې دغه غږونه راپېژندلي، دی وایي په دغو حالتونو کې یاد غږونه خپله خپلواکي (واولتوب) څه ناڅه ساتي او کورټ یې له لاسه نه ورکوي. د ده په لیکنه کې د دغو یاد شویو څلورو حالتونو څخه چې ما کوم مفهوم واخیستو، هغه دا دی چې دی وایي:

  • لومړی: کله چې دغه دوه [w او j] غږونه له خپلواک غږ څخه وروسته راشي، نو په ځینو ځایونو کې دوی الفونونه یا بلغږونه ګرځي او له واوله اغېزمنېږي.
  • دویم: کله چې دغه دوه [w او j] غږونه له خپلواک غږ څخه وروسته راشي، نو /w/ ته هومره شونډیزوالی او /j/ غږ ته هومره تالوییزوالی نه ورپاتېږي او په همدې سره یې فونیميکي ارزښت رابرسېره کېږي او په ځنځیري غږونو کې یې درېیمه ډله همدا دوه غږونه دي چې (نیمواک) یې بولو.

د پورته دوو خبرو یادونه چې ما د استاد زیار له غبرګونه اخیستي دي ما په خپله پخوانۍ لیکنه کې ورته څه ناڅه ایشاره کړې وه. ما ویلي ول چې که دغه غږونه له خپلواکو غږونو وروسته راشي، اغېزمنېږي. اوس هم زه همدا وایم چې که د [w او j] غږونه له خپلواکو غږونو وروسته راشي، نو له دوی اغېزمنېږي، خو سیمي واول ورته نشو ویلی، ولې؟ ځکه چې:

دغه اغېزمنتیا یوازې په دغو دوو [w او j] غږونو کې نه ده. د <کور> په کلمه کې درې غږونه شته یانې فونیټیکي بڼه یې [kor] ده. [k] د زېږځي یا مخرج له پلوه یو نرم تالوییز بېواک (Palatal Consonant) غږ دی چې د ادا په وخت کې د هوا جریان د تم (Plosive) په ډول بندېږي. [o] یو ګرد خپلواک (Rounded Vowel) غږ دی او [r] هم د مخرج له پلوه یو ورییز بېواک (Alveolar Consonant) غږ دی چې د ادا په وخت کې د هوا جریان د ژبې په څوکه کې رپېږي (Trills). دغو درېواړو غږونو یوه کلمه رغولې، خو له فونیټیکي اړخه ګورو چې د /k/ نرم تالوییز بېواک غږ له خپل وروستني /o/ ګرد خپلواک غږ څخه اغېزمن شوی او د ده د ګردوالي ځانګړنه یې اخیستې ده. کله چې د <کور> کلمه وایو، نو [ک] چې هېڅ ډول شونډیز ګردوالي سره اړیکه نه لري، ځکه له شونډو ډېر لرې په نرم تالو کې ادا کېږي، خو په دغه کلمه کې ګردېږي. پوهېږو چې ګردوالی (Roundness) د واول ځانګړنه ده، خو د [w او j] غوندې که چېرته کوم کانسوننټ یا بېواک غږ له کوم ګرد واول یا ګرد خپلواک غږ څخه اغېزمن شي لکه د <کور> په کلمه کې د [ک] غږ، نو موږ به ورته څه وایو؟ نېمګرد واول؟ یا نیمګرد کانسوننټ؟ ځکه د واول څخه اغېزمن شوی دی، لکه څنګه چې [w او j] غږونه د استاد زیار د یادو کړو دلیلونو له مخې له خپلواکو غږونو څخه اغېزمن شوي دي. اوس که د [w او j] اغېزمنتیا ته سیمي واول وایو، نو د /k/ اغېزمنتیا ته ولې نیمګرد واول یا نیمګرد کانسوننټ نه وایو؟ که هغو ته سیمي واول وایو، دوی ته هم باید نیمګرد واول یا نیمګرد کانسوننټ ووایو او یا پخپله دا هم باید سیمي واولونه یاد کړو، ځکه چې د [w او j] غوندې له واوله اغېزمن شوی دی. دا بېلګه د خپلواک څخه د بېواک غږ اغېزمنېدل دي لکه څنګه چې د [w او j] له خپلواک غږه اغېزمنېږي. دا یوه بېلګه نه ده. ډېرې بېلګې لرو. اوس به یوه بېلګه داسې درته ولیکم چې له بېواک غږه خپلواک غږ اغېزمن شوی وي لکه؛

د <ماما> په کلمه کې څلور غږونه شته چې دوه یې بیا تکرار شوي دي. د لومړۍ څپې په دغو لومړنيو دوو غږونو کې یې لومړی د [m] غږ دی چې د زېږځي (Place of Articulation) له پلوه شونډيز (Bilabial) او د هوا د بندښت (Manner of Articulation) له پلوه پزیز (Nasal) بېواک غږ دی. ورپسې غږ [ɑ] خپلواک غږ دی او همداسې د (ماما) کلمې په دویمه څپه کې هم همدا کیسه ده. په فونولوجۍ کې لولو چې پزیزتوب (Nasalness) د کانسوننټ یا د بېواک ځانګړنه ده، خو دلته په <ماما> کلمه کې څه بله کیسه ده. دلته د [ɑ] خپلواک غږ د [m] له بېواک غږه اغېزمنېږي او د پزیزتوب ځانګړنه اخلي. دا اغېزمنتیا هم هماغه شان ده لکه د خپلواکو غږونو څخه وروسته چې د [w او j] غږونه اغېزمنېږي. اوس دلته د [ɑ] خپلواک غږ څه وبولو؟ که د [w او j] غږونو ته سیمي واولونو وایو، نو په پورته بېلګه کې د [ɑ] خپلواک غږ ته کوم نوم ورکړو؟ نیم پزیز واول؟ او که نیم پزیز کانسوننټ؟ او یا هم [w او j] غږونو په دود سیمي واول؟

که د اغېزمنتیا په اساس نومونه ورکړو، نو بیا خو به هر څه نیم نیم شي که نه ده همداسې؟ خو اصلي خبره دا ده چې د ځانګړنو اخیستل فونیمیکي عملیې دي او بس! که د [w او j] غږونه د فونیميکي عملیو وروسته پر سیمي واول نوموو، نو زما پورته یادو کړو بېلګو سربېره بېشمېره نورو فونیمیکي عملیو ته به هم نومونه ورکوو. او که نه نو سیمي واول نشته او [w او j] بېواک نسبي تقریبي غږونه دي چې له فونیميکي عملیو وروسته په ځینو ځایونو کې د واولونو ځانګړنې اخلي او هغوی ته نژدې کېږي. زما د سیمي واول د نشتون دلیل دا نه و چې ګوندې اغېزمنتیا نشته، او ما دا ویلي هم نه دي، بلکې زما موخه دا ده چې دغه اغېزمنتیا موږ په نورو برخو کې هم لرو، هلته ورته ولې نوم نه ټاکل کېږي او دلته ورته نوم ټاکل شوی دی.

نو پایله دا چې سیمي واول نشته او د فونیمیکي عملیو وروسته د [w او j] بېواک نسبتي تقریبي (Approximant Consonants) غږونه د واولونو ځانګړنې اخلي لکه له پزیز بېواک غږ وروسته چې خپلواک غږ پزیزتوب راخپلوي او له ګردو واولونو مخکې چې ځینې بېواک غږونه راشي، د ګردوالي ځانګړنه اخلي.

استاد زیار دې خدای تر ډېره ژوندی لري. زما لیکنه په دې مفهوم نه ده چې زه دې ځان ژبپوه او له پښتنو ژبپوهانو لوړ ګڼم، بلکې یوه درک او پوهاوي ته د رسېدو او د استاد پوهندوی شاه محمود کډوال د ډېر ټینګار په اساس مې کړې ده.

د پښتو ژبې د کره توب او هراړخیزې بشپړتیا په هیله

درنښت

Comments
Loading...