ژبپوهنه ټولې اښتنې پښتنې ځوابولای شي/پوهاند دوکتورم.ا. زيار

پوهاند دوکتورم.ا. زيار

اکسفورډ، ۳اگست۱۸

ژبپوهنه ټولې اښتنې پښتنې ځوابولای شي ليکدود د ژبپوهنې په سمندر کې يو څڅواکی بلل کېږي!

 د پښتو ژبدوديز (گرامري) حالتونه

           يا

(پښتونومپېرونه (اسمي حالتونه)

(The Pashto nominal cases)

اوتريش مېشتی کامران منگل د نوي پښتني پښت له هغو ځوانو پوهنتوني زدکړيالو څخه بلل کېږي چې د نومهالي ژبني ساينس (پسرغښتي ژبپوهنې) زدکړې ته يې رادانگلي او هغه هم  دخپلې مورنۍ-پلرنۍ پښتو د سرڅڼې او سيالۍ په موخه.

ماته يې داهوډو هڅه  تر  نژدې يوه کلنو برېښليکونواو پرلپسې اښتنو پو ښتنو راروسته چې خپله نومهالې (پښتوپښويه) يې راباندې راتکراروله، مټې باوري وبرېښېده،  په تېره بيا چې ليکنې يې تر ووبپاڼو راورسېدې. که نه تر پرو نه مې داسې انگېرله چې د نورو جلاوطنوغوندې يې دکوربه هېواد د ژبې په زدکړوځي کې د خپلې مورنۍ پښتوگرامري رغښت ته پام وراو ښتی.  يا ښايي،دی هم پر خپل وار د ښاغلی سرور وکيلي  غوندې بې له دې  چې په اړو نده پوهنتوني څا نگه کې پرلغښتو(سستماتيکو) ژبپوهنيزو زدکړو ته ملا وتړي، يو بل  گرامر يا په ناکره نامه ((ژبدود)) له الماني  هغه څخه پښتو ته راواړوي- کټ مټ، لکه زموږ دوديزو استادانو چې عر بي (صرف ونحو)  يې د ((پښتوگرامر)) په نامه راژباړلي او له ښوو نځيو تر پو هنځيو او ان ((پښتو کورسونو)) پورې يې  ورباندې لږ ترلږه نيمه پېړۍ شخوند وهلی وو!

په تاند ووبپاڼه (۲۴جون۱۸) کې د گران او هڅاندکامران منگل [د پښتو ژبدوديز (گرامري) حالتونه ] چې مايې له دودې ترمينالوجۍ سره سم(پښتونومپېرونه) کړل او  لاتين انډول هم(The Pashto nominal cases)، د پښتو نوې سپڼيزې  (تشر يحي)، ياهممهالې (سانکرونيکي) ژبپوهنې په تړاو يوه په زړه پورې سکا لو (مو ضوع) ده او ده تر ډېره ښه ترا څېړلې. خو ماورسره، د اړوند برېښليک  په راکړه ورکړه کې ژمنه کړې  چې د کره کتنې په پلمه يې گړسره يو بلونج (بديل) د يوې تخنيکي ډلبندۍ  پر بنسټ د نړيجال (انټرنېټ)  له لارې له ده او نورو مينه والو  سره شريکوم.

پېر (حالت) څنگه پېژندلای شو؟

پېر (حالت case) د نوماوړون (اسمي گردان) له درو اړخو (وجهو) څخه يو اړخ (وجهه aspect) دی؛ دوه نور يې  گڼه (عددnumber) او نوږی (جنس gender) دی

په دې مانا چې يو نوم په خپل چاپېريال (غونډ او غونډله کې) څه بڼه لري. له دې پلوه نومپېر  له آره يوه غونډله  پوهيزه (نحوي) سکالو ده، او له گړ پوهيز (صرفي) پلوه يې هغه بېلگې پاموړ دي چې نوم  ته اوښتې بڼه وربښي، لکه: (زمري) هندوا ڼه وخوړه؛ زرينې  خټکی وخوړ.[ ۳ پښويه ۹۲۹۵]

د نومپېر پېژندنښه د دغو دوو نورو  د هغو غوندې يو خپلواک (واوېل) يا څپه ده چې تر ډېره په په يوه نوم (څيزنوم، ستاينوم، شمېرنوم او يا نومځري)، يايې په سټې پورې نښلي او له دې لامله يې نومپايله بولي،اويا يې هم د يوه ←خپلوا کونج په بڼه منځتاړی کېږي.

هرگوره، هر گرداني پياله له  ټوليز هندواروپايي ژبني قانون سره سم په هرنوم پورې سيده نه نښلي، يانې که اړوند نوم پر خپلواکغږ پايته رسي، هغه غږ غور ځي، په بله وينا، په ريښې يا سټې پورې يې نښلي. د غورځن (حذف) ورته قانون په کړاوړون او وييرغاونه کې هم چلېږي.

نومپېر (اسمي حالت) پرخپل وار دوه رازه دی:

(۱)  پښتو آر يا سيده  نومپېر(اصلي حالت ) يا (direct case) چې پر خپله آره بڼه وي او  په دې توگه يې پېژندنښه  يا پايله صفر ده، لکه: (وری) او (ژوی) په دې غونډلو کې: وری واښه خوري، ژوی غوښه خوري

(۲) اوښتی پېر (مغيره حالت Oblique case) د يوه نوم (هغې بڼې ته وايي چې په يوه غونډله يا متن کې د نحوي دويې (قاعدې) پر بنسټ يې راخپلوي، په نورو ټکو، خپله آره بڼه بدلوي او  له دغه جو ليز بدلون سره پخپله دغه نومونه (اوښتي نومونه) نومول کېږي. پېژند نښې يا پايلې  يې د نورو ژبوغوندې په پښتو کې تر ډېره د روستاړو بڼې راخپلوي  او په دې ډول يې اوښتې نومپېر پايلې بولو،لکه(-ي)  په (وري) او (ژوي) کې له دې بېلگو سره:

وري (واښه وخوړل) او ژوي (غوښه وخوړه).  يا -زوَر(-a) پايله په (زمر-ه!) او په (مين-ه!)  دغلته-ي (-i) پايله په تېرمهال کې د کړندپېر (فا علي حالت) يا (nom- inative case)  ښکارندويي کوي او زوَر(-a) پايله د بلنپېر (ندائيه حالت) يا (vocative case).داهم يادوړ ده چې اوښتی پېر په بنسټيز ډول له څيزنوم او  يا يې له وگړنومځري (شخصي ضمير) سره تړاو لري او دبدلون لامل کېږي يې او دوه نور نومډولونه (ستاينوم او شمېرنوم) يې د ټاکندويو (modifiers) په توگه ورسره هممهاله بدلون مومي، لکه په دې غونډلو کې:

يوه ښايستوکي واړه وري يا ورکي واښه وخوړل؛ يوه کمزوري زاړه ژوي غوښه وخوړه؛ هر راز نغوتنومځری (اشاري ضمير) چې له څيزنوم سره يوځای راځي، هم  ورته اوښتی پېر راخپلوي. لکه،دې-دغه ()-هغه()-هوغه () وري واښه وخوړل… ؛

د اوښتي نومپېر يوه کمه سلنه  زورکي (-) پايله (ending)  راخپلوي چې هممهاله ورسره يو← خپلواکونج* (واوېلي بدلون) ملگرتيا کوي،لکه د (ورون) اوښتې بڼه (ورانه wrn-) کې  چې په دغه  نوم کې  پر زورکي  پايلې سربېره منځنی لنډ-و(-u-) هم پرالف (Ᾱ) اوښتی. نورې ورته بېلگې: لړمون-لړمانه، پښتون- پښتانه، شپون-شپانه، يون- يانه، مېلمه-مېلمانه، ووړ-واړه،موړ-ماړه،زوړ-زاړه،کوڼ-کاڼه،کهول-کهاله،خوږ-خواږه…[ پښويه ۹۲۹۶]

*منځ-خپلواکونج) په گردو اروپايي ژبپوهنيزو سيندونوکې يې الماني (Ablaut) بولي او ماريو-پای (internal vocal change) مانا کړی،خو زموږ انډول يې جاج (مفهوم) ښه ترا راڅرگندوي.

 

رښتيني او سربلي اوښتي نومپېر ونه

(The real &pre-positional nominal case)

(۱)  رښتيني اوښتي پېرونه

رښتيني تاريخي اتگوني هندواروپايي پېرونه چې په (سانسکرېټ، يونا ني، لاتيني…) ژبو کې يېڅرک لگېدلی ،نن سبا له روسي او نورو سلاوي ژبو پرته، په نورو اوسنيو ژبو کې نيمگوري پاتې دي.  رښتيني په دې مانا چې اړوندنومونه د صرفي- نحوي چار (کړن) په مټ اوښتې پېر راخپلوي، بې له دې چې په اړوند چا  پېريال (غونډ، غونډله يا متن) کې ورسره  نور توکي(وييونه ،وييکي …) برخه واخلي.

 (nominative-case) په دې غونډلو کې وينو چې څنگه يو کړند (فاعل)  خپله بڼه اړولې ده:

(زمري ) مڼه  وخوړه؛ (پلوشې) اناروخوړ؛ ياد وگړي پرځای اړوندنومځری ورته

اوښتی پېر راخپلوي: ما کتاب ولوست؛ تا ليک و کېښ؛ ده کاروکړ،دې  ډوډۍ پخه کړه… .

پښتوپه دې لړکې در ې پېره  څه ناڅه ژوندي ساتلي دي: کړندپېر (فاعلي حالت nomi- nativeلنډکړی پېر (بېواسطه مفعولي حالتaccusative )، بلنپېر (ندايي حالت vocative).

۱کړند پېر (nominative) چې دا پېر موږ تش په ارگاتيف (ergative) سېستم سهي کولای شو، په دې مانا چې  په تېرمهال کې د يوه لېږند (متعدي) کړ د کړند نه، بلکې دکړي (مفعول) له مخې گردانېږي او مفعولي پايله راخپلوي، خو تر سروونکی يا مرجع يې بياهم (کړند) بلل کېږي اوبي له اوښتي پېرسره، لکه:

(زمري ) مڼه  وخوړه؛ (پلوشې) اناروخوړ؛ ياد وگړي پرځای اړوندنومځری ورته

اوښتی پېر راخپلوي: (ما)  مڼه وخوړه؛ (تا) انار وخوړ؛ (ده) کاروکړ،(دې)  ډوډۍ پخه کړه… .

۲لنډکړي پايله (accusative)، د دغه پېر يوازېنی څرک موږ  په  دوو نومځرو(ما) او (تا)  او بيا وسمهال کړاوړون کې  اېستلی، لکه:

(ما) زمری وهي، (تا) زرمينه وهي؛ دغلته (زمری) او (زرمينه) دواړه د وهنې ترسر وونکي ياکړندان (فاعلان) دي چې آر پېرونه لري او (ما)او (تا) لنډ (بېواسطه) کړ يان  چې آرپېرونه يې (زه)او (تا)دي؛ دلته کولای شو،د(زمری) پرځای هم ناوښتی نومځری ( دی) وکاروو او د (زرمينه) پرځای ناوښتی (دا) ، لکه:(دی) ما وهي او (دا) تا.  په زړه پورې داده چې دغه دواړه اوښتي نومځري (ما-تا) په تېر مهال کې کړندپېر لري او په وسمهال کې کړی پېر!

۳بلنپېر  (ندائيه حالت vocative)  پښتو بيا په بشپړ ډول د نوږي (جنس) او گڼې له پلوه له نومېرلو او جوتو (ثابتو) پايلو سره له نه اټکلېدونکي مهاله خوندي سا تلی دی.  هرگوره، دويم يا نارښتيني ((سربلي))  پېرونو  په لړکې به يې بېلابېل ډولو نه او پايلې وړاندې شي.

 (۲) سربلي (pre-positional)

سربلي (pre-positional  ، وستربلي ( post-positional) ياغبرگبلي (ambi-positional) چې پاتې نور  پېنځه پېره ،لکه: لرکړی پېر (dative)،لا ملپېر (instro mentative)، تونپېر (locative)…سکينده (جبيره) کوي او  تر ډېره  يې پايلې له رښتينو نومپېر نښو او پايلو سره همرنگي لري.[۳ پښويه ۱۰۱۱۱۲]

الف-د نرينه اوښتي نومپېر نښې يا پايلې چې د بېلگو په ترڅ کې وړاندې کېږي.

(۱) -ي  (-i) چې آرپېر (نرينه) پايله  يې (-ی) ده: سړی-سړي،ژوی-ژوي، وری-وري، ورَی-وري، خوسی-خوسي،تندی-تندي…؛

 (۲) -زورکی () چې آره (نرينه) پايله يا نښه يې يو بېواک (کنسوننټ) دی، په بله وينا، هر بېواکپای نوم يو نرينه نوم بلل کېږي، لکه: خر-خره، ور-وره، سور-سره (sr)، مل-مله، غل-غله ، کوږ-کاږه…؛

(۳) اوږد-و (-o)  پر يوگړې ښځينه نومپايلې سربېره، يوه داسې اوښتې نومپېر پا يله  هم ده چې د ټولو ډېرگړو نومډولونو تر منځ شريکه ده؛ تر بشپړ ډېری بريده  له (-و) سره د خپلواکمنځونج Ablaut په ملتيا، چې د اوړون ډېرگړي نوم د منځني خپلواک،هغه هم زياتره  -الف- ()، په ونج (بدلون)، لکه:

پښتانه پښتنو، شپانه-شپنو، غوبانه- غوبنو،مېلمانه- مېلمنو،کوربانه- کوربنو، واړه-وړو، سابه-سبو، خواږه- خوږو…؛ ميږيتانه-مېږيتنو چې  د يوگړي  ( مېږ تون) پر مخبېلگه يې ډېرې رغاونې (پوهنتون، روغتون، درملتون،مرستون…) بيا،نه په يوگړې او نه په ډېرگړې بڼه له ورته خپلواکونج سره، ورته اوښتې پې پا يله را خپلوي، دليل ښايي، دا وي، څنگه چې پښتو د نورو ژبو په څېر (و)گړنی پړاو نور تر شا پرېښی او له هره پلوه يې رغښت مخ پر سادگۍ درو مي؛کرلاڼي (مړستون) هم کېدای شي، د (مېږتون)  هومره  زوړ (ارکاييک) نه اوسي، ځکه او ښتی پېر يې دود شوی نه دی، نه په يوگړې او نه په ډېرگړې  بڼه؛ لا داهم شونې ده چې له آره به (مړستان)  وو او د (۱۹۰مز) لرغوني سکستان (سيستان) پر مخبېلگه ښايسه ډېر راروسته منځنۍ پښتو رارغولی وي اوکرلاڼيانواوسنۍ بڼې ته راړو لی اوسي! [پښتو او پښتانه…۶۱۵ ].

نوږنومونه (اسمای جنس  mass nouns) له يو  لږشمېر بېدوديو سره ډېر گړيزه (-و) پېرپايله  رخپلوي، لکه: غنم-غنمو،اوبه-اوبو،اوړه-اوړو،وربشې- وربشو، ږدن- ږدنو. درمل-درملو، پنسلين-پنسلينو، اکسيجن- اگسيجنو او د درملو په گډون نور کيميايي  څيزونه همدا پايله ترلاسه کوي. هو ، که په دغه ترڅ کې ځينې شمېروړ وي،نو بيا بې اوښتې پايلې هم ويل کېدای شي ، لکه. د يوه انار بيه لس افغانۍ ده، د انارو يو  کېلو گرام شل افغانۍ ده،؛ د يوه  پراسېتمول بيه لس افغانۍ ده ، د پرستامولو ډېر خوړل په کار نه دي،يا پراسېتمولو روغ کړم… [۳-پښويه ۹۷ ]

 په سوېل-لوېديزه ()کندهاري) گړدو دي ډله کې د نورو درو پښتو گړدودي ډلو پر وړاندې د ځانتني (منحصر بفرد) خجپوهيزې دويې (قاعدې) پر بنسټ خجلاندې اوږد-و (-o) تر بشپړ ډېري بريده پر لنډ-و (-u) اړوي،لکه په  درختو (dráxtu)يا خلگو (xálgu)کې.

(ب)  ښځينه اوښتی  پېر نښې يا پېر پايلې چې له ډېرگړو پايلو سره همغږي لري:

(-e)، داپايله په  -زور (-a) پای ښځينه نوم  پورې هله نښلي چې دغه نوږيزه پايله يې وغورځول شي (نه داچې د دوديز پښويپوهانو په خبره ، زور پر (-ې) واوړي! ) ، لکه:  کوټه- کوټې، خونه- خونې، ونه- ونې… ؛همداراز زورکيوال-و (w)  پای ښځينه نومپېرپايله هم درواخله، لکه،کټو: کټوې، بږو-بږوې، غرو-غروې (سيمساره؛ تمساخ يا کوکوديل).

-ۍ پايله  په -ي پای ښځينه نوم پورې هله نښلي چي دغه لنډه-ي وغورځول شي، لکه: بياتي-بياتۍ،ښادي-ښادۍ، خوشالي-خوشالۍ… .

د لابشپړ پوهاوي لپاره  دا درې اخځه اړين دي:

م.ا.زيار: پښتو پښويه (گرامر)- درېيم چاپ،دانش خپرندويه ټولنه . پېښور ۲۰۰۵ز.

Mario. Pei:A Dictionary of Linguistics, Frank  Gaynor New York 1954.

Ulrich, Winfried: Woerterbuch Linguistische Grundbegriefe. Verlag F. Hirt, Kiel. Wueryburg (Germany)  1972.

Categories: ژبه ـ لیکدود,ژبه، فرهنګ، کلتور

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.