د ياگانو زده کړې یوه لار

پوهندوی شاه محمود کډوال

0 62

د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی ـ لغمان پوهنتون

لنډیز : د پښتو لیکلار یوه ستونزه د څو یاګانو لیکلو کې تېروتنه ده چې زده کوونکي او پوهنپال په کارونه کې ورسره مخ کېږي . له بده مرغه هغوی چې د پښتو ادب څانګوال دي هم د یاګانو په کارونه کې ستونزه لري او دغه بېلابېل آوازونه (Phonemes ) په ټاکلو تورو یا (Graphemes) کې رانغاړلای نه شي. يوه خوا د دې آوازونو غږیز نږدېوالی او بله خوا يې د تورو جولیز نږدېوالی د دې لامل ګرځي چې ډیری زده کوونکي او لیکوال يې په سمه لیکنه کې تېروځي . د دې یاګانو د سم وينګ په برخه کې ستونزه نه شته ، هغوی چې مورنۍ ژبه کې پښتو ده ، یاګانې سمې وايي ، خو همدا ویونکي بیا د یاګانو د لیک په برخه کې ستونزه لري ، ځکه د آواز او توري ترمنځ اړيکي ټيڼګولای نه شي .

سریزه : د پښتو آوازونو په ډله کې څلور آوازونه د یاګانو په نوم یادېږي چې غږیز او انځوریز نږدېوالی لري. د دغو سره نږدې آوازونو په لیک کې ګڼ زده کوونکي ستونزه لري او سم يې لیکلای نه شي . ځينې حتا په دې نظر دی چې ټولې یاګانې دې يو ډول وليکل شي ، خو دې ته پام نه کوي چې دا هر یو جلا آواز دی او هر آواز باید په خپله نښه یا توري ولیکل شي چې لوستونکی يې هم سم ولولي . د پښتو ژبې ځینو نورو آوازونو په انځوریز کښنګ کې هم ستونزه شته ، لکه د (ځ ، څ) خو دا چې د دې آوازونو کارونه دومره ډېره نه ده او محدودو ویيونو کې راځي ، نو زده کړه يې هم اسانه ده ، خو د یاګانو کارونه ډېره ده ، ځکه يې په زده کړه کې هم کړاوو شته . موږ دلته هڅه کړې چې د یوې نوې لارې په کارونه د یاګانو په زده کړه کې له زده کوونکو سره مرسته وکړو .

کليدي نومونې : آواز ، فونیم ، ګرافيم ، توري .

موخې : د دې ليکنې موخه ، د پښتو د لیکني بهیر له پرمختګ سره مرسته ده چې زده کوونکي وکولای شي ، پښتو په سم او کره بڼه وليکي. د دې ترڅنګ د څېړونکي لپاره د معنوي امتیاز لامل هم شي.

مواد او میتود : د دې ليکنې او څېړنې لپاره له باوري سرچينو ګټنه شوې ده . په دې برخه کې له څيړونکي سره شته آثار کتل شوي چې لوستونکو ته غوره مواد چمتو شي . د دې څېړنې ډول کتابتوني او میتود يې تشریحي ـ توصیفي دی .

آوازونه داسې ښکارندې او يوونونه دي چې د انسان په اورېدني یا سمعي حس پورې تړاو لري  ، په ژبه کې له يو چا سره د ژونديو يا مستقيمو خبرو پر وخت د پوهاوي په موخه کارېږي . د دې ترڅنگ ، توري بيا هغه يوونونه دي چې د آوازونو د استازيو په توگه په لیدني یا بصري حس پورې اړه لري .

موږ چې کله ځينې نښې يا توري گورو ، نو ټاکلي آوازونه له خولې راوباسو يا يې له خپل ځان سره لولو چې دلته بيا آوازونه نه زېږوو يواځې فکري فعاليت مو پوهوي . په دې مانا چې د سترگو په وسيله نښې يا توري یا مانیز يوونونه (ويي) گورو ، هغه ماناوې چې په دې تورو او ويیو کې نغښتي ، زموږ ذهن ته راځي او ذهن پرې خپل کار کوي . بله خوا دا چې موږ څنگه وکولای شو خپل ذهني او فکري توکي په تورو کې راونغاړو ، دا کړن کړاو او تمرين ته اړتيا لري چې وکولای شو د تورو او آوازونو ترمنځ تړاو پيدا کړو او د غوښتنې يا ليکنې پر وخت  غوښتل شوی توری وليکو .

توری هغه لید وړ انځور دی چې د یوه آواز یا څو آوازونو ښکارندويي کوي ( ۳ : ۱۱ ) .

توری ، حرف او ګرافیم د یوه غږ لیکل شوي شکل یا بڼې ته وايي یا په بله وینا ، د لیدوړ هغه رسم یا انځور دی چې د یوه آواز ښکارندويي کوي. زموږ په ګړنۍ ژبه یا اصطلاحاتو کې اکثره وخت خلک د آواز او توري (حرف) توپیر نه کوي ، دواړه په یوه مانا کاروي ، سره له دې چې توري او آوازونه په مترادفه مانا کارېږي، خو په حقیقت کې توری د آواز تابع دی او د هماغه آواز ښکارندويي کوي چې توری ورته د نښې (سېمبول) په توګه غوره شوی دی ( ۹ : ۱۶ ) .

ژبه له آوازونو څخه رغېدلې ، همدا آوازونه سره یا په ساده یا تړلي ډول يوه مانا خوندي کوي یا د يوې مانا استازيتوب کوي. توري او بیا لیک د دې لپاره رامنځته شوي چې وګړني مفاهیم خوندي او له یوه ځایه بل ته ولېږدوي .

ژبه د داسې تړوني غږیزو پيلامو یو غونډال دی چې د یوې ټولنې وګړي يې د خپلمنځي تړاو او پوهاوي لپاره په کار اچوي ( ۵ : ۲۸ ) .

آواز یا فونیم د ژبې تر ټولو کوچنی غږیز عنصر دی چې په خپله کومه مانا نه لري ، بلکې په مانیزو يوونو کې مانیز توپیر پېښوي ( ۲ : ۱۱ ) .

کوچنیان د زده کړې يو پړاو هغه وخت تېروي چې نوې ژبه زده کوي ، دا کار هم په کور او هم په ټولنه کې کړاو غواړي چې کوچنی پکې زده کوونکی او لویان يې ښوونکي دي . بل پړاو بیا د لیک دی چې په دې پړاو کې کوچنی باید د آواز او توري ترمنځ په تړاو پوه شي او په دې پوه شي چې کوم توری د کوم آواز انځور دی . پښتو توري او لیکدود چې ليک د طبیعي نیمګړتیا له مخې نیمګړی دی ، طبیعي په دې مانا چې په ټوله کې لیک يوه مړه ښکارنده ده چې د ګړنۍ یا ژوندۍ ژبې بشپړ استازیتوب کولای نه شي ، چې پښتو لیک هم خپله نيمګړتیا لري ، خو د یاګانو يې ډېره لیدل کېږي او هغه له دې کبله چې يو خو د یاګانو آوازونه (Phonemes) سره نږدېوالی لري ، بله خوا يې توري هم سره يواځې په ډېرو کوچنیو توپیرونو سره جلا کړې دي ، د دې ترڅنګ يې نومونه هم سره ورته دي ، لکه چې وایو څلور یا پنځه یاګانې . که دغه ورتوالی یا نږدېوالی نه وای ، نو زده کوونکي به پکې نه تېروتل . دا چې څلور یاګانې هر یو جلا آواز یا فونیم دی ، په کار ده نومونو او تورو کې يې هم داسې ستر توپیر راوړل شي چې زده کوونکي پرې تېر نه وځي او په اسانه يې زده کړي .

د پښتو یاګانو دا څلور آوازونه په حقیقت کې څلور بېلابېل آوازونه دي چې د پنځو نږدې همجولیزو تورو یا ګرافیمونو په بڼه افاده کېږي ، له همدې امله دا بېلابېل آوازونه په دودیز ډول د يوه توري یاګانو په نوم یادېږي ( ۶ : ۲۶ ) .

که لیکوال غواړي چې د دغو آوازونو د لیکبڼو ترمنځ توپیر وکړي ، د هرې لیکبڼې له وينګ سره دې ځان اشنا کړي ، بیا د آواز او لیکبڼې ترمنځ اړیکی په اسانۍ سره ټېنګېدای شي . زموږ ستونزه دا ده چې ځان له لیکبڼې (ی ، ي ، ې ، ۍ ، ئ) سره اشنا کوو ، خو دا را څخه هېر وي چې د دوی ترمنځ د وینګ توپیر څرنګه دی ( ۸ : ۷۴ ).

پښتو ياگانې څلور آوازونه او پينځه توري دي چې له بده مرغه نه يواځې عام وگړي يې په ليکلو کې ستونزه لري ، د پښتو څانگې څانگوال يې هم په سمه توگه ليکلای نه شي . د دې  د زده کړې لپاره لاندې يو فورمول يا لاره په کار اچوو چې په مرسته يې وکولای شو ياگانې سره توپير کړو :

په څلورو نږدې ورته وييو کې ياگانې جلا کوو . بله خوا دا چې ورځ تر بلې د دې ياگانو نومونه ډېرېږي ؛ پوهنپالو ته ښايي په دې اړه ډېر فکر ونه کړي ، يواځې کاري اړخ يې ډېر د پام وړ دی .

۱ – نرمه ، نارينه ، يوگړې ، بې ټکو ، ساده او زورواله يا (ی) یا غبرګغږ : د دې لپاره (سړی) په خپل ذهن کې ځايوو او کله چې کوم نوی ويی اورو ، نو د همدې ويي په کالب کې اچوو او وروستی آواز گورو چې ورسره يو دی او که توپير لري ، بېلگه :

(ی) سړی : لرگی ، زمری ، غويی ، پسرلی ، کورنی ، مرگنی ، پردی ، ژمنی … .

دغه آواز د پښتو لیک له مخې ساده ، خو د غږپوهې له مخې غبرګغږ دی . غبرګغږ هغه تړښتي آواز ته وايي چې د خپواک او نیمواک آواز په ملګرتیا منځته راځي او لکه يوستوی آواز يو وار پتلیز له خولې راوځي . د یوه غبرګغر لومړی ټوک (آواز ، فونیم ) خپلواک او دویم يې نيمواک وي ( ۴ : ۲۹ ) .

همدغه ( ی ) که د کلمو په منځ کې راځي ، هلته کومه ځانګړې نښه نه لري او د څرګندې ( ي ) په نيمګړې بڼه ليکل کېږي ، لکه : په غیرت او هیبت کې له ( غ او هـ ) وروسته آواز چې نارینه (ی) ده ، خو ( ي ) ليکل کېږي ، ځکه د کلمو په منځ کې د نارینه ( ی ) لپاره نښه نه لرو .

۲ –  ډېرگړې يا جمع او څرگنده يا (ي) : د دې د زده کړې لپاره هم پورتني ويي ته ورته ويی (سړي)  کاروو ، بېلگه :

(ي) سړي : لرگي ، زمري ، غويي ، پسرلي ، کورني ، مرگني ، پردي ، ژمني ، خوري ، ځي ، کري … .

دا آواز یو داسې اوږد ، پورتنی ، مخنی خپلواک دی چې په ډېرو ګړدودو کې په درون خج ویل کېږي ( ۱ : ۲۱ ) .

۳ – اوږده يا (ې) : د دې يا توپير هم په لاندې وييو کې کولای شو چې د پورتنيو وييو (سړی او سړي) سره نږدې دي ، بېلگه :

(ې) سړې : ادې ، شودې ، خورې او ليکې … .

اوږده (ې) منځوال ، مخنی ، ناګرد او ټينګ آواز دی . په سر او منځ کې ډېر اوږد او په پای کې لږ څه لنډ راځي ( ۷ : ۱۵ ) .

۴ –  زورکۍ واله يا  (ۍ ، ئ) سړۍ : ځينې وخت پښتنې ميندې خپلو لوڼو ته وايي (سړۍ شه!) په دې مانا چې ارامه او کراره شه ، غلې کېنه او شيطاني مه کوه . دلته (سړۍ) بيا له (سړی ، سړي او سړې) سره نږدې ورته ويی يا جوله ده او د زده کړې لپاره ډېره مهمه ده چې په یوه ويي کې یواځې د وروستۍ برخې توپیر چې همدا یاګانې دي ، وپېژنو. که څه هم ډېره کارېدونکی ويي به نه وي ، خو د زده کړې لپاره ګټور دی . بېلگه :

(ۍ) سړۍ : څپلۍ ، خولگۍ ، سپوږمۍ ، مرمۍ ، ملالۍ او گلالی .

له بده مرغه همدې يواځيني آواز ته دوه توري یا ګرافیمونه (ۍ ، ئ) ټاکل شوي چې دلیل يې دا ښوول شوی چې یو يې په نومونو او بل يې کړونو کې راځي . نومواله (اسمي) يې وړاندې ولیکل شوه چې (ۍ) ده او کړواله (فعلیه یا امریه) يې د (ئ) په بڼه ده چې په (وخورئ ، وليکئ ، شئ ، کړئ … .) کړونو کې راغلې ده .

د يادولو وړ ده چې يو يواځېنی آواز ( زورکۍ واله يا ) په (ۍ او ئ) تورو یا ګرافیمونو وېشل د پښوييزو ربړو ډېرول دي ، کومه گټه يې نه وينو . ځکه کله چې آواز يو دی ، نو توري ولې بايد دوه (ۍ او ئ) وي . که داسې وي ، نو د نورو ياگانو په برخه کې هم بايد دا وېش شوی وای ، ځکه هغه هم په نومونو او کړونو کې راځي ، لکه :

ښادي ، مستي (نومونه) ـ ورځي ، تړي (کړونه)

ادې ، مستې (نومونه) ـ خورې ، ورځې ، تړې (کړونه)

 آوازونو ته د وړ تورو ، ګرافیمونو ، نښو او سېمبولونو په لړ کې ، بله ستونزه دوو غبرګغږونو لپاره د نرمې یا نارینه (ی) کارونه ده چې دا بیا د یاګانو شمېر نږدې شپږو یا اوو ډولونو ته رسوي .

د (oy) او (uy) دوه غبرګغږونه هم په (ی) ښوول کېږي ، په لومړي غبرګغږ پای نومونه ، لکه (زوی) کې او په دویم غبرګغږ پای نومونه ، لکه ( خوی ، بوی ) ، خو دا چې د لومړنیو څلورو یاګانو کارونه ډېره او د دوو وروستیو لږه ده ، نو لومړنیو ته ډېر پام په کار دی .

پایله : د دې څېړنې په ترڅ کې د یاګانو د زده کړې لپاره یوه نوې ټاکل شوې لار زده کوونکو ته ورپېژندل شوه چې په مرسته يې د یاګانو څلورګوني ډولونه زده کړي او د ليکنې پر وخت ترې ګټه واخلي او په توپیر يې پوه شي . د یاګانو ډولونه په نږدې ورته وییونو کې چې توپیر يې يواځې د یاګانو په یو ډول کېږي زده کوونکو ته وړاندې شوي ، که دغه وییونه د فرمول په بڼه ځان سره خوندي کړي ، نو یاګانې پرې یو له بله توپیرولای شي .

مناقشه : د یاګانو د زده کړې په برخه کې د پښويې او لیکوالۍ نږدې ټولو کتابونو په يو ډول هڅه کړې ده چې درنو زده کوونکو او لیکوالو ته ګټور مواد وړاندې کړي چې دغه ستونزه او نیمګړتیا بشپړه شي. دا لیکنه د یوې جلا عملي ليکنې په توګه په یوه ځانګړې بڼه د یاګانو د زده کړې نوې لار وړاندې کوي چې زده کوونکي په چټکه توګه وکولای شي یاګانې زده کړي .

آخځونه

۱ ـ پنزل ، هربرت . ( ۱۳۸۹ ل ) . د پښتو ګرامر ( د محمد رحيم الهام ژباړه ) . کابل : دانش خپرندویه ټولنه.

۲ ـ خیشکی ، محمد صابر . ( ۱۳۹۲ ل ) . پښتو غږپوهنه او وييپوهنه . جلال اباد : مومند خپرندویه ټولنه .

۳ ـ زیار ، مجاور احمد . ( ۱۳۸۲ ل ) . پښتو پښویه . پېښور : دانش خپرندویه ټولنه .

۴ ـ زیار ، مجاور احمد . ( ۱۳۸۴ ل ) . پښتو پښویه . پېښور : دانش خپرندویه ټولنه .

۵ ـ زیار ، مجاور احمد . ( ۱۳۸۶ ل ) . پښتو وييپوهنه او وييرغاونه . کابل : دانش خپرندویه ټولنه .

۶ ـ شیرزاد ، محمد آقا . ( ۱۳۹۵ ل ) . لیکوالي . کابل : جهان دانش خپرندویه ټولنه .

۷ ـ هاشمي . سید محی الدین . ( ۱۳۸۳ل ) . د پښتو ژبې لنډ ګرامر . پېښور : د اریک د ګرځنده کتابتونونو اداره .

۸ ـ همکار ، محمدابراهیم . ( ۱۳۹۵ ل ) . لیکوالي . جلال اباد : مومند خپرندویه ټولنه .

۹ ـ یون ، محمد اسمعيل . ( ۱۳۸۷ ل ) . پښتو لیکنی سمون . کابل : یون کولتوري یون.      25

Comments
Loading...