ترمنځ

پوهنیار سمیع وحدت

0 58

ژبني توکي یو له بل سره تل اړوند وي، د یوه توک مفهوم په جمله کې د بل توک تر وړاندې ـ وروسته راتګ څخه ښکارېږي، داسې هم ویلای شو، چې ژبني توکي د نقش يا چار او دندې له پلوه ولاړ نه وي؛ بلکې خوځنده يا ډينامک وي. امکان لري یو ژبنی توک په جمله کې د مفهوم په لحاظ رنګارنګ نقشونه ولوبوي، مثلا: یو سربل به له یوه وستربل سره، الي، له بل وستربل سره ظرفي، له درېيم او څلورم سره به پرتلیز/ منشئي حالت څرګندوي، لکه: د “تر” سربل چې له “پوري” وستربل سره راشي مکاني قید جوړوي، تنها چې راشي، پرتلنه کوي، لکه تر احمد تکړه یم، یا به له “پوري” وستربل سره د ځای غایه څرګندوي، لکه تر لوګره پوري ځم.

د ژبني توکونو دا خوځون د نویو مفاهیمو او حالتونو د ایجاد لامل کېږي، د نړۍ نږدې ټولې ژبې دا چار او دېته ورته قواعد لري، چې له دې چارې پښتو هم مستثناء نه ده، له همدې ډلې یو د سربل او وستربل بحث دی، په پښتو ژبه کې له سربل سره تل وستربل راځي، په جمله کې دوی دواړه غبرگ غبرگ کارول کېږي ، چې (ambi-positions) بولي او موږ يې لومړيوته سربلونه وايو، دويمې ډلې ته وستربلونه. او درېيمې ته غبرگبلونه. مانا داچې جوړه جوړه  یو تر نوم يا ضمير مخکې  او بل ورپسې راځي، لکه: له- وېشه پر تالا خوښ يم، له کوره( نه يا  څخه) پر سارا، له ورور سره په کور کې کار کوم. تر کوري پورې ځم…

سره له دې موږ ډېر محدود سربلونه/وستربلونه هم لرو، چې یو یې وي، دویم یې نه وي، بیا هم که د هغې معاصرې جملې، بېلګې په لروغونو متونو کې وپلټل شي، هرومرو یې دویم توک هم په جمله کې موجود دي، بلکې د زمان او حالت د غوښتنو په اساس د ژبې د تاریخ په اوږدو کې ترې یو توک حذف شوي وي، لکه: د پیر روښان په خیرالبیان کې لولو:

ـــ ” و تا وته وایم”

په دې جمله کې سربل او وستربل دواړه شته، خو اوسنۍ معاصره ژبه کې یې یو حذف شوی او یوازې ” تاته وایم” پاتې شوی دی، یا :

ـــ ” تر کور پورې ځم”

 په اوسنۍ جمله کې یې په لنډون اکتفا شوې وي.

“تر کوره ځم”

سره له دې چې دلته دا زور “ه” د “پوري” د وستربل ځایناستی ګڼل کېږي، مګر بیا هم خپله وستربل حذف شوی دی.
اوس خپل بحث ته راځم، چې “تر منځ ” کې “تر” سربل دی که مختاړی؟ که سربل وي، څنګه به یې لیکو او که  مختاړی راشي، څنګه؟

د ژبپوهنې ځینې استادان په دې نظر دي، چې “تر” همېش سربل دی او تل له کلمې بېل لیکل کېږي، دوی دلیل راوړي، چې “تر کوره ځم، تر پیل وړاندې، تر پای پوري…”کې چې بېل لیکل کېږي، نو  په “تر منځ” کې هم باید بېل ولیکل سي، ځکه دواړه جلا مورفیومونه دي. تر سربل دی او سربل هیڅکله یو ځای نه لیکل کېږي. بل دلیل دا راوړي، چې دوی ځکه مختاړي کېدای نه شي، چې د مختاړې دنده داده، چې یوه کلمه له نوي مشتق او نوي مفهوم سره جوړه کړي، نو که دلته د مختاړي دنده ترسره کړي، نوي مفهوم به یې څه وي.

زما نظر دادی، “تر” څو دندې لري، چې  دنده یې راته مشخصه شوه، کارونه یې هم راته اسانه کېږي، لکه:

ـــ د «تر» په واسطه پرتلنه کوو:

د دوو اسمونو… د پرتلنې لپاره کارول کېږي، همېشه له کلمې جلا لیکل کېږي، لکه:

احمد تر محمو ښه سړی دی.

شفیق تر تا ښکلی دی…

ـــ “تر”د مختاړي دنده ترسره کوي:

مختاړي له کلمې نه مخکې راځي او همېشه له کلمه سره پیوست لیکل کېږي. تر هم په ځینو ځایونو کې له کلمې مخکې راځي، د مختاړي دنده ترسه کوي او له کلمې سره جوخت لیکل کېږي، لکه: ترمنځ، ترمخ…

ـــ “تر” د سربل په ډول کارول کېږي:

تر چې د سربل په ډول وکارول شي، له نوم نه مخکې راځي او له نومه جلا لیکل کېږي، لکه:
زه تر پوهنتون پورې ځم.

 زما فکر تر چا پورې محدود نه دی.

که کوم وخت د سربل په توګه راشي، نو هرومرو له خپلو اوستربلونو سره راځي. که کوم وخت یې اوستربل نه وي، راغلی، هغه په دې مانا نه دی، چې له لویه سره په دې جمله کې اوستربل نه‌شته، بلکې حذف شوی دی.

د “تر” دندې چې معلومې شوې، نو یوې پایلې ته هم رسېږو:

 ـــ که تر “منځ” وروسته اوستربل را نه شي، يو ځای ليکل کيږي.لکه: “زه ستاسې ترمنځ نه ځايږم.” یا “زه د ماسپښين او مازيګر ترمنځ خوب کوم.” دلته “ترمنځ” په لومړۍ جمله کې د مکاني او په دويمه کې د زماني قيد دنده لري. دا ضرور نه ده، چې  واحده کلمه ده او بايد يو ځای وليکل شي، په پورتنیو جملو کې د “ترمنځ” معنا د دوو طرفونو یا اړخونو منځنۍ برخې ته ویل کېږي، لکه: “زه ستاسو ترمنځ ولاړ یم.” که شل کسان وي، نو لس کسه یې یوه اړخ ته ولاړ دي او لس  نورکسان یې بل اړخ ته، دی یې په منځ کې دی، په دې وخت کې “ترمنځ” یوځای لیکل کېږي.

که تر “منځ” وروسته اوستربل راشي، نو فاصلې ته یې اړتيا ده، ځکه دلته “تر” د سربل دنده لري او سربل له کلمې څخه بايد فاصله ولري.

لکه: زه د ښار تر منځ پورې ولاړم.

Comments
Loading...