گران او منلی عصمت اله شينواری ته/استاد مجاور احمد زیار

0 459

همزه يا گوډی الف (ء) ستونيز نه، بلکې د (ح-ع) غوندې يو تم چنغړکيز يا حنجروي (or laryngal glottal stop) بېواک ( کنسو ننټ) دی، نه ستونيز  او بيا ساييز(pharyngeal) ،لکه h چې د زېږ پر مهال يې غږيږ تارونه له سږو راوتو نکې سا نه بندوي او له چنغړکه اسانه راوځي. خو د چنغړکيز (ء) او (ح-ع) په زېږ کې لاندې باندې جوړه  جوړه غږيز تارونه سره پتلېږېږي او هوايي يا ساييز بهير په ټپه درېږي،او بيا له يو ناڅاپي جلاينې يا (انفجار ) سره را خوشې کېږي او هما غه  له سږو راوتونکې سا يې ازادې هواته سپاري او په دې ډول يې فونيميکو الی رښتياينه مومي.

تر کوم ځايه چې څرگنده ده، (ء) د (ح-غ) ترڅنگ له آره په سامي او بيا عربي ژبې اړه درلودلې، او دپښتو په گډون يې په هېڅ  بله هندواروپايي او يا د نړۍ په کو مه بله ژبه کې څرک نه دی لگېدلی. داسې برېښي، په اوسنۍ ارتې بيرتې رسمي (( هندۍ))کې يې هم  له هغه راهيسې  دود موندلی چې مغولوترې  له بېخرته پارسي – عربي وييپانگې سره د ((اردو)) په نامه يوه گډوله رابېله کړې  او رارو سته يې پنچابۍ او اړوندو بچوړو(هندکو او سراييکۍ ) ته هم سرايت کړی دی.

هو،که ته يې ء () په دې پلمه پر پښتو غږپوهنه راتپې چې عربي زموږه ديني ژبه ده او يا داچې پېښوري ليکوالو نن سبا په وينگ او ليکنگ کې  هغه هم درسمي او تعليمي ژبې (ارود) تر اغېز لاندې راخپله کړې، کوم ژبپوهنيز لاسوند کېدای نه شي. ځکه د(ء) په گډون  لس واړه ځانتني عربي اوازونه (فونيمونه) د اسلام له راتگ راهيسې په دې ۱۲-۱۳ پېړيو کې نه يوازې  ټوليزې (و) گړنۍ پښتو، بلکې ليکنۍ دې هم راخپل کړي نه دي.؛ ان ملايان او امامان چې له جوماتو راووځي،

أول (اول)، عاطف (اتېف)، صادق (سادېک)، طلا محمد (تېلامامد)، ظاهر (زاير)،طاهر (توخير)… اداکوي، که نه خلک ورپورې خاندي!

دا چې (ق) د کونړ سينو په اوږدو او بيا گرده شمال ختيزه  گړدودي  ډله کې له پخوانه دود موندلی_هغه هم ښايي، د ملايي ژبې تر اغېز لاندې، هم د سراسري گړنۍ او ليکنۍ پښتو کوم ارزښتمن غږ يااواز ( فونيم) نه شي کېدای.

همداسې  د دوه  درې سوو پېښور مېشت  زدکړوال او ليکوال د ميليونونو پښتنو استازي نه شي کولای.  له تېرو ۳۰-۴۰ کلو، په تېره د پښتنو د لومړنيو ښو نځيو لپاره په مورنۍ پښتود ((پاک-جرمن))  تعليمي نصاب له رامنځته کولو راهيسې   د مخه نيول شوې چې ما مايې د يولنډمهالي همکار په توگه په اشنغر او چارسده کې په زړه پورې پايلې وليدلې او له يوه ماشومه مې هم (أو-ؤ…) وانورېدل!

د کابل ښار په گړنۍپارسۍ کې چې (ه) غږ  زياتره (ء)  ته اوښتی، ليکنۍ پارسۍ ته نه ده ورگډه شوې، په تېره په دې روستيو کلوکې چې د ايرانۍ پارسۍ تر اغېز لاندې  (ه)  بيرته رادود شو، دبېلگې په ډول يې  (است) ،(هست) ته راوښتی دی، دا بېله خبره ده چې له اکرښود (حالت نما) مرستيالکړ (است)  هم ورسره  (هست) شوی؛ زموږ پارسي استاد نسيم نگهت به سر ټکاوه چې گنې کابليانو د هندي فېلمونو له لارې (ء) راخپل کړی دی!

فرانسي /ر/ له (غ) وينگ سره سره، کوم فونيميکي ارزښت  له لاسه نه دی ورکړی، او همداسې يې  په  الماني ژبه کې درواخله چې لومړی د((تياتر))  او راروسته د فېلم له لارې له فرانسۍ راخېستی او په دغه لړکې (روم)  پر (غوم)اړوي!

همداسې  برېتاني انگرېزي اندينايز غبرگژبيز (ټ، ډ) بلغږونه (الوفونونه) همدا سې پاتې دي او له څو هندي مشتو نسلونو راروسته نور مخ پر ورکېدا دي، خو پښتنو د لرغونو هندي پورغږونو (ټ-ډ_ ړ-ڼ) په پېښو  نه يوازې انگرېزي، بلکې د ټولو جرماني، روماني، سلاوي… ژبو  (ت-د)  پر (ټ-ډ)اړوي، په تېره  په نومو کې، لکه گويتينگن پر (گوټينگن)، دنمارک پر (ډنمارک)، سوېدن پر (سوېډن)… په وگړنومونو کي لکه کاسټرو، ډانلاډ ټرمپ… .

په پای کې خپلې څرگندونې  په دې را لنډوم، چې همزه يا  (گوډی الف) کړم پښتو  بېواک زبادېدای نه شي، نو د پښتو اووگونو خپلواکو (مرستيال سرغږ ) ولې شي، ان په عربي  انډولونو کې چې هغه هم تا پښتو بللي، له نوې غږپوهې يا سپڼپوهنې سره اړخ نه لگوي، بلکې د خپلواک او بېواک يا نيمواک-غبرگغږ د  وينگ لپاره  يو مخيني نازنځيري  توک، لارغه يا مکث (pouse) ورمختاړی کېږي. په بله وينا، د هرې ژبې غږېدونکی، تر هر پيلېدونکي ژبني توک يا يوون (يونېټ) چې ماغزه يا ذهن  يې ورته د ويلو بولۍ يا اجازه ورکړي، ناگاهانه وار له مخه له خورا لنډې لارغې کار اخلي.

ستا او د نوې  ژبپوهنې د نورو ځوانو پليونونو د لاډير بريو او برياوو هيلمن زيار

Comments
Loading...