پښتو د شعار تر بریده / محمد وسیم وصال

د مور ژبه یا مورنۍ ژبه هغه ژبه ده چې انسان په لومړنیو ورځو شپو کې پرې خبرې او د خپلو خیالاتو اظهار کوي، چې ما مې په خپلې خوږې او درنې پښتو دا خیالات اظهار کړي دي او پرې ویاړم. د مورنۍ ژبې ورځ موږ ته دا موقع په لاس راکوي چې د مورنۍ ژبې پر اهمیت ځان، زموږ قام او نوره نړۍ خبره کړو، نه د شعار تر بیده بلکې د عمل په جامه. خو له بده بخته به ووایم چې دلته ځینې پوه کسان چې د دې ژبې ځانونه سر لاري یادوي تر شعر او شاعرۍ پورې یې خپلې مورنۍ ژبې پښتو ته ځانونه قایل کړي دي او بس نور یې په بل اړخ کار نه لري.

نو ما خبره دا کوله چې تېره ورځ د غبرګولي په اتمه د مې پر ۲۹ مه نیټه په کابل پوهنتون کې د ادبیاتو څانګې یو شمیر زده کړیالانو او ځینو ځان خوښو د ماشوم په جامه کې استادانو د پښتو ژبې ورځ په داسې حال کې ونمانځله چې په غونډه کې نه د پښتو په ارزښت چا خبرې وکړې، او نه د دې درنې ژبې په مخکینیو او راتلونکو عواقیبو، چې ایا دا ژبه څنګه وه تر کومه وخته او چا غني ساتلې، چا ورته کار کړی، چا نه دی کړی، په دې برخه کې اوسنی حکومت څومره پړ دی او بلاخره څه کول پکار دي چې دا ژبه د ګل پاچا الفت، عبدالحی حبیبي، رښتین صیب بینوا صیب او دې ته ورته نورو په پښتو میینو نومیالیو په څېر یو ځل بیا بډایه او غني کړو. نه نه! دا خبرې هېچا هم ونه کړې، داسې نه چې څوک د وینا لپآره نه وه ښه ډير پوهان او استادان ناست ول، خو معمولآ ګومان کېده چې دا ناسته د خپلو شخصي او شهواني ګټو لپاره جوړه شوې وه.

غونډه شروع شوه یو پوهنوال د غونډې پرانسته وکړه، دوهمه ویناواله یوه اغلې نا بللې وبلل شوه هغې هم صرف مبارکي ورکړه د ویلو لپاره یې څه نه درلودل ملامته هم نه وه، ځکه نا بللې وه. دریم ویناوال د یو داسې انانثر لخوا وبلل شو چې تا به فکر کاوه دی ګواکې هېڅ په پښتو ژبه نه پوهیږي او نه یې کله د دریځ سرته خبرې کړي دي. خو په هر صورت بل کس د ټولو زده کړیالانو په استازۍ راغی او خپلې لیکلې خبرې یې وکړي. ده پر حکومت نیوکه وکړه، چې دولتي او غیرې دولتي ادارې دې په مکتوبونو او عریضو کې پښتو ژبې ته پام وکړي او استادان دې په مکاتیبو او پوهنتونونو کې په دواړو ژبو پښتو او دري تدریس ورکړي.

ویناوال همدومره ول او بس. له دې نه وروسته مشاعره په پام کې وه چې ناساپه یو نابللی، ځان خوښی، شهوت پرسته ځوان  د دریځ سرته راغلی او خپل نظم یې په کندهارۍ لهجه شروع کړ، ما پوښتنه وکړه چې دا څوک دی؟ راته وویل شول چې دا د ادبیاتو څانګې استاد دی، په همدې سره مشاعره پیل شوه. مشاعره د مشاعرې په څېر نه وه یو هم شاعر ونه بلل شو هر چا به پردي شعرونه ویل، چا به په یو بیت بسنه وکړه او چا به داسې بیتونه وویل چې په اوریدو به یې انسان د شرم احساس کاوه، هېڅ د پښتون له یو اړخ سره به یې تړاو نه درلود، خو خیر کله چې شهوت او ځان خوښي زوروره شي بیا هر څه تر ښپو لاندې کېږي. یو دم برق لاړ ګورم د تمسیلي ټوټې یو ګروپ د دریځ سرته راغی، چې په لیدو سره مې سر ټکان وخوړ موضوع یې ښه وه خو لباس یې پښتو او پښتنو ته پوره سپکاوی وه، ځکه په نړۍ کې قامونه په خپل هویت، خپل کلتور او ژبه پېژندل کېږي.

دلته نو ځوانان، پېغلې او د پوهنتون استادان ښه پرېمانه ناست دي د دې ناتارې او بدرنګې صحنې ننداره کوي، بدرنګه ورته ځکه وایم چې لباس یې د پښتون کلتور ته توهین امیز وه. نو دلته ماته افسوس راغلی چې پښتو په رياست او سياست کې بې سرپرسته او بې سرنوشته ده.

زه ډير نا هیلی شوم ما فکر کاوه چې پښتو مو ختمه ده ځکه هغه خلک چې ځانونه پاخه پښتانه یادوي او په دې برخه کې زده کړې هم کوي په داسې ناروغۍ اخته دي د نورو نه څه ګیله پکار ده. نو که دا ووایم چې نن سبا پښتو تره ټل شوي، وروسته پاتې په هر ځای کې کمرنګه تر سترګو کېږي، همداسې کسانو ورته خنډونه ايجاد کړي دي، همدوی دې چې پر ژبه سياست کوي اما د ژبې لپاره کار نه کوي. همدا لامل دی چې پښتو په ښوونځي، دفتر، عدالت او مارکېټ کې نشته. همدا لامل دی چې اوس پښتو له ټولنې هم ټولېږي. همدا لامل دی چې په نړېواله کچه د ژبې او طاقت د ليد لوري له سياسته لرې پاتې پښتانه تر اوسه په دې کې بريالي نه شول، چې د ژبې موضوع له اخلاقي چوکاټه را وباسي او د ژبې سياست ته ځير شي.

اکاډومیک ځایونه مو چې په دې حال دې نو له چا ګیله وکړو او چاته وژاړو . ژبه د يوې لويې سياسي پديدې، پروژې او آلې په توګه کار کوي، ژبه کومه جذباتي کړنه او عشق نه دی. په اوسنۍ نړۍ کې د ژبې د پايښت او پرمختګ موضوع په يو لړ علمي، اقتصادي، سياسي او رياستي مواردو پورې تړلې ده، خو له بده بخته چې دلته ورته نه حکومت، نه د اطلاعاتو کلتور وزارت او نه هم اکاډومیکو مرکزونو کومه خاصه پاملرنه کړې ده. د خیجالتۍ او افسوس خبره دا ده چې د تاريخ په اوږدو کې تر اوسه کله هم زموږ ژبه او ډوډۍ په داسې توګه سره ونه تړل شول، چې قام ځان ته راجلب کړي.

بس په اخیره کې به دا ووایم چې ژبه د مور په مثال ده او د دې خدمت پر موږ فرض دی او دا فرض باید موږ د عمل په جامه کې ادا کړو، نه د داسې ځان خوښوو او شهوت پرستو استادانو په څېر. په اخیره کې ټولو پښتنو ځوانانو ته دا بیت ډالۍ

هېڅ نه پوهېږم پښتانه زلمي به کله راوړي

د ملالۍ د غاړې هار قلم  قلم لاسونه

ومن الله توفیق

2018 / 5/ 30

Categories: ژبه,ژبه، فرهنګ، کلتور

Tags: