پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي/ډاکتر زمان ستانیزی

0 64

سریزه

څه موده دمخه مې یو پښتو مضمون لوست. متن یې په نامانوسو او مصنوعي کلماتو کې داسی پېچلی و چې هری جملې سره باید لاس او ګریوان شوی وای چې معنا می ورنه واخیستی وی. سؤال راته پیدا شو چې زه چې د یو پښتانه ژبپوه په صفت خپله پښتو ژبه نشم لوستلی، نو آیا له ما خپله ژبه ورکه ده، او که له لیکوال نه د پوهولو لار ورکه ده.

دوې خاطرې را په یاد شوی. یو وخت یو بخارایی استاد په امریکا کې زما په کتابخانه کې په یو حجیم کتاب سترګې ولګیدلې، ویې پوښتل چې د چا اثر دی. ما ورته وویل د حضرت مولانا د مثنوي معنوي یوه خاصه نسخه ده او کولی شی ویې لولی. ده وویل: «لوستلی یې نشم ځکه مونږ تاجیکان یوازی په سیرلیک (روسي) الفبا بلد یو او عربي رسم الخط نشو لوستلای.» د نی نامې څو بیتونه چې مې ورته ولوستل، سترګې یې له اوښکو ډکی شوې… ویل یې: «دا ښکلی شعرونه مو له پلرونو نه اورېدلی وه خو اوس مونږ تر تاجیکی په روسي ښه پوهېږو.»

يو بل وخت یوې پېښورۍ محصلی د امریکا په یو پوهنتون کې له ما نه د پښتو د شعر نمونه وغوښتله. ما د خوشحال خټک یو شعر پیدا کړ او ور مې کړ. دې وویل: «ته یې راته ولوله. زه یې نشم لوستلی.» ما ورته وویل: «با سواده او با تعلیمه پښتنه یې، په پښتو هم پوهېږی او خپله ژبه نشی لوستلی؟» دی وویل: «جي، ما په انګلیش سکول کړی پوختو راله راځی خو ریډینګ کولی نشم.» هک پک پاته شوم.

افسوس مې وکړ چې څنګه روسانو تاجیکانو ته خپله ژبه پردۍ کړی او انګریزانو پوختنو ته. سیاسي استعمار له منطقې تللی، خو د فرهنګی استعمار اثرات یې هسی پر ځای پاته دی.

وروسته چې مې د تېرو تللی خیال را خپل کړ، متوجه شوم چی زما حال ددوی له حال نه ډیر توپیر نلری. پر هغو به پردیو خپلی ژبی پردۍ کړی وی، خو پر مونږ خپلو پښتنو خپله ژبه پردۍ کړی. د معلول د علت په لټه مې قلم را واخیست چې لنډېږ یې دا دی:

لمړۍ برخه – د ژبی طبیعي تحول او بدلون

ژبه یو اجتماعي قرارداد دی چې ټول ویونکی یې د یو ګډ کړنلار د اصولو له مخی معنا په صوتونو او شکلونو کې نغاړی څو د مطلب افاده وکړی. ژبه د طبیعت د بلی هری پدیدې په شان په تنوع، تراکم، او تبادله کې وده کوی، ځکه ژبې له یوبل نه ژغونه، ساختاری ترکیبونه، او کلمات په عاریت اخلی چې په یوه منطقه کې د مختلفو ژبو د ویونکو تر مینځ افهام او تفهیم زیات شی. د هری ژبې ویونکی د هغی ژبې د اکثر کلماتو په معنا پوهېږی.

که څه هم په ورځنۍ مکالمه کې د افادې د توان له نظره ټولی ژبې یو شان دی، خو د یوې ژبې پیاوړتیا د هغی ژبې د خلکو په علم، فرهنګ، ادب، دیانت، خلاقیت، او نورو خصلتونو پوری اړه لری. که څه هم هره ژبه ولسي (فلکلوري) سرودونه، سندری، او شفاهي ستاینی او داستانونه لری، خو حتمی نده چې هره ژبه دی علمي، فلسفي، تمدني، او د لوړ ادب او شعر ژبه وګڼل شی.

په نړۍ کې یوازی څو محدودی ژبی د علم، فلسفي، او ساینس ژبی پېژندل شوی چی اکثره علمي اصطلاحات له دغو ژبو نه نورو ژبو ته انتقالېږی. دا ژبی چینایي، سانسکریټ، عربي، او یوناني/لاتین دی. د ختیځی آسیا ژبی خپل علمي صطلاحات له چینایي ژبی نه اخلی، د هند د نیمی وچې ژبی یې له سانسکریت نه، د اسلامي نړۍ ژبی یې له عربي نه اخلی، او اروپایي ژبی معمولاً خپل علمي اصطلاحات له یوناني/لاتین نه اخلی. که څه هم له لغوي نظره د نړۍ تر ټولو غنی ژبه انګلیزي ده، خو بیا هم علمي او فلسفي اصطلاحات له یوناني او لاتین نه اخلی. په همدې توګه ځینی ژبی د تاریخ په خاصو دورو کې تمدني ژبی پېژندل شوی لکه لاتین، عربي، یا انګریزي. تمدني ژبی معمولاً په خپل دوران کې بین المللی ژبی هم وی. ځینی نوری ژبی لکه عبري، عربي، سانسکریت، زړه اوستا او یوناني مذهبي ژبی ګڼل کېږی.

معمولاً یوه با صلاحیته مرجع د تاریخی ضرورت له مخی د نویو فلسفي اندېښنو او علمي اختراعاتو یا مذهبي رسمونو لپاره کلمات او اصطلاحات جوړوی چې د وخت په تیرېدلو سره جهانشموله کېږی لکه فلسفه، دموکراسی، اسطرلاب، کیمیا، الجبر، کارما، حج، تیلسکوپ، کمپیوتر، ویبسایت، قرنطین، کرونا او نور. دغه اصطلاحات په هره ژبه کې له ترجمې پرته استعمالېږی او تحت الفظي ترجمه کول یې معمول ندی.

دوهمه برخه – د ژبی تاریخی میراث

زر کاله پخوا اسلامي تمدن د همرنګۍ، همنوعۍ، او همکارۍ په فضا کې مختلف ملتونه په یوه ټغر را ټول کړل او ټولو ولسونو د اسلامي تمدن د انسجام، اتحاد، او پراختیا په سبب کوښښ کاوه چې د عربي او نورو ژبو کلمات په عاریتي توګه په خپلو ژبو کې استعمال کړی څو د ټولو ترمینځ تفاهم زیات شی. خو زر کار وروسته ذهنیتونه کاملاً معکوس شوی او هر ملت غواړی له خپلی ژبی نه د عربي او نورو ژبو کلمات وباسی. چې دغه کار د اسلامي نړۍ د ولسونو تر مینځ تفاهم او همکاری کمه کړی.

پښتو له پاړسي سره ګډ اریایي میراث او مشترک کلمات لری. خو د دغو دواړو ژبو تاریخ له متفاوتو پړاونو نه تېر شوی. ددغه بحث د وضاحت لپاره پاړسي په دریو برخو ویشو:

الف – تمدني پاړسي (د اسلامي تمدن دوهمه ژبه)

ب – ملي پاړسي (د ملی هویت ژبه)

ج – محلي پاړسي (د منطقوي لهجو ژبه)

تمدني پاړسي هغه ژبه ده چې له عربي وروسته په دوهم ردیف کې د الحمیادو، السواحلي، او اردو ژبو تر څنګ د اسلامي تمدن له څلورو عمده ژبو نه ګڼل کېږی چې د اسلامی تمدن په پراختیا کې یې مؤثره ونډه درلوده. په دی مورد کې ویلای شو چې د عربي تر څنګ تمدني پاړسي په نسبي توګه د پښتنو د دیانت ژبه هم ده ځکه پښتنو ته اسلام او دیني اصطلاحات د پارس له لاری راغلی لکه آذان، حج، اودس (آب دست)، (ن)ماز دیگر، روزه او نور.

پښتنو، پرته له کوم حساسیت نه، د عربي او تمدني پاړسي کلمات خپل ګڼل. دغه کار د پښتو ژبی د لغاتو ذخیره زیاته کړه او په علمي، فلسفي، فقهي، شعر، ادب او د ژبی په نورو برخو کی یې آسانتیاوی را مینځ ته کړی.

په دی سبب د منطقی ډېرو ولسونو د تمدني پاړسي په وده کی برخه اخیستی: سامانی تاجیکو د بلخ په دربار کې پاړسي ژبه وروزله، ترکانو په غزنی کي، غوري، لودي، خلجي، او سوري پښتنو په دهلي کې، مغلو په هند کې، هوتکو پښتنو پادشاهانو په پارس او افغانستان کې، او ابدالیو او محمدزیو پادشاهانو په افغانستان کې پاړسي ژبه د دربار د ژبی په توګه وپاللـه.

دریمه برخه – د سیاست ژبه که د ژبی سیاست

د تېری عامې پېړۍ په سر کې کله چې په اروپا کې مذهب له سیاست نه وایستل شو، ځینو نژادي متعصبینو ژبه د مذهب پرځای بیرته له سیاست سره ګډه کړه او د سیاسي تبعیض وسیله یې وګرځوله. د ژبني تعصب دغه ذهني بدلون د فاشیزم په جامه کې د سیاست میدان ته راووت. الماني نازیانو له تاریخي ضروت نه پرته د یو شمیر کلماتو او اصطلاحات په جوړولو پیل وکړ څو پر نورو اروپایانو باندی خپل ژبني او نژادي تفوق ثابت کړی.

له ترکې، اوسنی ایران، او افغانستان، سره د المانانو نژدی سیاسي اړیکی ددې سبب شوې چې د نازیانو د نژادپالنی ذهنیت په غیرشعوري توګه د غربیت او ترقي تر نقاب لاندی په دغو اسلامي هیوادو کې پلی شی او د ملي غرور د پیاوړتيا تر سیوری لاندی هر ترک، ایرانی، او افغان د خپلی نژادي برتري له مخی خپله ژبه پاکه او «مقدسه» وګڼی. ددغه تقدس د اثبات لپاره باید د خپلی ژبی تاریخ تر نورو ژبو زوړ او مقدم وګڼی او د لغوي غنا له مخی باید خپله ژبه د نورو ژبو له تأثیر نه آزاده وښیی.

د هغه تعصب له مخی چې په لمړی اروپایی جنګ کې اعراب د ترکانو پر ضد وجنګېدل، اتاترک د مدني اصلاحاتو په بهانه عربي رسم الخط، اسلامي خلافت، د دیانتي هویت القاب، او دیني رسوم لغو کړل او په دی توګه یی د عثماني ترکیی په اته سوه کلن لرغونی تاریخي میراث خاوری واړولی. خلک یې سمدلاسه له خپل تاریخ، ژبی، او سیاسي فرهنګ سره پردی کړل څو د اروپایي فرهنګ د جبري منلو لپاره آماده شی.

شوروي روسیې هم د اتاترک له سیاست نه په تقلید، یا د هغه په بهانه، د فرهنګي تجدد په نامه د منځنۍ آسیا مسلمان ولسونه له خپلو دیني، ثقافتي، او د ژبی د ادب له تاریخي میراثونو څخه پردی کړل، او ددوی اړیکی یې له ګاونډیو هیوادونو سره وشلولی. د تاجیکي ژبی الفبا له عربي نه لاتین ته، او بیا سیریلیک ته واړول شوه چې په نتیجه کې یې تاجیکستان په مکرره توګه د شوروي د کم سوادترین جمهوریت په توګه وساتل شو.

المانان چې په اریایي نژاد نازېدل د اریایي نژاد د نوم د بیا ژوندی کولو په مقصد یې د پارس حکومت دی ته و ګماره چې د خپل هیواد نوم له پارس نه ایران (یعنی د اریایانو ټاټوبی) ته واړوی. په نتیجه کې د پارس دولت ځان د باستاني ایران (افغانستان، پارس، پاکستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان) د ژبني، ثقافتي، او اسلامي تمدن افتخاراتو وارث وګرځاوه او په درسي کتابونو کې یې د باستاني او اوسني ایران د نومونو مترادف استعمال عام کړ. اوسني ایران د ترکانو په څېر خپل ضد عربي سیاسي کړنلار غوره کړه او له پاړسي ژبی نه یې د عربي کلماتو او اصطلاحاتو «پاکسازي» پییل کړه او پر ځای یې د اروپایي ژبو اصطلاحات لکه «بیمارستان» (د الماني Krankenhaus) ځای پرځای کړل. یا دا چې د عربي «کیمیا» کلمه باید په فرانسوي «شیمي» تلفظ شی څو د عربستیزۍ له مخی ددغی کلمې عربي اصلیت پټ پاته شی.

په افغانستان کې هم د پښتو ملي ژبی ته د رسمي ژبی جامه ور واغوستل شوه. خو د پښتو ژبی د پراختیا کوښښونه په غیر شعوري توګه د منطقې د ژبنیو شوئونستی حساسیتونو سره چې له اوسني ایران نه یې اور ته لمن وهل کېده مخامخ شوه چې د پښتو د پیاوړتیا له مثبتو ابعادو سره سره د متنازع سیاسي شعور د راپارېدلو سبب شوه.

د هغو غلطو انتباهاتو له مخی چې په غیرشعوري توګه له نازي المان نه او بیا په تقلیدي توګه له ترکیی او پارس نه واخیستل شوی، د پښتو او پاړسی رابطه د اسلامی تمدن له محور نه وایستل شوه، او د اوسنی ایران او افغانستان د کورني سیاست پر محور را وڅرخول شوه. زمونږ ګاونډی هیواد چې لا هسی د ایران/پارس د سیاسي هویت په بحران کې کښېوتلی و خپل نژادي هویت یې ایرانی و باله خو خپل ژبنی هویت یې پاړسی وساته. ځکه یې پاړسي خپله ملي ژبه اعلان کړه. د تاجیکستان او افغانستان دولتونو د ملي ګرایی له مخې د خپلو متمایزو ژبنیو هویتونو د ساتنی په منظور خپلی پاړسي لهجې په رسمی توګه په ترتیب سره تاجیکي او دري و نومولی.

د اوسنی ایران او افغانستان د ملي ژبو د رسمي کولو یو عمده توپیر دا و چې ایران یوه مسلطه تمدني ژبه ملي او رسمي اعلان کړه چې له پېړیو راهیسی هم د دربار ژبه وه او هم د بازار ژبه او د هغه له مخی یې ټول اسلامي تمدني میراث ته ملي بڼه ورکړه.

په افغانستان کې پښتو یوازی په نسبي ډول د دربار او بازار ژبه وه. کله چې حکومت وغوښتل چې پښتو رسمي ژبه کړی، ددغه کار لپاره یې نه علمي پانګه درلوده او نه یې د عملي کېدلو لپاره د تعلیمي اصولو په معیار سمبال تدریسی کدرونه درلودل. د راپارول شویو حساسیتونو له مخی د پښتو ژبی تشویقي زده کړه د جبري زده کړی په ذهنیت کې وپېژندل شوه.

په دی ډول پښتو د یوی قومي/ملي ژبی په توګه له اسلامي تمدني پاړسي ژبی سره د یو نابرابره رقابت په ډګر کې ودرول شوه. ددغه رقابت په نتیجه کې له یوې خوا د افغانستان تاجیکانو (د ایرانیانو په تقلید) د تمدني پاړسي ژبی ټول تاریخي او ادبي افتخارات د ځان و ګڼل. او له بلی خوا یی د پښتو او پاړسی تر مینځ مشترک اریایي کلمات د پاړسي انحصاري حق وګاڼه. ځینی پښتنو هم پرته له دې چې د اریایی ژبو مشترک کلمات د پښتو او پاړسي ګډ میراث و ګڼی، د تاجیکانو د انحصاري مالکیت ادعا ته تسلیم شول او پر ځای یې د پښتو ژبی لپاره د نویو مصنوعي کلماتو په جوړولو پییل وکړ.

څلرمه برخه – ژبپالنه، نژادپالنه، او ملتپالنه 

آیا په یوه ژبه کې د عاریتي کلماتو شتون عیب دی؟ د ژبو تر مینځ د عاریتي کلماتو تبادله یو طبیعي امر دی. په نړۍ کې هیڅ ژبه نشته چې عاریتي کلمات په کې نه وی. حتا قراني عربي کې د پاړسي (پهلوي)، حبشي، یوناني، هندي، سریاني، عبري، نبطي، قبطي، ترکي، زنګي، تمازیغت یا بربري ژبو کلمات شته. همدغه راز په نړۍ کې تر ټولو پر مخ تللی بین المللي ژبی هغه دی چې له نورو ژبو یې ډېر کلمات په عاریت اخیستی وی لکه انګریزي چې یوازی ۲۶٪ کلمات یې جرمنیک یا انګریزي الاصله دی، پاته یې ۲۹٪ فرانسوي، ۲۹٪ لاتین، ۶٪ یوناني، او پاته له نژدی شپېتو نورو ژبو نه پور کړی.

همدغه راز د اسلامي تمدن په شروع کې د پاړسي ژبې د عمومیت او قبلونی سبب دا و چې د نورو ژبو کلمات یی په پراخه پیمانه ومنل. د دري پاړسي ۸۶٪ کې کلمات عربي دی. ددغو عاریتي کلماتو د زیاتې ونډې په سبب دري پاړسي له استانبول نه تر بنګاله پوری د دربار او بازار د ژبی په توګه خپره شوه.

په خاصو شرایطو کې زاړه کلمات یا له مینځه ځی یا خپله معنا بدلوي، یا په یوه ځانګړی سیاسي او فرهنګي فضا کې د کلماتو لغوي معنا په سیاسي اصطلاحاتو بدلېږی، لکه: خلق، چپنکي، خراباتي، پای لُچ، مجاهد، لنډغر، ګل مرجان او داسی نور. کله بیا یوه باصلاحیته علمي موسسه د وخت د ضرورت له مخی په ډېره محدوده اندازه د نویو اختراعاتو د نوم اېښودلو او د نویو کلماتو او اصطلاحاتو د جوړولو، املا، او تلفظ د معیاري کولو مسؤلیت په غاړه اخلی. په ژبپوهنه کې دغه د نویو کلماتو او اصطلاحاتو جوړولو ته «نیولوجیزم» وایی.

د ټولنیز قرارداد په توګه د ژبی د طبیعي بدلون له مخی د نویو کلماتو او اصطلاحاتو جوړول او معیاري کول یو مسلم امر دی. دغه راز نوښتونه د یوی ژبی په لغوی پانګه او ادبیاتو مثبته اغیزه کوی. کله کله د محلي لهجو ځینی کلمی د ادبي استعمال سطحی ته لوړېږی. کله بیا ځینې عربي یا پاړسي اصطلاحات په پښتو ترجمه کېږی او د پښتنو له دود او دستور نه رنګ اخلی. دغه ډول ادبي خلاقیت چې د پښتو ژبې د کلماتو ذخیره پیاوړی کوی، د ټولنی د ذوق او د زمانی له ضرورت سره د برابرو نوښتونو په توګه مناسب، مانوس، او پرځای ښکاری.

بل تعصبی نیولوجیزم دی چې اصلی انګېزه یې د زمانې له تغیر سره د ژبی عیارول ندی، بلکه هدف یې پر نورو ژبو د خپلی ژبی برتري ثابتول دی چې معمولاً د ملتپالنی په قرینه کې توجیه کېږی. دغه ډول نیولوجیزم د اوسني ایران د «پاکسازي» کوښښ په جامه کې افغانستان ته صادر شوی. دغه نیولوجیزم د پاړسي ژبی د مشترک محور پر بنا د ایرانیانو عربستیزي ته په افغانستان کې د پشتون ستیزي جامی ور اغوندی څو د افغانستان د تاجیکانو د سیاسي غوښتنو په توګه منعکس شی. زمونږ غولېدلی تاجیک ورونه هڅی کوی چې د پښتو ژبی، فرهنګ، تاریخ، او ادبیاتو ته سپکاوی وکړی. ځینی پښتانه لیکوال تعصب ته په تعصب ځواب ورکوی او د پاړسي کلماتو له استعمالو نه ډډه کوی. د پښتنو او تاجیکانو تر مینځ د تشنج او سیاسي رقابت په مکدره فضا کې د پاړسي ژبی عاریتي کلماتو سره ضدیت د سیاسي رقابت رنګ اخیستی او په هیواد کی متنازع ذهنیت ته شدت ورکوی.

په دغه «له نورو زار له خپلو بیزار» ذهنیت کې هسی چې اوسني ایرانیان او د افغانستان ایران مشربان په عربستیزي کې د غرب خواته منډی وهی او د عربي د «تشکر» پر ځای د فرانسوي «مرسي» وایي یا شفاخانې ته بیمارستان وایي، ځینی پښتانه له عربي/ پاړسي سره د حساسیت له مخی د شرق خوا ته د هندي/ اردو لمنی ته ځان اچوی او فیل ته هاتي وایی، یا خدمت ته چوپړ.

تاجیکان او پښتانه په غفلت کې د تعصبي نیولوجیزم فاشیستي ریښو ته متوجه نه دی او په غیر شعوری ډول له خپلو هیوادوالو خویندو وروڼو سره خدای مکړه د نازي المانانو د نفرت چالچلند کوی. دواړه خواوی د فاشیستي تعصب پر بنا لګیا دی هم په بیړه نوی اصطلاحات جوړوی او هم نوی دښمنان، چې نتیجه یې د افغانستان د حکومت او ټولنی سیاسي انتزاع، اقتصادي رکود، او خلاقي فساد دی.

پنځمه برخه – ژبه د سیاسي لوبو وسیله

ډېر افغانان خپله ژبپالنه او نژادپالنه د نازیانو د سل کلن زاړه ذهنیت له مخی اوس هم د ملتپالنی په تله تلي. بی دلیله ندی چې دغه وارد شوی ذهنیت په غیرشعوري توګه له ژبني او نژادي تبعیض سره اوبدل شوی. دا هم تصادفي نده چې د افراطي نیولوجیزم سرسختی طرفداران هغه پښتانه پوهان دی چې لوړ تحصیلات یې په المان کې سرته رسولی. احتمالاً هم په همدې سبب په افغانستان کې د عربي/ پاړسي کلماتو له استعمال سره ضدیت د یوی سیاسي مبارزې په سطحه مطرح دی.

د باسواده قشر یوه خاصه ډله پښتانه لیکوال په پښتو کې د عربي او پاړسي کلماتو شتون پښتو ژبی ته لوی عیب ګڼی او په دې باور دی چې پښتو باید له خارجي کلماتو پرته ولیکل شی. خو کله چې د پښتو ژبی د لغاتو ذخیره وینی چې پنځه زره کلمو ته هم نه رسېږی، نو د مشکل د حل لپاره د مصنوعي کلماتو په جوړولو پییل کوی.

ځینی لیکوال له پاړسي ژبی سره په پښتو ژبه باندی یو نامساوي رقابت تحمیلوی او په دې سبب یو رقابتی مکلفیت احساسوی چې باید د پاړسي ژبی د هری کلمې لپاره هرومرو یوه معادله یا مترادفه پښتو کلمه پیدا کړی یا یې په مصنوعي توګه ورته جوړه کړی.

ددغو مصنوعي کلماتو د جوړولو په سبب د اوستایي ژبو یوازنی میراث ساتونکی ژبی د یوې مصنوعي پښتو ژبی څېره غوره کوی، د سلهاو او زرهاو مانوسو او منل شویو عربي/پاړسي کلماتو تحریمول د عربي/پاړسي/پښتو د مشترکو کلماتو سرشاره ذخیره  له فقر سره مخامخ کوی، او د موثقو کلماتو معنا او د املا انسجام له مینځه وړی. له بلی خوا ددغه ډول بی لزومه افراط او زیاتي په نتیجه کې عبارات د نامانوسو کلماتو داسی یوه مجموعه شی چې مطلب په عبارت کې ګونګ پاته وی او معنا په جمله کې.   

برسیره پر دی، د دقیقو او مشخصو مترادفو عربي کلماتو پر ځای داسی مصنوعي او مبهم کلمات استعمالېږی چې نه معنا په کې روښانه وی، او نه د ترادف او تعادل رنګ په کې لیدل کېږی. مثلاً «لمانځل» د بیلابیلو مترادفو عربي کلماتو پر ځای استعمالېږی لکه: صلات، عبادت، مناجات، تجلیل، احتفال، تمجید، تقریظ، تمدیح، تعظیم او نور. په نتیجه کې هم خدای لمانځل کېږی او هم د استقلال جشن لمانځل کېږی، او هم د یو شاعر د تلین ورځ لمانځل کېږی. یا د «ویی» مصنوعي کلمه چې احتمالاً د عربستیزانو د «واژه» کلمې معادل ده او معلومه نده چې «ویی» د کومی عربي کلمې مترادف وګڼو: کلمه، لغت، لفظ، اصطلاح، معجم (lexicon)، الالقا‌ٰٔء (diction)، یا قاموس؟ یا «نیوکه» د اعتراض، تعرض، انتقاد، (ادبي) نقد، ایراد، احتجاج… پر ځای استعمالېږی. دغه عربي کلمات دقیقې، مشخصې، او متناسباً متفاوتی معناوی لری چې «نیوکه» هغه ټولی نشی افاده کولای.

پښتو نه علمي ژبه ده، نه تمدني، نه مذهبي او نه بین المللي. پښتو د تعصبي نیولوجیزم لپاره ظرفیت نلری. نو که دغه راز نیولوجیزم په پښتو ژبه باندی تحمیلېږی، له نورو نیمګړتیاو سره سره چې اشاره ورته وشوه، نه یوازی یې د کلماتو ذخیره محدوده کېږی، بلکه هغه کلمات چې «اختراع» کېږی د عوض شویو کلماتو د معنا د مختلفو ابعادو ظرافتونه او لطافتونه نشی افاده کولای.

شپږمه برخه – د پښتو قاموس

عامیانه تلفظ د ولسي او فلکلوریک هنر، ادب، او نکلونو د ساتلو لپاره ضرور دی، خو یوه ټولنه د خپلو لوړو ادبیاتو، شعر، طنز، لنډو قصو، اوږدو ادبي داستانونو، حماسو او کارنامو د لیکلو لپاره رسمي، معیاري او ادبي لیکدود ته ضرورت لری. په هغه صورت کې د محلي لهجو تفاوتونه د یو معیاري لیک دود په املایي شکل کې ساتل کېږی چې د هغه له مخی د یوې ژبی تاریخ، ادب، شعر، او نور علمي آثار خوندي پاته کېږی. تعامل دا دی چې عامیانه تلفظ د کلماتو د معیاري املا تابع وی. یعنی عوام او کم سوادان د پوهانو تابعیت کوی، نه برعکس.

د ژبو تر مینځ د عاریتي کلماتو د املایي طرزالعمل له مخی عاریتي کلمات په دوهمه ژبه کې د امکان تر حده د خپلی اصلي ژبی املایي شکل او تلفظ ساتی که څه هم د دوهمی ژبی د دستوری جوړښت او صوتي قوانینو رعایت په کې کېږی. البته ځینی داسی عربي کلمات شته چې د صوتي، املایي، او تر یو حده معنایي ابدالونو په نتیجه کې نور عربي/پاړسي کلماتو ته ورته ندی لکه قراضه -> غرازه -> کړزه، عوره -> عورت -> اورته، – کنار آبی -> کنار اوی -> کڼاوی، فوج -> پوځ، تفحص -> تپوس.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د «پښتو – دري لنډ قاموس» ته ولاړم څو وګورم چی تر کومه حده ددغو اصولو رعایت په کې شوی. د تعصبی نیولوجیزم اثرات په کې له ورایه ښکاری. په متن کې یې د پاړسي او عربي ژبو د کلماتو له استعمال نه په ټینګه ډه ډه شوی. ددغو عربي/پاړسي مشترکو کلماتو نه پرته ټول قاموس هسی د محلي عامیانه لهجو یوه مجموعه ده. په پښتو کې د عربي او پاړسي کلماتو اصلي شکل ندی ساتل شوی:

د پاړسي کلمات، له فرهنګي نژداي ورته والی پرته، په دې مهم دی چې د پښتو (اوستایي) او پاړسي (فُرس قدیم) لغوي ګډې ریښې د پښتو ژبی د معادلو او مترادفو کلماتو د املا په معیاري کولو کې ډېره مرسته کولای شی.

مثلاً د «ځ» او «ز» د مناسبو املایی ډولونو په مورد کې معمولاً هغه کلمات چې په پاړسي کې په «ج» لیکل کېږی په پښتو کې په «ځ» لیکل کېږی لکه ځای، ځوان ځنګل، ځلا، ځورول، ځېل… او هغه کلمات چې په پاړسي کې په «ز» لیکل کېږی په پښتو کې معمولاً په «ز» یا «ژ» لیکل کېږی لکه زمکه، زانګو، زنګون، زمی/ژمی، ، زوند/ ژوند… هغه کلمات چې په پاړسي کې په «چ» لیکل کېږی په پښتو کې په «څ» لیکل کېږی لکه څه، څا، څو، څادر، کوڅه ،څکل، څلور، څرب، څنګه، څڼې… ددغو صوتي ابدالونو له مخی د پښتو ژبی د لیکدود په برخه کې د پاړسي د عاریتي کلماتو وجود د پښتو په قاموس کې ضرور دی.

د عربي ژبی کلمات ددی لپاره مهم دی چې د عربي ژبی کلمات اشتقاقي ترکیب لری چې د هغه له مخی د یو مصدر ټول ۲۸ ممکن ترکیبونه خپلی معناوی ساتی. په دی توګه د عربي ژبی ریښه وی انسجام د لغاتو په زده کولو، پېژندلو، او د لغوي زخیری په زیاتولو کې ډېره مرسته کوی.

که د پاړسي او عربي ژبو عاریتي کلمات د معیاري املا پر ځای د عامیانه تلفظ په املا ولیکل شی، د بی شمیره عامیانه لهجو په سبب د صحیح لیکنی معیار له مینځه ځی. ددغی انارشي یا خودسري په سبب هرڅوک کولای شی چې هره کلمه په خپل سر د هری لهجې په تلفظ او په هره املا چې یې زړه غواړی ولیکی. په نتیجه کې د پښتو ژبی د املا معیاري کول چې له کلونو راهیسی کار پری شوی له مینځه ځی.

په دی قاموس کې د «معنی/معنا» کلمه د «مانا» په شکل لیکل شوی چې ریښه وي ورته والی او د مفهوم ارتباط یې د نورو مشتقاتو لکه یعنی، عیناً، عین، عینیت، معین، تَعْین، تَعَیّن، اعیان ثابته…سره له مینځه تللی.

څنګه چې عربي د علم، طب، نجوم، فلسفی، روحیاتو، الهیاتو، عرفان ژبه ده ددغو علومو اصطلاحات بی مفهومه کېږی. که د «عالم» او «معنی» دو کلمې د «عالَم معنی» د اصطلاح په توګه د الهیاتو او عرفان په قاموس کې ولټوو، ډېره مشکله به وی چې د «مانا» عامیانه رسم الخط ددغی علمي اصطلاح په روښانولو کې مرسته وکړای شی.

په عرفان کې د «عالم معنی» مفهوم د یوناني metaphysics له اصطلاح نه په مراتب لوړه ده. میتا فیزیک محض غیر جسمانی مفهوم افاده کوی او د معنی خوا ته هیڅ قدم نه اخلی. خو عالم معنی له مکاني او زماني ابعادو آخوا د خلقت جوهري سرچینې ته ویل کېږی چې د هستي لمړني تجلیات د تَعَیُناتو په توګه د archetypal essence په سطحه هلته تبارز کوی. په دې برخه کې اسلامي عرفان له غربي روحانیت نه په پېړیو پېړیو مخ کې دی. د «عالم معنی» اصطلاح د «آلم مانا» په شکل لیکل په عمدي ډول یو ملت د متعالي اندېښنو له پوهېدلو نه محروموی او د جهالت لور ته یې لېږدوی.

همدغه راز که د «معلومات» کلمه د «مالومات» په شکل لیکل کېږی، نه یوازی مضحکه او نامانوسه ښکاری، بلکه د لیکوال پر بی بیسوادي دلالت کوی. که هدف د عربي کلماتو او عبارتي ترکیبونو له استعمال نه ډډه کول وی، نو د «معلومات» کلمه چې د «معلوم» جمع ده نو د «مالوم» کلمه دی د پښتو د جمعې د قانون له مخی «مالومونه» ولیکل شی او د «معلوم» نور مشتقات لکه علم، عالِم، عالم ، معلم، معلوم، تعلیم هم باید د «ایلم، آلیم، آلَم، مالیم، مالوم، تالیم،…» په شکلونو ولیکل شی. دا عمدی بیسوادی او خلک پر ځان خندول دی. که د پښتنو یو نسل په دی مزخرفه عمدی بی سوادی کې وروزل شی، ټول تاریخی او ادبی آثار به ورته پردی.

اومه برخه – مصنوعي او نامانوس کلمات

یو پښتانه لیکوال دغه مطلب د «نغوتنومځري» په هکله لیکی:

«هغه نومځري دي چې وګړيو يا څيزونو ته نغوته کوي او هغو د نومونو ځای نيسي او يا  ورسره لکه لنډ ستاينوم د مخټاکي په توګه ملګرتيا کوي. نغوتنومځري د ځيزونو، پديدو او ژويو لپاره د ځانګړو نومځرو پرځای هم راځي. په بله وينا، ځانګړي نومځري يوازې په وګړو پورې اړه لري. نغوتنومځري د نوږي، ګڼې، پېر او يوازې درېيم وګړي او واټن له مخې اوړون لري.»

که د جملو د جوړښت، مبتدا او خبر او دستور د طرز له خبرو تېر شو، وینو چې د مصنوعي کلماتو ثقلت ددی سبب کېږی چې ذهن د جملی په هر بند کې را ایسار شی. لوستونکی ممکن ددغو نامانوسو کلماتو د معنا حدس او تخمین وکړای شی، خو دغه کلمات په جمله کې یوه کُلی معنا سمه نه افاده کوی. کلمات تر سترګو تیرېږی خو د جملی په آخر کې معنا انسجام نه پیدا کوی.

که د پاړسي متن نه چې د مضمون په پاته برخو کې راغلی قیاس وکړو دغه لیکنه د اشاري ضمیرونه په باره کې ده. دا سؤال را مینځ ته کېږی چې که په پاړسي، ترکي، ارود، سندي، او د اسلامي نړی په نورو ژبو کې اشاري ضمیرونه په همدغه عربي اصطلاح «اشاری ضمیرونه» یادېږی، نو ولی د پښتو په دغه متن کې هیڅ داسی کلمه نشته چې اشاري ضمیر ته ورته والی ولری؟

د ترکیب او جوړښت له نظره هم کوشش شوی چې د عربي ژبی د یوی مناسبی کلمې پر ځای یوه غیر عربي نامناسبه کلمه استعمال شی. د «په بل عبارت» پر ځای «په بله وینا» لیکل شوی. وینا او عبارت مترافی کلمی ندی. لکه د مخه چې مو وویل علمي اصطلاحات یوازی په یوڅو علمي ژبو کې موجود وی او نوری ژبی یې په عاریت ورنه اخلی. د عبارت کلمه په ډېرو ژبو کې نشته او له عربي څخه یې اخلی. په انګریزي کې هم د «عبارت» مترادفه کلمه نشته نو ځکه یې د phrase کلمه له یونانی اخیستی.

یو بل لیکوال په هغه ژبه چی د پخپله «نوی پښتو» ګڼلی او باید «نوی مصنوعي پردۍ پښتو» و بلل شی، د پښتو ژبی پر حریم باندی داسی یرغل کړی:

حل او فصل :  ولی( ویلی) او پری (لغوي مانا)

، پریکړه ( اصطلاحي مانا )

نوی پښتو :

  – ولیزه : پریکړه ، ویلیزه

  – وليک ( وللیک ) : حل پاڼه ، پریکړه لیک ، ویلیک

  – والن : ولګر، دریم ګړی ، ویلن

  – ولین: حل او فصل شوی ، ویلین

  – ولوړ : حل او فصل کیدو وړ ، ویلور

  – والل : پریکړه کول، والون، والش ، ویلش

  – والنهې : پریکړه ییزه ، پریکړی اړوند، ویلنهې

  – ویلګه : مذاکراتو اډه، حل او فصل کولو ځاې

او داسی نور…

له خارجي ژبو نه پښتو ته ځینی ترجمې هم دغه راز د عبارتونو ثقلت، دعلمي اصطلاحاتو تحت الفظي استعمال، له فرهنګي قرینې نه پرته د ژبنیو مطالبو ژباړل، او د مصنوعي کلماتو د استعمالولو په سبب د پوهېدلو وړ نه وی.

یو مهربان دوست د فرانسوي فیلسوف رنې دیکار مفکورې داسی په پښتو ژباړلی:

«روښاندي ، له ذهني ماشومتوبه د وگړي راوتل ، چې خپله یې په خپل ځان منلي دي ، ویل کېږي. وړکینه هغې خوارځواکۍ ته وایي چې وگړی نه شي کولای بې له بل لارښوونکي… ځان خبرونې ته ورسېږي .»

دغه مترجم له لوستونکو سره صادقانه رویه کوی او لیکی: «د دې علمي اثر ژباړه د پښتو ژبې کره والي ته په پام کې نیولو او کارونې سره ، ښایي یو شمیر لوستونکو ته ستونزمن وبریښي ، نو ځکه مې ستاسو د اسانتیا لپاره د اړوندې لیکنې په پای کې د ویینو ” لغاتو ، کلیماتو” یو ځانگړی لړلیک ” فهرست ” جوړ دی ، کېدای شي مخکې تر لوستلو یې د وییو له مانا سره اشنا شوو.»

هیله من یم چې دغه محترم دوست به په دغه ټوکه نه خوابدی کېږی چې یوازی د مطلب د وضاحت په مقصد یې لیکم: یو بیسواد له یو چا نه هیله وکړه چې خط ورته ولیکی. هغه وویل: «پښه مې ماته ده.» لمړنی سړی ورته وویل چې خط خو په پښه نه لیکی. باسواده سړی ځواب وکړ: «زما خط بل څوک نشی لوستلی. چې درته ویې لیکم باید در سره ولاړ هم شم چه هغه بل سړی ته یې ولولم.»

که یو مضمون «د پښتو ژبې کره والي» په سبب دومره ثقیل ترجمه شی چې د لغاتو فهرست او قاموس یې هم ورسره ضمیمه شی، نو بیا ترجمه بی لزومه کېږی. خبره داده چې په داسی پېچلی فلسفي موضوع کې د کلماتو فهرست هم کار نه آسانوی، ځکه مصنوعي کلمات د دقیقو علمي اصطلاحاتو مفهوم نشی بیانولی او په ترادف او تعادل کې ټکر سره خوری.

دا چې په ترجمه کې د «ویینو» یا «لړلیک» په شان د مصنوعي کلماتو تر څنګ د عربي پېژندل شوی او مانوس اصطلاحات لکه «لغت، کلمات، او فهرست» په کار شوی، ثابتوی چې دغه مصنوعي کلمات د مطلب افاده نشی کولای، که نه، د هغو تر څنګ د عربي اصطلاحاتو کارولو ته ضرورت نه و چې جملې اوږدې کړی او مطلب په کې ورک.

که د یو متن له لیکلو نه مقصد د لوستونکو پوهول وی، نو یوه مغلقه او پېچلی مفکوره باید په آسانه کلماتو کې تفهیم شی، نه برعکس.

اتمه برخه – ادبي آثارو کې لاس وهنه

څه موده دمخه مې د پښتو د شعر او ادب د پلار خوشحال خان خټک نوی چاپ شوی کلیات تر لاسه شو. د ښکلی صحافت او رنګین پوښ پر سر د خوشحال خان خټک نوم په غلطه املا «خوشال» لیکل شوی. او په پوره ګستاخي او بیشرمي یو بیسواد پری لیکلی «له نویو زیاتونو او سمونو سره».

د خوشحال نوم د کتاب په متن او دده په ټولو غزلو، بوللو، او قصیدو کې په قصدي او عمدي توګه په غلطه املا «نا سم» لیکل شوی. دا کار نه یوازی د یو لوی شاعر په اشعارو کې بی ځایه تصرف دی، بلکه د پښتو د ادب پلار ته خورا لوی توهین دی.

د یونان د تاریخ پلار هیرودت نوم په دوه زره کاله کې چا په غلطه املا ندی لیکلی. د شکسپیر نوم دا پنځه سوه کاله په هغه املا لیکل کېږی چې د انګریزي ژبی نامتو لیکوال لیکه. نور ولسونه د خپلو ادبي میراثونو درناوی کوی، د خپلو ادیبانو او شاعرانو حرمت ساتی، او آثار یې له تصرف نه خوندی ساتی. خو زمونږ ناپوهه پښتانه د خوشحال خان خټک په سلګونو شعرونو کې د تعصب له مخی عمدي تصرف کوی او دده ښکلی نوم په غلطه املا لیکی. د خوشحال ښکلی نوم په معنا کې تقدس ته تقرب کوی او د پاړسي/عربي دا ښکلی ترکیب «خوش + حال»  هغه روحاني حال دی چې یوازی د عارفانو نصیب کېږی. د خیال په دنیا کې هم یوازی د خوشحال غوندی د یو شاعر لپاره مناسبترین اسم با مسمی دی.

بیا یو څوک جرأت کوی او په پوره سپین سترګتوب د خوشحال نوم «تصحیح» کوی؟؟؟ ګڼی خوشحال خان خټک داسی بیسواده و چې نه یې خپل نوم درست لیکلی شو او نه د خپل نوم په معنا پوهېده؟ د پښتو د ادب پلار ته دغه په سپکو سپورو سپکاوی پښتنی دود او دستور ته لوی خیانت دی.

د پښتو د شعر پلار د اندېښنی او تبحر خاوند و، خوشحال خان نه په تعصب کې زیږېدلی و او نه په تعصب کې روزل شوی و. خوشحال خان خټک نه یوازی د پښتو د ادب پلار دی، بلکه د پاړسي ژبی شاعر هم دی او په لسګونو غزلی، رباعیات او شیر وشکر شعرونه یې په ډېر ژور تخیل او د ډېر لوړ شعری صنعت په قالب کې په پاړسي ژبه کښلی. یوه کوچنی نمونه یی دا ده:

از او دل برگرفتن کار من نیست

که از جان سیرگشتن کار تن نیست

چمن را گرچه گُلها بس شگرفست

ولی همچون رخت گل در چمن نیست

مرا گویی بگو وصف دهانم

چه گویم، چون در او جای سخن نیست

من و سودای رویت، تا که هستم

اگر چه خود ترا پروای من نیست

غمت تا در دل و جانم وطن کرد

مرا در کوچهٔ شادی وطن نیست

چرا خوشحال را پرسی که چونی؟

مگر از چهرهٔ او مُبرَهَن نیست.

نهمه برخه – نتیجې:

پښتانه لیکوال د املایي، لغوي، لهجه وي ذوقونو د رعایت کولو له نظره او همدغه شان د پنځه ګونو یاګانو د رعایت کولو له نظره ( چې په دی مورد کې زما همدغه لیکنه هم سلیقه وي نیمګرتیاوی لری) له لویو خنډونو سره مخامخ ده. پر دې برسیره، د تعصبي نیولوجیزم ورځنی اختراعات پښتانه له نویو کلماتو سره مخامخ کوی چې معنا یې باید د حدس او قیاس له مخی تخمین کړی.

په غیرشعوري توګه تعصبي نیولوجیزم د پښتنو په بی سواده ساتلو کې ونډه لری. یو کلیوال اطرافی پښتون باید دری ځلې با سواده شی: لمړی په مسجد کې د قران لوستلو په خاطر په عربي رسم الخط کې، دوهم ځلې په ښونځی کې د پښتو د لیک لوست په خاطر، او دریم ځلې، د نویو نامانوسو مصنوعی کلماتو او اصطلاحاتو سره د آشنایی په خاطر.

پښتانه لیکوال خپله ټوله انرژي د نویو مصنوعي کلماتو په جوړولو مصرفوی. له یوی خوا د پښتنو د سواد سطحه ټیټه پاته کېږی، له بلی خوا پښتو او پښتانه په متنازعه او متشنجه فضا کې ایسار پاته کېږی چې هم له بهر نه د پښتو لرغونی میراث او ژبنی هویت د پردیو متعصبینو له تهدید لاندی راځی، او هم د پښتنو لیکوالو «خلاقه» انرژي د سیاسي او نژادي رقابتونو په شخړو تېرېږی.

هر څومره چې په یوه ژبه کې، مصنوعي او نامانوس کلمات ډیریږی، د ویونکو تر مینځ یې د افهام او تفهیم او پوهې او مراودې اړیکی له مینځه ځی. که یو متن د ډېرو مصنوعي کلماتو له بار لاندی دروند (ثقیل) شی چې منحصر په فرد شی، د ژبی اجتماعی خاصیت له مینځه ځی.

د افغانستان غیرپښتانه ولسونه که په پښتو خبری نشی کولای، اقلاً د عربي او پاړسي د عاریتي او مشترکو کلماتو له برکته د مطلب افاده کولای شی. د تعصبي نیولوجیزم په نتیجه کې دغه عربي او پاړسي مشترک کلمات چې ددغو ژبو تر مینځ د ارتباط مزی دی شلېږی او پر ځای یې ثقیل او نامانوسه کلمات د خپل مینځی او تفاهم په لار کې خنډونه جوړوی. که پښتو دومره سخته کړی چې پښتانه لا نه پرې پوهېږی، نو بیا له اوزبیګ، هزاره، تاجیک، او ترکمن نه څه توقع لری چې پښتو زده کړی؟

په اوسني ایران کې د «پاکسازي» له امله هغه پاړسي چې له دجلی تر کاشغره خبری پرې کېدی، اوس له مشهده تر هراته د پوره پوهېدلو وړ نده. که سعدي او حافظ له ګوره را پاڅی د اوسنیو ایرانیانو په ژبه نه پوهېږی. په ورته ډول که ددغه کار د تقلید له امله پیر روښان او رحمن بابا له قبره را پاڅی، د نننی کابل د نیولوجیستانو په پښتو نه پوهېږی. «خوشال» خو به د خپل نوم د غلطی املا په لیدلو لا په قبر کې مخ واوړی.

په نورو ژبو کې که څوک یوه منل شوی کلمه په متفاوته املا ولیکی، غلط ګڼل کېږی. خو په دی ګډه وډه آنارشي کې اصلاً د پښتو په املا کې غلط او صحیح نشته. هرڅوک هره کلمه په هره املا چې زړه یې غواړی لیکی یې. محض دا چې که د خپلی املایي اشتباه لپاره توجیه ولری، کافي ګڼل کېږی.

لسمه برخه – وړاندیزونه

د افغانستان په سیاسي ژوندکې د پښتنو او تاجیکانو د متنازع ذهنیت د له مینځه وړلو او د هغه پرځای د خورګلوی او ورورګلوی او صمیمیت د فضا د دوباره عیارولو لپاره د لاندی اصولو پوهېدل ضرور دی:

۱ – په یوه ژبه کې د عاریتي کلماتو شتون عیب ندی، بلکه صفت او ضرورت دی. پښتانه لیکوال دې د مصنوعي کلماتو د جوړولو پر ځای خپل کوښښ د پښتو شعر، طنز، ادبي لیکنو، ادبي نقد، لنډو قصو، او د اوږدو داستانونو، حماسو او کارنامو لیکنو ته وقف کړی، څو هم پشتو ژبه پیاوړی شی، هم د ادبي اثارو لمن پراخه شی، هم د ادبیاتو سطحه لوړه شی، او هم د پښتنو علاقه له سواد او علم سره زیاته شی.

۲ – په پښتو کې د عاریتي کلماتو کارول پردی را خپلوی، خو د مصنوعي کلماتو کارول خپل پردی کوی. هرڅومر چې د یوې ژبی لغوی ذخیره له متفاوتو، ځانګړو او نا مانوسو کلماتو نه جوړه شوی وی، په هغه اندازه له ګاونډیو ولسونو نه په انزوا کې او د پرمختګ له کاروان نه وروسته پاته کېږی. په هره اندازه چې یې له همجواره ژبو سره مشترک کلمات ډېر وی، له ګاونډیو ولسونو سره یې اړیکې نژدی وی. که نه نو هغه د عرب، ترک، پارسي، کردي، او یوناني کانه وی چې هر یو یې په خپله ژبه انګور غواړی خو یو د بل په ژبه نه پوهېږی او یو بل سره وژنی.

۳ – محلي پاړسي د تاجکانو ژبه ده، خو تمدني پاړسي د ټول اسلامي تمدن ژبه ده. نو هغومره چې د تاجیکانو ژبه ده، د پښتنو ژبه هم ده. په دی سبب یې په مقابل کی حساسیت او ورسره رقابت بی لزومه کار دی. پښتانه باید افراطی تاجیکانو ته دا اجازه ورنګړی چې تمدني پاړسي د ځان انحصار حق وګڼی.

۴ – د نویو کلماتو او علمي اصطلاحاتو جوړول باید یوازی د پښتو ټولنی په شان یوې باصلاحیته علمي ټولنې ته وسپارل شی چې د عربي/ پاړسي ژبو سره له رقابت نه پرته، یوازی ډېر ضروري علمي اصطلاحات په پښتو ژبه جوړ کړی او د پښتو د لغاتو په قاموس کې یې ضمیمه کړی څو ددغی انارشی مخه ونیول شی. دغه کوشش باید د خیبر پښتونخوا او کوئټی د پښتنو له علمي ټولنو سره په ګډه او منسجمه توګه تنظیم شی، څو د پښتو ژبی په ټول قلمرو کې د پښتو نظم او نثر د انګریزي اصطلاحاتو له کارولو نه پرته په یوه معیاري لیکدود کې رعایت شی. دغه قاموس باید حتماً د انترنیت له لاری خپور شی او د ضرورت په صورت کې په متواتره توګه تجدید او خپور شی.

ددغی څېړنې لنډ او خلص هدف دادی چې د پښتنو لیکوالو توجه هغه بی لزومه رقابت ته را واړو چې پښتانه په غیرشعوری توګه په کې کښېوتلی، او د «په خپل سر» لغوی اختراعاتو په سبب پښتو ژبی ته مصنوعی بڼه ورکوی. په نتیجه کې هم پښتو ورځ په ورځ له تاریخي ادبي آثارو نه فاصله اخلی او هم په ورځنیو لیکنو کې له پښتنو نه پردۍ کېږی. د هغی ورځ په هیله چې د پښتو بیاض نور په نامانوسه کلماتو تور نشی څو د پلار نیکه ژبه رانه پردۍ نشی.

Comments
Loading...