په پښتو ژبه کې غبرګژبیز غږونه/ عصمت الله شینواری

 

د ژبې د جوړېدا بنسټ اواز دی او کله چې انساني اوازونو ته په خوله کې د زېږ ځای جوړ شي؛ نو ځانګړي غږونه زېږوي. د ژبپوهنې علم چې ژبه په هر اړخیز او سنټيفېک (Scientific) ډول تر څېړنې لاندې نیسي، په وروستیو کې ښه پرمختګ کړی دی. فونيټېکس (Phonetics) د ژبپوهنې د علم هغه څانګه ده، چې د نړۍ د ټولو ژبو غږونه په هر اړخیز ډول څېړي او ټولې ځانګړنې یې بیانوي. د فونيټېکس علم غږونه له درېو خواوو څېړي یا ویلی شو، چې فونيټېکس په درې ډوله دی.

۱- اوریز فونيټېکس یا د غږونو څېړنه د اورېدو له پلوه (Auditory Phonetics)

۲- ازمایښتي یا لابراتواري فونيټېکس یا د غږیز فزیک په مرسته د غږونو څېړل د غږیزو غړو له پلوه (Acoustic Phonetics)

۳- زېږیز فونيټېکس یا د غږونو څېړل د غږ د زېږځي او وتونځي له پلوه (Articulatory Phonetics)

دا چې موضوع را څخه اوږده نشي؛ نو د فونيټېکس د علم لومړۍ دوې څانګې پرېږدم او دریېمه څانګه چې زما موضوع تشکیلوي، را سپړم.

زېږیز فونيټېکس (Articulatory Phonetics):

پوهاند مجاور احمد زیار یې داسې راپېژني: هغه علم دی، چې په کې د ژبې د سپڼونو یا غږونو څېړنه او سپړنه د غږیزو غړو او د هغوی د تولیدي نقش له مخې ترسره کېږي.

د زیار صیب د پېژند په اساس، زېږیز فونيټېکس غږونه په دوو اړخونو کې مطالعه کوي. پرته له ټونل ژبو څخه د نړۍ د ټولو غیر ټونل ژبو ټول غږونه په لاندې دوو اړخونو کې د مطالعې وړ دي.

یاداښت: البته هغه څه چې موږ یې دلته سپړو، هغه د بېواکو غږونو (Consonants) په برخه کې د مطالعې وړ دی معنا دا، چې خنډونه د هوا د جریان په مقابل کې کانسوننټونه زېږوي.

۱- د غږ زېږځی (Place of Articulation):

شونډیز، شونډغاښیز، غاښیز، ورییز، شاورییز، غبرګژبیز، کلک تالوییز، نرم تالوییز، ژبۍ ییز، د ژبې جزري برخه یا راډیکل او ستونیز وتونځي د غږونو په زېږولو کې رول لري.

۲-  په زېږځي کې د غږ د ادا ډول (Manner of Articulation)

خوله ییز، پزیز، تم، موښلي، تم موښلي، نسبي تقریبي، رپېدونکي، ترپ او پړپ او د اړخیز په ډول د غږ په زېږځي کې د هوا جریان خنډن کېږي.

د دې لپاره مې له موضوع وړاندې پورته توضېح ورکړه، چې درنو لوستونکو ته هر خبره ښه روښانه شي. اوس چې مو ولیدل، غبرګژبیز د غږونو یو وتونځی یا مخرج دی؛ نو خپلې موضوع ته به راوګرځم، چې په پښتو ژبه کې غبرګژبیز غږونه ده.

غبرګژبیز غږونه(Retroflex) : هغه غږونه دي، چې د دې غږونو د ادا کولو په وخت کې د ژبې څوکه (Coronal) د خولې په تشه کې د کلک تالو په لورې غبرګېږي. په نړیواله فونيټېکه ابېڅې (IPA) کې لس غبرګژبیز (Retroflex) غږونه پېژندل شوي، چې اته یې منل شوي او دوه یې غیر رسمي یا نامنل شوي غږونه دي. له دغو اتو منل شویو غبرګژبیزو (Retroflex) غږونو څخه څلور یې په پښتو ژبه کې شته، چې په پښتو ژبه کې یې موږ په «ټ»، «ډ»، «ړ» او «ڼ» ګرافیمونو ښایو. د پښتو ژبې د «ټ» غږ لپاره په نړیواله فونيټېکه ابېڅې کې دا [ ʈ ] ګرافیم، د «ډ» غږ لپاره دا [ ɖ ] ګرافیم، د «ړ» غږ لپاره دا [ ɻ ] ګرافیم او د «ڼ» غږ لپاره دا [ ɳ ] ګرافیم ټاکل شوی دی. اوس غواړم دغه څلور غبرګژبیز (Retroflex) غږونه بېل بېل تشرېح کړم.

د [ ʈ ] غبرګژبیز (Retroflex) غږ:

دا غږ په پښتو ژبه کې د «ټ» په ګرافیم لیکل کېږي. دا غږ یو خوله ییز بېواک (Consonant) غږ دی معنا دا، چې د دې غږ د زېږ یا جوړېدا پر وخت د هوا بهیر له خنډ سره مخامخېږي. د وتونځي یا مخرج له مخې، لکه څنګه چې مو پورته وڅېړه، دا غږ غبرګژبیز (Retroflex) غږ دی معنا دا، چې د دې غږ د جوړېدا پر وخت ژبه د خولې په تشه کې په پوره ډول کلک تالو ته اړمېږي. دا غږ په زېږځي کې د ادا کولو د ډول له مخې تم (Plosive) غږ دی معنا دا، چې د دې غږ د زېږ یا جوړېدا پر وخت د هوا جریان په پوره ډول تم کېږي او بیا د چاودنې په ډول ازادېږي او غږ زېږي. دا غږ د غږیز وصف یا د غږنتیا او ناغږنتیا له مخې ناغږن (Voiceless) غږ دی معنا دا، چې د دې غږ د زېږ پر مهال په حنجره کې غږیزې پردې په اهتزاز نه راځي. دا غږ د هوا د جریان د مېخانیکیت له مخې یو ساهوایي (Pulmonic) بېواک غږ دی معنا دا، چې د دې غږ د زېږ لپاره هوا له سږو څخه اخیستل کېږي. د دې غږ الوفونیک (Allophones) شکلونه تراوسه پېژندل شوي نه دي. په پښتو ژبه کې دا غږ د کلمې په سر کې (ټينګ)، منځ کې (واټن) او په پای کې (پټ) راتلی شي.

د [ ɖ ] غبرګژبیز (Retroflex) غږ:

دا غږ په پښتو ژبه کې د «ډ» په ګرافیم لیکل کېږي. دا غږ یو خوله ییز بېواک (Consonant) غږ دی، چې د دې غږ د زېږ یا جوړېدا پر وخت د هوا بهیر له خنډ سره مخامخېږي. د وتونځي یا مخرج له مخې دا غږ غبرګژبیز (Retroflex) غږ دی، چې د دې غږ د جوړېدا پر وخت ژبه د خولې په تشه کې په پوره ډول کلک تالو ته اړمېږي. دا غږ په زېږځي کې د ادا کولو د ډول له مخې تم (Plosive) غږ دی، چې د دې غږ د زېږ یا جوړېدا پر وخت د هوا جریان په پوره ډول تم کېږي او بیا د چاودنې په ډول ازادېږي او غږ زېږي. دا غږ د غږیز وصف یا د غږنتیا او ناغږنتیا له مخې غږن (Voiced) غږ دی، چې د دې غږ د زېږ پر مهال په حنجره کې غږیزې پردې په اهتزاز راځي. دا غږ د هوا د جریان د مېخانیکیت له مخې یو ساهوایي (Pulmonic) بېواک غږ دی، چې د دې غږ د زېږ لپاره هوا له سږو څخه اخیستل کېږي. د دې غږ الوفونیک (Allophones) شکلونه تراوسه پېژندل شوي نه دي. په پښتو ژبه کې دا غږ د کلمې په سر کې (ډول)، منځ کې (اوډل) او په پای کې (هوډ) راتلی شي.

د [ ɻ ] غبرګژبیز (Retroflex) غږ:

دا غږ په پښتو ژبه کې د «ړ» په ګرافیم لیکل کېږي. دا غږ یو خوله ییز بېواک (Consonant) غږ دی، چې د دې غږ د زېږ یا جوړېدا پر وخت د هوا بهیر له خنډ سره مخامخېږي. د وتونځي یا مخرج له مخې دا غږ غبرګژبیز (Retroflex) غږ دی، چې د دې غږ د جوړېدا پر وخت ژبه د خولې په تشه کې په پوره ډول کلک تالو ته اړمېږي. دا غږ په زېږځي کې د ادا کولو د ډول له مخې نسبي تقریبي (Approximant) غږ دی، چې د دې غږ د زېږ یا جوړېدا پر وخت د هوا جریان نه د ځینو بېواکو غږونو په شان په پوره ډول تم کېږي او نه هم د خپلواکو غږونو په شان په پوره ډول ازادېږي، بلکې د دې دواړو ترمنځ د هوا د جریان په مقابل کې د لږ خنډ په راتګ سره دا غږ ادا کېږي، چې همدا لږ خنډ یې له خپلواکو غږونو بېلوي. دا غږ د غږیز وصف له مخې غږن (Voiced) غږ دی، چې د دې غږ د زېږ پر مهال په حنجره کې غږیزې پردې په اهتزاز راځي. دا غږ د هوا د جریان د مېخانیکیت له مخې یو ساهوایي (Pulmonic) بېواک غږ دی، چې د دې غږ د زېږ لپاره هوا له سږو څخه اخیستل کېږي. د دې غږ الوفونیک (Allophones) شکلونه تراوسه پېژندل شوي نه دي. په پښتو ژبه کې دا غږ د کلمې په سر کې (ړنګ)، منځ کې (اړم) او په پای کې (مړ) راتلی شي.

د [ ɳ ] غبرګژبیز (Retroflex) غږ:

دا غږ په پښتو ژبه کې د «ڼ» په ګرافیم لیکل کېږي. دا غږ یو پزیز بېواک (Consonant) غږ دی معنا دا، چې د دې غږ د زېږ یا جوړېدا پر وخت د هوا بهیر د خولې له لارې په پوره ډول بندېږي او د پزې له لارې جریان پیدا کوي. د وتونځي یا مخرج له مخې دا غږ غبرګژبیز (Retroflex) غږ دی، چې د دې غږ د جوړېدا پر وخت ژبه د خولې په تشه کې په پوره ډول کلک تالو ته اړمېږي. دا غږ په زېږځي کې د ادا کولو د ډول له مخې پزیز (Nasal) غږ دی لکه چې مخکې مو یادونه وکړه، د دې غږ د زېږ یا جوړېدا پر وخت د هوا جریان د خولې له لارې بندېږي او د پزې له لارې هوا ازادېږي او په دې ډول غږ زېږي. دا غږ د غږیز وصف له مخې غږن (Voiced) غږ دی، چې د دې غږ د زېږ پر مهال په حنجره کې غږیزې پردې په اهتزاز راځي. دا غږ د هوا د جریان د مېخانیکیت له مخې یو ساهوایي (Pulmonic) بېواک غږ دی معنا دا، چې د دې غږ د زېږ لپاره هوا له سږو څخه اخیستل کېږي. د دې غږ الوفونیک (Allophones) شکلونه تراوسه پېژندل شوي نه دي. په پښتو ژبه کې دا غږ د کلمې په سر کې (ڼکی)، منځ کې (باڼه) او په پای کې (کوڼ) راتلی شي.

د پښتو ژبې په معیاري لیکنو ور اخوا پورته څېړل شوي څلور غبرګژبیز غږونه د پښتو په ټولو ګړدودنو کې شته او ټول پښتانه یې ادا کولی شي؛ خو یوه خبره اړینه بولم، چې دلته یې یادونه وکړم: په کندهاري ګړدود کې د «ښ» او «ږ» غږونه هم په غبرګژبیز وتونځي (مخرج) ادا کېږي؛ ولې په مرکزي ګړدود کې همدا غږونه په کلک تالوییز وتونځي ادا کېږي او همدا منل شوی معیار هم دی. د دې غږونو ستونزه دلته ځکه څېړم، چې یوه ډله پښتانه یې په غبرګژبیز وتونځي ادا کوي او بله ډله یې په کلک تالوییز وتونځي ادا کوي، چې د فونيټېکس په برخه کې دا خبره د یادې وړ ده. د دې دوو غږونو لپاره، چې د پښتو پوهانو په اتفاق یې دغه ادا معیار ګڼل شوې، د «ښ» او «ږ» غږونه په کلک تالوییز (Palatal) وتونځي سره ادا کېږي او په نړیواله ابېڅې کې یې د «ښ» لپاره ټاکلی ګرافیم دا [ ҫ ] دی او د «ږ» لپاره ټاکلی ګرافیم دا [ ʝ ] دی؛ خو د کندهاري ګړدود لپاره په نړیواله فونيټېکه ابېڅې کې، چې د «ښ» او «ږ» غږونه په غبرګژبیز وتونځي سره ادا کوي، د «ښ» غږ لپاره دا [ʂ] ګرافیم ټاکل شوی او د «ږ» غږ لپاره دا [ʐ] ګرافیم ټاکل شوی دی.

دا چې د کندهاري ګړدود دغه دوه غږونه د اوسنۍ مقالې په تړاو یوازې ګړدودي ارزښت لري او پښتو پوهانو یې معیار په کلک تالوییز وتونځي سره ښودلی؛ نو دلته یې له څېړنې تېرېږم. که ژوند یاري کوله؛ نو په دې دوو غږونو او په کې شته جنجال به بیا وغږېږم.

 

اخځلیکونه

  • زیار، مجاور احمد. پښتو پښویه. چاپ نېټه (۲۰۰۵زېږدیز).
  • سادات، نورالحیا. د نړیوالې فونيټېکي الفبا په مرسته د پښتو ژبې د غږیزو ځانګړنو څېړنه (د ماسټرۍ تیزس).
  • مرهون، محمود. اوازپوهنه. چاپ نېټه (۲۰۱۶زېږدیز).
  • Hickey, Raymond. Phonetics & Phonology (Pages: 20-22)
  • IPA (International Phonetics Alphabetic) Chart (2015 revised)

 

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه

 

Categories: ژبپوهنه,ژبه,ژبه، فرهنګ، کلتور