نظم / حوره سپيڅلې

0 149

‎نن شپه درځمه
خامخا درځمه

درځم له تاسره
‎نن شپه؛ زه تر سهاره پورې
‎په وچو شون‌‌‌‌‌‌‌ډو
‎په زخمي ګوتو مې
‎له درده لرې
‎خو د درد په غیږ کې
په ژړغوني او بې سیکه اواز
‎سندرې وایم موسیقي غږوم
‎له درده ‌‌‌‌‌‌ډکه موسیقي نڅوم
‎د هر ژوندي انسان له درده به یې وغږوو
‎د زوړ جومات ملا به؛ غوږ د دیواله شاته وي
‎هغه ریښتنی وفادار مین به
‎زما اوستا له موسیقۍ سره جوړه ژړیږي
‎د ژړا غږ به یې زمونږه موسیقي ته لا ښکلا وربښي
‎د ژړا درد به یې
‎له سترګو نه تلپاتې رڼایي پټه کړي

‎نن شپه درځمه 
‎خامخا درځمه
‎نوی رباب
‎نوي سیتاره سره
‎پوهیږم هیڅ راته ویلي نشې
‎د درد کیسه دې هیڅ کولای نشې
‎څنګه چې پيل کړې کیسه؛ زړه دې را‌‌‌‌‌‌ډک شي
‎د دردونو مزي تاو راتاو شي

‎خو زه درځمه 
‎خامخا درځمه
‎نن شپه به دواړه خپل دردونه
‎له چا نه پټوو
‎د موسیقۍ په ژبه
‎په هنرمندو ګوتو
‎پرته د چا له ویرې
‎نن شپه د درد د پټولو خپل غرور ماتوو
‎نن شپه خپل درد غږو
په پخوانۍ، زړه، اصیله، افغانۍ موسیقي

د خپلې مینې د اظهار لپاره
د خپل ژوندون په بیه
نن شپه هیڅ ویره نکړم
دا مې وعده ده
چې درځمه
خامخا درځمه

‎حوره سپېڅلې

Comments
Loading...