مستعارې کلمې /  وجیهه اخترزۍ

 

په هره ژبه کې د نورو ژبو کلمې په مستعار ډول خامخا راننوځي. لکه څنګه، چې په پښتو کې د عربي، پارسي اونورو ژبو کلمې راننوتې دي، چې مفغن ورته ویل کېږي که فارسي ته ننوزي مفرس، عربي کې معرب، هندي کې مهمند… ورته ویل کېږي. په ژبه کې کلمې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته په څلور ډوله انتقالیږې، چې په لاندې ډول دي:

۱ـ هغه کلمې دي، چې له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته  پرته له کوم تغیره ننوځي، چې هیڅ بدلون په کې را نه شي نه د لفظ او نه د معنا له پلوه، یعنې چې په هر شکل، چې په لومړنۍ ژبه  کې دي، معنا یې ده، په همغه شکل او معنا بلې ژبې ته انتقال شي. لکه: قانون، قاضي، مفتي… .

په پښتو ژبه کې د عربي ژبې ټولې علمي، مذهبي اصطلاحګانې، نومونه او اعلام، چې پرته له کوم تغیره پښتو ته ننوتي، په خپله اصلي بڼه ليکل کېږي. لکه: صرف، نحوه، منطق، معرفت، حج، ذکات، قبله، مدینه، قاهره، حمید، محمود… .

اصلي معنا هم ساتي او لفظي هم؛ خو بلې ژبې ته راغلې دي.

۲ـ داهغه کلمې دي، چې معنا ساتي؛ خو لفظ ته تغیر ورکوي، یعنې معنا یې همغه لومړنۍ وي، کومه یې چې په لومړۍ ژبه کې ده؛ خو په اوښتي شکل لیکل شوي وي. لکه: قمیس = کمیس

په پښتو کې دا هغه کلمې دي، چې زیاتې استعمالېږي او ضرورت ورته زیات دی. لکه: وقت = وخت، خلق = خلک، قحط = کاختي، نماز دیګر = مازدیګر، مشعل = مشال او داسې نور.

۳ـ دا هغه کلمې دي، چې لفظ ساتي؛ خو په معنا کې یې پراخوالی راځي. لکه: په پښتو کې یې ډېره ښه بېلګه د مکتب ده. مکتب په پښتو ژبه کې ښوونځي ته ویل کېږي او په عربي کې مکتب د لیکلو ځای ته ویل کېږي او دا الفاظ پښتو ته له عربي څخه راغلي دي،‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ یعنې دلته یې لفظ وساته؛ خو په معنا کې یې لومړنی حالت پاتې نه شو، پراخوالی پکې راغی. داسې نورې ډېرې بېلګې هم لري.

۴ـ دا هغه کلمې دي، چې هم لفظي او هم معنوي تغییر په کې راشي، یعنې هم لفظ او هم معنا بدلوي. د داسې کلمې پېژندل ستونزمن دي؛ نو د پوهېدو لپاره یې زیاتې مطالعې ته اړتیا ده؛ خو په پښتو کې یې یوه ښه او اسانه بېلګه موټر کېدای شي، یعنې موټر موتور ته ویل کېږي، چې د ماشین په معنا دی. دلته وینو چې هم لفظ تغییر شو او هم معنا.

یادونه: په پښتو ژبه کې د مستعارو کلمو د راتګ په اړه یو څو مهم ټکي د یادولو وړ بولم، چې په لاندې ډول دي:

۱ـ  په پښتو ژبه کې مستعار توري موجود دي، که له دې څخه هر یو په پښتو ژبه کې د پښتو ژبې په هره کلمه کې راشي؛ هغه د پښتو ژبې کلمه نه ده یا به له عربي څخه راغلې وي او یا به هم له بلې کومې ژبې څخه راغلې وي.

۲ـ په کومه کلمه کې چې دوه یا زیات عربي توري راشي؛ نو هغه تل ورسره د پښتو ژبې په نږدې مخرجه توري اوړي. لکه: قفل = کولپ، قاشق = کاشوغه، قمیس = کمیس، مصرع = مسره، طمع = تمه او داسې نور.

په عمومي ډول( ص او ث په س)، (ط په ت)، (ق په ک)، (ذ او ظ په ز) او (ع په الف) اوړي.

یوازې« وخت، تاخ» کې (ق په خ) او په چاغ کې (ق په غ) اوښتی دی.

بله مهمه خبره دا ده، چې پښتو یو څه کلمې چې ځینو کسانو لکه: (ق، ص، ط، ع) لیکلي دي، هغه په اصل او ريښه کې پښتو دي او په غلطۍ معربې شوې دي؛ نو ځکه د دغسې کلمو په خپل اصل لیکل په کار دي. لکه:

سم                      ناسم

کتره                  قطره

غیچي                 قیچي

کوتی                 قطی

کتار                  قطار

کچر                  قچر

کولبه                 قلبه

سابون               صابون

لال                  لعل

مرکه               معرکه

د چاپ منبع: سپین غر مهالنۍ، لومړی کال ، لومړی ګڼه،سه شنبه، ۱۳۹۶د لړم ۲۳مه

Categories: ژبپوهنه,ژبه,ژبه، فرهنګ، کلتور