طنز – سياسي روغتون / عبدالنافع همت

0 121

د ډاکټر د کوټې مخ ته  مي غالمغال تر غوږ سو. يوه سياسي رهبر ويل د ډاکټر کوټه دغه ده. بل ويل نه هغه بله کوټه ده. ګورم چي يو رهبر يوې خوا ته او بل يې بلي خوا ته زورونه وهي، يو رهبر بوډا او بل يې پوخ سړی دی، يوه يې وطني کالي اغوستي او بل ډېره فیشني دريشي اغوستې ده. کله چي ښه ورته ځير سوم، نو ګورم چي د دوی د ملا تير يو، خو سرونه، پښې او لاسونه يې سره جلا دي. په دې وخت کي سپين ږيري رهبر په زوره چيغه کړه او بل يې په ځان پسي کش کړ، په همدې کشولو کشولو کي د ډاکټر کوټې ته ورسېدل.

د ناروغ پايوازانو ډاکټر ته د معايناتو راپور ور وړاندي کړ. ډاکټر ټول معاينات په ځير سره وکتل او بيا يې وويل: دا ناروغي جان بې ادبي معاف (جان کيري) نومېږي او علاج يې له امريکا پرته بل ځای امکان نه لري، موږ يې هم علاج کولای سو، خو د جوړېدو چانس يې بيخي کم دی. علاج يې دا دی چي بايد دوی پنځه کاله نور هم يو ځای سره پاته سي، په دې ډول به يې د ملا تير وروست سي او خپله به سره جلا سي، خو دا خطر ورسره تړلی دی چي دواړه مشران فلج سي.

د دې خبري په اورېدو دواړو په خندا وويل: بس همدا علاج مو قبول دی، خو په امريکايانو علاج نه کوو، ځکه له دوی راپېښه ده. ډاکټر زياته کړه: که دا ډول علاج مو خوښ وي، نو پرهېز به هم کوئ، هغه دا چي د روغي جوړي او موقت حکومت په اړه به هيڅ ډول خبري نه اورئ، ځکه چي ناروغي مو نوره هم پېچلې کېږي او بيا يې په امريکا کي هم علاج نه سي کېدای.

يوه شيبه وروسته يې يو بل رهبر په کټ کي د ډاکټر کوټې ته راوړ. رهبر ډېر بوډا او سترګي يې چونګښي ته ورته وې، يو بل بوډا سړی هم ورسره ملګری و، هغه تر ناروغ رهبر پايواز ډېر بوډا و. ډاکټر وويل: ورورکيه دا دي زوی دی؟ پايواز بوډا په خندا وويل: نه صاحب دا مي پلار دی، ډېر مبارک انسان دی، څو واره مړ سوی دی، خو د خدای فضل دی بيرته راژوندی سوی دی. پخوا يې صحت ډېر ښه و، بس کله چي ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ايستلو اعلان وکړ، د ده عقل کار پرېښود او ژبه يې هم ګونګۍ سوه.

ډاکټر څو شېبې چورت يووړ، خو ناڅاپه موسکی سو: بس پوه سوم، دا ناروغي (BSA) نومېږي، مستقيما د انسان پر عقلي او عصبي سيسټم بريد کوي او په نتيجه کي يې د ناروغ په مغز  کي يو چينجی پيدا کېږي. (BSA) په حقيقت کي حيواني ناروغي ده، په تېره بیا په غواوو کي ډېره پيدا کېږي، خو اتلس کاله کېږي چي انسانانو ته يې هم سرايت کړی دی. علاج يې ډېر اسانه دی، جراحي عملياتو او درملو ته اړتيا نه لري، په استراحت او پرهېز يې علاج کېدای سي. بايد ناروغ تر دې وروسته له هيڅ يوه بهرني سفير سره و نه ويني، بايد د ده په مخکي د امريکايي عسکرو په اړه بحث و نه سي، بايد د ده په مخکي د غوا نوم ياد نه سي،  بل دا چي ناروغ به د نصرت فتح علي خان، لتا منګيشکر او استاد سرآهنګ سندري نه اوري، ځکه چي په دې ډول يې په مغز کي په خواږه خوب ويده چينجی رابيداره کېږي او نڅا پيل کوي، بله مهمه خبره دا ده چي د ښکلو نجونو اکروباټيک حرکات خو به ګرسره نه ويني.

څو شېبې وروسته د ډاکټر د کوټې دروازه په درز خلاصه شوه، د ډاکټر تر خوله بې واره ووتل: خدايه فضل وکړې! يو ناروغ رهبر له اجازي پرته د ډاکټر کوټې ته راننووت. غوښتل يې څه ووايي، خو يوه پايواز يې خبره ونيوله: ډاکټر صاحب دا ناروغ څلوېښت کاله کېږي چي د ګوند مشر دی. ناروغي يې دا ده چي کله په اجرائيه شورا کي څوک د ګوندي انتخاباتو نوم ياد کړی، نو دی وار ورباندي کوي او وايي چي زه مهدي اخر زمان يم، د هيچا خبرو ته غوږ نه نيسي، په ټول ګوند کي بس يوازي د خپلو زومانو خبره مني. له دې سره سم يې د الټراساونډ او معايناتو راپور د ډاکټر پر مېز کښېښود.

ډاکټر د الټراساونډ راپور وکوت او په ارامه يې وويل: د مشر په نس کي يو لوی چينجی پيدا سوی دی او د ده په معده او کولمو کي يې زرګونه هګۍ اچولي دي. هره هګۍ چي بچی سي، نو دا چينجی يې سمدلاسه خوري، بس همدا يې خوراک دی، ځکه خو دومره لوی سوی دی.  دا ناروغي (GHQ) نومېږي او په دالو کي پيدا کېږي. علاج يې هيڅ امکان نه لري، که جراحي عمليات يې وروکړو او له خېټي څخه يې چينجی راوباسو، نو په خېټه کي يې هره هګۍ په خپل نوبت بچی کېږي او دې ته ورته بل چينجی ځني جوړېږي، خو موقت علاج يې کېدای سي، هغه دا دی چي د يوې مياشتي لپاره به دال نه خوري، په دې ډول به چينجی د يوې مياشتي لپاره بې سده سي، تاسي بايد په يوه مياشت کي ګوندي کنګره راوغواړئ او د ګوند لپاره بل مشر وټاکئ، خو دا علاج پرهېز هم لري، هغه دا چي ناروغ به له خپلو زومانو سره نه ويني او هيڅ ډول پاکستاني خواړه به نه خوري. له دې خبري سره سم رهبر له علاج څخه انکار وکړ، خو پايوازانو د خبرو نوبت ور نه کړ، تر اوږو يې ونيو او په کشولو کشولو يې د ډاکټر له کوټې څخه وایست.

څو شېبې وروسته څو نفرو يوه بوډۍ سياستواله تر اوږو نيولې راوستله، جالبه دا وه چي  د خاصرې له لګن سره يې چوکۍ کلکه نښتې وه. پايوازانو وويل چي اتلس کاله کېږي دا چوکۍ کله ور پوري نښتې ده، مشره لومړی څه ښه وه ځوانه وه، خو اوس چي بوډۍ سوې ده، نو دا چوکۍ له ځانه سره نه سي وړلای. ډاکټر وويل چي دا ناروغي (تعصب) نومېږي، په پاکستان کي ډېره ده، په تېره بيا پوځي جنرالان اکثره په دې ناروغۍ ککړ دي، کېدای سي دې ته هم له کوم جنرال څخه د جنسي اړيکو له لاري ورغلې وي. لکه ايډز هيڅ علاج نه لري، ځکه چوکۍ هم په هډوکو بدله سوې ده، که جراحي عمليات يې کوو او چوکۍ ځني جلا کوو، نو نورو هډوکو ته يې زيان رسېږي، وينه ځني بهېږي او مړه کېږي، بس يوازي دومره مرسته ورسره کولای سو چي تر څو ژوندۍ وي لږ څه به ارامه وي، بايد په پرله پسې ډول ورته وويل سي چي ته په افغانستان کي د بشري حقونو اتله يې، ستا له برکته په ټول افغانستان کي تعصب ختم سوی دی، ته د افغانستان نيلسن مډيلا يې، خو سپينه منډيلا. دا هم ورته وواياست چي له طالبانو سره د سولي خبري ناکامه سوي دي، هغوی به په زور ځپل کېږي، بايد په مياشت کي يې يو ځل په مشهد کي د پاکستان د پخواني ګورنر (موسی هزاره) زيارت ته هم ورولئ!

Comments
Loading...