د نبوغ شاعر / محمد مصطفی سمون

0 56
شاعري فطري عمل دی، که د ریاضت له لارې کسبیږي؟ د دې پوښتنې په رڼا کې ویلی شو، چې د فطرت او ریاضت له امتزاجه د شاعرۍ نبوغ زیږي، چې بیا هر څوک شاعرۍ ته لاس کړي یو څه پنځوي، چې دی یې غواړي.
شاعري اصلا د طبیعت سره خواله کول دي. چې انساني اړیکې له هغو برخو سره اشنا کوي، چې د هنر او  ښکلا په بهارونو کې جوپې وهي.
د شاعرۍ نبوغ ته رسېدل بیا هغه څه غواړي، چې انسان یې په لټه کې وي. د دې لټې سرلاری خپله همدا شاعر دی، چې د مطالعې او ریاضت له لارې د ګاڼه موندلی شي.

موږ په ټوله کې د شاعرۍ ذوق لرو؛ خو د برملا کولو او ویلو څخه یې ویریږو یا یې توان نلرو.

د هر څه زده کړه دوامداره ریاضت او تمرین غواړي، چې هر فرد یې باید ترسره کړي؛ ترڅو د شاعرۍ هغې مرحلې ته ورسیږي،چې د نبوغ څښتن شي.
شاعر بیا په ذوقي لحاظ هغه څه زیږوي او هم د ټولنې ټولې خواوې په یو فورم کې روښانه کوي، چې له دې سره موږ لوستونکي هم هغه شاعري لولو، چې زموږ د ذوق تنده پرې خړوبیږي.
د دې بهیر یو لاروی سردار شاه احسانمند دی، چې په نظمونو کې یې شعریت پاللی او د غزلیزې ښکلا تنده  هم پرې ماتیږي، چې په محتوایي لحاظ یې هېوادنۍ، بشرپالنې، ټولنیز او ذوقي انځورونه د نظم په ژبه وړاندې کړي. دا د دې ښکارندوي کوي، چې احسانمند د ټولنې ټول اړخونه په دې کم عمر کې حس کړي.
دا احساس د ټولنې په هغو وګړو کې فعاله وي، چې د ادراک قوه یې په خوځښت وي. په ژوند کې د هر څه په یو وار لوړېدل د هغه لوېدل هم ژر دي، چې دا څه د ژوند په ټولو اړخونو کې د وخت تېرېدو سره لیدل کیږي، چې دا څه د شعر په نړۍ کې هم لیدل کیږي؛ خو احسانمنذ په شاعرۍ کې داسې ورو ورو په غوړېدو دی.لکه عطرینه ماڼۍ چې څومره ترې فاصله نیسې همغومره عطرین احساس دې په خوځښت راولي. احسانمند د انساني عواطفو د نشتون په اړه داسې تصور لري.
هغه اوس هم په ما باور نه لري
هغه اوس هم زما د سر قاتل دی
هغه اوس هم په ټوپک زړه ښه کوي
هغه اوس هم د هر بشر قاتل دی
دی د پښتون احساس په را ژوندي کېدواو یو ځای کېدو کې هم غلی نه دی پاتې، چې وخت به راشي مخ به علم او هنر ته واړوي.  وایي چې:
پښتانه بــــه د غـيرت پـه توره نـه مري
پښتانه بــــه آزادي د خـيبر اخــلـــــي
پښتانه بــــه ککـرۍ د دښمن پرې کړي
پښتانه بــــه ژونـد تـه جام د کوثر اخلي
پښتانه بــــه د پښتو هيله ژونـدۍ کړي
پښتانه بــــه غلامــــۍ نـــه رابهر شي
پښتانه بــــه د خانۍ شمله پـه سر کړي
پښتانه بــــه ملنګـــۍ نـــه رابهر شي
پښتانه بــــه د سيالـۍ ډګـــر تــه وځي
پښتانه بــــه راستنيږي نــه تر مرګــــه
پښتانه بــــه نور د جنګ قربانــي نـه وي
پښتانه بــــه وژل کيږي نـه تر مرګــــه
د احسانمند د ورک خوبونو په ټولګه کې د ژوند نا سپړل شوې پاڼې لوستلی شو؛ نو پکار ده، چې د ده شاعري په دقت ولولو او د ژوند اړخونه پکې ومومو دا موندل یوازې تر اورېدلو محدود نه کړو؛ بلکې په دقت فکر هم پرې وکړو.
 الله دې احسانمند ته ډېر عمر ورکړي.
د همداسې تاند روان او هڅاند قلم په هیله یې.
پښتانه بــــه د پښتو تاريخ ژوندى کـړي
پښتانه بــــه د پښتون ارمان پوره کـړي
پښتانه بــــه پښتونخوا د امن کور کـړي
پښتانه بــــه د مضمون عنون پوره کـړي
Comments
Loading...