د سمبولیستانو له نظره شاعر/ جمشید عمرعمر

0 367

سمبولیستانو به ویل چې که غواړی لوستوونکو ته فکر ورکړئ؛ نو سمبول وکاروی. د ۱۹مې پېړۍ په اواخرو کې فرانسوي ادیبان د ریالیزم څخه ستړي شول او سمبولیزم ته یې مخه کړه. دوی به ویل: (( هنري اثر باید تر ممکن حده د مستقیم بیان څخه لري وي او باید سمبول څخه کار واخیستل شي)).

سمبولیزم د عواطفو او افکارو یو غیر مستقیم بیان دی، چې شاعر یې د اشارو او هغو سمولونو نه په استفادی سره وړاندي کوی، چې توضح شوي نه وي او دا ددي لپاره چې لوستونکی يې د عواطفو او روحی او معنوي تاثراتو څخه خبر شي، چې دي ته انساني سمبولزیم وایي ( چدویک).

د عیني تصویرونو او محسوساتو څخه چې بیا پکې استفاده کیږي هغه ته عالی سمبولیزم وايي. (کادن) دوی وایی چې دا نړۍ د خیالی نړۍ سیوری او نمیګړي نمایشي بڼه ده. دوی کوشش کوي، چې یوه داسې خیالي نړۍ رامنځته کړي، چې هلته هیڅ کړاو او ناکامي نه وي یعنی څنګه چې انسانان هیلې کوي هماغه دي وشي. لکه کلوریج به چې ویل: (( د شتو څخه ګټه تر لاسه کړئ)) یا (( د فاني قصور د شتو څخه واخلئ)).

سویډنبرګ به ویل چې ارمانې نړۍ ته تګ په عرفان او دین سره نه کیږي، بلکې د شعر په وسیله ممکن دی. همدا و چې سمبولیزمو شاعرانو همدا مفکوره په شعر کې وکاروله او بودلر ولیکل: (( همدا شعر دی، چې د قبر هغې خوا روح او ښکلا پرې لیدلی شو)). سمبولیستانو به دا فکر کاوه، چې انسان په دې نړۍ کې تبعید او بندې دی؛ نو په خپلو اشعارو کې به یې یوه داسې دنیا ترسیمه وله، چې هلته همیشه کامیابي او غم بیخې شته نه وي او دغه کار به یې د محسوسو تصویرونو او سمبولونو له لارې لوستونکو ته وړاندې کاوه، چې لوستوونکي له هغې خبر شي. همدا و چې بودلر او پيروانو یې شاعر ته د غیب ویونکي  (Voyant مقام ورکاوه او په دې باوري و، چې یواځې شاعر کولی شي چې ریښتینې نړۍ (هغه دنیا) ته سر ورښکته کړي او د هغې هغه پټ ګوهر وویني او موږ ترې خبر کړي.

مثلاً د بودلر یو شعر دی چې عنوان یې دی ( مرګ دی چې سړی ته ارام بخښي). په دې شعر کې وايي چې دوه ګوتې ځای دی؛ خو ارامه او اسوده دی. یعني د ټولو هېلو او امیدونو د پيدا کیدو مکان.

یا ( نشه اوسی). دلته وایی که غواړۍ چې د بدبختیو نه ځان خلاص کړئ؛ نو همیشه مست و اوسی. بیا پوښتنه کوي، چې څنګه مستي؟ جواب: شعر، شراب او پرهیزګاری.

همداسې یوه بیلګه یې کیدای شي د استاد پسرلې دغه بیت هم وي:

ګور که د ارام بستر وي زه هم پسرلیه اوس

څو وخته ارام ته د یو ډېر ستړي مزله راغلم

یا

ځار ځار د مرګ خوږي شیبې چرته دي؟

ځه ځه زموږ د ژوند خاني تُف تُف

نسیم ایثار

دغسې فکر د سمبولیستانو څخه مخکې هم موجود و، لکه: فلیپ  سیدني (Philip Sidney)  چې یو انګلیسي شاعر و په ۱۶مه پېړۍ کې یې ژوند کاوه وویل: (( شاعر یو داسې پيدا کوونکي دی، چې کولی شي په خپل قدرت سره یوه داسې نړۍ وزیږوي، چې د اوسنۍ نړۍ نه غوره وي او ویل به یې: چې دا نړۍ لکه سپين زر ده؛ خو شاعر ورته د سروزرو رنګ ورکوي)).

سمبولیستانو ولی داسې فکر کاوه؟ ځکه چې غوښتل یې ددي نړۍ د دردنو او کړاونو څخه ځانته د خلاصونو لاره ولټوي او غوښتل یې چې یوه داسې  خیالې نړۍ ترسیمه کړي، چې هلته هر کس خپلو هیلو ته په اسانۍ سره ورسیږي، کنه په اوسنۍ نړۍ کې خو ډېری خپلې هېلې ګورته وړي.

Comments
Loading...