د (افغانستان د ژبپوهنې اطلس) د بيا پیل په موخه

0 56

کره

يونلیک [۸- ۲۱زمری۹۸]:

د (افغانستان د ژبپوهنې اطلس) د بيا پیل په موخه

 

درنۍ-۸ زمری۵-۸ کابل هوایي ډګر ته د فرانسې پر لور: غرزي د هوایي ډګر تر روستۍ دروازې ور سولم او د(افغانستان علومو اکادمۍ) له مشر څېړنوال ډاکتر شکېب او څېړنوال نیازي سره یوځای لنډ پرلنډه د ترمینل وي.آی. پي. خواته ورغلو. تر هغې روسته چې  امنیتي پازوالو ته مو پاسپورتونه او د لوړې جمهوري پوړۍ (مقام) لیکونه ورښکاره کړل، هله یې د ورننوتو اجازه راکړه.شېبه پس د پلاوي څلورم غړی، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو مرستیال ښاغلی رحیم پیرزاده پاسپورت او بورد ینګ پاس پرلاس او تورشخولی په ترخ کېد ترمینل له دننې خوا راننوت. هغه خپل چمدان تورکي شر کت ته مخکې له مخکې سپارلی وو او زموږ داپازوال له ټکټو او پاسپورټو سرهوروړل او یوه اوږده لا رغه پس یې راته هغه لاسوندونه له رسیدونو او بورډینګ پاسونو سره راوړل.سات نیم روسته ورپسې ور وخوځېدو، پر اتو الوتکې ته وختو اوسات روسته یې د استانبول په موخههواته پورته کړو.

ګړۍ نیمه روسته چې  لا د پاروپامیزاد د اسمانڅکو غرونو واورین ستونځونه (قله ها(مو د سترګو له کړکیو  پنا شوي نه ول، مېلمه پالو یوه خوندوره سهارنۍراباندې وخوروله او داچې ورځ مو پرمخ پر لپسې غځېدله، نو د ځايي وختلا تنکۍ غرمه وه چې په استانبول کې کښته شو او سم له سمونې مو د پاریس په موخه اړوند پازوال د لا لوکسې تورکي الوتکې دروازې ته ورسیخ کړو. ترڅو چې له غرمنۍ او لمونځ اودسه وزګارېدو، د ملاوستنو د تړنې بولۍ راکړ شوه او لاهغسې ماسپښین مهال وو چې الو تکه  د دوګول هوایي ډګر پرځغل لیکه پرځغاسته شوه.له پاسپورت کتنځایه له وتو سره سم دافغان سفا رت فرهنګي سکرتر اصغر یاور او امنیتي غړي، ښاغلي زمریالي هودخېل له تاوده هرکلي سره مخ شو او په غبرګو ګاډو کې یې له لویو وړو شخولو سره راسپاره کړو. دېرش- څلوېښت پېله (دقیقې) روسته يې دپاریس په شمالي سیمه (ستېن) کې د (آیبیسIbis) نومي دوه پوړه هوټل پر وربوی ورننیستو. ښاغلی امان اله مشواڼي چې هغه یې راته وار له مخه ریزرف کړی وو، هملته راته سترګې پرلار  ولاړ وو، تر تاوده غاړې روغبړ سره یې د سفارت دواړوغړو راڅخه د سبا رسمی لیدوکتو په هیله د بیرته تګ اجازه واخېسته او موږ سره په دوه خونو کې ځای پر ځای شو؛ درانه شکېب او ښاغلي نیازي ځانته خونه پر ما ولوروله او پخپله پر هماغه یوه ګډه خونه له سرپرسر کټونو او تشناب سره بسیا شول؛ هغه هم ښايي په دې لامَل چې زما منګ د دواړو هومره کېږي، یانې له دې پلوه زه هم دوه کسیزراتلم!

څنګه چې لمر لا هغسې  د هسک له هسکو را کېوتی نه وو ، نو تر یوې لنډې چای دمې روسته ښاغلي مشواڼي لنډ پر لنډه د فرانسې تر ټولو ستر او ارت و بیرت کورنېو پارک(Parc De la Covrneuve) نومي، نیم طبیعي– نیم کولتوري ځنګلي پارک ته ور وخېژولواو دومره پکې پر مخ پورته ولاړو چې د پاریس سَن دني ((Saint Dnis nis)کلیسا،ایفل برج، جمهوري لېزې ماڼۍ،  او نورو اسمانڅکو ود انیو له ورایه سترګې را وبرېښولې. کله به د هسکو هسکو ځړوبیو نندارې ته تم شو او کله به لاندې لا ندې د رڼو رڼو ډنډونو پر مخ د هسکو غاړو بتو نڅاوو او له کتار کتاربچوړوسره د هیلیو منډو رامنډو ته پښه نیولي سانیولي ودرېدو.

 ترڅو چې لمر پر غرغړه شو او موږ ستړي ستوړی او وږي تږيهم د راستنېدا په تکل کې شو. د لارې په اوږدو کې مو د  نورو سیلانیانو پر پلیونۍ د الوچو ښاخونه راټیټول او خپله ولږه مو پرې غولوله. خو بیاهم هوټل ته له رسېدا سره که مشواڼي له بازاره د پیڅا پنډوپېړپاکټونه نه وای راوړی،دشپې به را ته له ولږې خوب نه راته او د ترشاپرېښې اوولس ساته لالهاندې ورځې ستړیااوبېخوبه شپې به مو د ور پسې رسمي کارورځې مخې ته خنډونه او ځنډونه راټوکول!

زه له خپلې لوښې سره ګهیځ لمانځه مهال راپاڅېدم، نو تر هغې چې مې دواړه همیوني راویښېدل، له ځان سره مې د وړو  توتو، اینځروخیشته ناشتهپه ګیلاسونو کې ورسره شریکه کړه، تردې چې هلته په نورو درو ورځو کېمو په ورته ناشته وو د سهارنیو تشه ډکه کړه؛که نه، تر ډېره ورته اروپايي مېلمستونو نه د (شپه اوسهارنۍ)یا(Night & Break- fast) په نامه یادېږي، هن که یې په پاکۍ او سپېڅلتیا او چوپړ کې یې د همدې شرکت په ګډون له ډېرو ګرانبیو هغو سره اړخ لګولای شو: هره ورځ يې بسترې او د تشنابولوی او واړه څپوڼي(مخوچوني او ځان وچوني) تر سابونه رابدلول، شامپو خو یېد لمباځي په نلکو کې راځړولې وه – که څه هم د هرکلي(پذیرایۍ)پازوال یې یو بړوس تورګوسڼه او لوی خېټیوو چې په یوه نیکر کې پر څرخي څوکۍ څرخېده راڅرخېده، رډ رډ يې راکتل اوله شډلې (عامیانه) فرانسي پرته، نه پر انګرېزۍ پوهېده او نه پربله اروپایي ژبه-ان فرانسي (بونژو=ورځ ښه!) او (بون سوه= شپه ښه!) يې هم نه راغبرګول، توا دتورې لویې وچې له کومې اړوندې مستعمرې نه تازه راکډوال شوی دی!

څلنۍ-۹زمری له افغان سفیر سره لیده کاته او خبرېاترې: ټیک اتنیمې مود مېلمستون وربوی ته له ورکوزېدو سره  پرامنیتي پازوال ښاغلي زمریالي سترګېولګېدې او له لنډ ګنډ اړندي برندي سره يې خپل ګاډي ته وروخېژولو او د افغاني سفارت په تکل یې د پاریس ۱۶ مې ښارمېنې، رفایل واټ پرلو ري پونده ورکړه. څنګه چېپیرزاده مو له سفیر سره  د لیدو کتو وخت د ۱۰- ۱۲ تر منځ ټاکلی وو، نو له ورسېدو سره يې سخي شاه نومي چلوونکیله ګاډي سره را وګوماره چېد پاریس نومړي تاریخي ځا یونه راباندې وویني، هغه هم دګرځندوی لاربه په څېر د شانزلېزې نومور لوی واټ له لارې د نا پلیون بناپارت موزیم او مړستون تر وربوی بوتلو، ګاډی  یې یو څه وړاندې ودراوه او دننه یې ورو ستو.له تورکي خلیفه حميد پاشا یې ولجه شوي توپونه راوښوول،خو د موزیم او مړستون ورننوتو ته مو خپلې پیسې او وخت وسپمول او همداسې مو د نوميال اسمانڅکي ایفل برج پر تشه ننداره بس را وړ. له (سېن) سیند رادېغاړه مو د ملوملتو سازمان لومړۍ غونډې یادګاري وستل ته شېبه نیمه  تم شو اونور د سفارت په تکل راسپاره شو.

ټیک پر لسو یې هغې زړې، خو پرتمینې ودانۍ ته وردننه کړو چې ستر غازي امان اله پېړۍ وړاندې له فرانسې سره د سیاسي اړیکو ټینګښت په درشل کې د سفارت لپاره رانیولې وه. ناستخونې ته له ننو تو سره راته  ښا غلي سفیر عبدلاله صدیقي غېږ راپرانېسته او سره کېناستو. تر هغې روسته یې چې خپل همکاران راوپېژندل،وار له واره يې راته د(افغانستان ژبپوهنې اطلس) په تړاو د پاریس مېشتې یونسکو له چارواکو سره ترخبرو اترو پورې د خپلو هاندوهڅو یو لنډ ګوزارش راواوراوه؛ هسې خو یې میا شت دوه وړاندې زموږد اکادمۍ او بهرنیو چارو وزارت له خوا د ور استولو لیکونو او برېښلیکو نو له مخې لیکلی غبرګون هېواد ته هم  راستولی او په هماغو لومړیو کې یې اکسفورد ته دوه درې ځله هم زنګ راوهلی وو او مټې یو وار ورسره زه مخ شوی او د ورته ګوزارش یو لنډیز یې په ټوله پښتني- افغاني مینه، په نیمه باجوړۍ او نیمه کابلۍ پښتو را ورولی وو!

همداراز فرهنګي سکرتر اصغر یاور یې د نورو هلوځلو په ترڅ کې له لندن پوهنتون (سواس) څخه زما له  ورغلې شاګردې فلورنس شهابي سره هم لیدلي کتلي او خپلې بریاوې یې ورسره شریکې کړې وې چې دوه ځلې یې د اطلس د اومو او پخو توکو دڅرک اېستنې په موخه د سویس بېرن پوهنتون ته تللې وه. ښاغلي یاور همداراز د کاوون خاموش هغه لاسوندی (مستند)ګوزارش هم راخوندي کړی وو چې  له بېرن پوهنتون او کتابتون څخه یې رابرابر کړی او د بي بي سي تلویزیون له لارې یې د پرو سږکال په روستیو کې خپور کړی وو. هرګوره،نوموړي خبریال تر هغې وړاندې له ما او اغلې قلورنس سره پر ورته سکالو رادیويي مرکه هم کړې وه. صدیقي صاحب تر سات یو نیم هومره خبرو اترور  رو سته د خپلو نورو رسمي لیدنو کتنو له کبله له موږ سره مخه ښه وکړه، خو داسې برېښېده چې زموږ د غرمنۍ لپاره يې ښاغلي یاور ته دنده سپارلې وه او هغه هم پر لنډو ایراني رستوران(شبستان) ته بو تلو، کټ مټ، لکه د تهران یا کابل رستوران غوندې یې راباندې تر پلوچلو او هوسانو پورې راز راز خوندورخواړه وخوړل.

له رستورانه له را وتو سرهزمریالی له کوره بیرته راستون شوی او  په څېرمه کوڅه کې راته سترګې پر لار وو چې تر هوټله مو ورسوي، نو له سکرتر یاور او پیرزاده سره مو مخه ښه وکړه او هغه هم په ۳۰- ۳۵ پېلو کې پراستوګنځي وسپارلو. تر یوه ګړۍ خوب روسته لږ څه ارتې کلیوالي سیمې (ساکسیل) ته د  شهنشاه کونړي او اسرارلغماني دېرې ته ورغلو چې تازه راکډوال شوي ول او له هندي ګوجراتي ځوان مسلمان سره يې په ګډه یوخونیز کورګي کرا کړې، په دې تمه چې ژر تر ژره ومنل شي او سم سهي استوګنځی یې ځایناستی کاندې!

ترچای مېوې روسته د راستنېدو په تکل کې وو چې پټ پر پټه یې بیاوخته په پخلنځي کې ماښامنۍ تر پلو او انډۍ (غورمې) او سلاتې پورې  راتیاره کړې وه، ورسره مو وخوړله او بیا دواړو هېوادوالو ان تر هوټله پلي رابدرګه کړو.

 د شکېب صاحب د واس اپ له لارې پښتیانا  او دواړو نمسوټو- نه کلنې اوېستا او دوه برابرې مشرې اسرېسره چې تر ما یوه ورځ وړاندې يې  له درو ټولګیوالو خورینو سره د دوبي رسختۍ یو اونیز چکر په لړ کې پاریس ته رسېدلې او روستۍ شپه یې دغلته تېره کړې وه.

پېنځنۍ- ۱۰زمری د برخلیک پارک او لرغونپوه فوسمن کتنه:  ګهیځ ۹ مو په توتو –اینځرو او له بېګا راپاتې۷ کیلو هندواڼې د سهارنۍ تپاک مات کړ. امان مشواڼی د کوم تراقیکي سرغړاوي او ناړامۍ له لامله د پرون غوندې نن هم هغسې تشپاڼی، په دې نیت ونمات راپسې راغی چې د پاریس او ښا یي، د درستې فرانسې او لا ګردې اروپا پرکچ يو خورا ښایسته ښکلي برخلیک (Desney) نومی سو چه فرهنګي پارک راباندې وویني.د اورګاډي په څېرمه تمځی کې موکوم پازوال ونه موند او خپلچا ري(اتومات) راڅخه ماتې پیسې غوښتې. چار ناچار لږ وړاندې بس تمځي ته ورغلو او هغه هم له در ېځلي ادلون بدلون روسته تر ځمکتل ګاډي او بیا دغه هم  د جمعې مړي غوندې یو پر بل سپارلو را سپارلو، ترڅو چې تر ټاکلي برخلیکه ورسېدلو. هلته د اوګونو هنرونو او بیایوازې د هالیووډ غوندې د فېلمونو نندارځیو، نه زموږ له سفر خرڅ سره اړخ لګاوه او نه له ټاکلي رسمي وخت سره. پر هماغو بې ټېکټو ګره بره نندارو او عکاسیو مو بسنه وکړه او مخ پر سوېل په بر ېښناوزمه تېز اورګاډي کې را سپاره شو. خو له دې مو څه باګه وه چې رفایل واټ ته مو تر ټاکلي وخته ګړۍ دوهمخکې رسوي!

په ورڅېرمه پارکګوټي کې راته وخت ګوډول غنیمت واېسېدل پر اوږدړیو لرګینو، څوک کېناستو او څوک وغځېدو. بدرګه مشواڼی مو پرڅوکۍ هماغسې غځېدلی خوبولی پرېښود او دشکېب صاحب  یو نیم څیزلکهواخلې پاسپورت، یاکولچې او بیا زما د پاسپورت، نورو لاسوندونو او سل دوه یورو غوټه يې هم تر سرلاندې اېښې وه چې د چورکېدلو تراره يې هم هله په زړه کې راوټوکېده چې چا راته د افریقا یي لوټمارو کیسه وکړه. په هر ډول،چېرې توکلي ترلیدو کتو سات نیم وړاندې د سفارت وسپنیزې در وازې خواته وروڅکېدو،خو له دننه انګړه راباندې د زمریالي سترګې راولګېدې، رامنډه یې کړه، ور یې پر مخ راپرانېست او دننه یې بوتلو.خو چې یې ماته کښته پورته وکتل چې له ډېرې تودوخې مې د اروپایانو په پېښو لنډ پتلونګی(جامکی) او بې نېکټایي وازې تڼۍ خت پرغاړه دی، په منډه ولاړ او هملته یې د ودانۍ دننه له خپل کوره سمه  ديپلوماتیکه دریشي راوړه، د ودانۍ دننه یې یو د سُنتو کونج را پر ګوته کړ، خپله چکري دا مې و ېستله او هغه مې واغوستله.لس شل پېله پس پر ټاکلي مهال، ټیک ۶د فرانسې لرغونپوه او آریانپوه راورسېدچې فرهنګي سکرتر یې له موږ سره د لیدو لپاره ورځ مخکې خبر راکړی وو.همداچې د لاس روغبړ په ترڅ کې ورته ما خپل نوم واخېست، په ټکي یې وپېژندلم او سم راغاړېوت.

څو نوی کلن پروفيسر ښاغلي ژرار فوسمن د فرانسې د لرغونپوهنې کالج مشرچې د افغانستان د لر غونپوهنې او د پښتو او پشه یي ژبوڅېړنه يې هم پر مخ وړې ده. د اطلس په اړه د افغان دولت لېوا لتیا وستایله او دا كار يې يو مثبت ګام وباله. فوسمن چې دخبرو اترو په ترڅ کې یې د افغانستان د عينک مسوسيمې اړوندو لرغونتوکوزېرمې برسېرونه(کشف)خپل ستر ویاړ وباله،د اطلس پروژې په اړه يېخپل معلومات هم وړاندېکړل. ځکه هغه مهال چې په افغانستان کې د اطلس توکو پر راټولونه کار کېده، دی په کابل کې وو او د سویس، فرانسې، ناروې، انګلیستان او نورو اروپایي آریانېستانو،او زما په ګډون يې له افغاني کارکوونکو سره هم لږو ډېر اړاو تړاو او ناسته پاستهلرلي. زماورسره روستۍ کتنه د اتیایمې زېږدي په لومړیوکې هله شوې وه چې د کوشانیانونړیوالې څېړنغونډې(سیمینار) لپا ره کابل ته رابلل شوی او ماته یې د الماني آریانپوه، پروفېسور هېلموت هومباخ له خوا  زما په نامه د (سرخ کوتل ډبرلیک) د بېلابېلو لیکنو شننو دویم چاپ په سمسهي نامه (باختري ژبه) هم له ځان سره راوړی وو، هغه الماني دوست خبر وو چې لومړی چاپ یې د(کنېشکا د سره کوتل ډبرلیک) ما پښتو ته راړولی وو او ما لا هماغه مهال په خپل یادښت کې (باختري ژبه) بللې وه!

پوهاند فوسمن داهم وویل: د افغانستان د ژبو اطلس ځينې لښتیلیکونه(جدولونه) او نقشې د فرانسې د لرغونپوهنې په یاد شوي کالج کې هم شته او په زیات اټکل هغه فرانسي پروفيسور (شارل کیفر!) چې د ټیم له سویسي مشر (ردار) سره یې له هماغه لومړیو کلونو راهیسې په بېرن پوهنتون کې پر اطلس کارکاوه، پر ۲۰۰۳یې د ردارتر مړینې روسته د مېرمنېپه اجازه کورته ورغلی، د هغهکتابتون يې لټولی او بیا یې مېرمنې ورڅرګنده کړې وه، چې د اطلس نور ټول مواد يې د سويس بېرن پوهنتون ته سپارلي او یوازې ځينې پاتې نقشې او عكسونه یې ، د همده په لاس د فرانسې كالج ته هم  رالېږلي دي. په دې ډول موږ ته دا پته ولګېده چې د اطلس ځينې توکي د فرانسې لرغونپوهنې په كالج كې هم شتون لري.

اوه اونیمې مو پوهاند فوسمن تر دروازې بدرګه کړ،او مخه ښه مو  ورسره وکړه. زمریالي موږ درې سره مېلمانه له ځانه مرور امان مشواڼي سره یوځای  په خپل ارت وبیرت هسک جیپ کې تر یو لنډ ښاري چکر روسته تر مېلمستونه راورسولو او مشواڼی  هم ورسره بیرته ستون شو.

اونۍ- ۱۱زمری، د یونسکو مشرتابه له استازې سره خبرې اترې: پر دغه ورځ بیاهم د پاریس ۱۶ مې ښارمېنې ته د تلو په تکل ۹بجې له هوټله راووتو، خو چې د زمریالي زنګ راغی ، یو ه ګړۍ روسته را پسې راځي، نودمنډې لهمخېهماغه څېرمه ځنګله ته وروختو، د الوچو  په خوړلو مو یوڅه وخت ګوډ کړ اوسړک ته مخامخ مو د پارک پر راوتلې شنه مورګه باندېډډه وهلې وه چې سړی راورسېد. او بیا یې هم د یونسکو له پلاوي سره تر ټاکليمهاله لس- شل پېله مخکې هلته ورسولو. له سفارته راسره سکرتر یاور او پیرزاده ملګري شول او ترهغه ځایه په ګډه ورچکر شو. ړومبی یوه پازواله راووته او تر (هلو!) روسته یې د یوې ساده باده، بې پکي، بې ایرکنډېشنه خونې ور پر مخ راپرانېست. پرڅوکیو لاناست نه ولوچېد پروګرامونو په پرخه کې د یونسکو د ناسوبې مشرې په استازۍ یوه دنګه ځوانه مېر من راننوته او تر لاس روغبړ روسته راته پر مخامخ اېښې څوکۍ کېناسته.ښاغلي یاور ورته یو یو  ور وپېژندلو او هغې هم خپل نوما.ک. بودی-برژې راوښود او د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) سکالو یې ورسره رامنځته کړه. بیا پرې دوکتور شکېب پوره رڼا واچوله او د سویس بېرن پوهنتونله خوا یې د اړوندې پروژې د ځنډول شوي کاري بهیرد بیا پیلونې په تړاو له جمهور رییس نیولېد هېواد د لوړو علمي- فرهنګي پوړیو او په دې لړکې د (افغانستان علومو اکادمۍ) او کابل پوهنتون لېوالتیا ورڅر ګنده کړه.او په پای کې یې په دغه تړاو د هغه نړیوال فرهنګي سازمانښکېلتیا او مرسته اړین وبلله او هیله یې وکړه چې په دغه اړه د سویسی چارواکو پاملرنه راوڅکوي. ماهم پرخپل وار د بېرن پوهنتون په نامه د هغه انګرېزي لیک ځکه یو لنډ جاج ورڅرګند کړ چې ښایي یوه کاپي يې وار له مخه د بهر ني وزارت او سفارت له لارې وررسېدلي اوسي!

 اغلې(بودی-برژې) هم ژمنه وکړه چې که یو پروپوزال ورته له کابله راواستوو،د پروژې د پرمخوړنې لپا لپا ره به سویس  یو بلونج (بدیل) مرستندوی (دونر) هم راپیدا کاندې.

ترغونډې روسته د یاور په لاربنۍ نیم سات هومره د هغه نړیوال سازمان د ودانۍ په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو لویو وچو د تاریخي- فرهنګي یادګارونو یو لړ بېلګې وګورو. په پای کې د سفارت پخوا ني مختار وزیر او اوسني جنرال کو کونسل او زما تېروني دوست او خېښ محمد هاشم محبوبي د غر منۍ مېلمستیا لپاره د وړمې ورځې په څېر یو لابل لوکس ایراني رستوران ته زمریالي سپاره وروستو، که څه هم پخپله یې په کومه پلمه او یاهم لهمېلمه پال محبوبي سره د ناباندۍ له لامله راسره په مېلمستیا کې ګډون ونه کړ او چېرې ولاړ.خو چې راووتو، تیارسئ راته په پسکوڅه کې له ګاډي سره ولاړ وو. داځل یې پر هماغه ناوخته راباندې هغه تاریخي- فرهنګي ځایونه یادګارونه ولیدل چې په تېرو دوه درو ورځوکې کې مو نه وو لیدلي. تر هر څه لومړی يې پر هسکه غونډۍ  هغېسترېپرتمینې اسمانڅکې(سېن دني)کلیسا ته وروخېژولو چې پخوانیآر(اصلي)شمالي او نوی کلیوالوزمه سوېلي پاریس سره جلاکوي.له هماغې ښکلې او پوړپرپوړختلې غونډۍ څخه یې د دواړوښاريٍ برخو ګردې نومورې ودانۍ د (سوربون) پوهنتونسېمبولیک یادګار، بېلابېل ۵-۶ پوړه پوهنځي،کتابتونونه او لا براتونونه یې بې لروینه (دوربینه) کوڅه پرکوڅه له ورایه لیدل کېږي. همداسې د لويي شاهانو تار یخي ارګ درواخلهچې روستي (شپاړسم) هغه یې ورڅېرمه ځانته بله ماڼۍ

هم رغولې وه اوله مرګه یې پاتې شوه.

 د زمریالي په لاربنۍ هغه پخواني مزدک (جومات) ته هم ورغلو او د مازیګر لمانځه په ستره جمعه کې مو برخه واخېسته چې تر ډېره د اسپانیې ګرینادا (قرناطې) دیارلس سوه کلن (الحمرا) هغه یاد راتاند وي او بیا هغه ځا نسپارلي اسلامي واکمن ابو عبداله رحیم چې په لوی لاس يې د مراکشي ابوزید بن طارق هغه ګټلې سیمه بیرته اسپانیې پاچا او ملکې ته ورپرېښوده او المغرب ته وتښتېد!

خو بیا  زمریالی هودخېل د آر (اصلي) يا زاړه پاریس پر داسې پسکوڅوورسر کړو چې ډېر نومهالي واټونه سړکونه یې برم و پرتم ته نه رسي.ګران و لوراند زمریالي په ورته پرتمین رستوران کې مازیګر نۍ ته مېلمانه کړو او بیا هملته نژدې په مزینه وال خالد یوسفزی پسې  له دوه درو جلاوطنو هېواد والو سره ګډ اپارتمان ته وروختو. یوسفزي زما د سیمې له هغو ځوانو استعدادونو څخه دیچې د څېړنوال نیا زي په ویناپه خپله ساینسي څانګپوهه او بیاانګرېزيژبه کې یې تر ډېرو همزولو بری وړی؛ تر دې چې په ډیلي کې یې د لسانس زدکړو راروسته،د انټرنېټ له لارېد ماستري چانسپه نوموړي سوربون پوهنتون کې تر لاسه کړی او له پایته رسولو سره سم له سمونې بیاهم د انټرنېټ په مټ یوې نومو رې پاریس مېشتې امریکایي کمپنۍ پرکار ګومارلی دی.خو ورسره ورسره هممهاله غواړي، د ډاکتري زدکړو په موخه کمپنۍ دېته راوڅکوي، په امریکا کېورته د  داخل خدمت کابو برا بره کاندې چې په ترڅ کې دغه ارمان هم سرته ورسوي!

هغه شېبه چې په کابل کې له کورناستي قاضي پلار سره تېلېفوني غږېده، زه یې هم ورسره مخ کړم او داچې په خپل کلیوال ګړدود راسره غږېده،نو غږ یې راباندې لکه ګوړې شکرې خوږ لګېده، او داسې مې انګېرل، توا ټول عمر مو سره لیدلي کتلي او ناست پاست یو!

د ماشام تیرغونې لګېدلې وه چې د زمریالي  په چلونه راسره یوسفزی هم تر ایبیس هوټله بدرګه شو او د بیا لیدو په هیله دواړه خپلو کوروته ستانه شول.

پیلنۍ-۱۲زمری: پرلسو مو له هوټله راوتو سره لومړی هرکلي ته د بلې  شپې د تېرونې خبر ورکړ او بیا دګاونډې ښارمېنې،سکسیل پرلوردرېواړه همیوني وروخوځېدو. ښایسته ډېره لاره مو د دوبنیو کورباغچو ترمنځ ووهله او له کورو نود راوتلو مېوه دارو ونو ښاخونو مو راز راز مېوې را اوڼلې او خوړلې، ترڅو چې سړک ته وتلو، د انګرېزانو،خبرهد یو لوی سباناري (big -break fast)  هومره مېوې مو نوش جان کړې وې!

له  له یوولسو به شېبه نیمه تېره وه چې د ساکسیل ښارګوټي د بسونو او چمګاډو(ترموایو) ارتې بیرتې اډې ته ووتو. د تازه او تنکیو وریتوجوارو وږیو په خوړلو مو بایللې متره راسکینده کړه. زه او نیازی پر اوږدړیو وغځېدلو اود پلاوي مشر مو څېرمه بازارته ورچکر شو چې ګوندې د غرمنۍ لپاره راته څو برګره یا ساندویچه راوړي، خو له ښایستهډېرځنډ روسته د کېکو او کولچو له یوې ډکې کڅوړې سره راستون شو، هغه هم په دې دک ودلیل چې  هورې خواږه تر هر راز برګرو او ساندویچونو ارزانه ول!

زما تر منګ سم نیم کشرانو ملګرو غوښتل، له آخوا بیاهم پلي راستانه شو، خو ما دېته راوڅکول چې  په سړي سر دوه یورو سپاره راشو. سره له هغې بیاهم دومره بې مترې شوي ولو چې تر پېنځو مو ګړۍ نیمه سترګې پټې کړې او هله د یوه بل پتېیلي چکرجوګه شولو ، هغه هم د روستي ځل لپاره  د ارت و بیرت (کورنیوپارک)د یوې ډېرې ښکلې ښایسته او نالیدلې برخې د لیدو په تکل.له لوړو ځوړو،له شنو زرغونو مورګو،کږلېچونواو په ونو پوښلو ګاګرینو غونډیو تر ورختلو او راکېوتلو او نندارو روسته پریو داسې يوې برخې یا په فرانسي  نومَونه(دیپارتمان) وربرابر شو چې تبا د ګردو هغو ښکلاوې همدغلته سره راټولې شوې دي.یو نیم کېلومتر سیندګي وزمه اوږد ډنډ او له هسکو ډډو او اړخیو تېرېدونکو کږ ووږو پللارو د هر سیلاني سترګې پر بتو او هیلیو سربېره پر داسې رنګارنګو ښکلو ښایسته وو کوچیاني مرغانو سترګې ورګنډلې  چې تبا له څېرمه افریقایي هېوادو نو یې د جلاوطنو افغانانو غوندې له ناز غموړې تودوخې دغلته پناراوړې ده،له دې یې څه باګه چې د فرانسې په ګډون سږنی اوړی له وچکا لۍ اوکمورښتۍ له لامله پر ډېرو اروپایي هېوادونو د تودوخې یوه څپه راغلې ده؛ دکوربه هېواد (فرا نسې) روغتیا وزیرې یېله می ترجولای د خپل هېواد تودوخه کمسارې بللې او په جون کې یې رېکارډ تر ۴۶ سانتیګرادو را یادښت کړی او بیادهغېګردې تودې څپې د زړو بلهارو شمېره یېهم تر ۱۳ سوو ښوولې وه چې له ښه مرغه زموږ په شپږورځنۍ استوګنهکې تر څلوېښتو و نه رسېده!

د ډنډ له پایته رسېدو سره مو پر یوه ارت و بیرت میدان او ګڼمېشتی مېله ځای  سترګې ونښتې چې تر بهرنیو سیلانیانو، کورني داډېر ول اوداسې برېښېده چې پخپله پاریس ښاریان په دوبي او بیا سږ نۍ تودوخه کې هره اوونۍ پای  له چوچو بوچو سره دغلته راځي:

د سړو اوبو او سړوپیو (آیسکریمو) یو نیم سروازي پلورځی، د میندو ماشومانو لپاره ناستوځي او لوبغا لي او بیا یو درېپوړه مېلمستون.له ارابه بابو څخه د تیخورو کراچیو او د زلموټو له بایسکلو پرته کوم بله لېږد وسیله نه لیدل کېږي. که د هغه خور وور پارک له کوم ګوټه د اورګاډي پټلۍ یا لویه لار ښویه تېره شوې هم ده، سیلانیان ورته دومره نه ځیرکېږي.

موږ هم له پارک سره نوره مخه ښه وکړه، ځنې را وخوځېدو. د لارې په اوږدو کې ګران شکېب راسره ګډ علمي- فرهنګي دوستان صادق ژړک او خپل سیال، د پېښور اکادمۍ له مشر نصراله جان وزیر سره وید یوی مخ کړم او په دې توګه مو دواړه  په خپل یانه کې له ځان سره را ملګري کړل، خو داچې زموږ خوا ته د ماښام پاو کم لس بجې وې او هلته ترنیمې شپې ګېنټې دوې اوښتې وې،نو دواړه خوب زنګول. له تور ګورځنګله نه له راوتو سره زما پرسترګو هم له ډېرې ستړیااو هم لوږې تیاره راغله او سر راباندې وګر ځېد ځېد،نوځوانو همیونو پر خپلخپل وار له دواړو غبرګوسړکو لاسنیولی راتېرکړم!

 داچې د رسمي سفر بله موخه مو د اروپا جنت، سویس وو، خو د چا خبره، چې ارزان بې علته نه دی او قيمت بې حکمته، نو تر هرڅه له مخه یې راسره د استوګنې اندېښنه وه: فرانک یې تر ډالر و یورو لوړ دی او نژدې ده، له انګرېزي پونډه هم ورواوړي.تر هغې روسته چې د یو څه ارزانه مېلمستون د لټون لپاره مېد لور له لندنه او د زوی له فرانکفورته انټرنېټي هاندوهڅې ځایته و نه رسېدې،  یواز ېنی هیله اسره راته خپل سویس مېشتی اوښی پاتې شو چې هغه هم له بده شامته د ښي لاس ګوتې په ژرنده کې زخميکړې وې او زما او ملګرو پرې دا نه لورېده چې له هغه اکر بکر سره دوه خونیز کور را سره وو یشي!

 داهم یوه هسې برابري وه چې دهمدغه ماښام پر پاو کم لسو راسره د خپلې  موسکا لور د کوژدې له بانډاره مخ شو او راسره یې داومنله چې (زړه تنګ نه وي،ځای نه تنګیږي)!

موږ درېواړو همیونو هم  همدا متل ورغبرګ کړ چې موږ درېواړه په هماغه یوه خونه کې ځايېدای شو، خو  که اجازه راکړي،خوراکتوکي به موږ رانیسو، پخوو به یې او بیا به یې له ده سره په ګډه خورو!

یونۍ، ۱۳ زمری- د سویس په تکل : دغه ورځ بیاهم زمریالي  تر سویس اورګاډي راسازمان کړه. نه نیمې مو له هوټل سره نوره مخه وکړه او چې رابهر شو زمریالی لا وخته بیا رارسېدلی او راته تیارسۍ ولاړ دی،  چمدانونه یې په خپل لوی ګاي کې ځای پر ځای کړل او ورسره درېواړه وروختو. لومړی راسره تر شهنشاه او اسراره د مخه ښې لپاره ولاړ او هله یې مخ پر پاریس راوخوځولو. تر هغې روسته چې د سو یس لپاره، د اورګاډي  په سراسري اډه کې (مټې د۶ بجو) ټېکېټونه ترګوتو کړل، زمریالي ګا ډی زموږ له بار بسترې سره پارک ته ننیستاو امان مشواڼي خو بې هغې هم تشباڼی وو. نوهله د زاړه او نوي پاریس د پاتو نالیدلو تاریخي- فرهنګي ځایونو لیدلو ته پلي ورچکر شو:

 تر غرمې مو لږوډېر ځایونه وکتل او په هغه لړ کېد میتران جګپوړیستر کتابتونله شاوخوا هم راتاو شو چې د سوسیالېست ګوند  په استازۍ یېد خپلېهېواد مشرۍ په دوه درو پېرو کې ودان کړی دی؛ ماهم دهمدغه کتابتون په یاد له ځان سره وړی کتاب (پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې) ګران زمریالي هودخېل ته په پوره مینه او مننه ورډالۍ کړ!

د غرمنۍ لپاره مېلمه مشواڼی له کوربه مشواڼي سره ولاړ او موږ  دوه مېلمانه له پاتې کوربه سره یو تورکي رستوران ته، خو چایوې مو د امان مشواڼي تر دېرې ورسولې چې هغه شېبه ورسره له درو انډ یوالانو څخه دوه نور چېرې پر چکر وتلي ول او پاتې عبدالرحیمزي ورسره په مېلمه پالنه کې لاس مر سته کوله.

تر ټاکلي مهاله ګړۍ مخکې مو ځانونه اورګاډي اډې ته ورسولو، خو بیا  وار له مخه ورته تر تمځیه یو سل متره اوږد وېچېرت (کتار) پروت سۍ شوی وو او څو چې ولاړسۍ کېده، موږ ترې مخکې شوي ولو.ترڅو ټاکلی ګاډی شېبه نیمه ځنډ راورسېد او د هندیانو غوندې په منډو ترنډو او ټېل ماټېل کې یوې ډبې ته وختو،کالي کودي هم راپسې زمریالي راوځغلول اود ګاډي له غنګ غنګ سره مو ورته د مخه ښې لپاره لاسونه له کړکیو  ور وکښل!

اورګاډي په ټاپ ګېرکې د فرانسې له سوکړو ډاګونو او کروندو څخه د سویس د واورینو غرونو سړې هواته ورځغلولو،څلور ساته روسته مو د بازل ښارپر بریدلیکه سترګې روڼې او زړونه باغ باغ شول. څنګه چې د پاریس اډې راته د جېنوا- فریبورګ تګلار پر بازل – بېرن بدله کړې وه او یا ښایي موږ پخپله له ډېر بیروباره  د بازل- بېرن ډبې ته راختلی ولو، نو یوې څېرمه ناستې پوخمنګې سویسۍ دا سلا راکړه، له پازواله ژر ترژره د بېرن ټېکېټ واخلو، که نه جریمه کېږو!

خو هغه لوراند پازوال زما له یادونې او بښنې غوښتنې سره سم راته بېرن- لوپن هغه راکړ. په دې ډول يې، نه یوازې رانه  جریمه وانخېسته، چې لا څو رپنه (سېنټه) ګټه یې هم راورسوله.ماسخوتن مهال د موخیزې سیمې اډې ته ورسېدو،ډګرمن شېراحمد مومند همهماغه شېبه ځان رارسولی وو،په مینه ناک ګړدود يې راته هرکلی ووایه او  په یوه بولۍ يې تر درېپوړیز بلاکه وربګری کړو او هله یې یوه ښله (زینه) هومره له شخولو (بکسونو) سره خپل اپارتمان ته وروخېژولو!

 نه يې په خبرو مړېدلو او نه په راز راز مېوو، ترڅو  يې پر سره غالۍ کوبی (دسترخوان) وغوړاوه، له تیار دمکړي قابي پلوه یې خولۍ او برغولی پورته کړل، لوی چیني غوری  يې ترې راډک کړ او له کاسو کونډیو او کاشوغو پنجو سره یې راته په مخ کې کېښود. مټې یوه یوه نیمه بجه خوب ته چمتو شو: ما او شکېب ته یې پر کوچونو بسترې وغوړولې او تر موږ دواړو پېړ و پلونډ نیازي ته یې له خو ښې سره سم، کړکۍ ته څېرمهپر غالۍ فرش کړي  غولي ورهواره کړه.موږ دواړو چې ترڅو د خوب تابیا نیوله، د هغه بیا وخته خور خور ختلي ول. ما په یوه ګولۍ خوب ته پنا یوړه او شکېب لا هغسې له پتلانه سره اوږد غځېدلی او د وایس اپ او خواله رسنیو له لارې له خپلوانو دوستانو سره په خبرو مرکو بوخت وو،یاهم له خپل دوترسره د رسمي چاروپه تړاو غلې غلې خبرې اولارښوونې کولې. داچې څه مهال يې سترګې سره ورغلې وې، خو  لس-لس نیمې راویښ شو.

دونۍ۱۴ زمری– جېنواته له افغان سفیر نصیراندیشه سره د خبرو لپاره تګ راتګ: خدای شته پر دغه ورځ پاس په اسمان کې داسې  سخت وېروړي ګړز او ګړوز، تندر و کړنګاله خوبه تلولی بوږنولی را اوچت کړم چې ګومان مې کاوه، په کابل کې یم او د جنت لېونیانو بیا څه ناتار راکوزکړ او یایې د نیواکګرو بادارانو بې پېلوټه الوتکې د همدوی  په پلمه کوم واده بنډارتر بمبارد لاندې ونيو!

 نیازي خو وار له مخه له کوربه سره د سهارنۍ د تیارونې لپاره پخلنځي ته وردانګلي ول. ځکه خپل خرڅ و پخلی یې بې هغې هم راسره و نه منل، نو په کار وه، لږ تر لږه یې خو ناروغي له پامه و نه غورځوو.

په جېنوا کې د ملګرو ملتو د اروپایي برخې افغان سفیر او دغلته هممهاله په سویس کې د کونسل جنر ال په توپیر نصیر اندیشهراسره ومنله چې د رسمي لیدنې او خبرو  لپاره راپسې ګاډی راولېږي. هغه هم د بل هر دیپلومات غوندې راته (نه) و نه ویل، خو له نهو تر درې نیمو یې سترګې پرلار پرېښو دو. بې بر نامې اوبرخلیکه ورته په کور کې مېخ ناست،نه چېرې خوځېدای چکرېدای شو او نه د هغه جنتي چاپېر یال اوهوا په خوند سم پوهېدای شو،که تر څو  پرلپسې زنګونو او بلې بلې روسته به ورسره مخ هم شو ، غوڅ خواب یې نه راکاوه او بس هماغه تننا تننا (اېنه میایه ) به یې راغبرګول!

درې بجې نور دوه سپږموته راغلو او سړک ته ورکښته شو او ایله  ۳۰ پېله روسته مو یو چلوونکي مخې ته برېک ونیو، د ګاډي هېداره یې نیمکښو کړه، له پوښتنې ګروېږنې سره له ګاډي راکښته شو او له لاسرو غبړسره يې راته د ورختو بولۍ راکړه او مخ پرجينوا یې ګاډي ته پونده(اېکسلېټر) ورکړ، هغه هم د بېرن – فریبرګ- لوزان د ښیلاسې اوږدې زړې لولارې پرځای یې نوې کیڼې هغې ته ورسیخ کړو. همداچې خپل نوم یې (جیحون) او کورنی نوم یې د استاد  یونس د زوی په توګه (یونسی) را وښود،که څه هم پخپله یې بلاتشبیه، لکه حکمتیار انجینري پوهنځی پر هماغه ړومبي کال د ورته انجینرانو د توغندیو له لاسه پرېښی وو. په هر ډول، تبا له ډېره راهیسې د خبرو وږی دی،پر داسې خبرلوڅۍ راغې چې تر جېنوا یې،موږ یوه ته هم د (هو-نه) ویلو هومره وار نه راکاوه. د یوې نیمې اښتنې پوښتنې ځواب به یې هم، لکه معترضه جملهپه لنډو راکړ، او بیرته به یې خپلې خبرلوڅۍ ته پونده ورکړه. خو سره له هغې یې بیا هم یو نیم ساته لار راباندې لنډه کړه او د سړک په اوږدو کې یې، لکه ګرځندوی لارښود د بېلا بېلو کلو بانډو او ښارونو په اړه  معلومات، په تېره ماته بې ګټې نه وو.

ښاغلي جیحون د هغه نړیوال سازمان  د جګپوړې ودانۍ په لومړي پوړ کې هرکلي او معلوماتو څانګې ته وربرابر کړو او له افغان سفارت سره  ترخبرو روسته یې څلورم پوړ ته د ختلو اجازه راکړه. له دې نا خبر چې فرانسې سفارت فرهنګي سکرتر یاوراو ورسره راغلی پیرزاده وار له مخه له ښاغلي اندیشه سره پر چایو  ناست دي، موږ ته یې هم چای له کېک ټوټو سره مخې ته کېښود د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) سکالو مو رامخته کړه، څنګه چې ما دغه سکالو دوه دوه نیم کاله وړاندې له اندیشه سره د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین په توګه شریکه کړې وه او بیامې د هېواد مشر په نامه لیکلي پروپو زال یوه کاپي هم  ورسپارلې وه، نو ړومبی زه وغږېدم او د اطلس په تړاو د بېرن پوهنتون له مشرتابه سره د لیدو کتو او خبرو اترو د وخت ټاکنې خبره یاده کړه. ښاغلي اندیشه په دې پلمهچې د اوړي رخصتي ده او تر اوسه یې پر دغه کار نه دی بریالی شوی، خو ګوندې تر سبا پورې د پوهنتون مشر تابه کوم مسوول کس پیداکړي او بیا یې  هله موږ پر(هو- نه) خبرکاندې. سم له لاسه يې راسره عکسو نه واخېستل چې پر خپل کاري رېکارډ یې ورسرباري کاندې.

 بیا یې هم تالقانی جیحون یونسي راوګوماره او تر بیرته تګ له مخه یې له لوزانه تر  ژنېوه د راغځېد لی سیندګي له پله ها غاړه پورېستو. د سیندګي هماغه غاړه مخ کښته لار پسې واخېسته چې له ښۍ خوا پرې دفرانسې- سویسترمنځ د الپ لړۍ اسمانڅکي واورین ستونځ (مونتبلانک= سپینغر) راغوړ ېدلو شنوزرغونو لمنو او هغه ستر ډنډ تر منځ له ټولو زړه راکښونکو ګرځندويي (توریستیکي) نندار ځیو پلور ځیواو یو پوړه سینګارلو مېلمستونوتېرېدله.خو، له هغه هرڅه سره سره د ډېرو سترګې کیڼ لاس ته د ډنډ نندارو ته ورڅکېدې: له سیلا نیانو ډکې ډکې سروازې کښتۍ کښته پورته روانې،د سکي لوبغاړو  هنري نندارې، د سیند له ژورو را پورته کېدو نکې اوبشیندې نڅاګرې سندرۍ (فوا رې)… تر موږپورې ډېرو ته نوې او په زړه پورې وې، او ان پخپله ماته هم چې ۵۳ کاله وړاندې، یانې د ۱۹۶۶ز.کال داوړي همدا شپې ورځې  د بېرن پوهنتون له ټولګيوالو سره دغلته راغلی وم. ځکه د پله رادېغاړه د اتلسمې پېړۍ نومیالی فرانسی لیکوال… له دنګې پژۍ (مجسمې) پرتهد دغه راز نوښتونونو یو څرک هومره نه لیدل کېده او نه يې ما مخوینه کولای شوه؛ یواېنۍ بدلون، هغه هم یو پرشاتګی بدلون چې هغه مهال رادېغاړه د سرو ګلانو یو رغولی پنڅیز(طبیعي) وزمه ساعت،فرانسې خواته رالېږدول شوی، هرګوره، د ورته سرو ګلانو په منځ کې،خوپه دې توپیر چې اوس یېد سروګلونو پرځای  یوخپللاسي تور فلیزي سا تګر ورځایناستی کړی دی؛ سره له دې مېبیاهم زړه غوښتل، په یوه عکس اخېستو سره یې څه له پاسه نیم پېړییزه یاده راتانده کړم، خو له سړکه یې یوه سانیه هومره د ګاډي تم ناشونې وو. مټې زر یو نیمزر مېتره راکښته مو د ګاډي د درېدا او عکاسۍ کابو تر لاسه کړه او هغه تلوسه یې تر ډېره راسکینده کړه. نور نو لمر فرانسې خواته د (سپین غر) ترڅوکې ور اوښتی وو، د جېنوا له ګڼې ګوڼې مو له جیحون سره نورې پښې راسپکې کړې، ماښام تیاره یې لوپن ته راورسولو او بیرته د خپل ښار پر لورې وخوځېد.

موږ هم د مومند کور ته وروختو او خوندوره ماښامنۍ مو ورسره په خوند خوند وخوړه. ګړۍ نیمه پس يې پخوانی خسر او اکا زوم، او له کرزي مهاله د (اخله) وزارت سلاکار جنرال قدیر محبوبي له څېرمه (بیل) ښاره لیدو ته راغی او له ماسره یې د همبورګ تېر یادونه را تاند کړل، چایو موسره وڅښلې او بیرته بیل ته ستون شو چې د خپلې نمسۍ موسکاجانې له کوژدې راهیسې له خپلو پېژندویانو سره هو رې پاتې وو.

درنۍ،۱۵ زمری- د بېرن پوهنتون له چارواکو سره لیده کاته او د اطلس په تړاو خبرې اترې: بیاهم داسې برېښېده چې دبېرن پوهنتون له مشرتابه پلاوي سره زموږ د پلاوي دلیدوکتو او خبرو اترو لیاره له پاریسه له پیرزاده سره راغلی سکرتراصغر یاور را برابره کړې وه. پر همدغه باراني ورځ یې په خپل ګاډي کېد پیرزاده په ملتیا له ژنېوه، تر لوپنه ټیک  یوه نیمه بجه ځان راورساوو او تر یوې لنډې لارغې چای دمې پس پېنځه واړه د بېرن پرلور وخوځېدو.

د آرې سیندغاړې لارې ته وربرابر شو او د پوهنتون لوړې ښارمېنې ته وروختو او سم له سمونې یې پر کمپس ورننوتو او شېبه پس مو پر مرکزي پرتمینې تاریخي ودانۍ سترګې ولګېدې. ګاډی مو د طب انستیتوت په وربوی کې پارک کړ او تر ټاکلي وخت (۳بجو) یېلا شل پېله وړاندې مخ پر ښار هماغه پخو اني غځېدليوربوی ته ورسېدو. سمچې یوې کارمندې له کړکۍ نه ولیدو، راووته او له هلو ویلو سره  یو ځای د لویې دروازې پر پوړيو وختو یوه خونه یې پر مخ راپرانېسته او لا پرڅوکیو ناست نه وو چې د پو هنتون د مشرتابه اجراییه مدیرې دوکتور ایلیناکروزې له دوه درو اداري غړیو سره راننوته او له موږ ټولو سره تر لاسروغبړ روسته راته يوه مېز تر منځ مخامخ کېناسته.

لومړی پوهنوال دوکتور شکېب د (افغانستان ژبپوهنې اطلس) پر پروژه  رڼا واچوله او بیا دهمدغه استاد او همکارانو په مټ زموږله خوا ورته راستول شوي ثبت کړي ګړدودي مواد يې تر پراسس لاندې نیول شوي او له مړینې سره یې تراوسه پاتې کار همدلته خوندي دی. مېرمن کروزې ړومبی پرداسې یوه ژبپوهنیزه پروژه او  اړوندو اومو او پراسس شوو موادو پر شتون یې ګړسره ځان ناګاره واچوه.خو تر هغې روسته چې ما ورته له الفه تر (ی) ټوله کیسه ور واوروله:دغه پروژه له کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتوپوهنځي مشر مجروح او د بېرن پوهنتون د آریانپوهنې څانګې مشر پرو فېسر ژارژ ردار ترمنځ لاسلیک شوې وه او د همدغه پروفېسر تر سرغندویۍ لاندې (له ۱۹۶۲ تر ۱۹۷ز.)ګړدودي څېړنېاو ثبتونې پایته ورسېدې او له هغه راهیسې یې بیا د استاد ردار تر مړینې ۲۰۰۳ پورې څلورګوني ټوکه متن چاپ ته چمتو او پاتې کار يې، یانې د نقشو، انځورونو او عکسونو د ورزیاتونې کاریې همداسې  پاتې دی. او بیا دا لاسوندچې زهد پروژې د ډېرکاري افغان ګړدوڅېړونکي په توګهد سویس زدکړیز بورس جوګه شوی وم، اود همدې پوهنتونپه توکمپوهنه، ټولیزه ژبپوهنه او بیا آریانپوهنه کې مې د استاد ردار د سیده شاګرد په توګه خپلې لوړې زدکړې پایته ورسولې اوهمدی مې (دوکتور فاتر) بلل کېږي.

 بل نټه نه منونکی لاسوند مې ورته  په پاریس کې له فرانسي ژبپوه او ګړدودپوه پروفېسر فوسمن  سره د تازه کتنې یادونه وکړه چې په افغانستان کې یې د خپل هېواد د ارکیالوژیک ټیم د غړي په توګه له اطلس پروژې سره له پیله تر پایهلږو ډېر په تماس کې پاتې شوی دی؛ په ترڅ کې مې ورته د هغهراکړی کارت وروښود او هغهيېځانتهفوتوکاپي کړ.

همداراز مې ورته د تېر کال په روستیو کېد بي سي خبریال تلویزیوني راپورتاژ ور پرګوته کړ چې زما د لندن پوهنتون (سواس) زدکړیالې فلورنس شهابي په ملتیا یې د آریانپوهنې څانګې له مشر او همد اراز د پوهنتون د سترکتابتون له پازوالو سره د ویدویي مرکو پر بنسټ برابر کړی وو.په پای کې مې تیار په الماني ژبه لیکلې وینا مې وروسپارله او هغې هم ړومبی  ځانته فوتو کاپي کړ او بیا غونډې ته له سر تر پایه واوروله.هرګوره، له دغې علمي پروژې د سره زموږ د دولت او بیا اکادمۍ لېوالتیا او ها ندوهځې وستایلې او هممهاله يېدا اړینه وبلله چې به دغه تړاو زموږاکادمۍ او بېرن پوهنتون پرکچ د دواړو هېو ادوتر منځ د همکارۍ یو نوی تړون رامنځته شي. په ترڅ کې یې بیا دا ډاډ راکړ چې له چوټۍ نه د آریانپوهنې څانګې مشر او همداراز د خوندیځ (آرشیف) اوکتابتون د اړوندو پازوالو له راستنېدا سره به داطلس د اومو او پخو توکو څرک هم ولګولای شي او موږ ته به یې هم راګوزارش کاندې.  

د شاوخوادوه ساته غونډې په پای کې د پوهنتون د سترکتابتون د لیدو لپاره د اېلینا کروزې په  لارښو ونه د پوهنتون له هسکې مرکزي ودا نۍ او ارت و بیرت وربویهتر زاړه ښاره کېوتنې،کټ مټ،لکه د څلور پوړیزې ودانۍ له بامه تر انګړه،د ډېرو پوړیو او بیا برېښل (لېفټ) له لارې ورشېوه شو. هماغه کوڅه مو پسې واخېسته چې لومړی موپر نومورې مونستردوم(Muenster)کلیسا او بیاد ورځېرمه کتا بتون پرهماغه پېنځپوړه پرتمینې ودانۍ سترګې ولګېدېچې د ۱۷۵۵- ۱۷۶۰ ز. کلونو تر منځ د يوې کوشنۍ یو پوړه کتابخونې پر بنسټ رغېدلې ده؛ او پر راکړي لارښود یې هم کښلي ول: له دودیز کتا بتونه تر یوې زدکړیزې او ښوونیزې منځۍ!

داسې چې  له دباندې نه يې دکوم بدلون نښه نه لیدل کېږي، خو دننه پر دومره څانګوخرانګو وېشل شوې چې زموږ غوندې له  نابلدو لیدونکو یا نویو زدیاندو (زدکړیالو) لارلودن ختا کوي. ان له نیمې پېړۍ راهیسې يې چې زه داړوند پوهنځي پر څانګپوهیزې کتابخونې سربېره د کورنیو کارونو (پېپر ونو) او بیا د تېزس د اړتیاوړ اخځونو چې لا له (برېتش لایبرارۍ) یې هم راغوښتل،د لوستنې یاوړنې لپاره ورته راتلم، د اسمان وځمکې هومره بدلون موندلی دی: لوستخونې، هغه هم دچوپې چوپتیا له پلوه پر دوه درجو وېشلې اوهمدارازیېیې یې ښوونیزې (درسي) هغه درواخله. د مشرتابه یو تکړه لار ښود يې راته له ړومبي تر پېنځم پوړه پر ټولو برخو بنډو وګرځولو او  ورسره ورسره يې له لاده باده وغور ځولو په روانه انګرېزۍيې ورباندې پوره پوره رڼا واچوله، خو زموږ د اطلس د توکو انګېرلې هغه يې ګړ سره راو نه ښوده او د اغلې کروزې غوندې یې ده هم داړوند پازوال چوټي راپلمه کړه.

بیاهم ما پخپله له ټولې بې اېیبرې ستومانۍ سره سره هماغه وروړی(پښتو وییپوهنهاو وييرغاونه) نښیر(اثر) درېیم

بشپړ او کره اېډېشن دکتابتون د آریانپوهنې څانګې لپاره د اغلې اېلینا او لارښود استازي په لاس  وسپا ره چې د دوکتوراتېزس پر بنسټ مې کښلی اوآریانپوهنې څانګې او د نومړې اطلس پروژې او پراسس کومېټې  مشر او خپل (دوکتور فاتر) پرو فېسر ژارژ ردار اوبیایې دویم پیاوړي همکار فرانسي آریانپوه او افغانپوه دوکتور شارل کيفر ته ډالۍ کړی دی.د کتابتون له لارښود او مېرمن کروزې سره مو مخه ښه وکړه او دوه دوه نیمې ګړۍ مود هغه اته سوه کلن زاړه ښار چکرته ځانګړې کړې.د پښانو په میدان کې اوبه چایوې وڅښلې او ورو ورو پارلماني، او هممهاله دولتي ماڼۍ ته ورووتو چې د ښار په بره څنډه کې ټیکاو لري او د اتیا سل مېتره لاندې ماروزمه بهېدونکي(آرې) سیند او د دواړو غاړو ګلکڅونو هغې تاریخي-سیاسی ودانۍ ته لا ډېر برم و پرتم وربښلی دی. داچې د سویس دولتي- حکو متي ډول پر انډ یوا لۍ (کلوګیم) ټیکاو لري، په هرټولټاکنیز پېر کې هېواد مشر د یوه کال ، او د کا بینې غړي يې هم له هماغو امرلو استازو څخه په خپلمنځي  رايو ټاکل کېږي، د هېواد دننه ټول له یوه سره استازي بلل کېږي، لکه: د بهرنیو چارو استازی، د کورنیو چارو استازی، د ښوونې روزنې استازی او داسې نور؛ هرګوره، رابهر د نړۍ د نورو رژیمونو له ترمونو (اصطلاحاتو) سره سم هریو د (وزیر) په نامه نومول کېږي او پېژندل کېږي.

څلنۍ، ۱۶ زمری– د (انترلاکن- تونرزې) نه هېرې دونکی چکر: هسې خو مو وار له مخه پتېیلې وه چې نن بیرته فرانسې ته ستانه شو او تر کابل الوتنې پاتې نارسمي څلور ورځې بلجیم او جرمني ته یو فر هنګي چکر ولګوو، خو بېرن مېشتو دوستانو،ډاکتراپرېدي او د ننګرهار پوهنتون لېسانسه قدیر عبا سي (کولنګاري)په ټینګار،چې یابه ورکره مېلمانه کېږو او یابه ورسره  د دغې ښکلې سیمې د سیل لپا ره ځو.څنګه چې د وخت تنګسې له لاملهدویم غوراوي زموږله خورمنځ (مزاج) سره ښه ترا اړخ لګو لای شو، نو تر بېرنه یې مخې ته ورغلو. هلته مو د دواړو دوستانو تر رایوځای کېدو پورې دا هم غوره وبلله چې څه ناڅه درې سوه متره مخ پر لوړه د روزن ګارتن ( ګلبڼ) ته پلي وروخېژو. موږ هم دجا پاني سیلانیانو په څېر په عکاسیو خپله ستوماني وباسو.د سرو اوژیړوګلونو ترګلیون (ګلګشت) روسته مو سره په تېلېفوني زنګونو پیدا کړل او مخ پرځوړه ورشتۍ شو.بیاهم عباسي لا نه وو رسېدلی او له ډاکتر اپر ېدي سره د ټاکلې موخې پر لور وخوځېدو او هغه راپسې هله راورسېدچې موږ د تون سیند ګي (تونر زې) پر غاړه خپل سیال و چکر او بیا د اپرېدي ځان سره راوړې خوږ وخوندور بریځر یاڅا ښتی (کېک و کولچې او شودې چای) تر ستونیو تېر کړی وو او د اسمانڅکي ځنګلي غره په پښو کې یوه کلا ډوله کمپلېکس، زړه کلیسا او نوی مېلمستون، په منځ منځ کې ووړ بڼکی… خو خورا هېښنده یې دا چې د دغې لید وړې ښایستوکې ودانۍ يوه ګوټ  ته داسې یوه کوشنوټې چوړیانۍ (تشناب) رغول شوې چې دکارونې شېفر یې یوازې چیني سیلانیان او سیلانیانې لري او نور ورته هسې اریان در یان ګوري!!؟

له دغه تماشایي یا ننداریزې ودانۍچې څنګه راووتو،عباسي هم راښکاره شو او له وړاندیز سره سم يې دبل مخامخ اسمانځکي غره په تکلد تون ستر ډنډ پای اوانترلاک ښارګوټي پرلور په غبرګو ځانګاډو کې وروخوځېدو.۱۰- ۱۵   پېله به تېر ول چې د سیندګي او ښارګي تر منځ له تاو راتاوو پلونو ها غاړه پور ېوتو او د غره او سیند تر منځ مو بیاهم مخ د تون ښارګوټي پرلور مخکته لار پسې واخېسته؛ په هر ډول،کهد نورو ډېری سیلانیانو غوندې موږهم په بېړۍ کې  له مخیني ځایه همداسې سیده راپورېوتي وای، دوهدرې برابره وخت او لګښت يې رالوټه.

که دوه ساته وړاندې راباندې ډاکتر اپرېدي اغاړه بريځر خوړلی وو، او دادی رادېغاړه ورته مخامخ دمه ځای کې ښاغلي عباسي ګاډی ودراوه او له کوره رابارکړې غرمنۍ لپاره یېکمپلې وغوړولې، او رنګارنګ خواړه، ساړه او تاوده ځښاکونه له کور پخکړو کېکونو او کولچو سره راته په مخ کې کېښوول. په دې تو ګه دواړو دوستانو په همدې مېله کې د مېلمستیاوو پور را پرې کړ. داچې دې ډډې ته اپر ېدی وار له مخه کله نه وو راغلی او عباسي زموږ له کوربه شېراحمد مومند سره څو واره راچکرشوی او تر (نیاګا را) څو برابره هسک او زورور(ګیسباخ فالن)کړونګي (ځړوبي)ته پر مارپېچ سړک په خپل اوپل ګاډي کې ختلی راکېوتلی وو، نو ډاکتر اپرېدي یې له خپل نوي ماډل بنز سره پلیونۍ ته اړ ووت، ترهغه ځایه پله پسې وختو، او د نورو سیلانیانو په څېر موږ همنور پلي شو.څو د غره له سره تر پښوڅوسوه متره راغور ځېدونکي ځړوبي تر ججورې لاندې پرځوړند پله تر بلې غاړې،لکه پستوور وهلې چوغکې تېر راتېر شو، او د ګاډو تر درېدځایه مو په تراټ تراټ ورکوزېدا سره جامې هم وچې شوې. هغه درستې نندارې مونو رې د سترګو او ځیرکو غږملونو (موبایلونو) په لروینو (کمرو) کې نه ځایېدلې او لمر هم پرهماغه لوړ ماز یګر رانه په دنګو غرونو ځنګلونو او  د تونرزې په ژوروکې پوپنا شو،او چارنا چار مو د بېرن او لوپن لار راخپله کړه. بېرن ته ځېرمه دولا رۍ کې مو له اپرېدي سره مخه ښه وکړه او موږ درېواړه مېلمانه له عبا سي سره لوپن ته ورکاږهشو. مومند کره له ورتتوتوسره مو د پلو او انډیو (غورمو) زړه راکښونکی بوی مو پرسپږمو ولګېد او له بولۍ سره سم ټول مېلما نه او کوربانه د تیار غوړېدلي دسترخوان ګرد چاپېره کېنا ستو. تر ماښامنۍ او چایو روسته مو نوی مېلمه رسخت کړ او موږ پاتې درو مېلمنو هم د نننۍ خوندو رې ستومانۍ او سباني ستونزمن یانهله کبله له مومنده د ویدېدو اجازه وغوښته اوله بېګا راهیسې د یخوهلي نیازيلا له مخه ساړه ساړه ارږمي له خولې اېستل او سترګې یې له خوبه مرغۍ مرغۍ کېدلې!

پېنځنۍ-زمری ۱۷-  د پاریس بترینه ستړې ستومانه نیمګړې ورځ: له رسمي یانه پایته رسېدا سره د ارو پاله جنته د فرانسې پلازمېنې ته په دې تکل راستانه شو چې  د فرهنګي دوستانو د بلنې له مخې بلجیم او المان ته ولاړ شو. خود سویس۴-۵ ورځنۍجنتي هوا، ښکلا او پاکو اوډلو کورونو، ښارونو، پار کونو، مېله ځایونو، لارو سړکونو، بانهوفونو (اورګاډو اډو) او مینه ناک ټولنیز ژوندوژواک دومره نازولي کړو چې ډېری اروپايي، اسیایي او… هېوادونه مو نور له پامه نه راتلل. په ځانګړې توګه د ترانسپورتي چارو له پلوه او په دغه لړکې د فرا نسې او بیا پاریس لویه اډه راته تر بل هر هېواد او پلازمېنې نازغموړه پر ېوته. موږ غوښتل، له سو یسه له راستنېدا سره پر هماغه مازیګر نژدې ګاونډي بلجیم ته په اورګاډي یا بس کې ور وخوځېږو، خو نه مو په ارته بیرته اډه کې د اورګاډي درې ټېکټه وموندلای شول او نه په ورڅېرمه تنګه تورشه اډه کې د بس هغه. تر لمر پرېواته د دواړو اډو ترمنځ، کله پلي او کله په ټکسي کې څوځله لاړو را غلو، څو مو پر۷ نیمو د چټک اورګاډي دوه برابره ګرانبیه ټېکېټونه، سړي سر ۱۴۹ یورو، ترلاسه کړل .پر ۹ نیمې د بلجیم هایلنډي ژبي ایالت، او هممهاله ښاروا لۍ منځۍ خېنټ (ګېنټ) اډه کې راته انجینر بشیر غېږپرانېستی ولاړ وو. نېغ یې په خپل ګاډي کې وار له مخه یوه را ریزرف کړي کوشني کورمېلمستون ته وسپارلو او پخپله بیرته کور یاکار ته ستون شو. دغه ۱۲-۱۰بستره دوه پوړه مېلمستون په یوه ارامه او بې غږو غوږه کلیواله سیمه کې یوې پو خمنګې (ګوی دایو وېیلې Guy De waele) نومې مکسیکي جوړې رغولی او پخپله یې چلوي. دا سې چې د درې وخته خوراک څښاک لپا ره یې په یو اوږده یوپوړه هال سره  لاندې باندې خوبخو نې پردوه برخو وېشلې. په هرګوټ کې یې د خپل هېواد یادګارونه او لرغونتوکي اېښي اوپر دېوالونو یې د را ځړولو عکسونو انځورونو په لړکې د یوا زېني ځو انیمرګ زوی هغه هم هېر کړی نه دی چې په ځوانه ځوانۍ کې د یوې ترافيکي پېښې بلهاري شوی دی.نور نو یې شاوخوا ازاد پرېښی ارت و بیرت وربوی هم ونو بوټو ته ځانګړی کړی دی.

پېنځنۍ-زمری ۱۸-  داسې مو پتېیلې وه چې د کوېلن او بون په تکل ژر ترژره د خېنګ اډې ته ور شو، خو موږ له له سویسه ځان سره راوړي باران تر مازیګره د همغه مېلمستون په ناستوځي کې مېخ کړي پاتې کړو. دا نو هماغه ښاغلی (دایووېیلې) چې یوه لوراندمېلمه پال په توګه یې په خوږو مرکو او راز راز ناشتو مېوو يې وخت راګوډاوه. له دې ناخبر چې مازیګر مهال د ګران هدایت اله زنګ راغی: دادی، د ګډ دوست عزیز سرشار په بولۍ له ګاډي سره درغلم  چې کوېلن- بون ته مو ورولم!

دغه  هېوادوال  په خېنګ ښار کې خپل دوکان زوی او شریک ملګري ته پرېښی او سم يې چې موږ له مېلمستونه راواخېستو، دا مو پرې هم وتپله چې د منډې له مخې درنې لیکوالې، عمرلور پر کور ورشو او د ماښامنۍ مېلمستیا له کبله ځنې بښنه وغواړو او په ترځ کېیې له مېړه سره د سیا لۍ په لړکې د نویو کښلو داستانونو او کومې تازه  چاپ شوې ټولګې جاج هم واخلو. هغه هم زموږ له ورسېدو سره د خپل کور مخې ته له دولسکلن بهیر زوی سره ولاړه وه،لهتود هرکلي سره سره مو ماښامنۍ مېلمستیاته دنه پاتېدنې پلمهد وخت تنګسیا وروښوله، او د مکسیکي مېلمه ځاې هاغه ۲۴ ساته مېلمستیامو په ډېر څه وروشمېرله. هغې هم زما او مېرمنې له ګډ ادبي نښیر (ټپیز غورچاڼ) او له له لومړیتوب ووبپاڼې سره یې رانه د قلمي همکارۍ مننه وکړه. په ترڅ کې ورسره موږ درېواړو دا ژبه او ژمنه وکړه چې ګون دې په بل ورته رسمي یانه کې بلجیم ته بیا ورشو او د یوې ماښامنۍ پرځای ورسره څو ماز یګرنۍ او ما ښامنۍ تېرې کړو!

ښاغلي هدایت اله چې د هایلنډ د سرحدي تراډې له لارې یې  بون ته ورسولو او پرګران لیکوال او فر هنګیال عزیز سرشار یې  وسپارلو، پخپله، بې له دې چې یې په نوي پرانستي تور کي رستوران کې له موږ او شاوخوا استوګنو کونړي ننګرهاري او لغمانيدوستانو  سره په ګډه پرتمینه ماښامنۍ کې ګډ ون وکړي، پر هماغه تیاره ماښام سم له سمونې بیرته خېنګ ته ورشاګرځ شو.

 ګران سرشار او ځلموټي وصال سرشار لنډ پر لنډ ، د شپې خوب لپاره تر خېنګ ورته کور مېلمستون ته بدرګه کړو چې غونډ یو دهلېز یې پکې را ریزرف کړی وو.

پېنځنۍ-زمری ۱۹-له هوټله وصال سرشار راواخېستو، په کور کې یې راباندې سهارنۍ وخوړله او پخپله د ګران عزیز سرشار د پېترز بېرګ هغه تاریخي ودانۍ  ته بوتلو چې د کرزي په سرغندویۍ یې بدمرغه جهادي- ستمي واکمني پرافغان ولس راوتپله. اړوند ګرد ګردليسالون ته مو تش لهکړکیو نه په ټوله کرکه وروکتل. نور ځنې را شاګرځ شو،خو د پرتمینې ودانۍ او ترې څو سوه متره لاندې مو د راین سیند له لاپرتمین او زړه راکښونکي ګلکڅ سره یادګاري عکسونه غنیمت وبلل.

 داچې غرمنۍ ته حاجي صاحب عبدالولي مېمانه کړي ولو، نو عزیز جان یې تر کوره ورسولو او نور خپلې رسمي دندې ته ولاړ.حاجي صاحب تر پرتمینې غرمنۍ روسته د راین سیند مخکته سیمې ته بو تلو، د نورو ښکلوښېرازو اوسمسورو ګلکڅونو په لړ کې یې هغه ځای ته ورسولو چې هغه غاړه  د مخامخ انګور باغ (Weinberg) راته کټ مټ د فنیقیانو ۵ زرکلن تاریخي ځوړند ګلبڼ افسانه پر زړه راوروله: ددنګ غره سل متره هومره پر ښویه پرښه نېغ ورختلي تاکونه،نه یوازې دوه نورو همیونو، بلکې زمالپاره هم د نه باور خبره وه چې د راین سیند ګلکڅونه مې ان د سویس له شافوزن تر دغه ځایه تر سترګو اېستلي او دا هم راته جوته وه چې له یونانه تر روسیې پورې د (کوَر)اروپايي تړښتي انډول آره مانا (د غره شراب) نومول شوي؛ په دې جاج ومانا چې زموږ د نیکونو  هوما او سوما غوندې بوټی چې ترې شر اب جوړوي، اود ویالو پرځای د غرو غونډیو پر ډډو او مورګو کرل کېږي؛ له روسي ژبې نه زموږ ژبو ته راغلی (انګور) پورویی هم ورته (وجه تسمیه) لري؛ داچې د ابراهیم همکار په ورته یادښت کړي پښتو متل یا کیسۍ یا اړ (چیستان) کې له غره سره دکورو(انګورو) تړاو ورکړشوی (پر غره ختلې کږه وږه ده- مېوه یې چې خورې ډېره خوږه ده)، ښایي، په لرغونوزمانو کې آریایانو او بیا پښتنو هم ورته باغواني دود درلودلی دی!

لږ ترلږه مو هغه بېسارې ننداره په الکترونيکې مغزو کې راخوندي کړه او  لوراندحاجي صاحب هم راته بیا وخته په ورڅېرمه وستل کې، هغه هم هماغه هوایي انګور باغ ته مخامخ دسړوپیو یو مېز را ځانګړی کړی وو او هماغه (شرابي تنده یې) راخړوبه کړه!

بیرته يې د هماغه نامي سیند پر ګلکڅونو مخکته راوخوځولو او کور ته ورسولو. لکه غرمنۍ هماغسې خوندوره ماښا منۍ مو ورسره وخوړله او تر نهو بجو  یې ځوان ځلمی زوی (عبد الصمد) پرلپسې چا یونه، تازه او خپلې هېوادنۍ وچې مېوې یې له پېسته او بادامو نیولې تر توتانو، سنځلو، اینځرو، مر خڼیو او زڼغوزیو پورې راځغلولې. بیا پلار او زوی تربون- کویلن هوايي ډګره سپاره بدرګه کړو. څنګه چې د ورڅېرمه بس اډې جاج واخېست، د پاریس هغه تر لس- لس نیمو نه راځي، نو یو سات مو د کو ېلن نامي کلیسا (دوم) او ترې د ګرد چاپېر  زاړه ښار او نورو لید وړو تاریخي- فرهنګي ځایونو لیدو ته ځانګړی کړ. بیاهم تر هغې روسته چې د هوایي ډګرپه پارکینګ کې پلي شو او لوېدیزې بر خې ته پتلیزاروپايي بس اډې ته ووتو،سم له سمونې سرشار پلار زوی هم راورسېدل او د پاریس بس را چاپ کړي انټرنېټی ټېکېټونه يې راکړل، بې له دې چې (۹۰ یورو)پیسې رانه واخلي، هغه سپرلۍ ګاډی هم مټې ۱۱ بجې راورسېد او له هغو دوستانو سره مو مخه ښه وکړه.

 بس د لارې تر پاریسه د سپرلیو ادلون بدلون په پار یوځل په الماني او بل ځل په فرانسي ښار کې ۴۰- ۴۰ پېله هومره دمې وکړې او ګهیځ  پېنځه يې په بس اډه کې کښته کړو.شکېب صاحب فرانسې خاورې ته له راوښتو سره ښا غلی امان مشواڼی ته زنګ راوواهه چې که له ورسېدو سره تر اډې پورې راشي، خو د اختري (قربانۍ) له لامله به ماسپښین مهال راسره وویني. نو زازو زمریالی هودخېل ته اړ ووتو او هغه هم له  څه له پاسه اته راغی او ګاډي ته یې له بکسوسره وخېژولو. په يوه رستوران کې تر یوې ساده ګهیځنۍ روسته د خالد یوسفزي په ملتیازموږ ترالوتنې پاتې ۶ساته وخت د ښه ترا ګوډ ولو په موخه یې له دانګامي شاهنشاه او کڅوال اسرار سره د مخه ښې لپاره روستي ځل تر سکسیله بوتلو او بیا یې تر الوتنې دوه دوه نیم ساته وړاندېد پخواني وردګ سکرتر له دوه کارتنه پاتې بېګار سره پر دوګول هوایي ډګر او بیا تورکي بوینګ وسپارلو.

تر استانبوله يې وچې شونډې په درو ساتوکي ورسولو او بې کوم دمې یې د کابل په تکل مو د بلې تلونکې الوتکې تر دروازې  زر یونیم زر متره واټن ووهلو او د ۵۰- ۶۰ متره ډېوډۍ له لارې ورننوتو. مټې تر یوې ګړۍ الوتنې رو سته یې راباندې دومره ماښامنۍ راولوروله چې د نورو سپرلیو غوندې یې د سهار تر پېنځو  پورې په درانه خوب ویده کړو. مړه څراغونه ولګېدل او له واره مو دخپلو دنګو غرونو پر واورینو څوکو سترګې او وچو ډاګونو ولګېدې. بوره اووه بجې د کابل په نړیوالډګر کې کښته شو او بې له هغې د (v.i.p.) لاسوندونه وروښیو او راوتو لاره لنډه کړو، دنورو هېوادنیانو او بهرنیانو غوندې موږ هم په اوږده کتار کې ودرېدو او د  پاسپورت کتونکي ناز نخرې وزغموو. مټې اته راوتو، لومړی او وردګو ته د درنو کارتنونو له ورسپالو سره د شکېب صاحب په راغلي ګاډي کې ایله له خپلو چمدانو سره درزواړه سرونوک شو. داچې د لوی اختر دویمه ورځ وه او په شېرشاه مېنه کې خپل کورانډيوال هم چېرې چکري شوی وو، او لږ تر لږ ورته دوه ګړۍ سترګې پرلار پاتېدم، نو له دو اړو همیونو سره احمدشاه مېنې ته ولاړم، هلته هم  د ګران و منلي شکېب له ست و سلا سره سم مې واره یي وبلله چې د دوستانو د مباریکیو پور پرې کړم، او ماهم له همده راپیل کړه او ورسره جوخت ننو تم. تر کېکو کولچو او جایو روسته یې دومره پخې او وریتې راباندې وخورولې چې نور هرچاره تلم، په یوه پیاله چای ځنې ځان خلاصاوه. هغه غوښتل، تر رودوالو پورې راسره ملګرتیا وکړي، خو څنګه چې دی۱۴ -۱۵ ساته هوایي سفر تر ما زیات د خوب پوروړی کړی وو، ږه یې د ورور په بدرګه چلوو نکي ته وسپارلم. نورمادشاه مېنې درېیمه کوڅه راته په دې ناشنا ښکاره شوه،  په اښتنو پوښتنو هم و نه شوه. نو استاد رودوال مې له تېلېفون سره په منډه راووت او بر هماغه درېیمه کوڅه ورسیخ کړو، ملګرو راسره نوره ملګرتیا و نه کړه او زه ورسره ننوتم.

د رودوالو کره  مې ښایسته ډېر نور دوستان هم ولیدل  او کورو ته ورتګ راوسپمېد. همداچې خپل

اټکلی وخت مې را نژدې شو، ډاکتر رودوال مې غلی پر غوږ وواهه، راسره راووت او خپله موخه مې ور پر ګوته کړه او نېغ د شېرشامېنې تر استوګنځي ورسولم، خو همېشتی انډیوال باز مې لاهغسې چېرې د اختر په بنډارونو کې  ورک راورک وو، مال خدای مکړه ( باز مې کارغانو سره ولاړ- مردارې غوښې به ی خوراک شي، مړ به شینه).

 د یانه باروبستره مې د بلاک څوکیوال ته  ورپرېښوول او ځان مې بیاهم د رودوال د اوږو بار کړ ، تر خوشال خان مېنې مې هسې بېځایه وځغلاوه او بیرته ورسره تر نورمامدشاه مېنې ولاړم. زه نور له بې کیلۍ او بېکورۍ ستړی ستوړی شوی وم او رودوال هم راباندې پوه شو او د ارت وبیرت مېلمستون د ګوښې کوټې ور یې بر مخ راپرانېست  او چې د پکي وړاندیز یې راته وکړ، ماهم ورته ،نه و نه ویل. له دې ناخبر چې ساړه باد یې داسې الر ژي را وپاروله چې د انتي الر ژیک ګولیو زورپرې هم و نه رسېد او په دې توګه یې د لس- یوولس اروپايي یانه هومره مهال له کارروز ګاره وېستم…

هو،  د پاریس  د۱۷ مې بترینه ستړې ستومانه نیمګړې ورځ یوازې پر ما تلپاتې پردېس، هغه هم لس- یوولس ځله راغبرګه شوه!

نور ستاسې درنو مینه والو سر نه خوږوم او خپل یونلیک ته په دې دودیزه کیسه یي پایله پایټکی ږدم:

          کیسه ولاړه د الپ تر غرونو

           راغلو موږ هم تر خپلو غرونو!

             په ګرده پښتني- افغاني او علمي- فرهنګي مینه او مننه

    ستاسې د ګردو زیار

ګزارش هیأت اعزامی در ارتباط از سرګیری کار تدوین و ترتیب

((اطلس زبانشناسی افغانستان))

به اثر  هدايت مقامعالی رياست جمهوري اسلامیافغانستان هیئتی متشکل ازڅېړنوال دکتور عبدالظاهر شکیب رئیس اکادمی علوم  افغانستان، پوهاند دکتور مجاور احمد زيار، مشاور زبانشناسی و څېړنوال رفیع الله نیازی رئیس مرکز مطالعات منطقوی آن اکادمی، و نیز محترم رحیم پیرزاده معاون ریاست روابط کلتوری وزارت امور خارجه، در ارتباط از سرګیری کار تدوین و نشر ((اطلس زبانشناسی افغانستان)) از۸ تا ۲۲اسد سال ۱۳۹۸خورشیدی مطابق ۳۰ جولای تا ۱۱ اګست  ۲۰۱۹) به دو کشورفرانسه و سویس سفر نمود. هیئت طی اقامت چهار روزه(۹ تا۱۳ اسد=۳۰ جولای تا۴اګست) اش در پاریس با محترمعبدالا له صدیقیسفير و نماینده ی دایمی جمهوری اسلامی افغانستان در فرانسه که درعین حال نماینده ی کشور ما در مرکز سازمان یونسکو مقیم پاریس نیز می باشد، درزمینه صحبت هایی به عمل آورده، فعالیت های قبلی شخص خود  و سایر اعضای سفارت را به شمول سلسله مذاکرات مفیدی شان در مورد اطلس زبانشناسی افغانستان با یونسکو و نماینده ی کشور سویس درآن نهاد بین المللی ګزارش داد. سفارتبه تاریخ ۱۲ اسد زمینه ی دیدار هیئت اقغانی رابا خانم ا.ک. بودی-برژې مساعد ساخت تا ما به همراهی آقای اصغر یاور سکرتر آن  سفارت طی نشستی با مقام متذکره، به توافق رسیدیم تا سازمان یونسکو در ارتباط از سرګیری و تکمیل کار باقیمانده ی اطلس با مقامامات  علمی دولت سویس از جمله رهبری پوهنتون برن کما فی السابق از سفارش هایش درزمینه دریغ ننماید. در حاشیه ی دید و وادیها و نشست های رسمی به همت و دعوت کارکنان سفارت افغانی مقیم پاریس با پروفسور ژرار فوسمن که به عنوان باستانشناس و زبانشناس چندبار به افغانستان سفرهای پژوهشی نموده و به نحوی از انحا با پروژه ی اطلس زبا نشناسی همکاری کرده و بنابرین با پوهاند زیار روابط دیرینه داشته است.

دور دوم تلاش های هیئت علمی افغانی در راستای تکمیل پروژه یاطلس زبانشناسی افغاستان دیدارو جلب همکاری باآقای  محمد نصیر اندیشه نماینده ی افغانی در بخش اروپایی سازمان ملل متحد در ژینوا و درعین حالجنرالکونسل کشور ما در سویزرلند بوده است. ولی اینآقای یاور بوده که با پایکشش تسهیلات رفت وآمد هیئت بین هردو شهر کشور سویس و همزمان زمینه ی  دیدار بامقام رهبری پوهنتون برن را برای هیئت فراهم ساخت.

طی نشستیحدود دوساعت با هیئت سه عضوی به سرکردګیخانم دکتور الن کروزی (Ellen Krause) عضو هیئت اجرایوی معاونیت امور بین المللی پوهنتون برن مسأله ی از سرګیری پروژه ی ناتکمیل اطلس زبانشناسی افغانستان را مطرح ساختیم. پس ازآن که دوکتور شکیب رئیس اکادمی علوم افغانستان علاقمندی مقامات علمی جمهوری اسلامی افغانستان  رادر مورد توضیح داد، پوهاند دکتور مجاوراحمدزیار ضمن خاطرات فراموش نشدنی دوران تحصیلات شش ساله ی زبانشناسی عمومی، آریانشناسی و نژاد شناسی اش،از دولت سویس به خاطر تمویل پروژه با تخصیص میلیونها دالر از فند ملی اش، وهمچنان از استاد فقید ژارژ ردار به خاطر پراسس علمی –تخنیکی اطلس سپاسګز اری نمود. ولی درعین حالخواستار تکمیل کار باقیمانده آن که عبارت از جا بجاسازی نقشه ها، رسمها،عکسها و غیره  را شامل می شوند، شده، متن مفصلتر تحریری اظهاراتش به زبان المانی را به اختیار خانم دکتور کروزی ګذاشته پس ازآن که آن را به حضور اعضای هردو هیئت قرأت نمود، به نمایندګی از رهبری پوهنتون وعده داد که با امضای پروتو کول جدید میان اکادمی علوم افغانستان و پوهتون برن سویس راهی رابرای ازسرګیری کار و تکمیل اطلس متذکره از سوی دیپارتمنت آریانشناسی آن پوهنتون هموار سازد.

دکتور الینا کروزی در پایان از هیأت ما دعوت به عمل آورد تا به همراهی اش از کتابخانه ی عمومی پوهنتون واقع مرکز شهر برن بازدید نماییم. در اخیر پوهاند زیار کتاب واژه شناسی و ساختار واژګانی اش را که به نامهای استاد فقید ژارژ  ردار و اسیستانت ارشدش در پراسس اطلس فقید شارل کیفر و پژوهشګرزبانهای پارسی دری، پشتو، پراچی و اورمړی و عضوی نامدار(مرکز مطالعات زبانهای افریقایی و آسیایی فرانسه) اهدا کرده است، به مقام رهبری کتابخانه پیشکش نمود.

Comments
Loading...