بخت زاده دانش صيب څوک دى؟ / هدايت فريد

بخت زاده دانش د حاجي شېر زمان خان زوى چې په کال ۱۹۸۰ زېږديز کې د ضلع دير بالا، تحصيل بره ول بانډۍ کلي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي، لومړنۍ زدکړې يې د خپل کلي د  ( پرايمري سکول) ځنې وکړې، تر اتم ټولګي پورې د کلي په هايي سکول کې پاتې شو.
مېټريک/ لسم ټولګى يې د ګورنمنټ خال او FSC يې د اسلاميه کالج څخه کړې ده.
هغه د شعر و شاعرۍ په نړۍ کې د يو ستر نوم څښتن او د لر و بر په هره سيمه کې د ځانګړو مينوالو درلودونکى دى.
د نوموړي په شاعرۍ کې مينې ته په پراخ ډول کمپاين کېږي او د نفرت، تاوترېخوالي او جنګ ـ جګړو څخه کرکه ليدل کېږي.
د نوموړي شعرونه د شعريت او موسيقيت پر معيار او بنسټ ولاړ دي، د رحمان عبدالرحمان بابا په اړه روايت دى چې د هغه شعر د پښتون چاپېريال هر ګوټ و کونج ته رسېدلى و، د پلرونو، مېندو، ځوانانو او په ټوله کې د هر چا په خوله به ويل کېده، له مبالغې پرته د دانش صيب شعر هم همدغه ډول مزل وهي او زه باوري او ډاډمن يم، چې شعر به يې همداسې د خلکو لخوا بدرګه کېږي.
بخت زاده دانش هغه څوک؛ کله چې يې نوم  اخيستل کېږي، نو د هر چا په خوله د نوموړي شعرونه، نظمونه او غزلې زمزمه کېږي. هغه څوک؛ کله چې په ادبي بنډار کې برخه اخلي، د خپل ولس له بې کچې مينې سره مخ کېږي، خو کله چې شعر وايي، د خلکو ننګېرنې ( احساسات) او جذبې شدت پيدا کوي. ښه اسلامپال، ملتپال، ادبپال او په ټوليز ډول يو ښايسته انسان دى. زه چې کله نوموړى مطالعه کوم، نو هېښتوب مې واخلي، په بشپړ ډول هېښپېښتيا کې ډوب شم، و اندم چې په کوم مېتود، په کوم ګړدود او څومره په سليسه او روانه ژبه د خپل پښتون ولس غم ،درد ،بدبختيو، بدرنګيو، تربګنيو او بدمرغيو ته نغوته کوي.
او تر ټولو لويه ځانګړنه يې دا ده چې که چېرته دغو ټولو ستونزو، کږلېچونو او کړکېچونو ته کومه حللار نه لري، لږ تر لږه ددې ستاينه هم اړينه بولم چې نوموړى خپل پښتون ولس فکر کولو ته هڅوي،
داسې پوښتنې راولاړوي، چې بايد ځواب شي، همدارنګه د ملا له خولې له دليل او منطق پرته د هغه خبره منل، ځان تېر اېستل ګڼي.
 هغه پر دې اند دى چې شاعر د قام سترګې وي او قام د نوموړي بدن/وجود، بلکې زه د دې بدن يو غړى يم، هر کله چې بدن باندې درد راشي، نو حتماً زه پرې دردېږم.
بخت زاده دانش د يونۍ/ يکشنبې په ورځ زموږ سوابۍ کيمپ ته راغلى و، ما د نوموړي نظمونه، غزلې او په ټوله کې شعرونه ډېر  اورېدلي وو، نوموړى زموږ د ملګرو په بلنه له ضلع دير بالا، بره ول نه ځان تر سوابۍ کيمپ راورساوه.
له ضلع دير بالا، بره ول نه تر سوابۍ کيمپ کابو ۹ ګړۍ سفر دى، دا
چې بخت زاده دانش صيب زموږ تر کيمپ ځان ولې راورساوه؟ لاملونه يې ډېر خو تر ټولو اړين لامل د سوابۍ مېشت افغان کډوالو مينه، عاطفه او صميميت و چې نوموړى سوابۍ کيمپ ته راغى.
بخت زاده دانش صيب د شپې 3 بجې له خوبه پاڅېده او کابو ۲ بجې سوابۍ کيمپ ته راورسېد، غرمنۍ مو  ګل ماڼۍ ( زموږ حجره) کې وکړه.
 نوموړي سره مې د هغه د ژوند، تعليم، شعري او ادبي نړۍ ته په راتګ ځينې خبرې کړي دي، چې ستاسو پاملرنه ورته راګرځوم.
  _ بخت زاده دانش صيب  لوړې زدکړې اسلاميه کالج څخه حاصلې کړي دي ، هلته يې د FSC تر څنګ  ليسانس په انګريزي ادبياتو کې وکړ. همداراز، ماسټري يې د انګلش ډيپارټمنټ ځنې وکړه او M.Phil يې د هزاره پوهنتون څخه کړى دى. نوموړى چې پر پروفيسر هم يادېږي، دلته دا خبره بايد په څرګند ډول جوته شي چې نوموړى پروفيسر نه دى، بلکې په شيرينګل پوهنتون کې د انګريزي ادبياتو ليکچرر دى، زما پر ګډون ډېرى خلکو همدا فکر درلود او نوموړى به يې پروفيسر يادواه، خو ولې کله چې ګل ماڼۍ ( زموږ حجره) کې سره کېناستو، دا سپيناوى يې وکړ.
 _ شعري نړۍ ته په راتګ يې داسې راته وويل چې :
عموماً زما له شعر و شاعرۍ سره له کوچنيوالي مينه وه، د شعر د تخليق وړتيا مې درلوده، خو اصلاً ما خپله شاعري په 1996 زېږديز کال کې پيل کړې ده. ومې پوښت چې لومړنى شعر مو کوم يو دى؟
هغه موسک شو او وې ويل چې داسې  ده چې اوس وخت کې چې سړى سهارنۍ / ناشته وکړي نو ماښام ترې هېر وي، پر همدې بڼه شعر خو راته په دقيق ډول نه دى ياد، خو دومره يادونه به وکړم چې زموږ په کلي کې د مشاعرې تابيا نيول شوې وه، ما پکې خپل لومړنى غزل ګډونوالو ته وړاندې کړ، داسې ” ترهي غزل” و، چې ما پر ” ترهه” ليکلى و.  ترهه ( وېره، ډار)
_  نوموړى  سربېره پر دي چې د انګريزي ادبياتو ليکچرر دى، وايي چې انګريزي ژبه زدکول زما مجبوري وه، زما د رزق دګټلو يوه وسيله او ذريعه ده، پاتې شوه پښتو؛ پښتو خو زما مور ده، زما ژبه ده، پر ما يې حق دى چې کار ورته وکړم. هېره دې نه وي چې پخپل کلي کې دوه سکولينګ سيسټمز لري چې يو خيبر هايي سکول او بل د دانش چلډرن اکاډيمي په نوم يادېږي.
 _ نوموړي خپل ولس ته په پېغام کې داسې وويل چې :
پکار ده، پښتانه علمونه زدکړي، هنرونه زدکړي، تعليم پخپله هم وکړي او پر خپلو اولادونو يې هم وکړي او ددې ترڅنګ يې په مينې وېشلو، خورولو، ورکولو او اخيستلو باندې ډېر زيات تاکيد او ټينګار وکړ.
هدايت  فريد
کابل پوهنتون

Categories: ژبه، فرهنګ، کلتور,مقالې-روانې چارې /ټولنیزې/ سیاسي

Tags:

خپل نظر ولیکۍ

Your email address will not be published.