ګلالۍ اسماعیل په امریکا کې راڅرګنده شوه

0 92

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې ګلالۍ اسماعيل له پاکستانه په پټه امريکا ته تللې ده. نوموړې د سپتمبر په اتلسمه مشال راډيو سره پر ټيليفون کړو خبرو کې وويل چې له دې سره امريکا ته په تګ کې ملګرو ملتونو مرسته کړې ده.

دې وویل، ځکه پټه شوې وه چې ژوند ته یې خطر وو. هغه دا مهال په واشنګټن کې ده.

ګلالۍ امريکا ته د تګ په اړه ډېر معلومات ځکه ورنه کړل چې په وینا یې دا له وخته مخکې خبره ده او کورنۍ ته یې زيان رسېدلی شي. د پاکستان حکومت په سمدستي توګه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان حکومت ګلالۍ د رياست خلاف ويناوو او کړنو تورنه کړې وه او د هغې پر ضد يې مقدمه هم درج کړې وه. خو د هغې او د هغې د ملګرو پر کورونو يې په وار وار پر چاپې وهلو سربېره هم هغه ګرفتاره نکړای شوای.

ګلالۍ اسماعيل سږ کال د مې په مياشت کې تر هغه وروسته ورکه شوه چې په اسلام اباد کې يې د يوې مظاهرې پر مهال د پاکستان پر امنيتي ادارو تنقيد وکړ. دا مظاهره په اسلام اباد کې د جنسي تېري ښکار او وژل شوې، فرشتې مومند د وژونکیو نيولو لپاره شوې وه.

تر دې مظاهرې وروسته، د پاکستان امينيتي ځواکونو د ګلالۍ اسماعيل کور څو ځله تالاشي کړ او پر مور پلار يې هم ورله اېف ای ار درج کړ. د بشري حقونو لپاره کارکوونکې، برتانیا مېشته ادارې هيومينسټ انټرنېشنل چې د ګلالۍ اسماعيل ملاتړ يې کاوه، د هغې يو تصوير خپور کړی دی. د دې ادارې مشر پر ټويټر پاڼه ليکلي، خوشاله دی چې ګلالۍ روغه جوړه ده.

یادې ادارې د ګلالۍ له راڅرګندېدو وروسته د هغې غږ خپور کړی او وايي، اوسمهال په امريکا کې د پناه اخيستو په تکل ده. د ادارې په وینا چې ګلالۍ ډېره ځورول شوې ده او دړکې ورکړل شوې دي خو ډېره شکرګزاره ده چې ژوندۍ پاتې شوه.

ګلالۍ اسماعيل چې د تېر کال (۲۰۱۸م) د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په لندن کې د هيومنسټ انټرنېشنل په يوه غونډه کې له ګډون وروسته پاکستان ته ستنه شوه نو پر اسلام اباد هوايي ډګر ونيول شوه او له هغې پاسپورټ واخيستل شو. پاکستاني چارواکو له هېواده د هغې پر وتلو هم بنديز ولګاوه. پر هغې تور پورې شوی و چې د پاکستاني رياست ضد کارونه يې تر سره کړي دي. وروسته د اسلام اباد يو عدالت د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۱۴مه د هغې نوم د ممنوع الخروج کسانو له نوملړه د ايستلو امر وکړ. خو پر دې سربېره د ګلالۍ پر ضد نوي مقدمې جوړې شوې چې په پايله کې هغه مجبوره شوه چې ځان پټ کړي.

د ګلالۍ پلار پروفېسر محمد اسماعيل نن (د سېپټېمبر پر ۱۹مه) مشال راډيو ته وویل، خوشحاله دی چی لور يې راڅرګنده شوه خو زياتوي، خبر نه و لور يې چېرې ده.

”د پاکستان حکومت او رياست وينا کړې وه چې ګلالۍ اسماعيل له دوی سره بندي ده او دوی مقدمه پر چلوي. دا خبره د پاکستان رياست ملګرو ملتونو ته ليکلې وه. موږ ته دا معلومه نه وه چې دا دومره دروغجن رياست دی. له دې وړاندې يې پر ټي وي او راډيوګانو هم خبرونه چلولي وه چې ګلالۍ يې په پېښور کې ګرفتاره کړه، چې موږ معلومات وکړل نو هغه يې نه وه ګرفتاره کړې او هغه له ملګرو سره پټه وه. رياست چې بيا کله ملګرو ملتونو ته وليکل نو موږ شکمن شولو ځکه له ګلالۍ سره زموږ رابطه نه وه.”

ګلالۍ اسماعيل د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ده. هغې د ويښو نجونو په نامه د ښځینه حقونو دفاع لپاره يوه اداره هم جوړه کړې او ګڼې جايزې يې اخيستې دي. نوموړې په دا وروستيو کې په پښتون ژغورنې غورځنګ کې ډېره فعاله وه.

 

mashaalradio.com

 

Comments
Loading...