چېرته دي د بیان ازادۍ او بشري حقونو نړیوال مدافعین؟

0 16
واحدګل هاشمي
شاوخوا کال وړاندې چې ۲۵ کلن نقیب مسید د پاکستاني عسکرو له لوري په ډېر ظلم سره ووژل شو له هغه راهیسې د پښتون ژغورنې غورځنګ عملاً په خپلو لاریونونو لاس پورې کړ، له دې وړاندې به پنجابي نظام ټول هغه اشخاص له ځوانانو نیولې تر خبریالانو او قومي مخورو چې غوښتل یې د پښتنو د حق غوښتنې غږ پورته کړي لمنځه وړي او تري تم یې کړي دي.
یاد پنجابي نظام تر دوه دیرش زرو زیات پښتانه ځوانان تري تم کړي او وژلي دي او تر ۱۲۰۰ زیات قومي مخور یې په هدفي وژنو کې له منځه وړي، ددې ځوانانو او قومي مخورو یواځینۍ ګنا دا وه چې غوښتل یې نړۍ ته د پنجابي نظام د پښتنو سره د مور او میرې چلند ورپه ګوته کړي.
یواځې دا نه بلکې تازه تازه په لورلايي کې د ارمان لوڼي وژنه ددې نظام د ظلم او وحشت ښکاره بېلګه ده، ددې ظلم او وحشت سره سره یې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر چې غوښتل یې د لوڼي جنازې ته لاړ شي دداسې اشخاصو له لوري په لاره کې برید شوې وو چې د عامو خلکو په څېر یې جامې اغوستې وې، یاد اشخاص په دستوري ډول د پاکستاني استخباراتي اداري له لوري ګمارل شوي وو ددوي ددغسې چلند یواځینی هدف دا وو چې دوی د منظور پښتون پر وژلو یاد غورځنګ منحل او لمنځه یوسي. ولې له نېکه مرغه نوموړی له یاد برید روغ رمټ وژغورل شو او د لوڼي جنازې ته ورسید، یواځې دا نه دا تېره اونې هم زیات شمیر پښتانه چې د یاد غورځنګ همغږي وو وژل شوي او زیات شمیر یې بندیان شوي دي. پوښتنه پیدا کیږي چې چېرته دي د بیان د ازادۍ او بشري حقونو نړېوال مدافعین چې له پنجابي نظام څخه دا پوښتنه وکړي چې ولې ددې خلکو سره ظلم کیږي او ولې یې غږ له رسنیو پر خپرولو بند کړی دی؟
دا د خورا زیاتې حیرانتیا ځای دی چې د پاکستاني پوځ ویاند تورن جنرال اصف غفور په ډیرې سپین سترګۍ وايي چې داخلي رسنۍ ښه کوي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ غږ نه خپروي، خبره داسې نه ده چې دی یې کوي بلکي ددوی او د پاکستاني استخباراتي ادارې له لوري ټولو داخلي رسنیو ته اخطار ورکړل شوی چې که چېرته ددې خلکو غږ خپور کړي پر نشراتو به یې بندیز ولګوي.
د دې خبرې د ثبوت په خاطر مونږ او تاسې زیاتې بېلګې لرو پر یوې ویبپاڼې چې د پاکستان څخه د باندې یې د یاد غورځنګ متواتر غږ خپروو په پاکستان کې یې پرې نشرات سانسور کړل، یا د بیلګې په توګه تېر کال دوه پښتانه خبریالان بخشش الهي او هارون خان وژنه د پنجابي نظام د بیان د ازادۍ د حق سلبولو ښکاره نمونې دي. یواځې دا نه بلکې د امریکايي چاپ ورځپاڼې نیویارک ټایمز له هغې ګڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین مضمون ایستل شوی چې د پاکستان په ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼه کې چاپیږي، په دې انګلیسي لیکنه کې پښتون د پاکستاني پښتون ضد نظام ټولې بدګڼې بیان کړې وې او ویلي وو چې زیات شمیر پښتانه ځوانان تري تم شوي دي.
دلته په افغانستان ډیره کوچنۍ موضوع لا نه وي پېښه چې بیا د ګردې نړۍ د بیان ازادۍ او د بشري حقونو مدافعین خپلې چیغې پورته کړي، زه وایم که دوی د ټولې نړۍ مدافعین وي ولې له پاکستاني نظام څخه د زرګونو پښتنو ځوانانو او قومي مخورو د ورکیدو او وژل کیدو پوښتنه نه کوي؟ یا ولې ددې پوښتنه ترې نه کیږي چې په کوم دلیل یې ددوی غږ په رسنیو خپرولو بند کړی دی؟
د یوه افغان په حیث مې پر ټولو اړوندو مسؤلو ارګانونو غږ دی چې دوی باید ددې موضوع د ښه تعقیب په هدف  لاس په کار شي او هر افغان باید د کوزې پښتونخوا له افغانانو سره خپل غږ مل کړي او ددوی غږ لا ښه بدرګه کړي تر څو دوی خپل هدف ته ورسیږي.
Comments
Loading...