پښتین: د پاکستان پوځ او ترهګر د یوې تګلارې پیروي کوي

0 76

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي مننه کړې چې د ده د بندي کیدو پروخت کې غږ پورته کړی و او د دغه د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.

منظورپښتین په چارسده کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي ټولو هغو مشرانو مننه کوي چې د ده د ازادۍ لپاره یې غږ پورته کړی دی.

 نوموړي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوې هوکړه د کرښې دواړو غاړو پښتنو لپاره ښه زېری بللی دی او ویلي یې دي چې پي ټي ایم د سولې هرکلی کوي او افغان سوله د ټولو پښتنو په ګټه ده.

 نوموړي د خپلو خبرو پر دوام پر پاکستان غږ کړی دی چې پښتنو ته دې خپل حقونه ورکړي. هغه ویلي، دوی به بلاخره خپل وطن جوړوي، پښتانه به په خپله خاوره ځانته ریاست جوړوي او هغه به ځانته حیثیت لري.

 پښتین زیاته کړې، په پنجاب کې خلکو ته حق ورکول کېږي خو د پښتنو خپل غرونه چې له زرو او وسایلو ډک دي پاکستان یې خپله برخه ګڼي.

پښتین ویلي د پښتنو قاتلان ساتل کېږي او پوځ یې په اړه د سپیناوي خوله هم نلري ځکه چې په خبره یې دوی او ترهګر یو دي او د یوې تګلارې پیروي کوي. نوموړي د مارچ میاشتې په ۲۹ په کوټه کې د یوې بلې جلسې اعلان هم کړی دی.

Comments
Loading...