پښتون: پاکستان د خیبر پښتونخوا کانونه غلا کوي

0 351

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون ویلي، د پاکستان حکومت هڅې پیل کړي چې د خیبر پښتونخوا قیمتي ډبرې او کانونه لوټ کړي .

هغه ویلي، پاکستاني حکومت له پخوا دغه کار کاوه؛ خو دا چې څوک پرې نه و خبر، یا که خبر و له وېرې يې غږ نه شو پورته کولای، دا جلا مسله ده؛ خو مونږ به له دې وروسته دغه کار ته اجازه ورنه کړو.

منظور پښتون زیاته کړې، پاکستان لا پیدا نه و چې د خیبر پښتونخوا پر خوره ځمکه کانونه موجود و.
نوموړي څرګنده کړې، مونږ له پنجاب سره هېڅ راز مشکل نه لرو، خو نیوکه مو دا ده چې ولې هلته د ژوند هر څه امکانات، خیبر پښتونخوا کې نشته؟ مونږ خپل حق غواړو.

Comments
Loading...