پښتون: د پښتونخوا د طبیعي زېرمو یوه لوېشت به هم پاکستان ته ور نه کړو

0 97

د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاري منظور پښتون نن د بنو جلسه کې د خپلې وینا پر مهال خبرداری ورکړی، چې د پښتونخوا د طبیعي کانونو یو لوېشت به هم د پاکستان حکومت ته ورنه کړي.

هغه وویل، دا د پښتنو حق دی او پښتون ژغورنې غورځنګ د همدې هدف لپاره مبارزه کوي چې یادې زېرمې څوک لوټ نه کړي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د پاکستان له حکومت به د اویا زره وژل شویو پښتنو حساب اخلي.

پښتون وویل، پاکستان پر پښتنو ځمکه تنور ګرځولې او باید دغه ظلم ته د پای کی کېږدي.

د بنو نننۍ جلسې ته له ۱۰۰ زرو زیات پښتانه راغلي وو.

پښتنو اکثریت د لر او بر یو افغان شعارونه ورکول.

د بنو جلسه کې د منظور پشتین د وینا ځینې نورې برخې
منظور وویل: اوه میاشتې پس دا جلسه کوو، داسې نه وه چې جلسه مو نه شوه کولای؛ موږ نه غوښتل داسې ځای ته ولس راوغواړو چې هلته ورته د سر خطر جوړ شي او ګټه یې کمه وي.
قسم خورم چې تاسې په باران ولاړ یئ او زه ناست یم، په دې حالت سخت خفه یم، زما په زړه بوج دی، خو له ولس مننه.
بنو د پښتنو تر ټولو لوی مرکز دی.
په پښتون قام ظلم شوی، جبر شوی او لا هم پرې روان دی.
موږ په دې خاوره کله راو انور ربړولي یوو، کله میجرانو، کله د کرنیل امام شاګردانو ډبولي یوو او د حمیدګل لمسیانو، کله یو او کله بل د پښتون وژل یې جاري ساتلي، میندې یې ژړولي.
ایا ستاسې د مړي تپوس چا کاوه؟
ستاسې د ورک سړي تپوس چا کاوه؟
همدې پښتون ژغونې غورځنګ وکړ، په نرمو یې نه دی کړی.
هغه چې ستا د مرګ پلانونه یې جوړول، هغوی درته اوس مینتونه او سوالونه کوي.
دا د همدې غورځنګ برکت دی، دا غورځنګ به همېشه اباد ساتو، په هر قیمت به یې ساتو.
په دې خاوره له عدالت پرته مرګونه لا هم روان دي.
لسګونه زره پښتانه یې مړه کړل.
راوا انور تر اوسه هماغسې ګرځي.
خلک وايي په پښتنو کې صبر نشته، تر اوسه یې لا راوا انور ته صبر کړی دی، چې سزا ورکړه، خو ونه شو.
د ارمان لوڼي حساب وشو؟
د واڼه شهیدان خو مو په یاد دي؟
د خړ کمر ورځ …
پښتانه به هر څه وکړي، هېر به شي خو د خړ کمر یاداشت یې له زړونو نه وځي.
د خړ کمر شهیدانو ته سلام کوو او وعده ورکوو چې وینه خو لا څه چې یوه، یوه اوښکه هم چاته نه بښو.
اوس یې په خیبر کې خاطر شینواری وواژه انصاف یې ور نه کړ، په باجوړ کې یې میاګل وویشو، په مومندو کې مور غیرت وکړ، په کور یې دا تور مخي ورغلل ویې ویشت، نن یې تنګوي ان کور هم په کرایه نشي اخیستلای.
که د دوی عدالت ونه کړ نو بیا به زموږ ځوانان عدالت جوړوي بیا چې کومه سزا درکوي، هغه به بیا ډېره سخته وي.

Comments
Loading...