پاکستان، تېرو ۱۶ کلونو کې ۷۰ زره پښتانه وژلي دي

0 51

پاکستان تېرو ۱۶ کلونو کې د امریکا په مرسته شویو پیسو، شاوخوا ۷۰ زره پښتانه وژلي دي.

د پښتون سټوډنس بنسټ رییس امتیاز وزیر ویلي، پاکستان تېر شپاړس کاله د امریکا په مرسته شویو پیسو، له بېلا بېلو لارو او پلمو، ۷۰ زره پښتانه ووژل.

امتیاز وزیر چې اوس له پاکستانه کډه شوی ټينګار کړی، پاکستان ځکه تېر کال د کشمیر مسله راپورته کړه، چې د اقلیتونو د ټول وژنې په تړاو د نړیوالو له فشارونو ځان خلاص کړي.

د هغه په وینا، پاکستان د ترهګرۍ په نوم زرګونه پښتانه وژلي دي او نړیوال يې هم په همدې بهانه تېر ایستلي دي چې ګواکې د ترهګرۍ خلاف يې مبارزه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې که نړیواله څېړنه د پښتنو په سیمو کې وشي، معلومه به شي چې دا خلک ترهګر نه دي، بلکې ترهګرې او افراطیت پرې د پاکستان لخوا تپل شوی دی

هغه نیوکه کړې چې پاکستان هڅې پیل کړي چې د پښتنو په سیمو کې یو ځل بیا د طالبانو فعالیت ته زمینه مساعده کړي.

Comments
Loading...