وړانګه: د لر او بر افغانان به د تور دښمن خلاف خپلې شعوري مبارزې ته دوام ورکوي

0 100

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شهید شوي غړي آرمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ نن د بنو تاریخي جلسې ته وینا کې وویل، د تور دښمن تر ماتولو به مونږ افغانان خپلې شعوري مبارزې او قربانۍ ورکولو ته دوام ورکړو.

هغې د خپلې وینا پر مهال وویل، ټول پښتانه باید خپل یووالی وساتي او ټول تمرکز د دښمن د دسیسو خلاف وکړي.

لوڼۍ زیاته کړه، د پښتنو دښمن ته باید نور وخت ورنه کړو چې زموږ خاوره ویجاړه کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې وویل، مونږ د دښمن خلافي مبارزې ته راوتلي یوو او تر هغه به مبارزه جاري ساتو، څو مو چې خپل حق نه وي تر لاسه کړی.

Comments
Loading...