وزيرستانيان: پښتونخوا کې د پښتنو د وژنو تر شا د ای ایس ای لاس دی

0 180

په شمالي وزيرستان کې ځايي پښتنو د هدفو وژنو پر ضد لاريون ترسره کړی دی، چې د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای يې د پښتنو په هدفي وژنو کې ککړه بللې ده.

د معلوماتو تر مخه، د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه کې زرګونه پښتانه راټول شوي او هلته يې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې ای ایس ای پر ضد احتجاج او لاريون ترسره کړی دی.

دوی په دغه احتجاج کې د پاکستان استخباراتي اداره په دغه سيمه کې د پښتنو په هدفي وژنو تورنه کړې ده او وايي چې دغه اداره يوازې د خپل ځان ساتنې لپاره جوړه شوې ده او د پښتنو په وژنو کې ککړه ده.

په دغه احتجاج کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو په ګډون، ځايي دکاندارانو او تاجرانو هم ګډون کړی و او ويل يې، تر څو پورې چې ورته د پاکستان ادارې د داسې پېښو د مخنیوي پوره ډاډ ور نه کړي، نو دوی به تر هغې پورې خپلو لاريونونو او احتجاج ته دوام ورکړي.

دغه احتجاج کوونکي وايي، چې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم له پنځه کلونو عملياتو ترسره کېدو وروسته هم هره ورځ ملکي وګړي په نښه کېږي او د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره ورته لاس تر زنې ناسته ده.

دوی همدا راز زياتوي، چې د پښتنو د هدفي وژنو تر شا د همدې ادارو لاس دی او دوی به نور دغه ډول وضعيت ونه زغملی شي.

بل لوري ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مسوولين بيا وايي، چې د پاکستان پوځ او ای ایس ای نه غواړي چې پښتانه دې سوله ييز ژوند وکړي. دوی وايي چې لومړی يې د عملياتو په نوم د ټولو پښتنو کورونه، کاروبارونه او هر څه تباه کړل او در په در يې کړل او اوس چې کوم پښتانه خپل حق غواړي، هغه هم دوی وژني.

Comments
Loading...