منظور پښتین له زندانه ازاد شو

0 44

د پښتون ژغورنې غورځنګ سر لاری منظور پښتین نن سه شنبه د پاکستان حکومت له زندانه ازاد شو.

پښتین شاوخوا د تېرې جنورۍ میاشتې په ۲۷ مه نېټه د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شو.

د هغه د نیولو غبرګون کې، په نړیواله کچه پراخ لاریونونه وشول او د پاکستان حکومت يې تورن کړ چې د پښتنو وژنې ته یې کار ویلی او خپل حقوق نه ورکوي.

له زندانه د پښتین د خوشې کېدو هرکلي ته سلګونه کسان ورغلي وو او هغه ته یې ګلان په غاړه کې واچول.

ټاکل شوې ده، چې منظور ډېر ژر یوې لویې ولسي غونډې ته  وینا هم وکړي.

Comments
Loading...