علي وزیر پاکستان ته: ژمنه کوم چې د ډیورنډ اغزن تار به ستا په غاړه کې اچوم

0 97

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر نن بنو جلسې ته د وینا پر مهال د پاکستان حکومت ته خطاب کې وویل، ژمنه درسره کوم چې پر ډیورنډ کرښه تېر کړی اغزن تار به یوه ورځ ستا په غاړه کې اچوم او کش کوم به دې.

د هغه په خبره، اغزن تار دوه ورونه چې په لر او بر کې پراته دي جلا کړي، خو په وینا يې چې دغه تار به له منځه وړم.

د هغه په خبره، د پاکستان پارلمان ډېر غلط او چاپړوس پارلمان دی.

علي وزیر وویل، په خپله مبارزه به پښتانه د پاکستان حکومت له ظلمونو خلاصوي.

د وزیر په وینا، پنجاب پښتون ته ټوپک ورکړی، خو خپل ولس ته یې قلم په لاس ورکړی دی.

هغه وویل، د پاکستان له حکومت به د زرې زرې ظلم حساب اخلي.

Comments
Loading...