علي وزیر: د هر راز ترهګرۍ تر شا د پوځ لاس دی

0 82

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر وايي، چېرې چې ترهګري ده، تر شا يې د پوځ لاس دی.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، روا انور د پوليسو رنجر موټر په ملتيا کراچۍ ته وړل کېږي، هغه لوبه چې طالبانو او نورو ادارو سره کېږي له ټولو څخه د پښتون نسل وژنه څرګنده شوې او څرګندېږي.

هغه د پاکستان پوځ ته خطاب کې ویلي، اوس واړه ماشومان هم پوهېږي چې تاسو ترهګر ياست او د ډالرو په مقابل کې خلک وژنئ.

نوموړي دا خبرې د پاکستاني طالبانو د ویاند خوشې کېدو غبرګون کې کړې دي.

Comments
Loading...