عارف وزیر: افغان وم، افغان یم؛ افغان به مرم

0 112

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي، علي وزیر د کاکا زوی عارف وزیر چې تازه د پاکستان حکومت له بند خونې خوشې شوی تېره ورځ یوې لویې غونډې ته وینا ویلي، افغان وم، افغان یم او افغان به مرم.

هغه د پاکستان پر حکومت تور لګولی دی چې ګواکې د پښتنو خلاف له تشدد کار اخلي او زنداني کوي يې.

عارف وزیر همدا راز د پاکستان پر ریاست غږ کړی دی، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاس وهنو ډډه وکړي.

د نوموړي په خبره، پښتون ژغورنې غورځنګ به هېڅوک کمزوری نه شي کړای، بلکې اراده به یې لا غښتلې شي.

هغه همدا راز د منظور پښتین د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

Comments
Loading...