د ګلالۍ اسماعيل پلار پاکستاني پوځيانو اختطاف کړى

0 87

د پښتنو د حقوقو مبارزې ګلالۍ اسماعيل پلار پروفېسر محمد اسماعيل نن د پاکستان د سترې محکمې مخکې نه پاکستاني پوځيانو کړى دى، چې په دې اړه نوموړې يو ويډيويي پېغام هم خپور کړى دى.

ګلالۍ اسماعيل چې په پاکستان کې يې د خلکو د حقونو لپاره مبارزه کوله او همدا راز د پښتون ژغورنې غورځنګ کلکه ملاتړې هم وه، کله چې په پاکستان کې وه نو څو څو ځلې پاکستاني پوځيانو نيولې هم وه، خو په وروستيو کې ورته پاکستاني پوځ دسيسه جوړه کړې وه، چې هغه له پاکستان په پټه امريکا ته لاړه او اوس د امريکا په نيويارک ښار کې ژوند کوي.

تېره ورځ ګلالۍ اسماعيل په خپل يوه ټويټ کې هم ويلي و، چې زما د پاکستانه له وتلو وروسته اوس پاکستاني پوځيان سخت غصه دي او په دې فکر کې دي چې د هغې مور و پلار ته اذيت ورکړي او قتل يې کړي.

Gulalai_Ismail

@Gulalai_Ismail

Abduction of my father is an attempt to terrorise women of Pakistan who’ve got fathers’ backs; to stifle dissent, to terrorise people who dare use their conditional rights. https://twitter.com/ihteshamafghan/status/1187371934318813186 

Ihtesham Afghan@IhteshamAfghan

Professor M. Ismail has been abducted by plain clothed men from the gate of Peshawar High Court. People are not even safe in the courts of Pakistan. Cases will be made against him after his arrest and we are worried he will be tortured.@Gulalai_Ismail #WhereIsProfIsmail

Embedded video

324 people are talking about this

نن د پاکستان د سترې محکمې له مخې څخه د ګلالۍ اسماعيل پلار پروفېسر محمد اسماعيل امنيتي ځواکونو اختطاف کړى دى. ګلالۍ اسماعيل په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې زما پلار د پاکستان استخباراتو په رڼا ورځ تښتولى دى. هغې همدا راز ويلي دي، چې زما پلار په دې ګناه تښتول شوى دى، چې ما تل د ترهګرو او د هغوى د ملاتړو پر وړاندې مبارزه کړې ده.

ګلالۍ اسماعيل په دې اړه پرلپسې څو ټويټونه کړي دي او غوښتنه يې کړې ده چې د هغې پلار دې راخوشې کړاى شي. هغه وايي زه ويره لرم چې زما پلار ته به دوى سخت اذيت ورکړي. هغه همدا راز وايي، چې پاکستان يو داسې هېواد دى چې ان د سترې محکمې پر وړاندې هم څوک خوندي نه دي.

Gulalai_Ismail

@Gulalai_Ismail

This picture explains why my father is persecuted; regressive laws like anti-terrorism laws and cyber crimes laws are used against citizens who strive for peaceful Pakistan, who support their daughters and defy patriarchy.

View image on Twitter
181 people are talking about this

د يادولو ده چې په دې تړاو پښتنو سياستوالو او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو هم په ټويټر ډېر پوسټونه کړي دي او د پروفېسر محمد اسماعيل د راخوشې کولو غوښتنه يې کړې ده.

Comments
Loading...