د پښتون ژغورنې غورځنګ د بل مشرعلي وزیر پرضد هم شکایت شوی

0 77

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر پرضد د چارسدې ضلعې په پړانګ تاڼه کې داسې مقدمه درج شوې.

په مقدمه کې شکایت شوی چې علي وزیر د مارچ په لومړۍ نیټه  په چارسده کې د پي تي ام په غونډه کې د حکومت او حکومتي ادارو پرضد خبرې کړې دي.

د پړانګ تاڼې  چارواکو هم شکایت تایید کړی، خو وایي د نیولو حکم یې نه دی شوی.

د پي ټي اېم د دغې غونډې د دوه نورو غړو پرضد د پاکستان بېرغ د څیرې کولو يا سپکاوي شکایت درج شوی او دواړه زندان ته لیږل شوي دي.

Comments
Loading...