د ” پي ټي ام ” مخکښ غړی ملا بهرام اخوند له زندانه خوشې شو

0 52

 د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړی ملا بهرام اخوند د پاکستان له زندانه آزاد کړای شو.

ملا بهرام چمن کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ننګه شعارونه ورکول او د همدې سیمې دی.

هغه تل د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې د پاکستان، د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو پر وړاندې سخته ژبه کارولې او همدا راز د پښتنو د حقونو لپاره يې په هر مېدان کې غږ پورته کړی دی.

بلخوا منظور پښتون ویلي، ملا بهرام د ظالمانو په تحويل کې ۱۴۰ ورځې زندان تېر کړ. هغه همدا راز ليکي، تاريخ دې یاد ساتي چې د پښتنو د وطن غږ و نو د پښتنو د وطن سپين ږيري هم په هره سخته کې د پښتون غورځنګ تر څنګ ولاړ ول او په هېڅ حالت کې هم د قربانۍ نه نه په شا کېدل.

Comments
Loading...