د پخوانۍ فاټا د ځپلي، خو غښتلي ولس حضور ته!

0 20

خان زمان کاکړ

عرض مې دا کاوه چې د قبايلي سيمو پخوانی حالت نه يوازې د هغه ځای د ولسونو لپاره يو دوزخي حالت وو؛ بلکې د يوې وينې او مينې په مثال ورسره ټول افغان ملت هم ناکراره وو.

کوم څه چې موږ په حیث د ملت په ګډه بايللي وو هغه زموږ ملي خپلواکي وه. د قبايلي سيمو  نننی حالت هم کوم جنتي حالت نه دی، خو  يو داسې حالت ته اړتیا ده چې موږ ته پکې د خپل ناروغه ملي وجود د رغېدلو تمه پېدا شوې ده. موږ له خپلې ملي خپلواکۍ نن هم بې برخې يو خو موږ نن يوه داسې موقع موندلې چې که مو په خپلې پوهې او حکمت سره په کار واچوله؛ نو خپل لوی ملي مرام ته په رسېدلو کې له موږ سره لويه مرسته کولی شي. زما په ګډون د فخرِ افغان باچاخان ټول پېروکار دا ذهن لري چې ملي خپلواکي او د ملت امن او سوکالي د سياسي عمل په پراختيا او ترتیبوالي ممکنه ده، پر هم دې اساس د مستعمره سيمو د جغرافيوي او سياسي يووالې او ځان‌خواهي سوال د ملي خپلواکۍ د  مزل لومړی پړاو معلومولی شي. موږ دا نظريه لرو چې په پاکستان کې که د وفاقي يونټونو له سرِه نوی تشکيل پر تاريخي، قامي او ژبنيو بنسټونو وشي نو د استعماريت ضد زموږ مبارزه يو بې ساری توان موندلی شي. له دې سره به نه يوازې د اکثريت پنجاب مقابله کېدلی شي؛ بلکې په قام دننه سياسي، اقتصادي او کلتوري توافق  او پخلاينه هم رامنځ ته کېدلی شي. په بېلابېلو ټکرو کې د وېشلو مستعمره پښتني سيمو بېلابېلو برخليکونو زموږ ملي برخليک کړکېچن او غېريقيني ګرځولی دی. د پښتني سيمو په منځ کې هره استعماري کرښه د قام د وجود، قامي سياست او د قامي رياست د تصور د نفي لپاره په کار راوړل شوې ده. په هم دې خاطر د هرې استعماري کرښې ورانول د قام د وجود، قامي سياست او د قامي رياست د تصور اثبات ته توان بښي.

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د قبايلي سيمو د انضمام د عمل له پیلېدو سره موږ ته يو نوی توان په برخه شوی دی، موږ به دا توان ضايع کولو ته نه ورکوو؛ بلکې نور به يې هم پراخوو. دا اوس د سياست، سياسي حرکت او سياسي تنظيم سوال دی. د باچاخان د پېروکارانو په فکر د هرې ازادۍ بنسټ، معراج سياسي ازادي ده. د پخوانيو قبايلي سيمو له ولسونو د سياست حق پېرنګي استعمار اخستی وو او پاکستان دوام ورکړی وو. دا بل څوک نه وو، يوازې او يوازې د باچاخان تحريک وو چې ستاسو لپاره يې د سياست، سياسي فعاليت او په خپله اسمبلۍ کې د استازيتوب حق غوښت. دا مبارزه په داسې حال کې جاري وه چې قبايلي سيمې د باچاخان د تحريک لپاره د “نو ګو اېرياز” په توګه ساتل شوې وې. په دې سيمو کې له تحريک سره تړلي خلک وو خو د پېرنګي سامراج  او پاکستاني سرکار انتظاميې او د هغې زرخريدو ملکانو او ملايانو د رڼا د غوړېدلو لارې ډب کړې وې. تر ټولو بنسټیزه ستونزه ایيني او انتظامي وه او دا ستونزه د يوې داسې بلا په مثال وه چې لنګېده، نو يوازې به يې تشدد زېږاوه. د هغه تشدد تر ټولو پرمختللی شکل په تېرو دو لسيزو کې د طالب او پوځي په بڼه پر حريت پسندو قبايلو راپرېوت او د هغوی ټول تاريخي پرستيژ او وقار يې ورمات کړ. بل کوم ګوند نه وو، يوازې د باچاخان ګوند “عوامي نېشنل پارټي” وو چې له قبايلو سره د پاکستاني رياست دا برخورد ورته د منلو وړ نه و. که داسې نه وای نو بېت الله محسود ته هيڅ اړتیا نه وه چې له وزيرستانه فتوا جاري کړي چې په پېښور کې ناست د عوامي نېشنل ګوند حکومت کافر دی او که په يوه اونۍ کې دننه استعفا ور نه کړي نو پر خلاف به يې جهاد وشي. له  خیبره تر کراچۍ د عوامي نېشنل ګوند مشران او کارکوونکي هسې نه وژل کېدل، هغوی ته په پښتون وطن کې د پاکستاني رياست د جنګي اقتصاد د لويې امپراتوري خلاف د شعور خورولو او سياست کولو سزا ورکول کېده. عوامي نېشنل ګوند په يوه ايتلافي حکومت کې وه خو خپلو وفاقي اتحاديانو ته يې په ډاګه ويل چې موږ ته په فاټا کې د ترهګرو حکومت  د منلو نه دی، رياست دې موږ ته ووايي چې دوی تر څو پورې هلته د ترهګرو حکومت ساتل غواړي. دا يوازې اې اين پي وه چې ټولې دنيا ته يې وويل چې په فاټا کې طالبان او پوځ د يوې سکې دوه مخونه دي.

دا دوه لاسونه نه دي چې دوستانو سره ورکړل

دروېشه! د لستوڼي دوه ماران سره يو ځای شول

د لستوڼي دې دوو مارانو تر ټولو زيات د عوامي نېشنل ګوند کارکوونکي وچيچل. بل کوم داسې ګوند شته چې د خپلې خاورې او خپلو خلکو په دفاع کې يې د خپلو سلګونو کارکوونکیو قرباني په دومره لنډه مونده کې ورکړې وي؟ خو رياست بيا هم په دې وتوانېد چې په ایيني، انتظامي او ساختياتي توګه او هم د ترهګرو په زور له قبايلي سيمو لرې وساتي، په داسې کولو سره يې نه يوازې پر دې سيمو د ملي شعور دروازې تړلې وساتلې؛ بلکې په هغوی کې يې دا “دروغجن شعور” هم خور کړ چې په سخته ورځ کې د پښتنو دا “دعوېدار ګوند” ستاسو پوښتنې ته را و نه رسېد. نن هم ډېری خلک دې حقيقت منلو ته تيار نه دي چې پر قبايلي سيمو او عوامي نېشنل ګوند دواړو باندې په يوه مهال د يوه چا په لاس ګوزار روان وو، دواړه په يو وخت له توانه لوېدل او ماتېدل. دا کار په لومړي ځل نه کېده. د افغانستان د جنګ پر مهال چې پېښور او شاوخوا علاقو ته افغان کډوال راوستل شول او په کېمپونو کې ځای پر ځای کړل شول، نو يوازينی ګوند د ولي خان ګوند وو چې د دې کېمپونو دروازې ورباندې بندې وساتل شوې ځکه آئي ايس آئي پوهېدو چې ددې ګوند په ورتګ سره به افغان کډوال د “جهاد” په حقيقت هتمن خبرېږي او د پاکستان له منګولو به وځي. د ولي خان ګوند په پېښور کې له خپلو دې وروڼو لرې پاته شو او په هغو وروڼو کې بيا ډېرو دا ګيله کوله چې د پښتنو مشر ګوند د دوی هيڅ پوښتنه و نه‌کړه. ولي خان بي بي سي پښتو ته د دوی په ځواب کې وویل، “دا زموږ وروڼه دي، له دوی سره زموږ رشته يوازې انساني او مذهبي نه ده؛ بلکې قامي ده خو پاکستان دوی ته يوازې آئي ايس آئي او جماعت اسلامي ور پرېښوول.”

کټ مټ د همدغې پاليسۍ تکرار هغه وخت وشو چې فاټا د ولسونو د يوه تاريخي ټاټوبي پر ځای په يو مهاجر کېمپ بدله شوه. دې مهاجر کېمپ ته يوازې او يوازې پوځ ، طالبان او د دوی پلويان ننوتلی شول. دا دومره منظمه پاليسي وه چې کله کراچۍ ته بې کوره شوي پښتانه ورسېدل نو هلته يې هم ورپسې طالبان بوتلل او د عوامي نېشنل ګوند ملا يې پرې ور ماته کړه. نن؛

دنيا ړنده ده چې د “غر” غوندې انسان نه ويني

پښتو ته وينې ورکړې چا، جنډې په چا لکې شوې

قبايلي ولسونه بايد دا هېر نه کړي چې پر دوی باندې “ضرب عضب” نازلېده نو په خېبر پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند ټول داسې په وينو لړلی پروت وو لکه د وزيرستان د فضل حميد داوړ لاش؛

ماتې ماتې خښتې مېرانشا پښتون ته وايي

ژوند شته د داوړ فضل حميد په وينو سرو کې لا

د شهيدانو په سرو وينو کې ژوند وو. د شهيدانو د سرو وينو په برکت قبايلي سيمې د سياسي پرانيستنې په لور روانې وې، د محدودې حافظې خاوندانو ته پته نه‌شته چې دا لارې چې نن لږ و ډېرې پرانيستې ښکاري، په دې کې تر ټولو بنسټي کار د عوامي نېشنل ګوند د قربانيو او سرښندنو دی. خو:

ګوتې زما د مور په وسوې

نجونې نورې په واده سوې

په ۲۰۱۱ز کال کې فاټا ته د سياسي ګوندونو د ايکټ د غځولو تاريخي کار هم د دې ګوند په برکت وشو او بيا وروسته د قبايلي سيمو او پښتونخوا د انضمام بحث يوازې هم دې ګوند په ملي چوکاټ کې پر مخ يووړ او پښتني حثيت يې ور و باښه.

که عوامي نېشنل ګوند نه وای نو قبايلي سيمې به د پښتونخوا برخه نه وای.

د قبايلو لپاره د سياست حق، پر سياسي بنسټونو د انتخاباتو حق او په صوبايي اسمبلۍ کې د استازيتوب حق د عوامي نېشنل ګوند د پروګرام برخه پاتې شوې وه.

دا عوامي نېشنل ګوند وو چې د فاټا د “وچ لرګي” په شان حثيت ورته د زغملو وړ نه وو.

همدا ګوند وو چې هلته يې د پوليټکلي او ملکي سرِعام مخالفت کاوه.

همدا ګوند وو چې هلته يې د ترهګرو د سلطنت مخالفت وکړ.

همدا ګوند وو چې د يوه قام، يوې صوبې او يوې اسمبلۍ نعره يې وهله.

همدا ګوند وو چې د افغانستان خلاف د يوې مورچې په توګه يې د قبايلو د  خاورې استعمال په جار غانده.

همدا ګوند وو چې قبايلو ته يې اختيارات غوښتل، د هغوی پر وسايلو يې د هغوی واک غوښته.

د همدې ګوند د سياست په برکت نن هغه قبايلي ايجنسۍ د خیبر پښتونخوا ضلعې دي او د صوبايي اسمبلۍ انتخابات پکې کېږي.

په دې انتخاباتو کې له عوامي نېشنل پارټي علاوه بل څوک د ووټ حقدار کېدای شي؟

د خیبر پښتونخوا په دې نويو ضلعو کې يوازې او يوازې اې اين پي د ووټ حقداره ده. دا ووټ د اې اين پي پر قبايلو پور دی. هغوی به ددې پور په ادا کولو سره د افغانيت ثبوت ورکوي.

د خیبرپښتونخوا ددې نويو ضلعو وګړي عوامي نېشنل ګوند ته په ووټ ورکولو ثابتولی شي چي دوی ملت‌پال دي او د خپل ملي تشخص او حقونو خوندیتوب غواړي، دوی په خپل وطن کې نور تشدد او ترهګري نه زغمي، دوی له خپلې خاورې او تاريخ سره تړلی عصري تعليم غواړي، په خپله مورنۍ ژبه کې تعليم غواړي، د خپلو وسايلو او دولت خودمختاره استعمال د پرمختګ يوازينۍ لاره ګڼي، په خپل وطن کې د ازادانه خوځښت لارې په کار اچول يې موخه ده، د انتظامي، مذهبي او قبيلوي بدمعاشيو  منلو ته نور تيار نه دي، دوی منظم دي، د خپل قامي تحريک برخه دي او په وجود، تشخص او نظريه پښتانه دي.

Comments
Loading...