د علي وزیر په ګډون؛ د پي ټې ایم څلور غړي په مرګ ګواښل شوي

0 37

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر او د پاکستان د پارلمان د غړي علي وزير په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ څلورو غړو ته د مرګ ګواښونه شوي دي. د ډېره اسماعیل خان پولیسو، د پي ټي ایم مشر علي وزیر، مولوي قاضي طاهر، حیات پرېغال او شېرالله ته د ګواښ داسې لیکونه ورکړي چې پکې لیکل شوي، افغاني ترهګرو ستاسې د وژلو تابیا نیولې ده. دا لیکونه د ډېره اسماعیل خان د پولیسو افسر دوی ته ورکړي دي. په لیک کې دوی ته ویل شوي چې له غیر ضروري سفر څخه ډډه وکړي، خپلې هلې ځلې دې پټې وساتي او په ولسي غونډو کې دې له ګډونه ډډه وکړي. خو علي وزیر وایي، که چېرته خپله ده او یا یې کوم بل ملګري ته زیان ورسېد پړه به یې د ای ایس ای پر غاړه وي. نوموړي ویلي پاکستانی ریاست هڅه کوي دوی له خپل هدفه راوګرځوي، خو په خبره یې څو پورې چې یې ژوند وي د خپل قوم د حق غوښتلو لپاره به روانې کړې هڅې ونه دروي.

Comments
Loading...