داوړ: د ریاست له قیوداتو سره سره به سبا په ډېره اسماعیل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه جوړېږي

0 87

د پیښور د دیره اسماعیل خان حکومتي ادارې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته د سبا ورځي د غونډي اجازه ورکړېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي د ډېره اسماعيل خان انتظاميې پرون   پي ټي اېم ته د جلسې کولو اجازه ورکړې چې په (رته کلاچي مېدان) کې به له تاوتریخوالي پرته خپله غونډه وکړي.

دوی وايي خو له دې سره سره یې په سیمه کې ځینې قیودات هم لګولي دي.

 د پی تي ام مخکښ مشر محسن داوړ وایي د دوی سبانۍ جلسه د منظور پشتين د نیولو پرضد او د هغه د خوشي کولو دپاره احتجاج دی.

هغه وایي یوې خوا  پي ټي اېم ته اجازه ورکړل شوې او له بلې خوا  ۱۴۴ ماده لګول د پي ټي اېم د مخې نيولو هڅې دي خو دوی به خپله جلسه کوي.

هغه زیاته کړه دوی به په خپله دې جلسه کې د منظور پشتين د نيولو پرضد او خوشي کولو د احتجاج ترڅنګ خپلې نورې ټولې غوښتنې بيا وړاندې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې منظور پشتين په درېو مقدمو کې ضمانتونه هم منل شوي دي.

د ډېره اسماعيل خان انتظاميې د ۱۴۴ مادې لګولو په حکمنامه کې ويلي چې د پينځه تنو نه ډېر کسان له اجازې پرته غونډه  نه شي جوړولی او ځينې کسان لاريونونه هم نه شي کولای ځکه د امنيت په موخه ۱۴۴ ماده لګول کيږي.

Comments
Loading...