خټک: پښتین او داوړ سره د پاکستان چلن له باچاخان سره د انګرېزرانو په څېر دی

0 140

د پښتونخوا مخکښ سیاستوال افراسیاب خټک وایي، له منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ سره د پاکستاني واکمنانو چلن له باچاخان سره د انګرېزانو د چلن په څېر دی.

هغه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید تغییر ومومي.

د خټک په خبره، هېڅوک دې هڅه نه کوي چې د چا غږ چپ کړي.

هغه پر پاکستاني ریاست غږ کړی دی چې نور دې د پښتنو له ځورولو لاس واخلي.

Comments
Loading...