بادغیس کې د ” پي ټي ام ” په ننګه لاریون شوی

0 25

د بادغیس ولایت په مرکز کې لسګونه ځوانانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاریون کړی دی.

لاریون کوونکو د پاکستان له حکومت غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړیو له ظلمونو لاس واخلي.

هغوی همدا راز د پنجاب له ادارې غوښتي چې د پي ټي ام نیول شوي غړي محسن داوړ او علي وزیر ژر تر ژره خوشې کړي.

بادغیس کې لاریون کوونکو پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې پر پاکستان دې فشار راوړي تر څو په پي ټپي ام روان ظلمونه ودروي.

هغوی دا هم ویلي چې دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ تر څنګ ولاړ دي او دغه حرکت  دې خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

Comments
Loading...