ای ايس ای د پښتون ژغورنې غورځنګ ځپلو لپاره د تنظيم فدايان اسلام په نوم ډله جوړه کړه

0 86

وروسته له هغه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبرۍ د خپل غورځنګ د ريښو قوي کولو او تشکيلاتي جوړښتونو پراخولو لپاره د پښتونخوا نږدې ټولو سيمو ته سفرونه وکړل، نو پاکستاني استخباراتو د دې غورځنګ د ځپلو لپاره يوه بله وسيله ايجاد کړه.

راپورونه وايي، تازه پاکستاني استخباراتو د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځپلو لپاره د تنظيم فدايان اسلام په نوم ډله جوړه کړه او دغه ډله به د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرانو او مهمو اهدافو ځانمرګي بريدونه کوي.

په وزيرستان کې خبريال اسماعيل داوړ وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ تر اوسه د پاکستاني استخباراتو او پوځ هېڅ ډول ګواښ ته نه دی تسليم شوی، نو اوس استخبارات له ځانمرګو څخه په استفادې دغه غورځنګ محوه کول غواړي: «د دغه نوي ايجاد شوي تنظيم شعار دا دی چې پښتون ژغورنې غورځنګ بې حيايي او بې شرمي خپروي. دا ډېره حساسه موضوع ده، ځکه په پښتنو سيمو کې د دغو مسايلو په اړه جدي غبرګون موجود دی

د نوموړي په وينا، په داسې حال کې چې پښتانه د غني فرهنګ او کلتور په لرلو سره د بې حيايۍ هر ډول هڅو پر وړاندې مبارزې کوي، خو اوس غوښتل کېږي په دې نوم پښتون ژغورنې غورځنګ له صحنې واېستل شي: «موږ سره پوښتنه ده، د پاکستان د پوځ لخوا د ضرب عضب عملیاتو د  کاميابۍ دعوه کېږي، نو بيا څنګه له دغو دعوو  ورسته هم ترهګرې ډلې د بيا راپورته کېدو ادعاوې کوي؟»

د پاکستاني استخباراتو د وروستيو تبليغاتو او هڅو په اړه تر اوسه پښتون ژغورنې غورځنګ څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي وو، چې د دوي غورځنګ د خپلو خلکو د برحقو غوښتنو لپاره دی او په دې لاره يې هر ډول قربانيو ته چمتو يوو.

Comments
Loading...