ولې ځینې له ژونده بېزاره دي؟

نوراغا رحماني

0 35

زه فکر کوم ډېر انسانان له ژونده ستړي دي، د ژوند تاثُر په یو ډول نه یو ډول تر روحي او جسمي عذاب لاندې راوستلي او ټول خواږه یې پرې ترخه کړي دي؛ انسانان عموماً له ژونده د مړښت په برخه کې مشترکې ځانګړتیاوې او ګډ برداشت لري او پر ځان د ژوند د جبر ثابتولو لپاره بېلا بېل دلیلونه تراشي. داسې به کمه پېښه شي، چې یو انسان دې پوره خوشاله وي او د ژوند هر حالت دې د ځان په ګټه واړوي، یا یې دې په خوښۍ ومني… انسان نه ژوند ته په راتګ خوښمن کړل شوی او نه په تګ او فکر نه کوم چې له راتلو نه تر تلو دې ژوند پر خوښه وکړای شي؛ خو بیا هم انسان پر ځینې کارونو دومره مجبوره دی، لکه د ژوند په کولو او د ځینو شیانو له زده کړې، عملي کولو او ټینګ درېدلو پرته بله لار نه لري… انسان ولې له ژوند سره جوړ جاړی نه شي کولای؟ ژوند ولې انسان خپلې مخې ته نه پرېږدي؟ او انسان څنګه د ژوند له سختیو ځان را ایستلای شي؟ هغه پوښتنې دي چې انسان یې ګنګس کړی او غور کولو ته یې اړ ایستلی… ژوند لوړې ژورې خامخا لري، چې انسان ته د ارامتیا وخت لا نه ورکوي، انساني هڅو ته یې نه پرېږدي او د ځان پر وړاندې مقاومت یې ټکنی کوي… ژوند کله کله دومره تریخ شي، چې انسان یې د تېرولو زغم نه[1] لري؛ دومره سخت شي، چې انسان ته د حرکت مهلت لا نه ورکوي؛ فکر یې محدودوي او په پوره ډول یې د ځان تابع ګرځوي… یا ژوند هېڅ سختي نه لري، انسان یې پر خلاف جهت روان دی، ژوند یې نه دی درک کړی، د ژوند له غوښتنو سره یې ځان نه دی سم کړی، په سرسري نظر یې ورته کتلي او یا یې له ژونده برداشت غلط دی، چې پر بنسټ یې پر ناسمه لار روان دی؛ یا په ژوند کې هېڅ ستونزې نه شته، انسان په دروني، فکري او روحي ډول له ژونده په ویره کې دی او د دغه وېرې پر بنسټ یې په معنوي ډول له ژوند سره ټکر کړی او د ژوند د تغیر لپاره یې په اصطلاح “د اوړو لېوان ځان ته جوړ کړي.” او یا ژوند د تغیر وړ نه دی، چې څنګه دی هغسې باید ومنل شي او انسان یې هر امر ته باید لاس تړلی ځان وسپاري… یا د انسان ځورول د ژوند شوق دی، د انساني غوښتنې پر خلاف کار خوند اخلي او پر ځورولو کې یې د خوښۍ خوږ احساس ویني؛ خو کېدای شي له دغه احساس، خلاف او ځورولو یې منظور یوازې د انسان بیداره کول، ويښول، په هوش کې را وستل او خپل حقیقت ته متوجې کول وي… ژوند چې هر څنګه دی باید درک کړل شي، پر جزیاتو یې غور وشي، ومنل شي، سم برداشت ترې واخیستل شي، د بدلون او نه بدلون اړخونه یې وپېژندل شي او بالاخره د ځان خلاصون پر ځای، په مینه وکړل شي. دغه راز انسان پوه شي، چې څه وخت باید مخته ولاړ شي او کله د بیا پورته کېدلو لپاره د ژوند ځینې حالاتو ته غاړه کېږدي… ژوند د تغیر وړ دی؟ یوه پوښتنه ده، او داسې ژوند چې په پیل او پای کې یې انساني خوښه نه وي دخیله، څنګه بدلولای شو؟ بله پوښتنه ده چې په غور کولو ارزي…

Leave A Reply

Your email address will not be published.