کارونپوهنه

محمد مصطفی سمون

0 72
کارونپوهنه (pragmatics):
 د ژبپوهنې په اړه عموماً زموږ نظر دا وي، چې ګرامر په درېيو برخو کې مطالعه کېږي؛ خو د نویو ژبپوهنیزو موضوعاتو په رڼا کې، لکه په نورو علومو کې چې تحولات لیدل کېږي، هماغسې په ژبنیو مسایلو کې هم ځان ښکاره کوي، چې له دې سره د څېړنې او د یوه علم له نورو علومو سره د اړیکو په نويو لیدلوريو او تړاوونو باندې د فکر کولو لارې پراخېږي او په رڼا کې يې د فونولوژۍ، مورفولوژۍ، نحوې، ماناپوهنې او کارونپوهنې(پرګماټېزم) تر چتر لاندې د ګرامر مطالعه کېږي. د همدې نویو موضوعاتو په رڼا کې له نویو تیوریو او نویو څېړنو سره اشنا کېدای شو.
ژبه په ټولیزه توګه د خبرو اترو یوه منظمه لار ده، چې انسانان یې د پوهاوي او راپوهاوي لپاره استعمالوي.
   د ژبې زده کړه:
انسان له زېږېدو درې مياشتې مخکې لږ لږ خبرې حس کوي او چې وزېږي، له اورېدو سره بلد وي. تجربو ښودلې چې تر ۶ میاشتو پورې له ویونکو بېلګو سره، تر ۱۲ مياشتو پورې د ژبې له غږونو سره او تر ۱۸ مياشتو پورې د ژبې قوانین زده کوي.
کارونپوهنه (pragmatics) له یوناني (pragmatikos) کلمې څخه اخستې، چې د pragmat د کارونې او عمل کولو په مانا دی.
کارونپوهنه د مانا مطالعه ده، هغه مانا چې ویونکی یا لیکونکی انتقالوي او اورېدونکی یې له متن څخه اخذ کوي. ګرورهادسن وایي، کارونپوهنه د ژبې او متن ترمنځ اړیکه ده، چې ژبه پکې کارول کېږي او همدارنګه د دې اړیکې مطالعه ده.
کارونه په یو ډول له عمل کولو او کارونپوهنې سره تړاو لري.
کارونپوهنه تر ډېره د فیلسوفانو لکه پل ګرایس (چې د ډیالوګ په منطق باندې) جي، ال سټین او جان سرل(د وینا له عملیې) څخه شروع کېږي، له دې سربېره نامتو ټولنپوهانو هم د کارونپوهنې په برخه کې  ډېر غوره کار کړی، چې د ډیالوګ تحلیل او مطالعې ته یې پام کړی.
کارونپوهنه د ژبپوهنې څانګه ده او کار يې د هغو له ارزولو سره دی. په اصل کې ژبپوهان غواړي پوه شي، کوم څه چې ویل کېږي، د هغه موقعیت په متن کې دی او دا چې وینا کوونکی خپله خبره بدلوي؛ نو اورېدونکی څنګه کولای شي، چې د وینا کوونکي په وینا پوه شي.
ډیالوګ د ژبنیو اړیکو پخوانی شکل دی، افراد له یو بل سره په ډیالوګونو کې ګډون کوي. مخکې له دې چې په رسمي خبرواترو کې ګډون وکړي، دا اړيکې له ځانه سره او په غیر رسمي توګه رامنځته کېږي.
د خبرو اترو د درک نښې:
په غوره خبرواترو کې ګډون کوونکي د داسې موضوعاتو په لټه کې وي، چې د دواړو لوريو په خوښه وي او یو له بل سره د مرستې له لارې یوې موخې ته ورسېږي.
ټولنیزه ژبه د یوې خاصې ټولنې د ژبې مطالعه تر غورلاندې نیسي، چې بیا د ژبې اړیکې د ټولنیزو روشونو او نقشونو په رڼا کې څېړي.
په دې برخه کې ټولنیزو ژبپوهانو ته د یوې ټولنې فرهنګي کلمې ډېر اهمیت لري.
فرهنګي عناصر او کلمې د یوه فرهنګ مقید څیزونه دي، چې د ژبو د اړیکو ترمنځ ډېرې ستونزې زېږوي.
د ژبې تمایلات او ټولنیزې کلیشې:
په رواني مطالعو کې د ژبې ټولنیزوالی، حقیقي کارونه او د ژبې علمي والی د ژبې په برخه کې تر شته درکه ډېر اهمیت نه لري، خصوصاً هغه وخت چې د ژبې په اړه دغه شته درک په یوه کلي نظام کې راځي.
کله چې په موږ کې دغه باور پیدا شي، چې یوې اقلیتي ژبې بیا سر راپورته کړی؛ نو په طبیعي ډول به زموږ تمایل د هغې د زده کړې لپاره زیات شي.
همدا ډول که دا باور رامنځته شي، چې هغه ژبه لرغونې او ښه ده یا د هغې ژبې ویونکي نېک سیرته او بااستعداده دي او یا د هغې ژبې د زده کړې سره به د یوې دندې څښتن شو، دغه ډول میعارونه په ټوله کې غیرعلمي او غیر ژبني دي. په دې بېلګو کې زموږ باورونه د عیني واقعیتونو پر اساس نه وي، بلکې د انګېزې او د کړنو تر حده وي؛ نو په همدې اساس ټولنیزه ژبپوهنه له ټولنیزو کلیشو سره کار لري.
کارونپوهنه او ماناپوهنه: 
ماناپوهنه او کارونپوهنه دواړه د ژبپوهنې له څانګې څخه دي، چې په دواړو برخو کې د مانا انتقال د ژبې په وسیله دی.
د کارناپ په نظر: په کارونپوهنه کې د مانا مطالعه د ویونکي او اورېدونکي په نظر کې نیولو سره وي او په ماناپوهنه کې بیا د مانا مطالعه په خپلواکه توګه د ویونکي او اورېدونکي په پام کې نيولو څخه پرته کېږي. لکه په لاندې بېلګه کې:
 – دروازه خلاصه ده.
مانا یې له ویونکي او اورېدونکي څخه خپلواکه ده او یوه ګرامري جمله ده؛ نو کېدای شي، چې همدغه جمله د ویونکي او اورېدونکي د شرایطو او موقعیت په لحاظ بله مانا افاده کړي؛ په داسې حالت کې چې ویونکی او اورېدونکی په غیرعادي حالت کې وي او د موقعیت له مخې بل ته ووایي چې دروازه خلاصه ده، یعنې دروازه ستا پر مخ خلاصه ده؛ نو څومره ژر چې کولای شې لاړ شه.
د همدې نویو لیدونو له مخې ویلی شو، چې له یوه غږه نیولې تر متن جوړونې پورې، د جملو په جوړښت کې د مانا ترمنځ یو ډول پټه لار موجوده وي یا یې د استعمال په مواردو کې د ژبې له ځینو اړخونو د بې خبرۍ له وجې د مانا په پوهېدو کې پاتې راځو؛ نو له همدې مخې ویلی شو، چې د کارونپوهنې په برخه کې د درېیو برخو په ادلون او بدلون لکه زمان، مکان او حالت سره په مانا کې هم تغیر راځي، چې همدا د ګرامر د نویو څېړنو په اساس د متن په غوراوي او مانا کې له ویونکي او اورېدونکي سره ډېره مرسته کوي.
  ماخذونه
1:امامی، سمیرا( 1398) زبانشناسی – کاربرد شناختی، کابل، انتشارات دانشگاه.
2 :  برتن، استرانگ، رزماری دوشین(1395) زبانشناسی، ( فاطمه عظیمی فرد، فایقه شاه حسینی)تهران، آوند دانش.
3: باقری، مهری( 1387) مقدمات زبانشناسی، تهران، انتشارات نشر قطره.
Comments
Loading...