ټولنیز نظم

محمد مصطفی سمون

0 31
د ټولنیز نظم لپاره باید په پوهنیز بهیر کار وشي او د ټولنیز پوهاوي لپاره په داسې نصاب فکر وشي، چې د ټولنې هر اړخیزه مطالعه پکې شامله وي، چې د همغو ستونزو او ننګونو په رڼا کې د فرد له روانه پیل تر ټرلو اړخونو پورې دې برخې ته توجو وشي.
داسې هر قدم اخیستل د فردي جوړښته نیولې د کورني او ټولنیز جوړښت پورې خپل اغېز شیندي.
د پوهنیز نظام د دودلو لپاره باید پر کومو لارو غور وشي؟
د دې پوښتنې په رڼا کې ویلی شو، چې د ټولنې کلتوري، فکري او شته حساسیتونو په رڼا کې د د پوهنیز نظام لپاره اغېزمن نصاب باندې کار وشي. د نصاب لیکلو په وخت د ټولنې وګړي په کټګورۍ ووېشل شي، د هغو مطابق نصاب تیار کړای شي. موږ د وخت او ژوند تېرولو لپاره ځانګړې لارې لرو؛ خو په هغې لارې فکر نه کوو، چې د ژوند سره د وصلېدو دلیل کېږي. دا په اصل کې زموږ د ناستې او پاستې له تاثر سره اړیکه لري.
د لوستنې او زده کړې لپاره په ذهني چاپېریال کې د ځان بسیاینې تخم شیندل پکار دي، د هر څه په لوستلو کې ذهني ویجاړۍ په یو نظم بدلول پکار دي، چې د دې نظم له غوراوي سره په ټکني فکر کې توري په خوځښت راځي.
د هرې پدېدې په اړه د پټو سترګو له زاویې قضاوت کول او بیا یې په نورو منل په خپل دې ډول حالت باندې له سره کتنه  پکار ده.
د علمي چلندونو او منطقي مباحثو په تاویل کې فردي منطق او کړنلاره د هرې پدیدې په وړاندې د تحول د غږ بدرګه کول دي، چې له دې سره د ژوند په اړه د کرونولوژیکې اېډیالوژۍ لپاره د بدلون یو نوی ور پرانیستل کېدای شي؛ ترڅو د فکري پیاوړتیا لپاره د استبداد پرځای د استدالال لاره غوره شي.
موږ چې کله هم د استدالال او منطق په تله څه تلو او یا یې وصلوو؛ نو طبعي ده، چې له ستونزو سره به مخ کېږو؛ خو د دې لپاره باید د ټولنې چاپیریالي وضعه د ژوند د شرایطو په رڼا کې مطالعه کړو؛ ترڅو د زغم او استدلال کچه معلومه کړای شو او بیا د ټولنې د وګړو هغې پوهې ته د درناوي په هېنداره کې وړاندې کړو، چې د ژوند په اړه منطقي لاره پالي او د ژوند هغو شرایطو ته د منطق او معقولو غوښتنو په رڼا کې داخل شو، چې په ټولنه کې د همغږۍ لپاره لار هواروي.
موږ کله هم  په دې اړه فکر نه دی کړی، چې ولې د ژوند او شتو څیزونو په اړه دومره سطحي فکر کوو؟
په اصل کې دا مو د ژوند، افرادو او طبعیت پېژندلو لپاره د بل له عینکو کتلي، خپل علمي او استدلالي منطق مو نه دی کارولی، چې ټولنې ته د شته ستونزو په رڼا کې وګورو.
د افرادو په روزنه کې په کلي ډول د ټولنیز فکر ایجادول مهم دي، یعنې هر فرد ته دا ښودل پکار دي، چې ستا پایښت د خپل مسلک، ژبې او فرهنګ سره تړلی دی؛ نو د اړیکو جوړول او له متضادو افکارو سره تعامل کول، په کل کې د ټولنې د هر وګړي کار دی، چې له پوهې سره ستا دنیاوي او اخروي ګټه  نغښتې ده، چې د فرد له پوهې سره ستاسو د ټولنې رنګ هم بدلون مومي. ژوند سپینه کتابچه ده، چې پاڼې یې په بېلابېلو الفاظو رنګینې کیږي؛ خو دا په موږ پورې اړه لري، چې دا پاڼې د راتلونکي نسل لپاره څنګه ډکوو؟
د دې خبرې تر چتر لاندې باید چاپېریال داسې جوړ کړای شي، چې هر وګړی د پوهې په ټولنیز نظم باندې فکر وکړي؛ نو هله به معنوي  ارزښتونه په ځلا راشي.
Comments
Loading...