ودونه ولې کوو؟ / پوهندوى دکتور اجمل ښکلى

0 51

بيالوژي وايي، د نسل د بقا لپاره د دوو جنسونو اړيکه ضرور ده او دا کار ټول ژوندي سري کوي. انسان هم د حيواناتو د کورنۍ د يوه غړي په توګه بايد دا اړيکه وکړي؛ خو د بيالوژي دا ځواب د يوه ټولنيز حيوان په توګه د انسان نورې اړتياوې نه رانغاړي. انسان په ټولنه کې اوسي او پر دې بنسټ يوه رواني ډاډ او ټولنيز حيثيت ته اړتيا ته لري. واده ځکه کوو، چې په ټولنه کې د يوه درانه انسان په توګه وپېژندل شو او د ستونزو د وړلو او له ژونده د خوند اخيستلو لپاره يو ملګرى/ ملګرې ولرو.

خو په قبايلي ټولنه کې له واده سره نورې ډېرې اړتياوې تړلې دي. په کومه ټولنه کې چې سياسي نظام دومره پياوړى نه وي، چې د فرد د حقوقو پوښتنه وکړي؛ هلته قبيلويت واکمن وي. انسان چې ټولنيز کېده، موخه يې دا وه، چې خپله بقا متضمنه کړي، همدا علت و، چې ټينګ قبايلي کلچر ته يې غاړه کېښوده، چې فردي ازادي پکې يوازې د قبيلې او کورنۍ مشر او له اقتصادي پلوه ځواکمنو خلکو درلوده او کلچر يې په خپله ګټه څرخاوه.

ټولنه له کورنيو جوړه وي، په نويو سياسي نظامونو کې دا خبره څه نا څه زړه ته پرېوزي، چې بې انتها فردي ازادۍ د کورنۍ حيثيت زيانمنوي؛ خو بيا هم انسان د تناسل لپاره بې کورنۍ چاره نه لري. دا هم يو واقعيت دى، چې په نويو سياسي نظامونو کې د يوې سالمې کورنۍ د اساس ايښودو هڅه کېږي، چې سالم نسل وروزي او همدا علت دى، چې واده پکې اسانه او معقول وي. په فلمونو کې به مو ليدلي وي، چې په واده کې د هلک او نجلۍ د کورنۍ يو څو کسه راټول وي او د ګلانو ګېډۍ يې په لاسو کې وي.

ما سره تل دا پوښتنه وه، چې په پښتني ټولنه کې واده د هلک او نجلۍ وي؛ خو دوى دومره نه وي خوشحاله څومره چې يې کورنۍ خوشحاله وي، دا ولې؟ د دې خبرې راز په هغه اړيکه کې پروت دى، چې د کورنۍ غړي، په تېره مشران او په ځانګړي ډول پلار يې له دې خپلوۍ سره لري.

په قبايلي ټولنه کې واده يوه کارنامه ده، ځکه خو پرې ډېر لګښت راځي او ځکه خو پکې ډزې کوي. کوم لاملونه دي، چې په قبايلي ټولنه کې يې واده د ډيلي په فتح بدل کړى دى؟

  1. قبايلي ټولنه پلارواکې ټولنه وي، چې د فرد لپاره انتخاب د کورنۍ يا د قبيلې مشر کوي. پلار تل هڅه کوي، چې د خپل ټولنيز حيثيت د بقا لپاره پر کورنۍ خپل انتخاب ومني او په دې چاره کې رواني سکون احساسوي. کله چې د ده د حکم تعميل وشي، رواني تسکين احساس کړي او پر شونډو يې موسکا خپره شي. په دې کې نو دا اړينه نه ګڼل کېږي، چې د هلک او نجلۍ خوښه وه که نه او دوى به ګنې يوه سالمه کورنۍ جوړه کړي؟ البته د تصادف له مخې او د ځينو افرادو مطيع خوى کورنۍ له بشپړې بربادۍ وژغوري او په دې کې ورپسې قبايلي شرم هم په سل رنګ جامو کې د سيوري غوندې ګرځي، چې کورنۍ له خپلمنځي اختلافونو سره ځولۍ ځولۍ مخکې روانه وي.

 

  1. په قبايلي ټولنه کې ښځه د حرمت او شرم حساسه بېلګه ده. چې وريې کړي، پلار يې وايي، شکر چې په خير خوندي شوه، ځکه تل يې لکه پخه مېوه د غلا وېره موجوده وي او دا وېره يې لکه ځوړنده توره د کورنۍ د مشر پر سر ځړېږي؛ نو په قبايلي ټولنه کې چې څنګه نجلۍ د بلوغ مرحلې ته ورسيږي، د کورنۍ غړي ورته اندېښنه پيل کړي، تل يې څاري او د مرکو په انتطار وي. د دې لپاره آن ديني او قبايلي توجيهات ګوري او دا تبليغ کېږي، چې که ژر يې ورنه کړو، شر به ترې خپور شي. په دې لړ کې يې يوازې بلوغ يعنې د جنسي قوې رادبره کېده معيار وي، عقل عقل يې له پامه غورځېږي، چې دا به ګنې په کم عمرۍ کې سالمه کورنۍ جوړه کړاى شي؟ دا به ګنې د خاوند جنسي غوښتنو ته ځواب ووايي؟ او دا به ګنې د بچو د سمې روزنې جوګه وي؟ آن عقل هم د بلوغ يا جسمي بدلون دقيق تابع ګڼي، سره له دې چې پر ټولنيزو نورمونو د پوهېدو او د نورو تجربو لپاره څه نا څه وخت نور هم پکار وي، چې د فرد عقل پوخ شي او ښه او بد وپېژني.

له بله پلوه د هلک کورنۍ د نجلۍ، چې يو حساس ناموسي څيز ګڼل کېږي، په راخپلولو د نجلۍ پر کورنۍ د برترۍ او تسلط احساس کوي. په قبايلي ټولنه کې که له يوې خوا د ناموس او شرم غوندې کلمې ډېر مصرف لري او له پلوه د تسلط تمايل. د نجلۍ کورنۍ په ښکاره څه نه وايي؛ خو پر مخونو يې د شرم احساس خپور وي او کله چې د هلک کورنۍ ډولۍ رااوچتوي؛ نو د نارو په دود پېغورنې اوري، چې “درنه بو مو تله”. کله د نجلۍ کورنۍ غبرګون هم ښيي؛ خو زياتره وخت ټيټ سرونه روان شي. اوولس اتلس کاله مخکې په خپل کلي کې د همداسې يوه واده شاهد وم، چې د هلک کورنۍ ټاکلي ځاى ته د ناوې په ډولۍ پسې ورغله؛ نو د ناوې کورنۍ او ځوانانو پرې د پېغورنو بنديز لګولى و؛ خو دوى بيا هم ډزې وکړې او پېغورنې ېې ورکړې، چې د دواړو ډلو ترمنځ حالت ګواښنده شو؛ خو مشران يې ترمنځ شول.

په قبايلي ټولنه کې د تسلط او زور ښودلو يوه مهمه وسيله ډزې دي، چې په کوژدن او واده کې يې کوي او مراد يې دا وي، چې د خپلو تربرونو او شاوخوا خلکو له شره د ژغور لپاره دوى ته خپل زور وښيي.

  1. په قبايلي ټولنه کې چې افراد د ناخونديتوب او د تره د زامنو په ګډون له پردو خلکو د خپل ځان، مال او ناموس پر وړاندې وېره لري، د اړيکو غزول ورته مهم وي او تل له يوه تکړه او مخور کس سره د خپلوۍ هڅه کوي. ما ډېرې داسې کورنۍ ليدلي، چې پلار يې ويلي، چې له دې کورنۍ سره ځکه واده کوم، چې هغه پلانى پرې سم کړم، چې زما پټي ته په کږه سترګه ونه ګوري. په داسې مواردو کې نو د هلک او نجلۍ خوښې ته کتل له زاڼو د کټورو غوښتل دي. پر دې بنسټ په قبايلي ټولنه کې اړيکې غزول يو کمال ګڼل کېږي او د کورنۍ مشران بايد تر واده کړيو ډېر خوشحاله شي او د وياړ احساس وکړي، ځکه چې يوه نوې اړيکه يې پيدا کړې.
  2. په قبايلي ټولنو کې، چې د تفريح موقع کمې وي، واده ښه تفريح وي، چې کورنۍ پکې له خپل ټول قبايلي کلچر سره برخه اخلي او له خپل کلچره خوند اخلي او دا موقع په قبايلي ټولنه کې چې بالعموم له اقتصادي پلوه بېوسه وي، کمي راځي، ځکه نو خپل کلچر ته په نېژديوالي د خوند احساس کوي او خوشحاله وي.

 

  1. د کورنۍ مشران، په تېره پلار د امر د چلولو لپاره يو نوى غړى ومومي، چې د قبايلي کلچر له مخې بايد فرمانبردا وي او په کورنۍ کې شديد ظلم وزغمي. د هلک مور چې تراوسه يې ظلمونه زغملي، نور بايد دا غچ له داسې چا واخلي، چې قبايلي ارزښتونو ورته د مړه غوندې په تابوت کې راوړې ده. انسان بالعموم د حکم له چلولو او د امر د منلو په صورت کې د تفاخر او خوښۍ احساس کوي، ځکه نو د کورنۍ مشران پخپله تر واده کړيو ډېر خوشحاله وي. ښايي، داسي ډېر پلرونه او ميندې به مو ليدلې وي، چې ناوې د شپې ناوخته د مېړه خونې ته پرېږدي او سهار ترې د چرګ بانګ په وخت د پاڅېدو هيله لري، دا ټولې د واک او اتارټۍ د احساس زېږنده دي. په قبايلي تعبير د کورنۍ او قبيلې مشر بايد بېدرېغه واک ولري او واک خوند لري.

په ښارونو کې ګران ودونه او دودونه زموږ د همغه قبايلي خوى ښودانه کوي، چې په لږ شکلي بدلون په کليو کې روان دي. موږ تر احمده ډېر لګښت کوو، ځکه چې د قبايلي حيثيت پوښتنه مطرح ده او که داسې ونه کړو؛ نو خلک به زموږ د لور په اړه غلط فکر وکړي؛ خو دې ته نه ګورو، چې دومره لګښت د هلک او نجلۍ مستقبل له ګواښ سره مخوي، هلک دومره پوروړى شي، چې واده ورته د جنت پرځاى دوزخ ښکاري.

په پرمختللو ټولنو کې له واده سره معقول چلن کېږي. اختيار پکې د هلک او نجلۍ وي، د واده د ورځې، ځاى او د مراسمو د ډول انتخاب هم دوى کوي؛ خو مراسم دومره ساده وي، چې د هر چا پام د تجلل پر ځاى پخپله هلک او نجلۍ ته وي او راټول شمېرلي کسان يې رښتيني خواخوږي وي.

Comments
Loading...