واده له چا سره وشي؟

نجيب احمد عزيزي

0 47

دا خبره ډېره له پخوا راهيسې مشهوره ده چې وايي؛ «مارغان هغه سره کېني چې په ژبه سره پوهېږي»

نو د ګډ ژوند لومړۍ هڅه دا ده چې دغه کار ته ځوانان او پېغلې وار تر پخوا له ښه چمتو‌الي سره سره، که لوستې نجلۍ وي، خپل د ژوند ملګری دي هم د ځان په څېر انتخاب کړي چې خوښې په حقیقت بدله شي، هغه درسونه او کارونه چې په مخ کې لري، بايد د ګډ ژوند سيال ملګری يې ملاتړ وکړي او دی له هغې سره په کاري پلانونو او درسونو، ژباړو، کتاب ليکلو کې مرسته وکړي…

همدارنګه له يوه نالوستي ځوان سره چې په ځيګر کې يې هيڅ نه وي «الف» ته ډانګ او «ب» ته اخور وايي، يوه لوستې، هوښياره، په کارپوه مېرمن واده کول د هغې مرګ ده او ټولې هيلې يې بربادېږي، ځکه هغه به لوستې وي، قرآنکريم، به يې زده کړی وي، څلور کاله به يې د پوهنتون سختۍ د لارو او کوڅه‌ګشتو ځوانانو ازارونه ليدلي وي، بیابه يوه عالمه ښځه ترې جوړه شوې وي، خو که يې قسمت ړوند شي؛ نو داسې لډر ته به وادېږي چې نه اودس پېژني، نه له جنابته پوره غسل کولای او پېژندلای شي، هغه وحشي کوروالی خو لا څه کوې چې د مېرمنې بدن يې ور سرې خوچوکي کړی وي يا د چرګ په څېر يوازې ځان خلاصوي د هغې خوښې او عاطفې ته له سره پام نه کوي.

له خوندونو مالامال ښایسته ژوند هغه وخت لرلای شو چې ځوانان او پېغلي خپل همفکره، هم‌سنه او سياله جوړه انتخاب کړي، ځکه د دوی ګډه ملګرتيا نه يوازې په عواطفو، خوښيو او پر سکون وي، بلکې د خوږو ملګرو په څېر په ژبه او فکر هم سره شريکان وي چې په کاري برخو کې يو له بل سره مرسته وکړي، يو بل ته ووايي؛ نن ورځ مې دومره کتاب مطالعه کړ، ژباړه مې وکړه او که ته سهار کتابتون ته ولاړې زه به يو ليسټ درکړم چې ماته ځينې کتابونه راوړې… کارونه دې څنګه روان دي؟ او هغه کتاب دې مطالعه کړ! کومو مطالبو يې خوند درکړ؟ او کوم په زړه پوري نه وو! ښه يو ځل ارام شه ستا د خوښې خواړه مې پخ کړي چې په ګډه يې سره وخورو…

خو برعکس که يو ځوان لوستی وي، خو د ګډ ژوند سياله يې په توري هم نه پوهېږي. هغه ژوند ممکن له خطرونو سره مخ وي، ځکه د دوو بېلابېلو په ژبه او طبعه سره نابلدو کسانو ژوند لکه د موټر سواريان وچ په زور به وخت سره ټېله کوي/ تېروي، يا د ليليې د ملګري په څېر به يې له مجبوريته خبره منې.

په ګډ ژوند او انتخاب کې پاملرنه په تېره بیا ځوانانو او پېغلو ته بايد د درست انتخاب نېټه لومړۍ معلومه شي، ځکه هغه کسان چې تر ۲۰ کاله په ټيټ عمر کې ميينېږي او انتخاب وکړي، د ارواپوهنې له نظره د منلو وړ نه دی، ځکه له سختو ستونزو سره مخ کېدای شي، پښېماني پکې وي، ناګهانه وده او د بدني ټيپ تغيير پکې راځي او داسې نور…

غوره ګډ ژوند له سيالي او سيال سره شونی دی چې په طبعه سره پوهېږي، په جنسي اړيکو ښه پوهه، په مطالعه او کارونو کې سره مرستندويان، په ناروغي کې يو پر بل مهربانه، د بچي په راوړلو او نه راوړلو کې سره همغږي. په ګډه سپورټ کولو کې ماهران، د يو بل په خوښه ساتېری او مساج، د هر سهار او ماښام د قرانکريم تلاوت کولو ښه ملګري، د يو بل له ستونزو خبرداری.

داسې کسان به بیا ولې له کوره خپه ځي، او له نورو سره به د کورنۍ مينې تشه بهر ډکوي، یا به پر نورو دغه غوسه او عقده سړوي، نړۍ او ژوند به ورته بدرنګ ښکارېږي. بیا هم يوازې او يوازې غوره انتخاب، له سيال/سيالي سره ګډ ژوند شريکول، غوره کول. مهم دي چې نړۍ د کورنۍ خوشالي له زاويې معطره کېدای شي. ښکلی نسل راوړلای شي.

ځوانان او پېغلي دي نور تر واده وړاندې دا په نظر کې ونیسي، پلان يې کړي، په هر ډول چې کېږي، خپل ژوند ته به د ځان په څېر جوړه غوره کوي.

Comments
Loading...