د ژوند د بریالیتوب اساسي راز مثبت فکر دی

فرهاد زهیر

0 48

د افغانستان د ۴۰ کالو جنګونو او ناخوالو  نه یوازې افغانان په مادي  لحاظه ځپلي بلکې په معنوي  لحاظه هم ځپلي. زموږ اکثره خلک فکر کوي، چې  انسان یوازې مادياتو ته اړتیا لري؛ خوژوند کې د مادیاتو سره څنګ کې معنویات هم ډېر مهم رول لري.

دلته  کې ډېرې مېندې او پلرونه  فکر کوي، اولادونه یې د درې وخته ډوډۍ نه پرته بل هیڅ شي ته اړتیا نه لري. همدغه وجه ده ، چې ماشومان مو چې کله لویان شي، په ځانونو باور نه لري، او ځانونو د هیڅ شي ارزښت وړ نه ګڼي،او همدارنګه هیڅ کله  مثبت  سوچ او فکر نه کوي،  چې د دې ډېر اسباب او علتونه دا هم کېدای شي: د مثال په ډول، یو پلار سهار وخته له کوره وځي تر څو خپلو بچو ته حلاله نفقه پېدا کړي، نور د خپلو بچو په اړه دا سوچ نه کوي، چې دوي تفریح ته هم اړتیا لري اوکنه؟ یا خبرو او ناستو ته اړتیا لري او کنه؟ د ښو کارونو لپاره تشویق ته اړتیا لري او کنه؟ ښه لباس اغوستلو ته اړتیا لري او کنه؟  ناسمو کارونو سمولو لپاره باید وخت ورکړل شي  اوکنه؟

یا د یوې بلې بېلګې په توګه،  افغانستان کې ډېرې مور او پلار د اولادونو خیال ساتي، خو هغسې مینه ورسره نه کوي لکه څرنګه چې پکار ده. که اولاد یې ناجوړه شو، ډاکټر ته یې بیایي؛ خو که اولاد یې ښوونځي کې اول نمره شي، پلار یې زوي یا لور په دې دومره لویه لاسته راوړنه، هغومره خوشالي نه لمانځي لکه څومره چې پکار ده. که چېرې یو نجلۍ یا هلک اول نمره شي، باید مور او پلار يې کلک غېږ کې ونيسي ، او ښکل یې کړي، خو بدبختانه دلته زموږ ټولنه کې دا کلتور هم ډېر عام نه دی.  همدا وجه  کیدای شي، چې ماشوم که څومره لوی هم شي، هغه ته ستر کارونه د ارزښت وړ نه تمامېږي، ځکه وړیکتوب کې واړه کارونه ته یې ارزښت  نه دې ورکړل شوی، او نه ورته ټولنه کې چا اهميت ورکړی نو ځکه د مثبت په ځای همېش بې ارزښته  فکر کوي، او هر شی ورته بې مانا ښکاري .

په تاسف سره باید ووایم، دلته یو لوی مشکل دا هم دی، چې اکثرو ماشومانو باندې په وړیکتوب کې غلط نومونه کېښودل کېږي، یا هغوي غلط کارونو په خاطر ملنډې پرې وهل  کېږي يا همداسې د تهدید سره مخ کېږي، خو هیڅ څوک ورته دا خبره نه  کوي، چې دا  کارناسم دی او د  سم کار طریقه دغسې ده، نو هغوي چې کله لوي شي همېش فکر کوي، چې موږ ټولنه هیڅ ارزښت نه لري. دوي دا فکرهم کوي، چې دوي په ټولنه کې  بدرنګه او بې ارزښته خلک دي.  دوي همدا سوچ او فکر قبول کړی، چې موږ حقیقت کې همدا څه چې فکر کوو، همداسې به یوو، او ټول عمربه همداسې اوسوو. داسې خلک  هیڅ کله د جوړښت، د اصلاح، پرمختګ او نور مثبت سوچونه او فکرونو کې  ځانونه هیڅ نه بوختوي.

د یو کس مثبت او منفي ذهنیت د دې نه معلومیږي، چې مثبت فکر لرونکي همېش وايي، دا پیاله نیمه ډکه ده، خو منفي فکر کوونکي وايي دا  پیاله نیمه خالي ده.  د نړۍ څومره پرمختللي او ستر خلک چې لیدل کېږي، د هغوي بنیادي او اساسي  د بریالیتوب راز په مثبت سوچ او فکر کې دی. که یو کس ژوند کې یو مقام ته نه رسېږي، نو د هغه ستونزه هیڅ شي کې نشته پرته د منفي فکرڅخه.

پوهان وايي: انسان چې  هر څه په اړه فکر کوی ، هماغه څه ترې جوړېږي. دا خبره بلکل د کاڼي کرښه ده. سوچ او فکر په احساس اغیز لرلائ شي.  که ښه سوچ وي ښه احساس به هم ضرور وي، او که بد سوچ وي نو بد احساس به کوي.  احساس بیا په عمل تاثیر لري. د ښه احساس خاوندان همېش مثبت کارونه ترسره کوي، د بد احساس لرونکو د خلکو کارونه بیا همېش منفي وي. همدا ښه عملونه چې څو، څو ځل د یو شخص په ژوند کې تکرار شي، دا په عادت بدلیږي. ارواپوهان وايي، انسان یو کار ۹۰ سلنه د عادت له مخې کوي. اوس زموږ ټولنه کې څوک ښه عادتونه لري او ښه کارونه کوي، هغه ته موږ په درنه سترګه ګورو او په درنښت یې هر ځای کې د شخصیت ستاينه کوو.

اوس اکثره منفي فکر لرونکي خاوندان به وايي، چې څنګه کولای شو چې منفي سوچ او فکر په ښه سوچ بدل کړو؟

 دلته لاندې ځنې جملې لیکم، دا جملې دې  هر کس سهار هره ورځ ځان سره په لوړ غږ دې هميش  تکراروي. نو ډېر امکان لري، چې د يو انسان منفي سوچ په مثبت تبدیل شي، خو دا کار یوازې د یو څو ورځو لپاره باید و نه شي، بلکې همداسې دوام دې ورکړل شي، چې نتیجه یې دریو میاشتو نه واخله تر شپږو پورې حتمي معلوميږي لکه.

زه د خدای پاک څخه د ټولو نعمتونو مننه کوم.

زه ښایسته، تکړه، هوښیار او پوه انسان يم .

. زه ډېر مهربانه، باجرئته او زړور انسان  یم

. زه که د هر کار اراده وکړم، هغه کار زده کولای شم

زه د ژوند سره مینه لرم او ژوند ښکلی دی .

زه د خپلې ټولې کورنۍ سره ډیره مینه لرم.

زه د خپلې کورنۍ ته ډېر احترام کوم. .

نن ورځ به په ما ډېر ښایسته تېریږي.

زه ډېر خواريکښ او فعاله انسان یم.

. زه که کوښښ وکړم، خپلو اهدافو او خوبونو ته ضرور رسېدی شم

دا هغه جملې دي، چې ارواپوهان یې هر چا ته سپارښتنه کوي ، او په خاصه توګه هغه چاته یې سپارښتنه کوي، چې احساس د کمتری سره مخ وٍي. ضرور نه ده، چې دا جملې هو به هو همداسې وي. تاسو پخپله هم کولای شې، داسې جملې پخپله جوړې کړئ او ځانو سره یې تکرار کړئ. د بیلګې په توګه ، که تاسو غواړئ ښه ښوونکی شې خو فکر کوې: زه ښه ښوونکی نه شم جوړیدئ. که تاسو هره ورځ د خپلې خوارۍ او محنت  تر څنګ دا جمله تکرار کړئ، چې زه يو ښه ښوونکی یم، زه به ښه ښوونکی جوړېږم. دا تاسو سره ډېره همکاري کوي. کله چې ستاسو ماغزو دا ومنله، نو ضرور تاسو به ښه ښوونکی جوړېدای شئ.

د خپلو هیوادوالو د ښه ژوند په هیله

Comments
Loading...