د مسلک او اړتیا له مخې مطالعې ارزښت / خالد ارزښت

0 16

کله چې د مطالعې نوم اورو نو ذهن کې مو یوازې ناولونه، لنډې کیسې، سیاسي کتابونه او ارواپوهنې کتابونه راځي او فکر کوو همدې کتابونو لوستلو ته مطالعه وایي. ما دا خبره ځکه وکړه چې دا څووم ځل دی د طب د برخې محصل ملګري په لاس کله د ناولونو، کله د خوبونو د تعبیرونو کتابونه او یا سیاسي کتابونه ګورم، دټولنیزو او ادبي کتابونو مطالعه کول او یا ذوق مطابق د بل هر کتاب مطاله کول پرته له شک چې ګټه لري؛ خو زما په نظر د ژوند ټولو برخو کې د ځان بسیاینې او په مسلکي لحاظ پرمختګ لپاره اړتیا ده چې مطالعې ته یوازې له ټولنیزې او ادبي زاویو ونه ګورو. مطالعه ژوند پورې تړلو ټولو مسایلو او موضوعاتو کې مهم او برخلیک ټاکونکی رول لري او په هره برخه کې د یوې ټولنې د پرمختګ سبب ګرځي. زه یې دلته له څو هغو یادونه کوم.

1ـ مطالعه نوښت را منځته کوي او نوښت د انساني ژوند د سعادت سبب ګرځي.

نړۍ کې چې هره برخه کې نوښتونه او اختراعات شوي دي ډیر کم به تصادفي او یا هیڅ نه وي. که موږ اوسنۍ نړۍ له سل کاله پخوا سره مقایسه کړو دا به راته څرګنده شي چې نړۍ ډیر پرمختګ کړی دی او دا پرمختګ یې د مطالعې برکت دی.

د روغتیا، لوړو زده کړو، ابادۍ… او نورو ټولو برخو پرمختکونه او نوښتونه پرته له شکه چې د مطالعې برکت دی. همدارنګه که موږ اوسنی ژوند پرته له موبایل، پرته له انټرنیټ، پرته له، پرته له برېښنا د یوې شیبې لپاره تصور کړو؛ نو وبه وایو چې انساني ژوند ناممکن دی او نړۍ پرته له ورستیو نوښتونو یوه تیاره کره ده. نو موږ کولای شو د مطالعې پر مټ په مختلفو ساینسي برخو کې د نورو نوښتونه مطالعه او یا خپله نوښتونه را منځه کړو.

2ـ د مطالې په برکت موږ د پخوانیو له تجربو خبری، پرمختګ او بریا ته ډیر لنډ رسیږو:

مطالعه موږ له دې خبروي چې کوم کارونه زموږ پخوانیو نسلونو اشتباهات او لاسته راوړنې کومې دي؟ کومو کارونو ته یې دوام ورکړو او له له غلطیو یې څنګه ځان خبر او وژغورو.

همدارنګه مطالعه هدف ته لار را لنډوي؛ ځګه هغه څه چې پخوا تجربه شوي راته معلومیږي له بدې تجربې د تکرار مخه نیول کېږي چې دا چاره خپله هدف ته د لنډیدو سبب ګرځي.

3ـ مخکې له دې چې څه ولیکو مطالعې ته اړتیا لرو؛ که ووایم له مطالعې پرته په یوې موضوع مقاله یا کتاب لیکل ناشوني دي، مبالغه به مې نه وي کړې؛ ځکه مطالعه ذهن روزي او موږ د دې جوګه کوي چې په یوې موضوع لیکل وکړو، که د اموضوع ټولنیزه، سیاسي او ساینسي وي.

دې برخه کې یوه تجربه دا هم ده که څوک ټولنیزه برخه کې ډیره مطالعه وکړي، نو که سبا کوم کتاب لیکي ښکاره خبره ده چې د ټولنیزې مطالعې نه په الهام به په یوې ټولنیزې موضوع کتاب لیکي. که څوک په ادبي برخه کې ډیره مطالعه وکړي، نو که بله ورځ کتاب لیکي ممکن ادبي کتاب ولیکي ځکه همغې برخه کې یې مطالعه کړې ده او د هغې برخې پرمختګونه او نیمګرتیاوې ورته معلومې دي.

نو د مطالعې پرمهال باید د ټولنې اړتیا او مسلک ته پام وشي. که څوک ډاکټر وي او د طب په برخه کې پراخه او منظمه مطالعه و کړي پرته له شکه چې د طب د پرمختګونو او ځینو برخو کې د نیمګړتیاوو په درک سره به بله ورځ په یوې طبعې موضوع څیړنه وکړي او کتاب په چاپ کړي چې پرمټ یې د طب د برخې خالیګا او د ټولنې اړتیا پوره شي.

دلته باید د دې خبرې یادونه وشي چې ارواپوهان وایي درې ډوله ذهنونه شته:

1ـ کمزوری ذهن، 2 ـ متوسط ذهن، 3ـ قوي ذهن

موږ کولای شو د مطالعې پر مټ کمزوری ذهن متوسط او متوسط ذهن پیاوړی کړو.

ځینې ارواپوهان دا هم وایي چې کمزورې او قوي حافظه وجود نلري؛ یوازې هغه حافظه قوي ده چې روزل شوې وي. نو هیله ده ټولنه کې د ځینو عامو ناسمو باورونو خلاف د ټولنې او وخت اړتیا ته په کتو موضوعات مطالعه کړو، له پرمختګونو او نمګړتیاوو یې خبر شو، چې د نیمګړتیاوو بشپړولو لپاره یې کتابونه ولیکو.

جلال اباد

Comments
Loading...