د اتاتورک یاد / خبیب علي

0 21

د ژبې او کلچر مینه ډېره خوږه ده، خو چې کله پکې افراط وشي بیا ترې فساد راولاړېږي. د زاهد خلیلي په یوه ژباړه کې مې لوستي و چې مصطفی کمال اتاتورک د کالج په دوره کې له قومي او ملي جذبې نه ډک اشعار ویل او بیا به یې خپلو ملګرو ته اورول. د ده په مشرۍ په ۱۹۲۳ز کال «جمعیت الوطنیه الترکیه» د جمهوریت اعلان وکړ او دی یې خپل لومړنی مشر وټاکه.

اتاتورک تر ولسمشر کېدو څه موده وروسته د هجري کلیزې پرځای یوناني غربي کلیزه مروجه کړه. د ۱۹۲۸ز کال په قانون کې یې دا خبره ختمه کړه چې ترکیه یو اسلامي هېواد دی. د رخصتۍ ورځ یې د جمعې پرځای یکشنبه وټاکله. ټولې شخصي مدرسې یې وتړلې او په ۱۹۳۳ز کال یې په استنبول پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځی هم بند کړ. په ۱۹۲۹ز کال یې د عربي رسم الخط پرځای د ترکي ژبې د لیکلو لپاره لاتیني رسم الخط رامنځته کړ. ده په ترکانو کې د قومیت روح اچول غوښتل. تردې چې د ځان لپاره یې د اتاتورک لقب خپل کړ، چې د ترکانو د پلار معنا ورکوي.

له دې ټولو خبرو منظور دا وو چې کله کله د ژبې او کلچر مینه سړی نارواوو ته مایله کوي، چې دا نه د ژبې په ګټه ده او نه هم د وطن او خلکو. که اتاتورک د کالج له دورې روغه لار سمه کړی وی، یا یې چا سمه لارښوونه کړی وی، ممکن نن به په دې لیکنه کې د ده نوم نه وو.

په دې نه غږېږو چې اتاتورک دا کارونه د خپلې ایډیالوژۍ له مخې کول او که د نورو په اشارو، خو دا معلومه ده چې دې کار یې د ترکیې ژبې، کلچر او دین ته نه جبرانېدونکی زیان ورساوه.

که زه د پرمختګ، نظم او عصریتوب په نوم د لویدیزې نړۍ عادتونه خپلوم، یا یې نورو ته توصیه کوم، ښکاره ده چې خپل کلچر او ژبې ته به مې لوی تاوان رسولی وي.

اتاتورک له مرګه څو کاله مخکې په داسې ناروغۍ اخته شوی وو، چې ځان یې نه پېژانده. ناروغي یې لاعلاجه وه او اصلي لامل یې د شرابو څښل وو. د شرابو له امله یې ځیګر خراب شوی وو او عصابو یې کار پرېښی وو.

د اتاتورک له ژونده دوه سبقه زده کولی شو: یو دا چې د وطن او کلچر مینه باید مونږ د مذهب له پولو وانه ړوي او بل دا چې خپله ژبه او کلچر باید هېڅکله زیانمن نکړو، ځکه هغوی چې خپلو ارزښتونو ته په درنه سترګه نه ګوري، له خپلو خلکو سره جفا کوي او د استاد ګل پاچا الفت په قول: د رباب له ترنګه د غوري شرنګ ته ډېر خوشالېږي

Comments
Loading...