په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د جګړې تلفات

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د جګړې تلفات:

نیویارک ټایمز رېپوټ؛ دسمبر له ۲۹ مې د جنورۍ تر ۴ مې پورې

ژباړن: احمد خالد راشد

لاندې ذکر شوي راپورونه په افغانستان کې په تېره یوه اوونۍ (دسمبر له ۲۹ مې د جنورۍ تر ۴ مې) د شویو امنیتي پېښو په اړه دي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نیویارک ټایمز د خبریالانو لخوا راټول شوي دي.

په دې کې شاید یو څه تناقص‌والی شتون ولري څکه، چې ډېری محلي چارواکي د تلفاتو په اړه دقیق شمېر له رسنیو سره نه شریکوي. معمولآ دولت پلوه ځواکونه او یا هم د دولت مخالفین (طالبان) دواړه لوري یو بل ته د زیاتو تلفاتو د اړولو ادعا کوي. او دلته چې کوم ارقام په رېپوټونو کې ذکر شويد دا هغه ارقام دي چې د نیویارک ټایمز رېپورټرانو د سیمې نه ورکړي دي. بلکې دا سخته هم ده چې واقعي شمېر معلوم کړل شي

تقریبآ د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې د حکومت پلوه ځواکونو ۷۵ عسکر او ۱۴ عام وګړي وژل شوي دي. حکومتي ځواکونو ته په دې اوونۍ کې زیات تلفات اوښتي په نسبت د تېرې اوونۍ. او د ملکي وګړو مرګ ژوبله په دې اوونۍ کې کمه ښودل شوې، د سرپل په ولایت کې طالبانو په حمله کې چې د حکومت پلوه ځواکونو په پوستو یې په درېیو مختلفو ساحو کې کړې وه ۲۱ د حکومت پلوه ځواکونو عسکر مړه او ۲۵ نور یې زخمیان شوي دي. او افغان او امریکایي ځواکونو چې هوایي ځواک یې همراهي کوله د پکتیا او فاریاب ولایتونو کې عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.

جنوری په ۳ په بغلان ولایت کې۱۴ پولیس وژل شوي دي:

د بغلان په ولایت کې طالبانو د پولیسو په پوستو باندې په دشتې خواجه علوان او پلخمري ښار چې د بغلان ولایت مرکز دی حمله کړې، چې ۹ پولیس یې په یوه پوسته کې وژلي او ۵ نور یې په بله پوسته کې وژلي دي. نوموړې پوستې په عمومي لاره د بغلان او سمنګانو  پرتې دي؛ په دې جګړه کې طالبانو نظامي وسایل او وسلې هم نیولې طالب پلوه جنګیالي کوشش کړي چې عمومي لارو کې خنډونه جوړ کړي تر څو حکومت ونشي کولای چې هغه ساحو ته چې طالبان هلته فعال حضور لري ورسیږي.

جنوري په ۲ مه په بادغیس ولایت کې څلور عکسر وژل شوي دي:

د بالا مرغاب ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوستو د طالبانو په حمله کې د ملي اردو ۴ عکس وژل شوي او ۶ نور زخمیان دي او په پوستو کې شته نظامي وسایل او وسلې طالبانو له ځان سره وړي.

د جنوري په ۲ مه کندهار ولایت کې ۶ امنیتي سرتیري وژل شوي:

د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ په مندوزو سیمه کې طالبانو د حکومت پلوه ځواکونو په کنډک او پوستو برید کړی وو چې تقریبآ جګړې لس ساعته دوام کړی، په نتیجه کې یې یو عسکر مړ او دری نور ټپیان شوي دي؛ او په همدې ساحه کې له پخوا نه  طالبانو تقریبآ د یو کیلو مټر په فاصله د ملي اردو کنډک ته تونل ایستلی وو او په هغه کې یې چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي وو چې هغه ته یې چاودنه ورکړې ددې چاودنې له امله ۵ د ملي اردو عسکر مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د جنوری په ۱ د مزار شریف په ولایت کې ۶ عسکر وژل شوي دي:

طالبانو د چمتال ولسوالۍ په مدرسه کلي کې د پولیسو په پوسته برید کړی چې د برید په نتیجه کې ۶ عسکر وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي چې جنګ تقریبآ ۵ ساعته دوام درلود.

د جنوري په ۱ د سرپل په ولایت کې ۲۱ امنیتي سرتیري وژل شوي دي:

طالبانو د صیاد ولسوالۍ په مرکز او پوستو برید کړی، چې له امله یې ۲۱  امنیتي سرتیري وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي نوموړې پوستې د سرپل او جوزجان ولایت په لویه لار پرتې دي چې د ساحې د تېلو د ساتلو مسؤولیت په غاړه لري، جګړې ۷ ساعته دوام درلود او یوه پوسته په بشپړ ډول د طالبانو له لوري نیول شوې هم ده اوس په سیمه کې جګړه نشته طالبان له ساحې تښتېدلي او سیمې ته تازه ځواکونه هم رسیدلي دي.

د دسمبر په ۳۱ مه د زابل ولایت کې ۸ امنیتي سرتیري وژل شوي دي:

طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ په سرخې سنګ سیمه کې د امنیتي سرتېرو په پوستو برید کړی چې یوه یې نېولې په هغه کې یې ۸ امنیتي سرتیري وژلي او پوستې ته یې اور ورکړی او بله پوسته امنیتي سرتېرو خپله پرې‌اېښې او له ساحې تښتېدلي.

د دسمبر په ۳۱ مه د فاریاب ولایت کې ۵ عام وګړي وژل شوي دي:

طالبانو د امنیتي سرتېرو په موټریز کاروان چې له شیرین تګاب نه میمنې ته په لاره وو حمله وکړه چې دې حملې په نتیجه کې طالبانو ۵ موټر چې وسلې او فوځي یونیفورمونه په کې وو ونیول له دې سره جوغت امریکایي هېلیکوپترو  د طالبانو له لوري په نیلو شویو موټرو باندې بمبار وکړ چې ددې بمبار په نتیجه کې د عامو خلکو ته هم مادي او معنوي تاوان ورسېد چې په نتیجه کې یې ۵ ملکي وګړي چې دوه نارینه او دری ښځې وې ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول چې په ټپیانو کې ۹ ښځې هم شاملې  دي.

له دې وړاندې حکومت د سیمې خلکو ته خبرداری ورکړی وو چې د امنیتي سرتېرو د کاروان د تېرېدو په وخت کې خپل کورونه خالي کړي تر څو د امنیتي پېښو په صورت کې عامو خلکو ته د سر زیان ونه رسیږي.

د دسمبر په ۳۱ مه د جوزجان په ولایت کې ۱ عام وګړی وژل شوی دی:

طالبانو د خوش تېپې ولسوالۍ په ډېک سار کلي کې یو ۳۰ کلن سړی د خپل کور په مخکې وژلی د چارواکو په وینا چې په ده باندې یې د اسلامي دولت (داعش) سره په همکاری تور لګولی او وژلی یې دی.

د دسمبر په ۳۱ مه د غزني په ولایت کې دری امنیتي سرتیري وژل شوي دي:

طالبانو د زنه خان په سیمه کې د امنیتي سرتېرو په پوسته برید کړی، چې د برید په پایله کې  ۳ امنیتي سرتیري وژل شوي  او ۵ نور ټپیان دي او طالبان له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

د دسمبر په ۳۱ مه د فرا په ولایت کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی:

د فرا ولایت په مرکز کې یوه وسلوال بریدګر د ملي امنیت په غړی حمله کړې او هغه یې  وژلی د ولایتي چارواکو په وینا بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

د سمبر په ۳۱ مه د پکتیا په ولایت کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي:

د زرمت ولسوالۍ په سرخي سیمه کې افغان او امریکایي ځواکونو ګډ عملیات تر سره کړي؛ حاجي نعیم چې پخوانی جهادي مشر او د سیمي مخور وو د هغه په کور کې طالبان مېلمانه وو چې د امریکایي الوتکو لخوا پرې بمبار شوی چې په پایله کې یې حاجي نعیم او د هغه دکورنۍ څلور نور غړي او دوه طالبان ووژل شوي.

د سمبر په ۳۱ مه د هلمند په ولایت کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی:

طالبانو د نادعلي ولسوالۍ په ناکي‌لاباد سیمه کې د امنیتي سرتېرو په پوسته برید کړی چې په پایله کې یې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او دری نور ټپیان دي.

د دسمبر په ۳۱ مه د تخار په ولایت کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی:

د درقد ولسوالۍ امنیې قومندان په یوه چریکي برید کې وژل شوی او دوه سرتيري پکې ټپیان دي.

دسمبر په ۳۰ مه په مزار شریف کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی دی:

د چاربولک ولسوالۍ په سبزي کرها کلي کې طالبانو د سنیپر ( دوربین لرونکې وسلې) په وسیله د پولیسو افسر وژلی دی.

د دسمبر په ۲۹ مه د کندز په ولایت کې یو عسکر وژل شوی دی:

طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په الف بېردای کلي کې د ملي اردو په پوسته برید کړی یو د ملي اردو عکسر یې وژلی او یو بل یې زخمي کړی دی.

د دسمبر په ۲۹ مه د مزار شریف په ولایت کې دوه اربکیان وژل شوي دي:

د دولت آباد په ولسوالۍ کې طالبانو د اربکیانو په پوسته برید کړی دوه اربکیان یې وژلي او دوه نور ټپیان دي.

د دسمبر په ۲۹ مه د تخار په ولایت کې یو ملکي وګړی وژل شوی دی:

طالبانو د دشتې قلعه په ولسوالۍ کې یوه ښځه تښتولې او وروسته یې وژلې د سیمې د خلکو له قوله چې په ښځه یې د زنا تور لګولی او د همدې له امله یې وژلې هم ده.

د دسمبر په ۲۸ مه د کندز په ولایت کې دوه اربکیان وژل شوي دي:

طالبانو د علي آباد ولسوالۍ په زنګي کلي کې د اربکیانو په کورونو حمله کړې دوه اربکیان یې وژلي او د کورنۍ نور غړي یې ور سره بندیان کړي دي.

د دسمبر په ۲۸ مه د غزني په ولایت کې دوه عام وګړي وژل شوي:

د آرزو په سیمه د عامو وګړو موټر د سړک د غاړې په ماین ور برابر شوی، چې په پایله کې یې ۲ عام وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دسمبر په ۲۸ مه د فاریاب په ولایت کې څلور عسکر وژل شوي دي:

د افغان ملي فوځ کاروان د شیرین تګاب ولسوالۍپه اسلام قلعه کلي کې د طالبانو له کمین سره مخ شوی چې په پایله کې یې ۴ د فوځ سرتیري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي

Categories: خبرونه